د نوروز لمانځل حرام دی؟ نوروز د مجوسيانو اختر دى؟

 د نوروز مسايل:

(نوروز د پسرلي او د شمسي کال د حمل اولې ورځې ته وايي او دا د مجوسيانو اختر دى.)
د نوروز لمانځل او د هغې مبارکي او د نوروز په مناسبت خاص خوراکونه، لباسونه، ډالۍ ګانې، رخصتي کول، خپل ورځني کارونه او کسبونه پرېښودل، مېلو او زيارتونو او خاصو محلونو ته تلل او د ښځو د کورونو څخه راوتل د نوروز لپاره دا ټول حرام دي،دلايل او د کتابونو حوالې او ماخذونه په لاندې ډول دي.

 نوروز د مجوسيانو اختر دى.

زيات تفصيل وګوره په اقتضاء الصراط المستقيم  جلد ١ \ ص ٢٢٦، ٢٢٧، ٢٢٩ البدايه والنهايه ج ١١ \ص ٢٣٣ تاريخ الخلفاء  ٢٧٤ص کې.
مجسويان هغه کافران دي چې د اور په عبادت به يې د نوروز ورځ لمانځله، نو مسلمانان به د دوئ د اخترونو او د دوى د مشابهت څخه به خامخا ځان ساتي.
١. الله تعالى فرمايي: (په سورة الحشر ١٩ ايت کې ولا تکونواکالذين نسواالله فانسهم انفسهم اولـــءــک هم الفاسقون.
ژباړه: او تاسې مه کېږئ په شان د هغو کسانو چې الله تعالى يې هېر کړى دى، نو الله تعالى د دوى څخه ځانونه هير کړې دي او دا کسان پوره نافرمان دي (نو يهودو، نصارو مجوسيانو او نورو کافرانو الله تعالى هېر کړى دى، نو اى مسلمانانو تاسې يې مه هېروئ).
٢. الله تعالى سورة الفرقان ٧٢ ايت کې فرمايي: والذين لايشهدون الزور.
ژباړه: نېکان خلک دروغو او نارواو ته نه حاضرېږي. تفسير ابن کثير دويم جلد ٤٥٢ ص په تفسير قرطبي ١٣ جز ء ص ٦٢ مجموع الفتاوى ٢٥ جز  ص١٤٧ کې د ابن عباس، مجاهد، ربيع بن انس، ضحاک، احمد وغېره مفسيرونو څخه روايت نقل کړى دى، چې مؤمنان دې د مشرکانو او کافرانو اخترونو ته نه ورځي او نه دې پکې برخه اخلي لکه نوروز او کرېسمس شو.
٣. سورة المائده ٥١ ايت کې الله تعالى فرمايي: ياايهاالذين امنوالاتتخذوااليهود والنصارى اولياء بعضهم اولياؤ بعضٍ ومن يتولهم منکم فانه منهم ان الله لايهدى القوم الظالمين.
ژباړه: اى ايمان والاو تاسې مه نيسئ، يهود او نصارا دوستان بعضي د بعضو سره دي او څوک چې دوى سره دوستانه کوي، نو يقيناً دا د هغوى څخه دى او الله تعالى توفيق د هدايت نه ورکوي، قوم ظالمانو ته.
نو الله تعالى دغه ايت کې وايي چې څوک د کافرانو سره دوستانه او مرسته کوي، نو دا د هغوى څخه دى.
٤. سنن ابي داؤد کتاب لباس ٤٠٣١ نمبر حديث دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: من تشبه بقوم فهو منهم.
ژباړه: څوک چې د يو قوم سره مشابهت کوي، نو دا د هغوۍ څخه دى فتاوى اللجنة الدائمة ٣ ص ٤٢٩ کې او شېخ الاسلام ابن تيمية په اقتضاء الصراط المستقيم ١ جلد١٣١ کې ذکرکړې دي چې مشابهت په عبادتونو او عادتونو او اخترونوکې هم راځي،نو نوروز لمانځل ځکه حرام دي چې د مجوسيانو او کافرانو سره مشابهت راځي.
٥. سنن ابي داؤد کې حديث نمبر ١١٣٤ نسائى ١٥٥٦ مشکوة المصابيح باب العيدين کې حديث ذکر کړى دى چې د جاهليت د زمانې څخه خلکو د نوروز او مهراجان په ورځ لوبې کولې نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې الله تعالى د دې دوه (٢) ورځو په مقابل کې تاسې ته د کوچني اختر او لوى اختر ورځې درکړې دي. مرقات شرح المشکاة ٣ جلد ص ٤٩٠ کې همداسې ليکلي او وايي چې انبياؤ کرامو د دغو جاهلانو حکماؤ دغه لمانځنه غندلې ده.
دغسې اخترونو او مېلو ته ورتلل او برخه پکې اخېستل حرام دي.
٦. بېهقي ١٤ج ١١٣ ص حديث ١٩٣٧٧ عبدالله عمرو وايي چې چا د مشرکانو په وطن کې ژوند غوره کړو او د هغوۍ سره د نوروز او مهرجان اخترونه لمانځي او د هغوي سره مشابهت کوي او په دغه زندګۍ باندې مړ شو، نو په ورځ د قيامت به همدوې سره راپورته کېږي.
٧. علامه بېهقي په سنن الکبرى ١٤ جلد \ص ١١٣ کې ١٩٣٧٤ نمبر روايت په اساس ليکي چې عمر فاروق (ض) وايي چې د مشرکانو عبادت خانو ته د هغوى د اخترونو په ورځ مه ورځۍ ځکه په دوى د الله تعالى قهر او عضب نازلېږي (دا د ورتلونکو حال دى) د لمانځونکو او برخه اخېستونکو به څه حال وي.
٨. بېهقي په سنن الکبرى جلد١٤ \ص١١٣ روايت نمبر ١٩٣٧٦، ١٩٣٧٧ کې وايي چې عمر فاروق (ض) به ويل چې د الله تعالى د دښمنانو څخه ځان وساتئ، د دوى په اخترونو او مېلو کې.
٩. بېهقي په سنن الکبرى جلد ١٤\ ص ١١٤ روايت نمبر ١٩٣٧٨ کې لېکي چې علي (ض) ته د نوروز په ورځ ډالۍ وړاندې شوه، نو هغه رد کړه او داسې يې وويل چې خپل کارونه او اسلامي عادات جاري ساتئ، هره ورځ نوروز دى.
د دې حديث راوى ابو اسامه فرمايي چې علي (ض) د نوروز نوم هم بد وګڼولو چې دا نوم هم نوى ايجاد شوېدى، بېهقي وايي چې د کراهت وجه دا ده چې شريعت دا ورځ نده خاص کړې او دوې يې د ځان څخه خاص کوي.
١٠. شيخ الاسلام ابن تيمية (ض) په مجموع الفتاوى ٢٥ جز ١٤٧ ص کې د عمر (ض) او عبدالله بن عمرو (ض) د رواياتو د ذکر کولو څخه وروسته ليکلې دي چې څوک نوروزي اعمال ترسره کوي نو د الله تعالى عذاب ته ځان وړاندې کوي او بيا يې د مجموع الفتاوى ٢٥ جز \ص١٤٩ کې ليکلې دي چې د دغه ورځې په مناسبت چې کومې ذبحې او حلالې کېږي ناجائز او حرامې دي او د (مااهل به لغير الله او ماذبح على النصب ) حرمت کې داخل دي، نو په دې ورځ غسل، مېلې او د ماشومانو د لوبو اسباب جوړول او د هغې خرڅول او اخېستل د نوروز په مېلو کې حرام دي بلکې بعضې علماء يې کفر ګڼي ځکه چې په دې کې د کفر د شعائرو تعظيم او احترام دى.
١١. ملا علي القاري په مرقات شرح مشکوة جلد ٣ \٤٩١ ص کې وايي چې ابو حفص الکبير الحنفي وايي چې چا د نوروز په ورځ يوه هګۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه، نو دا شخص په الله باندې کافر شو او ټول عملونه يې برباد شول.
حسن بن منصور وايي که چا د دې ورځې د تعظيم په خاطر څه واخېستل، نو کافر دى او که مقصد يې د رزق پراخي وي، نو بيا هم مکروه او حرام دي،  ځکه د کافرو سره مشابهت دى، شيعه ګان نوروز د دې لپاره هم لمانځي چې عثمان (ض) په دې ورځ شهيد شوى دى او علي (ض) ته خلافت په لاس ورغلى دى، نو دا د مجوسو ورونه دي.
١٢. مرقات شرح مشکوة همدغه صفحه کې لېکي چې د نوروز په بعضي لمانځونکو باندې د هغوى ښځې زورورې شي او ورته وايي چې ماته به هم دغسې مېلې جوړوې لکه دا نور خلک او کافران يې چې جوړوي، نو دا د هغوى خبره ومني.
١٣. د نوروز په ورځ په بعضي نوروزي اعمالو د کفر فتوى د امام ابو حنيفه رحمة الله عليه د مذهب کتاب شرح فقه اکبر ص ٢٢٩ ، ٢٣٠ کې وګوره.
علماء کرامو او مشرانو څخه هيله دا ده چې خلک د دې اعمالو څخه په لاس، بيان او په قلم سره منع کړي او د دوستانو څخه عرض دا دى چې د دې فوټو کاپيانې په نورو خلکو تقسيم کړي.
ترتيب او تحقيق:  شيخ الحديث مولانا احمد شاه (د تعليم القران والسنة جلال آباد نارنج باغ د مدرسې د حديثو او تفسير استاد).

سیدفریدون افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب