د نسب تبدیلول حرام دی- حدیث

عَنْ أَبِي ذَرٍّ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ لَيْسَ مِنْ رَجُلٍ ادَّعَى لِغَيْرِ أَبِيهِ وَهْوَ يَعْلَمُهُ إِلاَّ كَفَرَ وَمَنِ ادَّعَى قَوْمًا لَيْسَ لَهُ فِيهِمْ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّار.[صحیح البخاری 3508]

ژباړه: د ابوذر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ، چی ده درسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل ، چی ویې فرمایل: ندئ هغه څوک چی دخپل پلارنه بغیر دبل چادعوه وکړی پداسی حال کی چیدئ هم پوهیږی ،(چی پلار یې څوک دئ) مګرداچی دئ پدې باندی کافر کیږی، اوهرڅوک چی دیوې قومۍ دعوه وکړی پداسی حال کی چی دئ دهغې قومۍ څخه نوی ، مګرداچی ځانته دی ځای په اور کی وټاکی.

توضیح: یعنی دخپل نسب بدلول اوهغه ته تغیرورکول حرام دی، کوم څوک چی یې کوی یعنی خپل نسب ته تغیر ورکوی ، اوبیا هغه ځانته روا هم بولی نودئ کافر کیږی ، اوکه یې روا نه بولی بیایې هم کوی، نوبیا کافر کیږی خونه ولی ډیر سخت ګناهکاردئ ، ځکه چی دیوې خوایی کفران دالله دنعمت کړئ دئ، اوبل یې داسی کار کړئ دئ ، چی هغه دکفر کاردئ نه داسلام ، همدا راز چی څوک ځان په یوې قومۍ پوری تړی  پداسی حال کی چی دئ دهغې قوۍ څخه نوی ، نودغه سړئ دی ځانته په جهنم او اورکی ځای وټاکی.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب