د ناک خوړل په هضم کې مرسته کوي

 

د ناک ونه چې جګوالی یې تر لسو مترو پورې رسېږي، تر ډېره په یخو او غرنیو سیمو کې شنه کېږي. د ناک د ونې رېښې تر لرو پورې په ځمکه کې غځېږي. مېوه یې مخروط ته ورته، غوښنه، خوږه او ځیني یې تروشه وي. د ناک په اړه د هغو څېړنو پایلې چې د the journal Food Research International په مجله کې خپرې شوې دي، ثابتوي چې د ناک ځیني ډولونه کولی شي د شکرې ناروغۍ او د وینې لوړ فشار کنټرول کړي، د معدې او دغه راز د کولمو زخمونه ورغوي. ناک د فنولیک (Phenolic) ترکیباتو چې په ځینو بوټو کې هم موندل کېږي، ښه سرچینه بلل شوې ده.

دا چې نن سبا یو زیات شمېر ځوانان او د لوړ عمر لرونکي کسان د شکرې پر ناروغۍ اخته دي او دا وړاندوینې هم شوې ده چې کېدای شي تر راتلونکو شلو کلونو پورې دغه شمېره نوره هم لوړه شي، نو روغتیا پالان وایي که په ورځني ډول یو دانه ناک وخوړل شي نو د شکرې د ناروغۍ پر وړاندې به مو ځان وقایعه کړی وي.

دوی وایي د مېوو خوړل نه یوازې دا چې په وینه کې د ګلوکوزو اندازه کنټرولوي، بلکې د هغه درملو د جانبي عوارضو مخه هم نیسي چې د شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره کارول کېږي.

د ناک پوستکی د (phenolic) تر ټولو ښه سرچینه بلل کېږي چې ان د ACE په څېر کار ورکوي. ACE هغه درمل دي چې د وینې د لوړ فشار لپاره کارول کېږي. دغه راز د ناک تخمیر شوې اوبه د معدې د زخم درملنه کوي. د ناک تخمیر شوې اوبه کولی شي د هغو باکتریاو د ودې مخه ونیسي چې په کولمو او معده کې د اېچ پایلوري پیدا کېدو لامل کېږي.

د ناک بله ځانګړنه دا ده چې معده پاکوي، هغه کسان چې په اسانۍ سره یې په معدې کې خواړه نه هضم کېږی کولی شي له ډوډۍ خوړلو وروسته یو دانه ناک وخوري. روغتیا پالان وایي د ناک د خوړلو تر ټولو اسانه او ګټوره لاره دا ده چې سلاته ترې جوړه شي او بیا وخوړل شي؛ ځکه دا یې هغه لار ده چې د ناک له ټولو ښېګڼو څخه به مو ګټه اخیستې وي.

د ناک د خوړلو سپارښتنه د هغو کسانو لپاره هم شوې ده چې ورزش کوي. ورزشکاران کولی شي مخکې او وروسته له تمرین څخه ناک وخوري. روغتیا پالان یې د هغو کسانو لپاره د ډېر خوراک سپارښتنه کوي چې د زړه، شکرې او د وینې د لوړ فشار پر ناروغیو اخته وي.

دا چې ناک په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه انتي اکسیدان لري نو کولی شي په بدن کې د ازادو راډیکالونو مخه ونیسي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب