د نـفل او سـنت لـمونـځـونو بـيـان 

د نـفل او سـنت لـمونـځـونو بـيـان 

په حواله د٣٣صفحى دكوكب درى نفل دفرض اوواجب نه وروسته زائددى چه سنت هم پكښى شامل دى نوهرسنت نفل دى او هرنفل سنت نه دى، په ترمذى اونسائى كښى ليكلى دى چه رسول (ص) فرمايى كه چاپه شپه اوورځ كښى پردوولس ركعتو هميشه توب وكړالله (ج) به په جنت كښى كور ورته جوړكړى، دوه ركعته دسهاردلمانځه ترمخه، څلورركعته دماپښين دلمانځه تر مخه اودوه ركعته وروسته، دوه ركعته دماښام ترلمانځه وروسته دوه ركعته دماخستن دلمانځه وروسته .
سهار پس له سپيدو نه دوه ركعته لمونځ سنت دى، څلورركعته سنت دماپښين ترلمانځه ترمخه اودوه ركعته وروسته، څلورركعته نفل دمازديګردلمانځه ترمخه مستحب دى كه څوك وغواړى دوه ركعته دى وكړى، دوه ركعته سنت دماښام دلمانځه وروسته او څلورركعته نفل دماخستن دلمانځه ترمخه مستحب دى كه څوك وغواړى دوه ركعته دى وكړى اودوه ركعته سنت دماخستن دلما نځه وروسته، كه څوك غواړى چه نفل لمونځ دورځى دوه ركعته په يوه سلام وكړى اوكه ئې خوښه وى څلورركعته دى په يوه سلام وكړى خوترڅلورركعته اضافه په يوه سلام مكروه دى، امام اعظم اوبوحنيفه (رح) وايى نفل لمونځ په شپه كښى اته (٨) ركعته په يوه سلام روادى مګراضافه تراته ركعته په يوه سلام مكروه دى، امام ابى يوسف (رح) اوامام محمد (رح) وايى چه په شپه كښى اضافه تردوه ركعته نفل لمونځ په يوه سلام روانه دى يعنى دوه ركعته افضل دى.
دامام اعظم (رح) په نيزڅلور ركعته نفل دى دورځى او دشپى اوپه نيزديارانو(رح) دورځى څلورركعته نفل په يوه سلام دى اودشپى دوه ركعته نفل په يوه سلام دى، قرائت ويل د فرض لمانځه په اول دوه ركعتوكښى واجب دى اوپه آخردوه ركعتو كښى لمونځ كونكۍ اختيارلرى كه غواړى قرائت دى ووايى كه غواړى تسبيح دى ووايى اوكه ئې خوښه وى خاموش دى ودريږى مګر قرائت ويل افضل دى ، قرائت ويل په ټولونفل او وترلمونځو كښى واجب دى، كه چاپه نفلى لمونځ شروع وكړه اولمونځ ئې فاسدكړ نوبيرته دى قـضاء راوړى.
مګرامام شافعى (رح) وايى چه قضاء ئې نشته، داحكم هله دى چه په قصدسره داخل شى كه په سهوه سره داخل شى بيائې قضاء نشته لكه چه څلورركعته نفل پوره كړى په سهوه سره پنځم ركعت ته ولاړشى وروسته ورپيادشى هغه فاسدكړى نوقضاء ئې نشته، كه چادڅلورركعتونفل لمونځ نيت كړی وو اوله ناسته ئې وكړه وروسته لمونځ ورنه فاسدشونو د دوو ركعتوقضاء دى راوړى ځكه چه اول دوه ركعته ئې داولى ناستى په تكميل سره صحيح شوه، كه څوك په ولاړه سره دنفل لمانځه پركولوقادروى ولى بيله عذره ئې په ناسته وكړى څه حرج نشته مګرثواب ئې نيم دى، امام اعظم ابوحنيفه (رح) وايى كه چاپه ولاړى دنفل لمونځ شروع وكړه اوبيابيله عذره كښينستى لمونځ ئې صحيح دى ځكه چه ولاړه په نفل لمانځه كښى فرض نه ده نو كول اونه كول ئې برابردى، كه څوك دښاردباندى وى يعنى تر آباديووتلى وى پربوده (حيوان) باندى نفل لمونځ كول روادى هر طرف ته چه دبوده مخ وى وهغه طرف ته دى په اشاره لمونځ وكړى .

 

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب