د بورې زیات استعمال اعصاب زیانمنوي

په دې وروستیو کې یو شمیر روغتیايي څیړنو ثابته کړې چې د بورې او نورو خوږو موادو زیات استعمال د اعصاب لپاره تباه کوونکی ثابت کیدی شي.

د کلیفورنیا د پوهنتون په یوې څیړنې کې ویل شوی چې په بورې کې شته فرکتوز (Fructose) نومې مواد د اعصابو حجرات زیانمنولو سره د مختلفو ناروغیو لکه شکر، د زړه ناروغۍ او الزایمر لامل ګرځي.

د دغې څیړنې ترسره کولو لپاره د شپږو اونیو لپاره موږکانو ته فرکتوز لروونکی اوبه ورکول کیده ( د انسانانو لپاره یو لیټر ساړه مشروب په اندازه) او له پایلو څخه څرګنده شوه چې د اعصابو په حجراتو يي منفي اغیز کړی.

په دغې څیړنې کې یوه مثبته پایله هم ترلاسه شوه. د اومیګا-۳ فټي اسید ډي ایچ اې (Omega-3 Fatty Acid DHA) له بورې څخه اعصابو ته رسیدوونکي زیان اغیز له منځه وړي.

دغه پایله د موږکانو یوې ډلې ته له فرکتوز (Fructose) سره د اومیګا-۳ فټي اسید (Omega-3 Fatty Acid) ورکولو څخه ترلاسه شوه. یعني که چیرې انسان د بورې له استعمال سره اومیګا-۳ زیات استعمال کړي نو یوه اندازه د بورې د زیانونو مخه نیولی شي.

د اومیګا-۳ فټي اسید (Omega-3 Fatty Acid) په کبانو او د سبزیجاتو په ځینو ځانګړو ډولونو کې پیدا کیږي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب