د نوروزخیلو جاهلانه دلیلونه

آیا تاسو پوهیږئ؟

هغه خلک چې نوروز ته حلال وايي څه دلیل یې ده؟

هغوی سره نه دقرآن یو آیت شته ،نه ورسره حدیث شته،  نه ورسره اجماع شته، او نه ورسره کوم قیاس شته.

دا خو پریده د یو عالم قول هم نشته ورسره .

غټ نه غټ دلیل یې داده⬇

دوی وایي چې نوروز خو یو کلتور(فرهنګ) ده او دا درې زره کلن تاریخ لري او تاسو یې هسې حرام بولئ.

دویم دلیل داده چې نوروز حـــرام نه ده، نوروز ته هغه خلک حرام وايي چې خپلې ګټې یې پکې وي.

زه دې بې شعوره جاهلانو ته وایم چې کلتور په څه مانا؟

د کلتور مطلب څه ده؟

آیا کلتور اسلام سره څه ربط نه لري؟

آیا کلتور په دې مانا ، چې خپل د خواهشاتو پوره کولو لپاره یوه پلمه جوړول دي؟

دا چې موږ وایو چې نوروز د مجوسیانو او یاهم د غیرمسلمو عید ده داخو ستاسو له خپلې خبرې ښکارې چې” نوروز درې زره کلن تاریخ لري “.

چې دا درې زره کلن تاریخ لري،  ای جاهله د اسلام خو ټول یونیم زر(۱۵۰۰)  څه کم تاریخ لري.

نو معلومه شوه چې ستاسو ددې کلتور تاریخ له اسلام نه وړاندې دغیرمسلمو نه راپاتې ده.

زه خو دې ځینو خلکو ته هک حیران یم چې ولې دوی دمره جاهله دي ؟

چې د نوروز د لمانځلو لپاره دا خبره کوي چې دا مُلایان دخپلو شخصي ګټو لپاره حرام بولي.

تاسو ولې دمره جاهلان یئ؟

دې کې به د مُلا څه ګټه وي؟ آیا مُلا ته څوګ پیسې ورکوي؟ آیامُلا دې سره روزګار جوړه وي ؟ آیا نوروز کې د مُلا عزت او قدر کمیږي ؟

آیا د مُلا دا خبره هم د وطن خلاف ده ؟

خو نه داسې نه ده!

مُلا چې تاته وایي چې نوروز حرام ده د زړه له درده تاته وايي.

مُلا خپل دیني او عقیدوي مسئولیت ادا کوي.

مُلا نه غواړي چې ته دیو مسلمان په حیث د پردیو کلتور  لمانځې.

مُلا سره دا غم ده چې د قیامت په ورځ د مجوسیانو سره راپورته نه شئ.!

ځینې بیا دا دلیل نیسي، چې نوروز موږ ددې لپاره لمانځو چې د یو ښکلې هوا او موسم ته مو ژوند بدلیږي.

زه وایم چې دا هم ددوی جاهلانه دلیل ده،  ځکه چې دوی هوا او موسم په بدلون سره دا نه لمانځي بلکې د تاریخ په بدلون سره لمانځي ، ډیر ځله داسې وي چې موسم خراب وي یعني دسپرلي هغه خوندور او ښکلې هوا نه وي راغلې، صرف تاریخ بدل شوی وي ، او دوی دا لمانځي،  که موږ اوس فکر وکړو زموږ په هیواد کې دسپرلي هغه ښکلا اوس پورې نشته او بیا هم نوروز لمانځل کیږي.

که د موسمونو په بدلون سره دا لمانځو بیا خو پکار دا وه چې هر موسم ولمانځو، کوم چې خراب موسمونه دي هغو کې خفګان او غم ښکاره کړو ،او کوم چې ښکلي موسمونه دي هغو کې خوښې ښکاره کړو.

ځیني بیا وایي چې دا د بزګرانو (دهقانانو) د خوښۍ لپاره نوروز لمانځل کیږي.

زه وایم چې دا هم جاهلانه دلیل ده که دا دبزګرانو د خوښۍ لپاره وه نو پکار دا وه چې دا په ښارونو کې نه لمانځل کېدلی ، بلکې په اطرافو او کلو کې لمانځل شوی وای،  خو موږ وینو چې نوروز اکثره په ښارونو کې لمانځل کیږي، او هغه شیونه پکې ترسره کیږي چې دبزګرانو له روزګار سره هیڅ ربط نه لري.

لکه جنډه پورته کول او هغه هم یو څو مخصوص ځایونو کې، او همدارنګې هفت میوه خوړل ، فحشا او منکر کارونه کول، سندرې ویل ، نڅاګانې کول.

اوس خو زموږ په ټولنه کې یو بل ناسور پیدا شوی ده چې هغه د سولې شعار ده، څوګ خپله لور د بې شرمۍ په میدان کې ګډوي او بیا دا وایي “چې موږ سوله غواړو”

څوګ که هر قسم ناروا وکړي بس همدا یې ځان لپاره غټه توره ګرزولې چې موږ سوله غواړو.

زه خو وایم چې دا اوس به هم ډیرو ځوانانو دناراو کولو لپاره د نوروز ورځ ټاکلې وي، او ډیرې داسې پیغلې به هم وي چې د ناروا نیت به د نوروز په ورځ تړي.

خلاصه دا چې دنوروز لمانځلو لپاره هیڅ شرعي او نقلي دلیل نشته.

هغه دلیلونه چې سوګ د نوروز د لمانځلو لپاره وړاندې کوي هغه هم ټول عقلي دلیلونه دي ، او دین کې دنقل مقابل کې د عقل لپاره هیڅ اعتبار نشته.

تر دې مخکې د نوروز د حرمت په اړه بې شمېره لیکنې او فتواوې خپرې شوې دي نو ځکه ما هغه دلائل بیا ذکر نه کړه .

لیکوال: حامد مستشهد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب