په افغاني ټولنه كې رواني ناروغۍ یوه لویه ستونزه

په افغاني ټولنه كې روانی ناروغۍ يو له لويو ستونزو څخه ګڼل كيږي . دا ډول ناروغان نه يوازې چې خپل ځان بلكه خپلې كورنۍ او ټولنې ته هم ډيرې ستونزې جوړوې.

 ارواپوهان وايي هغه كسان چې له روانې پلوه خوشاله، له فزيكې اړخه فعال او په چارو پوه وې يو سالم انسان بلل كيږي او هغه كسان چې دا ځانګړنې ونه لري په روانې ناروغيو اخته كسان بلل كيږي
پداسې حال كې چې ددې ناروغيو شميره نه ده معلومه خو ويل كيږي چې په دې ناروغۍ ډيرى شمير ښځې او ماشومان اخته شوي دي.

روغتیايي چارواکي وايي ځكه په دې ناروغې دميرمنو شميره ډيره ده چې افغاني ميرمنې تر ډيره دكورنۍ تاوتريخوالي ، د مناسب خوراك نه شتون، رواني ناروغیو او نارکراریو ځورېږ ي.
ډاکتران وايي چې په كم عمر دنجونو ودول او ناوړه دودونه هم ددې ناروغيو لامل كيداي شي.
رواني ناروغان په سر کې بې حوصله وي، غواړي یوازې اوسي، په وړو خبرو په غوسه کېږي یا یې خوب کمېږي او یا هم ډېرېږي، تل خپه وي او کار ته یې زړه نه کېږي، خو که یې په دې حالت کې درملنه ونه شي نو د غاړې او ملا دردنه ورته پیداکېږي .

دكوټې په كونج كې ګوښه او په چورت به ناسته وم ، دخپلې كورنې سره مې په سمه خبرې نه كولې او هيڅ په مسوليتونو نه پوهيدم.

حل لاره ؟

دروانې ناروغيو دمخنيوي او دتاوتريخوالي دزياتيدو په اړه ډيره اړتيا ده چې عامه پوهاوې وشي او ياهم د تاوتريخوالي دزيانونو په اړه بايد په رسنيو كې خپرونې وشي ترڅو عام خلك پدې پوه شي او دتاوتريخوالي مخنيوي او ياهم لږ شي.
په افغانستان اوسنۍ امنيتي وضعه هم دروانې ناروغيو په پراخولو كې رول لري ، ترهغه چې په هيواد كې امنيتي وضعه كې ښه والي رانه شي نو شونې نه ده چې دغه ناروغې كم يا هم لمنځه لاړشي.
درنولوستونکو! ژوند دالله له لورې يو لوي نعمت دى نو لازمه ده چې له دې نعمت څخه په سمه توګه ګټه واخلو او په خوښې او خوشالۍ سره ي يي تير كړی

your ads

نویده خوشبو میاخیل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب