د موسى ع الهي ساتنه او د فرعون په کور کې دده روزنه

د موسى علیه السلام الهي ساتنه او د فرعون په کور کې دده علیه السلام روزنه

موسى علیه السلام  په  پټه پردې  نړۍ سترګي روڼي کړې ، مور يې شيدې ورکولې او دالله جل جلاله  دلوري څخه دده دساتني ژمنه ورسره  سوې وه. کله چي دموسي علیه السلام  مور دفرعون دوينه چيښونکو پوليسو څخه وبېرېده نو يو تابوت يې جوړ کړ، پمبه يې  پکښي واچول بيا يې خپل زوى پکښي واچوئ او هغه تابوت يې رود نيل ته وغورځاوه دموسى علیه السلام  خور ته يې وويل چي دغه تابوت تعقيبوه چي چيري ځي ، دموسى علیه السلام  مور په دې ډاډه وه چي دغه ماشوم الله جل جلاله  ساتي نه ضايع کيږي دې داټول کارونه دالله جل جلاله  دلارښودني سره سم کول . لنډه داچي دغه تابوت اوبو يووړى په دغه اوبو کي دفرعون مينځياني لمبېدلې ناببره يې پردغه تابوت باندي سترګي ولګېدلې تابوت يې راواخيستى ددوى دافکر وو چي په دې تابوت کي به مال او سامان وي نو ځکه يې دغه تابوت سيده دفرعون مېرمني آسيې ته ورکړ، آسيې چي دغه تابوت خلاص کړ، يو ماشوم پکښي وو نو الله جل جلاله  ددې په زړه کي ددغه ماشوم مينه پيدا کړه په دغه وخت کي فرعون راغلئ کله چي يې دغه ماشوم وليدئ وې غوښته چي وې وژني ، دستي يي جلاد راوغوښتى څو دغه ماشوم مړ کړي خو آسيه پر ټينګه سوه ده ته يې زارۍ شروع کړې چي دغه ماشوم مه وژنه زه اولاد نه لرم زما زوى به سي . الله جل جلاله  يې بيان کوي او فرمايي :
وَقَالَتِ امْرَأَةُ فِرْعَوْنَ قُرَّةُ عَيْنٍ لِي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا   (سورة قصص الاية ٩)
ژباړه : دفرعون ښځي وويل : داماشوم زما او ستا دسترګو يخ والى دئ ،  ته يې مه وژنه نژدې دئ چي موږ ته به ګټه ورسوي او يا به يې په اولاد ونيسو.
فرعون آسيې ته وويل : ستا دسترګو يخوالى به وي زه هيڅ حاجت ورته نه لرم.ځينو ويلي دي چي که فرعون داسي ويلى واى چي دا ماشوم زما دسترګو يخوالى هم دئ الله جل جلاله  به هدايت ورته کړى واى لکه آسيې ته چي يې وکړئ خو ده نه وويل نو ځکه دغه نېکمرغي نه ورته ورسېدل او دتل لپاره بدبخته ددنيا څخه ولاړئ.[irp][irp]

پر موسى علیه السلام باندي د دايي حرامېدل

موسى علیه السلام  دآسيې سره اوسېدئ هغه آسيه چي په قسم سره يې دفرعون څخه دغه ماشوم غوښتى وو او فرعون هم ورکړى وو. الله جل جلاله  دآسيې په زړه کي دموسى علیه السلام  محبت اچولى وو. په همدې ډول دفرعون په زړه کي هم الله جل جلاله  دموسى علیه السلام  محبت اچولى وو دده سره يې ښه سلوک کاوه او نرمي يې پر کول لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي (39)   (سورة طه الاية ٣٩)
ژباړه : موږ واچوئ پر تاباندي قبلېدل زموږ دلوري څخه ددې لپاره چي ستا پرورښت زموږ په حضور کي وسي.
اسيه ديوې دايي په لټه کي سوه چي موسى علیه السلام  ته شيدې ورکړي او تربيه يې وکړي ، ډول ،ډول داياني يې راوستلې خو موسى علیه السلام  ديوې دايي غېږ ته هم نه ورتلئ ترداسي  بريده چي آسيه پردې وبېرېده چي دغه ماشوم هلاک نسي آخر خپله په دې کار پسي ولاړه سوه دموسى علیه السلام  خور يې وليده هغې ورته وويل ماته يوه دايي معلومه ده کېداى سي چي دهغه دايي غېږ قبوله کړي آسيې ورته وويل : ته دغه دايي راوله که يې دهغه دايي غېږ قبوله کړه او دهغې شيدې يي ورودلې زه به ډېر لوى انعام ورکړم او ښه به يې ونازوم . دموسى علیه السلام  خور ولاړه خپله مور يې راوسته دموسى علیه السلام  مور چي خپل زوى وليدئ نژدې وو چي تر خوله يې وتلي واى چي دا زما زوى دئ دستي يې دغه ماشوم راپورته کړئ په غېږ کي يې ونيوئ او شيدې يې ورکړې موسى علیه السلام  دخپلي مور شيدې په ډېر شوق سره ورودلي . دالله جل جلاله  عجيب کارونه دي ، دانسان عقل کار نه پکښي کوي  . الله جل جلاله  خپل دوست بېرته خپلي مور ته هم وصل کړ، او دخپل زوى پر روزولو يې تنخوا هم ورته مقرر کړه او هم يې خپل زوى په ښکاره روزلاى سو او مخکي پر حيرانه وه  چي څنګه اوچيري يې پټ کړي.
آسيه ډېره خوشاله سوه چي ماشوم شيدې ورودلې او دموسى علیه السلام  دمور څخه يې وغوښتل چي دلې نژدې په داغه قصر کي واوسيږي او دغه ماشوم شيدې ورکوي او روزنه يې کوي ، بيا يې وعده ورکړه چي زه به تاته خورا زياته تنخوا کښېږدم او ښه انعامونه به درکړم خو دموسى علیه السلام  مور داخبره ونه منل او وې ويل : چي زه داکار نه سم کولاى ځکه زه خپل ماشومان او اولادونه پردې هلک نه سم پرېښودلاى په يوه شرط يې کوم چي دغه ماشوم ماته راکړې او زه يې  خپل کور ته بوزم ، هلته به يې ښه روزنه وکړم او ښه به يې نازوم . آسيې ورته ورسره  خوښه کړه پدې شرط چي تر  ټاکلي وخت وروسته به دغه هلک بېرته ماته راکوې ځکه ددغه هلک محبت زما په زړه کي ځاى نيولى دئ . دالله جل جلاله  ستر حکمت وو او دهغي ژمني پوره کېدل وه چي الله جل جلاله  دموسى علیه السلام  دمورسره کړې وه چي تاته به بېرته خپل زوى درکوم . موسى علیه السلام  دخپلي مور سره يوځاى سو په ښه ارامه فضا او مطمئن زړه سره يې مور پالنه کول او دفرعون تر مراقبت لاندي مور شيدې ورکولې لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَى فَارِغًا إِنْ كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَنْ رَبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ (10) وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ فَبَصُرَتْ بِهِ عَنْ جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ (11) وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ (12) فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (13) (سورة قصص الايات ١٠ الي ١٣)
دموسي علیه السلام  د مور زړه د صبر څخه خالي وګرځېدئ خامخا نژدې وه چي دغه قصه ښکاره کړي که يې موږ زړه په ثبات اوصبر سره نه واى ټينګ کړى ددې لپاره چي دا دباور کونکو څخه سي . دموسي علیه السلام  مور دموسي علیه السلام  خور ته وويل : ورسه وې څاره چي نو دې ورته کتل لکه نابلده حال داچي دا فرعونيان نه پوهېدل . موږ پر موسى علیه السلام  باندي نوري داياني حرامي کړې نو خور يې وويل : ايا زه تاسو ته  يوه داسي کورنۍ وښيم؟ چي ددغه ماشوم روزنه وکړي او دوى دغه ماشوم ته خير غوښتونکي وي؟ موږ موسى علیه السلام  خپلي مور ته رد کړ، چي ددې سترګي په يخي سي او غمګينه نه سي او ددې لپاره چي داپوه سي چي دالله جل جلاله  وعده حقه ده مګر ډېر خلګ نه پوهيږي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب