د ژور خفګان (دیپریشن) ناروغۍ درې مرحلې او درملنه

 په ازاد دایره المعارف او یو لړ نورو سرچینو کي د « دیپریشن »( Depression ) په اړه د بیلابیلو ماناګانو یادوونه شوې ده چي دا موضوع زموږ د بحث ټکی نه جوړوی . دا ګړی او دلته موږ د دیپریشن په هکله د یوې ناروغۍ په توګه څو خبري لرو چي هیله ده اړوندو ناروغانو ، د کورنۍ غړو او د هغوي سره تړلو کسانو ته ګټوري وګرځي . ددې ناروغۍ په باره کي تر اوسه پوري لکه څنګه چي ما لوستي ، خورا  زیاتي لیکني او یادوني شویدي چی دغه زما له قلمه ژباړل شوي څو کرښي پدې اړوند نه لومړنی دي او نه به هم وروستنی وي . تر هغه ځایه چي دا ناروغي ورځ تر بلي په پراخه کچه خپریږي ، پکار ده چی تر وسه وسه یې په هکله د عامو پوهاویو په موخه لا زیاتي لیکني وشي .

 

دیپریشن د خفګان ( افسرده ګي ) سره تړلې د رواني اختلال یوه ناروغي ګڼل شوې چي د بیلابیلو لاملونو له کبله د ټولني غړي پرې اخته کیدلای شي او که پر وخت ورته پاملرنه و نشي ، په وروستیو پړاوونو کي ښایي د زیاتو روغتیایي ستونزو لامل و ګرځي .

دا تاسي او دا هم د هغي لیکني مهم ټکي :
دیپریشن د یوې پراخي ناروغۍ په توګه ټولني ته هم په بشري او هم په اقتصادی ډول په خورا ګرانه بیه تمامیږی . دا ګړی په ډنمارک کي د یو نیم لک څخه تر دوه لکو کسانو پوري پدې ناروغۍ اخته دی ( د ډنمارک ټول نفوس لږ باندي پنځه میلیون کسان دي . ژباړن ) . څېړنو ښودلی چي یوازي په تیر ۲۰۱۴ کال کي دغي ناروغۍ د ټولني نه ۱۰ لس میلیارډه کرونه لګولي دي ( دا ګړی یو ډالر شاوخوا په څه باندي ( ۷ )   ډنمارکي کرونه معامله کیږي. ژباړن ) . البته پدغو لګول شوو پیسو کي پر درملنی لګیدلي پیسې ، د ناروغۍ په موده د ناروغ حقوق او معاشونه ، ټولنیز تامینات ، مخکي له وخت نه تقاعد او نور تړلي لګښتونه شامل دي . تر ټولو یې بده لا داده چي ناروغ د مؤقت او یا دایم لپاره د کار د مارکټ نه باسي .
برسیره پر دې د اړوندو څانګو څخه تر لاسه شوو مالوماتو دا هم ښودلی چي هر کال په منځني توګه ددې ناروغۍ نژدي ۶۱۰۰۰ یو شپیته زره نوي پېښی راجستر کیږی او ۱۸۶۰۰ یې د یوه کال په تیریدو سره ناروغ د کار له مارکټه لیری کوي .
په ډنمارک کي ددې ډول ناروغانو د پاره یوه بله د پام وړ ستونزه دا هم ده چي د درملني پخاطر د خپل کورني ډاکتر څخه تر رواني ډاکتر پوري لاره خورا اوږده ده . ددې خبري مانا داده چي د رواني ډاکترانو شمیر په بیساري توګه لږ دی او ناروغ اړ ایستل کیږی چی د اوږده نوبت په تیرولو سره نوموړي ډاکتر ته ځان ورسوي ( کله ناکله خو دا نوبت څو میاشتي وخت نیسي . ژباړن ) .

اوس به راشو پخپله د دیپریشن ناروغۍ ته . د دیپریشن په تشخیص کي د ناروغۍ درو مرحلو ته پام اړول مهم دي څو له مخي یې باید څرګنده شي چي ناروغ د نوموړي ناروغۍ په کومه مرحله دی . د دیپریشن نښي نښانې په دوو کتیګوریو ( A  او B ) وېشل شوي دي . ددې د پاره چي د ناروغۍ شتون تائید شی ، باید په ناروغ کی لږ تر لږه د هري کتیګورۍ څخه دوې نښاني تر سترګو شي . دغه نوموړي نښانې باید په ناروغ کي لږ تر لږه په پرله پسې ډول بیله دې نه چي قطع او وقفه ور پکښې راشي ، دوې هفتې مسلسل دوام وکړي او نه باید د فزیکي ناروغۍ په توګه و پیژندل شي .

 لومړی ــ د A کتیګورۍ نښانې :

ـــ د خفګان احساس .
ـــ په تمایل او دلچسپیو کي د پام وړ کمښت .
ـــ د انرژۍ او توان کمښت او د سختي ستړیا احساس .
دویم ــ د B کتیګورۍ نښانې :
ـــ پر ځان باندي د اعتماد او باور کمښت .
ـــ د ځان ملامتیا او د ګناه احساس .
ـــ د مرګ او ځان وژني فکرونه .
ـــ د افکارو د متمرکز کولو مشکلات .
ـــ سخته باطني بې ثباتي او یا برعکس زیات تحمل .
ـــ بې خوبي او د خوب اختلال .
ـــ په وزن او اشتها کي د پام وړ بدلون چي اکثره وختونه د وزن د کمښت سره مل وي .
په ناروغ کي د دیپریشن شدت او د حالت څرنګوالي ته درې مرحلې د پام وړ ګڼلي شوي دي ، لکه :

لومړۍ مرحله ـــ  ساده یا سپک دیپریشن :

ددې د پاره چي ددې مرحلې شتون تائید شي ، اړینه ده د لوړو ( A ) او ( B ) دواړو کتیګوریو د نښو نښانو څخه کم تر کمه دوې دوې نښانې په ناروغ کي و لیدلي شي . پدې مرحله کي د ناروغ حالت داسی وی چي درملني ته اړتیا نه لیدل کیږي . د کورنۍ د غړو او ملګرو لخوا دده معنوي ملاتړ کولای شي د درملني ځای و نیسي . همدارنګه د خپل ډاکتر او ارواح پوه ( روانشناس ) لخوا د سترس( داخلي روحي تشنج ) په کمولو کي ګټوري مشورې، ورزش او سالم خوب ډیره ښه او په زړه پوري مرسته کولای شی .

د ګټورو مشورو په لړ دا هم راځي چي باید مصاب ( ناروغ ) پدې پوه کړل شي ، چي تر څو کولای شي ، ځان د تجرید حالت ( Isolation) د محاصرې نه و باسي ، د توان تر حده د کار د ساحې سره خپلي اړیکي و ساتي ، د ارامتیا ، نظم او نظافت فضا را منځته کړي ، د جدي موضوعګانو په هکله د تصمیم نیولو څخه ډډه وکړي او د سترس کنترولو لارو چارو سره ځان بلد کړي .

دویمه مرحله ــ  متعادل او نرم دیپریشن :

ددې مرحلي د تشخیص د پاره پکار ده چي د ( A ) کتیګورۍ د نښو نښانو څخه باید کم تر کمه دوي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه باید کم تر کمه څلور نښانې په ناروغ کي ولیدلي شی . پدې مرحله د ناروغ د ژغورلو په موخه پکار ده چي د درملني د یوه یا بل ډول نه کار واخیستل شی . دا کار کیدلای شی چي د سایکوتراپي ( د رواني چارو په مټ تداوي ) او یا هم د درمل کارولو د لاري تر سره شي .

دریمه مرحله ــ شدید دیپریشن :

دا مرحله هغه وخت د تائید وړ ده چي د ( A ) ګتیګورۍ ټولي درې واړي نښانې او د ( B ) کتیګورۍ څخه لږ تر لږه پنځه او یا لدې نه زیاتي نښانې په ناروغ کي ولیدلي شي . پدې مرحله کي ناروغ بد او بحراني حالت لري . که چیري پدې وخت کي د ناروغ حالت د ځان وژني تر خطر پوري جدي ، سخت متشنج او یا یې د ځان د کنترول او مراقبت وړتیا له لاسه ور کړې وي ، نو د درملني پخاطر به ښه دا وي چي ناروغ هر څه ژر د رواني ناروغیو په روغتون کي بستري او تر جدي درملني لاندي ونیول شي » .

دا وه په نوموړي ورځپاڼه کي د دیپریشن په اړه د نشر شوي لیکني د غټو ټکیو پښتو ژباړه . هیله ده چي وطنوال مي و دې ډول درملنو ته اړتیا پیدا نکړي ، خو که خدای مکړه اړتیا ورته ولری ، هیله ده په درد یې وخوري او د کورنۍ غړي یې پوه شي څو مرسته ور سره وکړاي شي .

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب