دنوروز نمانځنه نه اسلامي حیثیت لري او نه افغاني اصل !

دهجري  لمریز کال  ړومبی ورځ  چې دحمل  دمیاشتې  له  اولې  ورځې  سره  سمون خوري  دنوروز په  نامه په یوشمیر هیوادونو کې پیژندل  کیږي  او په  خاصه  توګه   هرکال په   ایران  ، تاجکستان  او افغانستان  کې  دنوموړې  ورځې  درناوی  او تجلیل  ترسره  کیږي  ،  په  داسې  حال  کې  چې  ددغې  ورځې  نمانځنه  هیڅ  اسلامي  اصل  او ریښه  نلري  او نه  هم  له  اصیل  افغاني  فرهنګ  سره  کوم  تړاو لري  .

دغه  ورځ  (  نوروز  )  دتاریخي  څیړنو او پلټنو  له  مخې  ثابتوي  چې  دنوروز  بیخ  او بنیاد   داسلام له  مقدس  دین  څخه  وړاندې  ( زردشتیانو ، مجوسیانو او اتش  پرستو )  پوري  ځان نښلوي  او هم  له  اسلام   دمخه  نوروز دایرانیانو  داخترونو څخه  یو  اختر  بلل شوی  چې  متاسفانه  دغه  عقیده  او دوداوس  هم  په  نوموړي  هیواد کې  خاص  ځای  او درناوی  لري 

دنوروز  دپیدایښت  یو شمیر علتونه  :                                                     

ایرانیان  دنوروز  په  اړه  بیلابیل  توجیهات  او علتونه  په  ګوته  کو ي :

ځیني  وايي  نوروز  دزردشتیانو دپاچا  او واکمن  دزیږیدو  له  ورځي  سره  سمون  خوري ، نو ځکه  يې  مجوسیان  ، زردشتیان  او اتش  پرستان  دنوموړي  ورځې  تجلیل  او درناوی  کوي ، ځیني  وايي  نوروز  دزردشتي  او اتش  پرستي  عبادت  دپیل  له نیټي  نه راپیل  شوی ، ځیني  وايي  نوروز  لدې  امله  نمانځل  کیږي  چې  دبلخ  دزردشتیانو او مجوسیانو په یوې  مشهوري   معبد (  اتشکده  )  کې  په  همدې  ورځ  اوربل  شو .

حکیم  ابو ریحان  البیرونی  ،چې په  430   ق  کال    زیږیدلی  او دڅلورم  قرن  نامتو رياضيدان او داسلامی  تمدن  داحیا مشهوره  څیره  تیره  شوي. دنوروز  په  اړه  داسې  وايي  :  نوروز  نمانځنه   له هیڅ الهي  دین  او عقیدي  سره  کوم  تړاو او رابطه  نده لرلي  ، هغه  وايي  ایرانیانو له اسلام  څخه  دمخه  دځینو او هامو او خرافاتو او ګمراه  کونکو  رسمونو او رواجونو په سلسله  کې  نوروز نمانځنه  پیل او یوه  عقیدتي  بڼه  يې  وروبښله  چې  دالبیرونی  په  قول   دنوروز دپیدایښت  لړی  دزردشتیانو له  زماني  او دایران  دجمشید پاچا له  دوري  څخه  سرچینه  واخیسته ، دحکیم  البیرونی  په  نظر  زردشتیانو دخپلې  واکمنی  او بیا ورسته   پیروانو يې  دنوروز  ددو د پالني او ساتني  ته  کلک  وفادار او پابند پاتې  شول  او یوکال يې  هم   ددغې  ورځې  له  تجلیل  نه  سر ونه  غړاوه  ، البیرونی  وايي  ځیني  زردشتیان  داسې  هم  وو  چې  دلمریز  کال  په  ړومبی  نیټه  ( سپیده  داغ  )  به  يې  ددرناوي  لپاره   په  خپلو  کورنو او ځایونو کې  اورونه  بل  کړل او هغه  يې  نوروز نمانځنه  بلله .

داسلام  مقدس  دین  او نوروز !

اسلام  هغه  مقدس  او جامع  دین  دی  چې  په خپلو  ټولو ابعادواو جهتونو کې  که   هغه  عبادات  ، اعتقادات  او معاملات  دی  په  اړه  يې  خپل  مشخص  هویت   او منونکي  فلسفه  لري

متعال  خدای  جل  جلاله  فرمايي  ( والذین  لایشهدون الزور )  ژباړه  دخدای  تعالی خاص  بندګان  هغه  څوک دی  چې دباطلو په  مجالسو کې  برخه  نه  اخلي  (الفرقان  ۷۲ سورت  )  دلته  دشهود معنا مفسرین حضور اخلي  ، ځکه  دغه ډول مجالس  زړه او روح  ته  له  ګندګي  او ګناه  پرته بل  څه  نه  لوروی !  مجاهد ، ربیع  بن انس ، قاضي  ابو یعلی ، ضحاک  ، ابو العالیه ، طاوس ، ابن سرین او ابن عباس رض او نور  مفسرین او فقها دپورته ایت  شریف  تفسیر داسې کړی چې  له  ( زور )  څخه  مراد دمشرکینو  اخترونه  او دخوښی  ورځي  دی  (تفسير قرطبي ج7 ص54. روح المعاني جزء 19 ص51، ابن كثير ج:3 ص328 . الدرالمنثور جزه:5 ص80…)

داسلام  او بشریت  سترلارښود  حضرت  پیغمبر صلی  الله  علیه  وسلم   ،  چې  کله  مدیني  منوري  ته  هجرت  وکړ  دهغه  ځای  خلکو دخوښي  دوه  ورځي  لمانځلي  ، خوښي  او میلي  به  يې  پکې  کولي  ، دجلیل  القدر صحابی  حضرت انس  بن  مالک رض   په  روایت  ، رسول  الله  صلی الله  علیه وسلم  له  دغو  خلکو پوښتنه  وکړه  چې  تاسې  ولې او دڅه  په  بنیاد  ددغو  دو ورځو  درناوی  کو ي ، هغوی  ورته  وویل  چې مونږ  به   دجاهلیت  په  وخت  کې  ددغو دو ورځو تجلیل  او پکې به  مو  لوبي   کولي  ، حضرت  رسول  صلی  الله  علیه  وسلم  ورته  په  خطاب  کې  وفرمایل  :  خدای  تعالی  مونږ  مسلمانانو ته  دهماغه  دو ورځو په  ځای  دخوښی  دوه  نوري او بهتري  ورځي  چې  یو يې  دوړوکي  اختر او بله  يې  دلوی  اختر  ورځي  دي  لورولي  (  ابوداود ، نسایی )  دمرقات المفاتیح  صاحب  اومولف   او دابو داود محشی  دالمحیط  قاموس  نه  په  نقل  وايي  چې  دجاهلیت  ددوری  دخوښیو او اخترونو له  ورځو نه  مراد  (  نوروز او مهرجان  )  دی

همداډول  له  ابن عمر رض  څخه  روایت  دی چې  رسول الله  صلی  الله  علیه  وسلم  فرمایلي  دي  :   («من تشبه بقوم فهو منهم». رواه احمد و ابوداود.ژباړه  :  هرڅوک چې  مشابهت  وکړي  له یو قوم سره ،  نو هغه  کس له همغه قوم څخه  دی  (  یعني  له  هغه  قوم  څخه  شمیرل کیږي )  ابن  کثیر ویلی  : پورته  حدیث  سخته  نهی ، تهدید او دعذاب  وعده  دهغه  چا په  حق  کې  کړي  چې  ځان  دکفارو په  څیر جوړوي ، یعني  په   اقوالو ،  افعالو  ، لباس ، خوښیو ،  اخترونو  او نورو هغو شیانو کې  چې  شریعت  دهغه  منع  فرمایلي  (تفسير ابن كثير، ج1 ص197 )

په  همدې  ډول   یهود ،  نصارا او مجوسیان  په  هغه  صورت کې  چې  جزیه به  مسلمانانو  ته  ورکوي  اجازه لري  ترڅو خپل اخترونه  دمسلمانانو په  ځمکه  کې  ترسره  کړي  ، خو ددې  په  څنګ  کې مسلمان  ته  روا نده   چې  دهغوی  په  دغو اخترونو کې  برخه  واخلي  ، دحضرت  عمر رض  ارشاد  او  دصحابه   و  او ټولو فقهاو اتفاقي  قول  دی  چې  اهل  ذمه  (  جزیه  ورکونکي   کفار  )   به  په  دارالاسلام   کې  خپل  اخترونه  او نوري  ورځي  علني  نه   ترسره  کوي   ، نوچې  اهل  ذمه  وو ته  دغه  اجازه  نشته  ، نو هغه  چاته  چې  ځان  مسلمان  ګڼي  او بیا دکفارو او مجوسیانو اخترونه  په خپله  نمانځي  او یاورسره مشابهت  کوي  دهغه  به څه  حکم  او حالت  وي  ؟

همدارنګه   له  حضرت  عبدالله  بن  عمر رض  څخه  روایت  دی  وايي   (من مَرَّ ببلاد الأعاجم فصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشرمعهم يوم القيامة). بهیقی  باسنادجید ژباړه  :  هغه  څوک  چې  دنوروز  او دنورو غیری  اسلامی  اخترونو او ورځو دتجلیل  په خاطر  نامسلمانو هیوادونو ته  سفر  وکړی او دهغوی  په  مذهبی خوښیو کې  شریک  شي او دهغوی  په  څیر ځان  جوړ کړی اوبیا په  هماغه  حالت کې  مړشي  ، حشر به يې په  ورځ  دقیامت  له  هغوی  سره وي 

له  پورته  قراني  لارښونو، نبوي  ارشاداتو او دصحابه  کرامو  او فقهاوو له  اقوالو ښکاري  چې  نوروز  له  اسلام  سره  هیڅ  اړه  او رابطه   نلري  ، نوچې  اسلام  دنوروز  په  څرګندو  ټکو  مخالفت  کوي  نو بیا افغانان  په  کوم  بنیاد او اصل  نوروز دخپل  افغاني  فرهنګ  جز  شمیري  او حتی  اوس  يې  دملي  ورځي  په  توګه  پیژني  ؟ 

معلومیږي  چې  که   مسلمانان  دنوروز  تجلیل  او درناوی  کوي  نو دزردشتیانو ، مجوسیانو او یا له  اسلام  څخه  دمخه  ګمراهانو ناولی  تقلید او پیروي  کوي  ، نو په  دغسې  حالت  کې  که  څوک  قصدادغه  نمانځنه  سرته  رسوي  ؛ نوویره  ددې  ده چې  دغه  خلک  داسلام  دسپیڅلي  دین څخه  منحرف شوي  ( العیاذ بالله  ) 

ځیني  نافهمه  خلک  وايي  چې دوی  هغه  نوروز  نه  لمانځي  کوم يې  چې مجوسیان  او زردشتیان   ورته عقیده  لري  ،  بلکې  دوي  صرف  دکال  اوله  ورځ   تجلیلوي  ، دوی  ته  بایدو ویل شي  چې  که  تاسې  په  رښتیا دپسرلي  راتګ  څخه  استقبال  کوی  نو څه  مجبوریت  لری  چې  دغه استقبال  دمجوسو  او اتش  پرستو له  نوروز  سره  یوځای  او غاړه  په  غاړه سرته  رسوی  ، په  همدې  ورځ  په  مزا رکې  دسخي  جان  صاحب   جنډه  او چتوي  ، دعاګاني  غواړی  او نذرونه  ږ دي 

داسلام  لوی  فقیه  او محدث  علامه  ملا علی  قاري  رح   چې  دیولسم قرن  دمجددپه  توګه  یادیږي  وايي  :  هرهغه  څوک  چې  دنوروز  په  ورځ  یو چاته  دتحفي  او ډالی  په  شکل  کې  یوه  هګی  ورکړي  دکفر ویره  يې  ده  ، ځکه  دغه  کس  دمجوسیانو او اتش  پرستانو تقلید کوي او په لوی لاس  ځان  دهغوی  له  جملي  څخه شمیري 

همداراز  ابوحفص  بخاری  حنفی  رح  چې په  150 هجري قمري کې  په  بخاراکې  زیږیدلی  او  دامام بخاری  رح  داستاد انو له  جملې  نه  حسابیږي  او فقها او محدیثن يي  د ماوراء النهردعلامه اودمشرق فقیه بولي  وايي:  که یو ه کس پنځوس  کاله  دخدای  جل  جلاله   په  وحدانیت  کې  تیرکړي  وي  خو دنوروز  په  ورځ  کې  لدې وجې  چې  دنوموړي  ورځې  نمانځنه  وشي  نو کوم مجوس  او زردشتی  ته  په  تحفه  کې  یوه  هګی  ورکړي   پرته  له  کوم شک  او تردد نه  ددغه پنځوس  کلن  مسلمان  ټوله مسلماني  دړي  وړي  ، عبادات يې  هدر او داسلام  له  دایرې  نه  خارج  وګرځید.

نتیجه  :

هغه  کسان  چې  له  لیري  لیري  ځایونو څخه  مزارشریف  او یانورو ځایونو ته  دنوروز  په  ورځ  سفر کوي  او دسخی جان  دجنډي  دپورته  کولو په  مراسمو کې  په  همدې  ورځ  برخه  اخلي  ایا دوی  کوم  شرعي  دلیل  او مجوز  لري   ؟  دوی  په  استدلال  کې  کوم  مبارک  ایت  ، حدیث  شریف  ، اجماع ، قیاس  ، دکوم  صحابي  ، تابعی  او مجتهد قول  وړاندې  کولای  شي

بله خبره  داده  چې  دغه  ډول  سفر دثواب  په  نیت  پرته  له  دریو جوماتو نو ( بیت الله ، مسجدنبوی  ، او مسجد اقصی )  ته  نور هیڅ  دیني  حکم  او مجوز نلري ،  دمزار شریف  دجنډي  برخوال  دې  ووايي  چې  دوی   بیدریغه  لګښتونه  کوي  ، دنورور نارواوو ترڅنګ   دموسیقی  او نڅا په کانسرتونو کې  شریکیږي  او یايي  ویني  دوی  دغه  سفر ته  پرته  له  معصیت  او دشریعت  غرای  محمدی   له  اوامرو څخه  نافرمانی  او دکفارو او زردشتیانو له  مشابهت  نه  بل  څه  دلیل  درلودلای  شي

هیله  ده  افغانان  دخپل  اصیل  اسلامي  فرهنګ  او هویت  له  مخې  هغه  رسمونه  ، ورځې  او خرافات  چې   دیني  او افغاني  صبغه  او ریښه   نلري  او د مجوسیت ،  هندویزم  او غربی  ناولی  فرهنګ    نه سرچینه  اخلي   په  لوی  لاس    افغاني   جامعي   ته  رادننه  او دافغاني  فرهنګ   نوم  او شکل  ورنکړي.

له شهامت ویبپاڼې نه په مننې سره

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب