مکي او مدني سورتونه؛ پېژند، توپير او پېژندل

قرآنکريم په يو ځل نه دی نازل شوی بلکي په څو ځله په ۲۳ کلونو کې نازل شوی دی چې څه د هجرت څخه مخکې په مکه او څه د هجرت څخه وروسته په مدينه او څه د سورتونو پشان او څه د آيتونو په ډول ، څه په غزواتو کې ، څه د ورځې او څه د شپې نازل شوی دی .

د مکي او مدني تعريف :

د مکې او مدنې په تعريف کې راحج قول دا دی چې : هغه سورتونه چې هجرت څخه مخکې په مکه کې نازل شوي مکي او هغه سورتونه چې د هجرت څخه وروسته په مدينه کې نازل شوي مدني بلل کيږي .

د مکي او مدني تر مينځ فرق :

مکي سورتونه:

۱- د انبياء قصې ډيرې پکې بيان شوې وي .

۲- آيتونه يې لنډ لنډ وي .

۳- په هغه کې کفار وعيد باندې تهديد شوي دي .

۴- د عقيدې او ايمان د ارکانو څخه بحث کوي .

۵- د احکامو لکه : لمونځ ، زکات ، حج ، روژې او جهاد څخه بحث نه کوي .

۶- د عباداتو ، معاملاتو او آدابو د تطبيق له اصولو څخه بحث کوي .

۷- قسم ډير پکې ياد شوی وي .

مدني سورتونه :

۱- آيتونه يې اوږه وي .

۲- زيات د اهل کتابو څخه بحث کوي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د یهودو تر څنګ ژوند کولو .

۳- په هغه قصې ډېرې کمې وي .

۴- عبادات او احکام په تفصيلي ډول بيان شوی وي .

۵- د حکومت او ټولنې د تنظيم څخه بحث کوي .

۶- د جهاد څخه بحث کوي .

۷- د شريعت د احکامو څخه بحث کوي .

د مکي او مدني سورتونو پېژندل:

د مکي او مدني سورتونو د پېژندلو لپاره دوې طریقې دي سماعي روايت او قياسي ، سماعي دا چې مونږ د نزول خبر را رسيدلی يا روايت شوی دی .

او قياسي دا چې : ټول هغه سورتونه چې (يا أيَّها الناس ) پکې راغلی وي ، او يا پيل په حروف مقطعات شوی وي لکه : آل عمران ، البقره او نور مکي سورتونه دي .

او ټول هغه سورتونه چې په هغه کې د مخکې امتونو او پيغمبراتو قصې ، فرائض ، احکام او حدود بيان شوي وي او يا د منافقينو بيان پکې شوی وي مدني سورتونه دي .

د قرآنکريم لومړی نازل شوی سورت ، سورت علق دی : [اقرأ باسم ربک … ] تر [ما لم يعلم] پورې (رواه البخاري و مسلم ) .

(مختصر الأتقان في علوم القرآن ص ۵۸-۵۴)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب