د سهوې سجده

د سهوې سجده څه شی دی؟

دسهوي معنی هيريدل دي بنی آدم چه کله نيک کار کوي شيطان هغه هميشه په هيره اوغفلت کې اچوي شيطان ترټولو ډير دبنده په سجده کولوسره ذليل کيږی اوسخت خفګان ښکاره کوي .
څنګه چه لمونځ کې سجده وي نو شيطان هميشه کوښښ کوي چه لمونځ کونکی بي توجه اوبي فکره کړی .
دشيطان دذلت لپاره بيا هم په هيره او بي فکري کې سجده سهوه لازمه شوي ده .

هغه صورتونه چه سجده سهوه لازميږي .

۱– دلمانځه له واجباتو څخه په هيره سره کوم واجب پاتي شي لکه الحمدلله ،تشهد يا جلسه .
۲– دکوم واجب په اداکولوکې تاخيرياځنډ راشي (دومره ځنډ چه په څومره وخت کې يوه رکوع يا سجده کيدای شي ) که په هيره سره وي يا څه فکر کولو لکه دالحمدلله نه ورسته د سورت په ضم يا پيوسته کولو کې سړی خاموش ودريږی دڅه ځنډ ورسته سورت شروع کړي .
۳– دکوم فرض په اداکولو کې تاخير راشي مثلاً دسورت نه ورسته ځنډ وشي ورسته له څه ځنډ نه رکوع وکړي .
۴– کوم فرض دوه ځلي ادا شي مثلاً په يوه ځل دوې رکوع وکړي .

۵– دڅه واجبو کيفيت بدل شي :

اليف ) په کومو لمونځوکې چه په خفيه سره سورت لوستل کيږي هغه دامام له خوا په زوره وويل شي يا د ورو ويلو پرځاي په زوره وويل شي که پدي سلسله کې پوره سورت وويل شي يا دومره چه په څومره وخت يوه رکوع يا يوه سجده کيدای شي نوپدی صورت سجده سهوه لازميږي .
ب) دفرضو په اولو دواړو رکعتو کې يا يورکعت کې سورت هير شي نوکه څلور رکعتي لمونځ وي نوپه آخري دوو رکعتونو کې يې ويل پکار دي او ددي ترتيب بدليدو په وجه سجده سهوه لازميږي .

دسجده سهوي کولو طريقه :

په آخري ناسته کې د تشهد نه ورسته به يواځي ښی طرف ته سلام ګرځول او ورسته دوي سجدي کول او بيا تشهد،درد او دُعا ويل او دسلام ګرځول .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب