د مینې کلمه
د مينې (Love) په اړه ډېرې خبرې شوې دي او ښايي د مينې د كلمې په څېر بله داسې د ډېرو تعبيرونو درلودونكې كلمه په ادبياتو كې ډېره لږه وي. ځينو شاعرانو هغه لوړ مقام بللى، چې انسان ورته رسېدونكى وي. خوشال بابا يې په اړه ويلي:
چې په عشق سره ژوندي دي هغه نه مري
چې بې عشقه ژوندي گرځي مړه هغه
رحمان بابا هم دې ته ورته داسې ويلي:
دا دنيا ده خداى له عشقه پيدا كړې
د همه وو مخلوقاتو پلار دى دا
خو په مقابل بيا داسې شعرونه هم ويل شوي، چې د عشق يا مينې مقام يې له رواني اړخه ډېر ټيټ كړى دى، لكه چې ويل شوي:
عقل سل د مصلحت بندونه جوړ كا
چې د عشق سېلاب پرې راشي واړه نوړ كا
دا ډول تفسيرونه او تعبيرونه له دې امله له تناقض نه ډك دي، چې هر يوه شاعر عشق يا مينه له خپلې سليقې سره سمه تعريف كړې او ډول ډول رواني حالات يې ورته منسوب كړي دي.
هغه څه چې ثابت او كره دي، دا دي چې مينه ځانگړي رواني حالات لري او ټول رواني حالات نه شي كولاى، په مينه كې ځاى ومومي. فيلسوفانو، عارفانو، شاعرانو او ارواپوهانو د مينې د اهميت او ډولونو په اړه بېلابېلې نظريې وړاندې كړې دي. مينه ډېر ځله د محبت او دوستۍ په مانا راغلې ده. د مينې يا عشق كلمه له يوې بلې كلمې ( عشقه ) څخه منځته راغلې ده. عشقه هغه گياه ده، چې تر ونې گردچارپېر تاوېږي او د هغې له اوبو نه گټه اخلي.
د ارواپوهنې له پلوه مينه هغه احساس دى، چې د بېلابېلو ډولونو او د رفتاري اړخونو او عقلي مضمون په درلودلو سره يو واحد كيفيت دى. اپلاتوني مينه هغې مينې ته ويل كېږي، چې جنسي بنسټ او عناصر ونه لري.
مين يا عاشق هغه چا ته ويل كېږي، چې له يوه چا او يا هم له يوه شي سره ډېره علاقه وښيي او معشوق هغه چاته ويل كېږي چې له هغه سره ډېره علاقه ښودل كېږي.
عارفان په نړۍ كې هر هغه خوځښت او حركت، حتا د كراتو او افلاكو حركت هم د مينې يا عشق له يوه ډول څخه گڼي او مينه يې پر دوو ډولونو ( مجازي او حقيقي ) وېشلې ده.
مجازي مينه د خپل بنسټ له مخې، هغه مينه ده، چې له حيواني مينې يا محبت نه پاكه وي.
البته دلته د حقيقي مينې له اصطلاح نه موخه، له خداى سره مينه نه ده، بلكې موخه ترې د يوې سالمې او سمې مينې ځانگړنې دي، چې كولاى شي بېلابېلې معشوقې ولري.
د حيقيقي مينې ځانگړنې
مينه نسبت د انسان نورو حالاتو ته خاصې ځانگړنې لري.
لومړۍ ځانگړنه يې داده، چې د انسان ډېرى خويونه او حالات لنډمهاله او ژر تېرېدونكي وي، خو مينه نسب نورو حالاتو ته تلپاته او اوږدمهاله وي.
دويمه ځانگړنه يې داده، چې د مينې موخه عرفان، پېژندنه او پرمخيون دى. تر گردو مهم څه چې د انسان د زده كړې د پرمختگ لامل گرځي، هڅه او استقامت دى، چې د وگړي د علاقې له امله د يوې ځانگړې موضوع لپاره منځته راځي. دا هڅه د دې لامل گرځي، چې انسان د ستونزو پر وړاندې نهيلى نه شي او خپلې لارې ته ادامه وركړي.
د مينې درېيمه ځانگړنه داده، چې مينه له پېژندنې او تفكر څخه منځته راځي، ځكه تر هغو، چې يو وگړى يو شى يا څوك ونه پېژني، نه شي كولاى پر هغه مين شي. يو وگړى يوځل له يوې موضوع سره لومړى علاقه پيداكوي او وروسته د هغې موضوع د ارزښت په درك كولو سره له هغې موضوع سره مينه پيداكوي.
د مينې څلورمه ځانگړنه داده، چې په مينه كې اوږدمهاله موخې په پام كې نيول كېږي، هغه څوك چې موخه يې يوازې خپل معشوق ته رسېدل وي، هغه سمه مينه نه ده، ځكه كله چې خپل معشوق ته ورسېږي، نو مينه يې هم پاى ته رسېږي.
د مينې پنځمه ځانگړنه داده، چې مين د خپلې مينې په لړ كې د معرفت او پېژندنې لوړو پوړيو ته رسېږي او دغه ډېره پېژندنه يا معرفت د دې لامل كېږي، چې نوموړى واقعيتونو ته نژدې كړي، دا نژدې كېدل بيا د دې لامل كېږي، چې رښتوني ژوندانه ته ورسېږي او منطقي تصميمونه ونيسي. د انسان ترگردو لوى هنر دادى، چې واقعيتونه درك او وپېژني او د انسان تر گردو لوى عمل، د ترخو واقعيتونو منل دي او د انسان په ژوند كې تر گردو لوى واقعيت مرگ دى.
د مينې شپږمه ځانگړنه داده، چې په مينه كې احساسات د عقل او فكر په واك كې وي او هغه څوك چې حقيقي عاشق وي، منطقي، پوه او عقلمن سړى دى. په مينه كې تصميم نيول د عقل او فكر په وسيله صورت مومي او احساسات په سليقو او په زړه پورې څيزونو كې انځورېږي، له دې څرگندېږي، چې عواطف تر پېژندنې وروسته منځته راځي. د بېلگې په توگه، يو څوك چې پر خپله ښځه مين وي، لومړى په خپل عقل او فكر سره تصميم نيسي، د خپلې مېرمنې لپاره د ډالۍ يا تحفې اخيستل، په هغو شرايطو كې چې دوى په كې اوسي، څومره سم او پر ځاى دي. تر تصميم نيولو وروسته بيا د تحفې لپاره، خپل احساسات د سليقې په كالب كې ځايوي او په خپله سليقه خپلې مېرمنې ته تحفه اخلي.
د مينې اوومه ځانگړنه داده، چې په مينه كې ازادي او خپلواكي موجوده ده. مين سړى له خپل معشوق سره مالي او معنوي تړاو نه لري او د معشوق له وجود پرته هم كولاى شي، خپل ژوندانه ته ادامه وركړي. مين په خپل ميل او ارادې سره له خپل معشوق سره مينه كوي او په مينه كې اجباريتوب نه كوي. هغه پېژندنه يا معرفت، چې مينه يې مين ته وركوي، د دې لامل كېږي، چې مين له غيرلازمو تړاوونو او د بې نيازۍ له احساس نه خلاصون مومي. هغه څوك چې پر يوه موضوع مين وي، په هغې موضوع كې ښكېل او روږدى نه وي، مين له خپل معشوق سره يوازې د زړه تړاو لري، نه كوم بل تړاو. د ( مينې بنده ) اصطلاح نه شي كولاى په حقيقي مينه كې مانا پيدا كړي، كه د مينې پايله اسارت او بنده گي وي، له دې داسې نتيجه اخيستل كېږي، چې د مينې په پيل سره، د انسان يوه اصلي غوښتنه، چې ازادي غوښتنه ده، تر پښو لاندې كېږي.
د مينې اتمه ځانگړنه داده، چې په مينه كې تعادل او ثبات موجود وي او همدا تعادل اوثبات د مينې د دوام لامل كېږي. دغه تعادل او ثبات په مين كې د ارامۍ او ښكلا لامل كېږي. حقيقي مينه د مين جسمي او رواني تعادل له منځه نه وړي او ډېر توند او له اوره ډك نه وي، حقيقي مينه سوځوونكې نه وي، بلكې روښانوونكې او ځلوونكې وي، مينه د مين په لاس كې د څراغ مانا لري، چې په دې څراغ سره د معرفت او عرفان په لار كې پرمخ ځي. هغه مينه چې په هغې كې مين له خپل اختيار پرته د فنا او نابودۍ په لور لاړ شي، مينه نه ده.
د مينې نهمه ځانگړنه داده، چې په مينه كې د مين هويت ساتل كېږي، يانې مين يوازې په خاصو ځانگړنو پسې لټه كوي، چې هغه هم له خپل معشوق سره د مينې كولو لامل كېږي او د دې لامل نه كېږي، چې د مين هويت له منځه لاړ شي او مين خپل ځان د معشوق جز وگڼي.
د مينې لسمه ځانگړنه داده، چې مين سړى نسبت خپل معشوق ته د مالكيت احساس نه لري، يانې مين فكر نه كوي، چې معشوق ارومرو د هغه په كړۍ ( انحصار ) كې قرار لري. مينه يوه پېچلې مسئله ده، خو په ژوند كې د حقيقي مينې په كارولو سره كولاى شي سړى لويو برياوو ته ورسېږي.