د مسافـر لـمـونـځ

د سفر قصد او په قصد سره عمل كول چه په شرعى سفر سره ياديږى په احكامو كښى تغير راوړى لكه د روژى خوړل او دڅلور ركعته لمونځ په بدل كښى دوه ركعته لمونځ كول، كه د سفر قصد نه وى چه پر ټوله نړۍ راوګرځى مسافرنه دى، همدارنګه كه دسفرنيت وكړى اوپه سفرئې شروع كړى نه وى هم مسافرنه بلل كيږى.
د سفر مسا فه دمقصد ترځاى پورى پروچه لارداوښ په ميانه تګ يا پياده (پلى) ميانه تګ د درو ورځولارده شپه نه حسابيږى ځكه چه شپه د اسراحت دپاره ده، په سفركښى له سهار نه ترماښامه تګ شرط نه دى ځكه چه لمونځ كول، ډوډۍ خوړل اواسرحت كول هم په سفر كښى داخل دى لكه چه په فتاواووكښى وايى كه څوك د ورځى له سره بياترماپښين پورى تګ وكړى داسراحت ځاى ته ورسيږى هلته شپه تيره كړى دوهمه اودريمه ورځ همداشان وكړى نوشرعى مسافردى.
په هدايه كښى وايى چه اندازه په فراسخو سره معتبره ده چه په ضعيف روايت يوويشت (٢١) فرسخه اوفتوى پراته لس (١٨) فرسخه ده .
كه څوك د درو ورځولاردموټرپه ذريعه په لس (١٠) ساعته كښى يادالوتكى په ذريعه په يوه ساعت كښى قطع كړى شرعى مسافر دى .
د وچى دلارى تګ د اوبوله لارى سره برابرنه دى ځكه هره لارځان ته تعين دوخت غواړى، داماماعظم اوبوحنيفه (رح) په حكم مسا فربه څلورركعتيزه فرض لمونځ دوه ركعته اداكوى اضافه تردوه ركعته روانه دى كه ئې تردوه ركعته اضافه فرض لمونځ وكړ ګنهګاردى، كه فرض لمونځ څلورركعته داسى وكړى چه وروسته له اولو دوو ركعتوپه قدردالتحيات ناسته وكړى نواول دوه ركعته ئې فرض او آخر دوه ركعته ئې نفل شول مګردغه لمونځكونكۍ ګنهګارشوځكه چه د دوو ركعتوفرضوسلام وځنډی دى، همدارنګه كه وروسته له اولو دوو ركعتوناسته ونه كړى اوڅلورركعته فرض ادا كړى فرض لمونځ ئې باطل شواوپه نفل سره بدل شو، مګردامام محمدبن ادريس شافعى (رح) په حكم د مسافر څلورركعته فرض لمونځ عزيمت دى او دوه ركعته ئې رصخت دى، دسهاراوماښام لمونځونه مسافر ندى ځكه كموالى هم پكښى نشته، په سفركښى چه څوك آرام وى دلمانځه سنت دى نه پريږدى كه ئې تلوارووچه موټرورنه تلى يادسفرملګرى ناراضه كـيدل نوسنت دى پريږدى .
څوك چه په نيت دسفرله كوره ووت چه له خپل استوګن ښار يا كلى د آباديونه تيرشى دسفرلمونځ به كوى، ترڅوچه داقامت نيت پنځه لس ورځى يااضافه ترپنځه لس ورځوپه كوم بل ښارياكلى كښى كوى، دغه پنځه لس ورځى يا اضافه مذهب دامام اعظم ابو حنيفه (رح) دى اوروايت ئې عبداله بن عباس (رض) اوعبداله بن عمر(رض) كړيدى، دعسكرنيت دقبول وړنه دى بلكه داميرنيت معتبردى همدارنګه د ښځى د اقامت نيت اعتبارنلرى دميړه نيت ئې معتبردى.
دسفرلمونځ له نيت وروسته پر مسافرلازم دى، كه مسافرنيت له پنځه لس ورځونه كم وكړنولمونځ به پوره نه كوى ځكه چه مسافردى يعنى دڅلور ركعته فرض پرځاى به دوه ركعته كوى همدارنګه كه دمقصد منزل ته ورسيږى اونيت د اوسيدوئې له پنځه لس ورځونه كم ووخوپنځه لس ورځى ئې تيرى كړى بيائې هم داسى نيت ووچه نن ياسبابه ځم اوپه دغه ترتيب كلونه ورباندى تيرشول لمونځ به پوره نه كوى دوه ركعته د سفرلمونځ به كوى ځكه چه مسافردى، له بيهقى نه په صحيح سندسره روايت دى چه عبداله بن عمر(رض) په آذر بايجان كښى شپږ مياشتى او انس (رض) په نيشاپوركښى شپږ مياشتى تيرى كړى لمونځونه ئې دوه ركعته مسافرانه كول.
كه موټرچلونكى كوم بل ښارته باروړى وى او د بيرته راتلودپاره دبارپه لټه كښى وى چه نن يا سبا به بارپيدا شى لدى ښارنه ځم پدغه اميدكښى مياشتى پرتيرى شى لمونځ به دوه ركعته مسافرانه كوى، همدارازهغه دسوارلى وړونكۍ موټرچلونكۍ چه له خپل استوګن ښار نه ووزى لمونځ به مسافرانه كوى كله چه بيرته خپل ښارته راشى پوره لمونځ به كوى، داسلام عسكر چه دغزادپاره دكفروطن ته ننوزى ترڅوچه فتح ئې كړى نه وى په مابين كښې د قرار او فرار وى د اقامت نيت ئې صحيح نه دى، مسافرچه په مقيم امام پسى اقتداوكړى اودلمانځه وخت نورهم پاته وى نوپرځان ئې متابعت دامام لازم كړكه په اول دلمانځه كښې شريك شويوى كه په آخركښى لمونځ به پوره څلورركعته كوى.
د مسافر د قضائى لمونځ اقتدادمقيم امام په قضائى لمونځ پسى روانه ده ځكه چه دمسافرقضائى لمونځ په متابعت دامام څلورركعته نشى كيداى، كه امام مسافر وو او مقتديان مقيم وه امام دى خپل دوه ركعته لمونځ وكړى سلام دى وګرځوى مقيم خلګ دى سلام نه ګرځوى خپل لمونځ دى داسى اداكړى چه په پاته ركعتوكښى دى هيڅ قرائت نه وايى په قدر د الحمد لله دى خاموش ودريږى ځكه چه دوى خلف الامام دى، پرامام باندى مستحب ده چه وروسته له سلام نه پرمقتديا نو ږغ وكړى (زه مسافريم تاسى خپل لمونځونه پوره كړى) ددى ويناګټه داده چه مقيم خلګ پوه شى چه په پاته لمانځه كښى قرائت ونه وايى، په ابوداود او ترمذى كښى ليكلى دى چه رسول الله (ص) چه مكى ته مسافرراغلى وو اودمكى خلګوته ئې لمونځ وركړ وروسته له سلام نه ئې داسى ويناوكړه، كله چه مسافرخپل داستوګنى ښارياكلى ته راورسيږى لمونځ به پوره كوى كه څه هم د اقامت نيت ئې كړى نه وى ځكه چه په خپل ښاركښى داقامت نيت ته حاجت نشته.
كه څوك داستو ګنى ښارياكلى بدل كړى يعنى كوم بل ښارياكلى ئې داستوګنى دپاره غوره كړبياپه سفر ولاړى اوهغه اول استوګن ځاى ته ورسيدى لمونځ به پوره نه كوى ځكه چه مسافردى، كه حاجى نيت داقامت وكړ چه پنځه لس ورځى به په مكه شريف اومنى كښى تيره وم نيت داقامت ئې صحيح نه دى ځكه چه په نيت كښى دوه ځايه چه فاصله سره لرى وويل شوه، همدارنګه كه يوازى مكى شريفى ته ورغى اوپه مكه مكرمه كښى دپنځه لس ورځوداوسيدووخت نه وو داقامت نيت ئې صحيح نه دى لمونځ دى پوره نه كوى ځكه چه مسافر دى، دامام اوبوحنيفه (رح) په مذهب مسافرلره جمع كول د دوو لمونځو دفعل په لحاظ روادى اودوخت په لحاظ روانه دى يعنى مسافرته روادى چه دماپښين لمونځ د وخت وآخر ته وځنډوى او دمازديګرلمونځ دوخت په اول كښى وكړى، دغه رنګه دماښام او ماخوستن لمونځونه سره جمع كړى چه دغه عمل په جمع صورى سره ياديږى، جمع حقيقى (جمع وقتى) دوه ځايه رواده لكه په عرفات كښى چه دمازديګرلمونځ دماپښين په وخت كښى اداكيږى چه دتقدم جمع بلل كيږى اودماښام لمونځ دماخستن په وخت كښى اداكيږى چه دځنډ جمع بلل كيږى، په احاديثوكښى چه درسول الله (ص) دجمع روايت شويدى مقصدئې جمع صورى ده، په نورومذهبوكښى جمع حقيقى په هرعذر روا ده لكه سفر، باران، ناروغى اوداسى نور.
دغه راز دامام اوبوحنيفه (رح) په مذهب په كښتۍ كښى په هرحال لمونځ په ناستى روادى مګرامام ابويوسف (رح) اوامام محمد (رح) وايى چه بيله عذره روانه دى . كه په سفركښى لمونځ قضاء شى اوپه كوركښى ئې قضاء راوړى نود دوو ركعتودسفردلمونځ قضاء به راوړى، كه له مقيم نه لمونځ قضاء شوغوښتل ئې چه په سفركښى ئې قضاء راوړى دڅلوروركعتوقضاء به راوړى، فرمان وړونكۍ اوګنهګارپه سفركښى يوشان رصخت دى يعنى دواړوته كسردلمانځه او د روژى خوړل روادى ځكه چه دقرآنكريم دالبقره دسورت په (١٨۴) آيت كښى الله (ج) فرمايلى دى ﴿فمن كان منكم مريضااو على سفرفعدة من ايام اخر﴾ يعنى كه څوك ستاسونه په روژه كښى ناروغه وى ياپه سفركښى وى روژه وخورى نو روژه نيول په شماردخوړل شوو ورځوپه نورو ورځوكښى ورباندى لازم ده پدغه آيت مبارك كښى د ګنهګاراو فرمان وړونكى توپيرنشته، په حديث شريف كښى راغلى دى د﴿صلوة المسافر ركعتان﴾ يعنى د مسافرلمونځ دوه ركعته دى، په حديث شريف كښى هم دفرمان وړونكى اوګنهګارتوپيرنشته، امام شافعى (رح) وايى چه ګنهګار ته رصخت نشته.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب