د قلم ارزښت په اسلام کې

الذی علم بالقلم

دبشریت خالق په قلم باندې قسم یاد کړی دی ( ن ، والقلم وما یسطرون) ژباړه : قسم دی په قلم اوپه هغه څه چې دوی ئې لیکي . دا کفایت کوی چې موږ پوه شو چې قلم څومره مقدسه وسیله ده ، او دبشریت په لارښونه کې څومره ژوره اغیزه لری ، قلم د بشریت په لارښونه او پرمختګ کې خورا ژور اهمیت لري ، او د بشریت د لارښونې لپاره هغه مقدسه اوسپیڅلې وسیله ده  چې بشریت ئې د جاهلیت له تورو تیارو څخه د نور، علم او تمدن رڼا ته رسولی دی . د رسول الله صلی علیه وسلم د یوه حدیث پربنسټ قلم دالله تعالی لومړی مخلوق دی (” إن أول ما خلق الله القلم ” .. الحديث رواه أبو داود والترمذي .

الله تعالی د بشریت د لارښونې اوسوکالۍ لپاره تر ټولو وړاندې په خپل غوره کړی پیغمبر حضرت محمد صلی علیه وسلم  د سورت علق دا پینځه مبارک آیاتونه نازل کړل اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴿1﴾ خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿2﴾ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ ﴿3﴾ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ﴿4﴾ عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴿5﴾ كَلَّا إِنَّ الْإِنسَانَ لَيَطْغَى.  ژباړه : ولوله – ای محمده ! قرآن – په برکت د نامه د الله تعالی چې پیدا کړی ئې ټول مخلوقات دي ، پیدا کړی ئې انسان دی له ټوټو د تړلیو شویو وینو نه ، ولوله ـ ای محمده ! قرآن ـ حال دا چې ستا رب ډیر لوی کریم دی ، هغه رب چې ښونه ئې کړي په قلم سره ، ښونه ئې کړی انسان ته په هغو شیانو چې دی پرې نه پوهیده وړاندې له دې ، ریښتیا ده خبره دا چې انسان سرکشي کوی .  دا د رسول الله صلی علیه وسلم د سپیڅلی رسالت تر ټولو لومړی ښونه ده ، چې انسان باید تر هر څه وړاندې لیک لوست زده کړي ، او د لیکلو هغې مقدسې وسیلې ته لاس اوږد کړي ، چې قلم دي .

قلم د بشریت د ژوندانه په هر ډګر کې د بشریت لارښود پاتې شوی دی ، قلم معلم دی ، قلم ډاکتر دی ، قلم خطیب دی ، قلم .. دی ، قلم لوی امانت دی چې الله تعالی انسان ته د هدایت لپاره ورکړی دی ، او مسلمان ته  چې له خپل لوی پروردګار نه ویریږی مناسبه نه ده چې د کچنیانو په څیرورباندې لوبې وکړي ، او ورباندې د بهتان ، زور او ناشایسته اوسپکې خبری ولیکي ، اویا ورباندې د ګنهکارۍ او بداخلاقۍ خبرې ولیکې ،اویا ورباندې د فساد او فسق کلیمې ولیکې ، یا په ناوړه ځایونو کې د استهزا اود بداخلاقۍ خبری ولیکي ، څرنګه چې نن زموږ په ټولنه کې ځینې خلک په تشنابونو کې داسې ټیت او سپک کار کوی . د کور نه نیولی تر مکتب او ټولنه پوری ټول باید خپلو اولادونو ته د قلم اهمیت په اسلام کې بیان کړي . پکاره ده چې د دې امانت احترام وساتل شي دا د انسان د هدایت لپاره استعمال شي نه د ګمراهۍ او تباهۍ لپاره ، په قلم باندې لیکنه موجب ګرځي چې انسان په ټولنه کې ځانګړی منزلت ولري ، ، نو کوم منزلت چې قلم انسان ته په ټولنه کې ورکوی باید ددې منزلت کې په هر ډګر کې وي قدر وشي .

د یوه متعلم لپاره قلم د سلطان او حکمران حیثیت لري ، نو پکار ده چې د قلم په سلطنت او حکمروايۍ کې د قلم څیښتن د عدل او انصاف څخه کار واخلی ، او انسان د جاهلت او تیاروله نړۍ څخه د علم نور او رڼا عالم ته ورسوي . قلم حقیقتونه ثبتوي او علمونه او فکرونه د تاریخ په اوږدو کې له یوه نسل نه بل نسل ته نقلوي ، که قلم نه وي نو د تیرو شویو نسلونو تاریخ به تر موږ نه وی رارسیدلی ، که قلم نه وی نو د اسلام سپیڅلی ارشادات او لارښونې به تر موږ نه وی را رسیدلې ، که قلم نه وی نو د رسول الله صلی علیه وسلم سیرت او سپیڅلی اقوال به تر موږ نه وی را رسیدلی .

د مسلمانانو علماووپه قلم باندې فخر کړی ، او داسې کارونه ئې د قلم په ذریعه تر سره کړی چې د تورې په ذریعه ئې نشوی تر سره کولای ، د تاریخ په اوږدو کې خپلواکو قلمونو د بشریت د سوکالی لپاره ستر ستر بدلونونه رامنځ ته کړی دي ، د ډیرو لرو فاصلو نه ئې د طاغوت سرکشه حرکتونه راپرزولی دی ، هغه حرکتونه چې دالله تعالی اوبشریت  دښمن حرکتونه دي ،او انسانیت ئې تر جبر لاندې کړیدلی ، هغه کار چې د تورې په زور نه دي تر سره شوې د قلم په مهارت او اثر تر سره شوی ، په معاصره  مبارزه کې هم قلم خپل اغیزه ثابته کړی ده .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب