د رسول الله (ص) ١٠٠ حديثونه

(آیت مبارک)

{وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا}[الحشر: 7] ترجمه: او دڅه شی چه رسول صلی الله علیه وسلم تاسوته امر کوی هغه کوی او څه شی څخه چه مومنع کوی دهغه څخه منع سی حضور صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی-

که صورت د محمد نه وای پيدا
پيدا کړې به خدای نه وای دا دنيا

ليكوال: عبدالشكور صميم
رالېږونکئ: محمد ولي

۱ کوم سړی چه زما و امت ته د نفعی رسولو په خاطر د امر دین څلویښت حدیثونه یاد کړی نو د قیامت په ورځ به الله پاک هغه علم پورته کړی ،اوزه به دقیامت په ورځ دهغه شفاعت کونکی او ګواه یم (جامع الصغیر)
۲ دالله پاک یو کم سل نومونه دی څوک چه دغه نومونه یاد کړی نو جنت ته به ځی (رواه لترمذی)
۳ دیو مسلمان پر بل مسلمان باندی پنځه حقونه دی (۱) دسلام جواب ورکول (۲) دمریض پوښتنه کول (۳) دجنازی سره تلل (۴) دعوت قبلول (۵) دپریچل جواب ورکول (بخاری، مسلم)
۴ تکړه دانه دی چه په قوت کښی خپل حریف ته ماته ورکړی بلکه حقیقی تکړه هغه څوک دی چه د غضب په وخت کښی پر خپل ځان حاکمیت ولری (بخاری ،مسلم)
۵ دانسان دری دوستان دی (۱) مال دی چه دروح تر قبض پوری ورسره وی (۲) خپلوان دی چه تر قبر پوری ورسره وی (۳) اعمل دی چه تر قیامت پوری ورسره وی (بخاری،مسلم)
۶ دخدای (ج) پرمخلوق رحم کوی چه خدای پاک پر تاسو رحم وکړی (بخاری،مسلم)
۷ چاچه زموږ څخه ویو چاته دهوکه ورکوړه هغه زموږ څخه نه دی (لکه په شیدو کی اوبه اچول اوداسی نورو شیانو کی ګډون کول) (رواه،مسلم)
۸ څوک چه دخلګو احسان نه منی هغه د الله پاک احسان هم نه منی (ترمذی ،مسند احمد)
۹ دقوم سردار دقوم خذمت ګاروی (بیهقی)
۱۰ بهترینه توښه پرهیز ګاری ده (کنز العمال)
۱۱ الله وتعالی وایی ای ابن ادم ته چه ما یوازی یاد کړی نو زه به دی یوازی یاد کړم او که ته ما په یو ټولی کی یاد کړی نو زه یه دی تر هغه په یهترینه ټولی کی یاد کړم (رواه ابزار)
۱۲ څلور شیان چه چاته حاصل سی نو هغه ددین دنیانیکی حاصلی کړی (۱) هغه ژبه چه په ذکر مشغوله وی (۲) هغه زړه چه په ذکر کښی مشغول وی (۳) هغه بدن چه په مشقت کښی مشغول وی (۴) هغه ښځه چه د خپل نفس او دخاوند په مال کښی خیانت نه کوی (طبرانی)
۱۳ رشتنی تاجر به په جنت کښی دنبیانو سره وی(رواه الترمذی،الدارمی،الدارالقطنی)
۱۴ بهترین مومن دادی چه دهغه څخه خلګ خپل پر دینو او مالو باندی محفوظ وی (الترمذی،النسایی)
۱۵ محبوب ترین طعام د خدای (ج) په نزد هغه دی چه په هغه ډیر خلګ شریک وی (رواه ابو یعلی،الطبرانی)
۱۶ ددوو کمزورو حق مه پیمالوی یو یتیم بل دښځی (ابن ماجه)
۱۷ جهاد یوازی دانه دی چه انسان دتوری څخه کار واخلی دخپل مور و پلار اوهل عیال خرڅ برداښت کول هم جهاد دی یعنی هغه کسان څومره بدبخته دی چه دښځی په وجه مور اوپلار پرځان بوج ګڼی (رواه الطبرانی)
۱۸ په سلام کښی اول کیدل سنت دی او جواب ورکول واجب دی (مشکوت،مسلم)
۱۹ هغه کارونه چه دمرګه څخه وروسته هم مومن ته دهغه ثواب رسیږی دادی
(۱) هغه علم چه زده کړی او خپوریی کړی (۲) تر ځان وروسته نیک اولاد پریږدی (۳) قران شریف چاته وښیی (۴) مسجد جوړ کړی (۵) مسافر خانه جوړه کړی (۶) نهر جاری کړی (۷) په خپل ژوند کی صدقه یا خیرات ورکړی (ابن ماجه)
۲۰ څوک چه په دی شپږو خبرو عمل وکړی نو زه د هغه د جنت ضامن یم (۱) چه خبری کوی رشتیاوایی (۲) چه امانت ورتهکښیږدی نو هغه اداکړی (۳) چه دخپلو شرمګاوو حفاظت کوی (۴) چه نظر کښته ساتی (۵) چه وعده وکړی نو پوره یی کړی (۶) چه لاس یی دظلم څخه راکښلی وی (ابوبکر بن ابی شیبه،البیقی الحاکم)
۲۱ تر ټولوزیاته نیکی داده چه سړی دخپل پلار تر مرګ وروسته دهغه ددوستانو سره ښه سلوک وساتی (مسلم)
۲۲ الله تعالی هیڅ یوولی داسی نه دی پیداکړی چه هغه سخی او نیک خویه نه وی (رواه الطبرانی)
۲۳ څوک چه دا غواړی چه روزی یی پراخه سی او عمر یی اوږ دسی نو د خپلوانو سره ره ښه سلوک کوی (بخاری،مسلم)
۲۴ دا لوی ګناهونه دی (۱) دالله تعالی سره شریک جوړه ول (۲) دمور او پلار سره نا فرمانی کول (۳) په ناحقه قتل کول (۴) په درواغ قسمونه خوړل (بخاری،مسلم)
۲۵ بهترین مسلمانان هغه دی چه دهغوی دژبی او لاس څخه مسلمانان محفوظ وی (بخاری،مسلم)
۲۷ دلمانځه او روژی څخه وروسته دحلال کسب فرض دی (بیهقی)
۲۸ دهر نشه لرونکی شیانو څخه پرهیز وکړی (مصنف ابن ابی شیبه)
۲۹ رشوت ورکونکی او اخستونکی به په دږخ کی وی (کنز العمال)
۳۰ کامل مومن هغه څوک دی چه دښه خوی خاوند وی (ابو داود)
۳۱ جنت دمور تر قدمولاندی دی (احمد،نسایی)
۳۲ دجمعی په ورځ دخطی ویلو په وخت کښی که یوه خبری کونکی ته دی د پټی خولی امر وکړی تاهم خطاکار کړی دی (بخاری،مسلم)
۳۳ هغه سړی به جنت لره نه ځی چه همسایه ځنی په تکلیف وی (مسلم)
۳۴ زما دامت دبچو هره دعا قبلیږی چه تر څو چه دګناه دعا ونه کړی (مسلم،ترمذی۴
۳۵ داسلام بنیاد پرپنځوشیانو ولاړدی (کلیمه طیبه (۲) لمونځ (۳) روژه (۴) زکات (۵) حج (البخاری،مسلم)
۳۶ دمظلوم دښراڅخه لیری ګرځه ځکه چی مظلوم د ښراپه کولو خپل حق دخدایه غواړی او پاک الله دهیچا دحق ورکولو څخه منعه نه کوی (بیهقی)
۳۷ حیا دایمان څانګه ده (بخاری،مسلم)
۳۸ حضرت اکرم صلی الله علیه وسلم خلګوته امر وکړ چه مخکښی له دی چی د اختر دلمانځه داداکولو دپاره ولاړ سی دفطر صدقه دی ورکړی (مسلم)
۳۹ دایمان با الله (ایمان راوړل پرالله تعالی ) څخه وروسته بهترین عقل دانسان سره نرمی کول دی (کنزالعمال)
دغه څلویښت حدیثونه داسماءالحسنٌی دکتاب څخه رااخستل سویدی ص: (۴۴،۴۰)
۴۰ دعملو قبلیدل دنیت سره تعلق لری (بخاری ،ومسلم)
۴۱ دین دخیر غوښتنی نوم دی (مسلم)
۴۲ خپله ژبه وساته (ترمذی)
۴۳ چه پټه خوله سو هغه خلاص سو (ترمذی)
۴۴ دتاسی څخه چه هرڅوک غضبناکه سی باید چه پټه خوله سی (طبرانی)
۴۵ هرچا چه فریب وکړی هغه زموږڅخه نه دی (مسلم)
۴۶ غیبت کول تر زنا هم بتره دی (مشکوة)
۴۷ دسترګو زنا نا رواکتل دی (مشکوة)
۴۸ دقبر عذاب حق دی (بخاری،مسلم)
۴۹ دجنت کیلی لمونځ دی او دلمانځه کیلی اودس دی (ترمذی)
۵۰ مسواک وهل دخولی دپاکی سبب دی اود خدای (ج) درضاموجب دی (نسایی)
۵۱ هر چاه چه دخدای درضا دپاره مسجید جوړ کړی الله تعالی دهغه دپاره په جنت کی ځای جوړه وی (بخاری)
۵۲ دپنځو لمونځو په کولوسره الله تعالی ګناهونه بخښی (مسلم)
۵۳ لمونځ پرخپل وخت باندی اداکړی
۵۴ څه وخت چه تاسی سجده کوی خپل ورغوی یعنی لاسونه پرمځکه کښیږدی او خپل بازوګان لیچی دمځکی څخه پورته کړی
۵۵ دهرچاڅخه چه دمازیګر لمونځ قضا سو نولکه مال اواولادچه یی برباد ولاړه(بخاری،مسلم)
۵۶ فریبکار بخیل او هغه څوک چه دخپل احسان منت پر بل چاباندی اچوی جنت ته به داخل نسی (ترمذی)
۵۷ ایمان نسته هغه چالره چه امانت داره نه وی اوکامل دینداره نه وی اوهغه څوک چه پرخپله وعده وفانه کوی (بیهقی)
۵۸ دمنافق دری علامی دی (۱) څه وخت چه خبری کوی درواغ وایی (۲) څه وخت چه وعده وکړی وفانه کوی (۳) په امانت کښی خیانت کوی (بخاری)
۵۹ ښکنځل او بد ویل مه کوی خپلو مړولره ځکه چه دوی رسیدلی دی هغه ته چه مخکښی یی لیږلی وه (رواه بخاری)
۶۰ انسان به قیامت په ورځ دهغه چاسره ملګری وی چه په دنیاکی یی دهغه سره محبت درلودی (رواه بخاری)
۶۱ په دنیا کی دمسافر اودلاری تیریدونکی په شان ژوند او ګوذاره کوه (بخاری)
۶۲ سلام دی وایی کشرومشر ته او روان دی وناست ته او لږدی و ډیروته (بخاری)
۶۳ الله تعالی ستاسی وصروتواومال ته نه ګوری بلکه الله تعالی ستاسو زړو او عملو ته ګوری (مسلم)
۶۴ که چیری یو مسلمان پربل مریض مسلمان دسهار په وخت پوښتنه وکړی تر ماښامه پوری اویازره ملایکی دده پاره دعاکوی او که چیری دماښام په وخت کی پوښتنه پروکړه په دی صورت کی ترسهاره پوری اویازره ملایکی دده ته دعاکوی (رواه الحاکم)
۶۵ که چیری دسړی په زړه کی د سپیلنی ددانی په شان کبروی هغه به جنت ته داخل نسی ( کبر دخلګو تحقیرول دی) (رواه احمد)
۶۶ په رشیتا ویلو سره پابند اوسی ځکه چه رشتیا ویل دنیکی رهنمایی کوی رشتیا اوینکی دواړه به جنت کی دی دکذب اودرواغو څخه ځان وساتی ځکه چه درواغ ویل دبدی رهنمایی کوی درواغ او بد دواړه په دوږخ کی دی
۶۷ که چیری یوه پارچه ټوکر په لس روپی رانسی اوپه هغو کی یوه روپی دحرام مال څخه وی بس هغه پارچه چه ترکومه وخت پوری چه دهغه سړی پربدن وی الله تعالی دده لمونځ نه قبلوی
۶۸ سخن چین یعنی چغلخور چه دخلګو په مینځ کی چغلی او شیطانت کوی هغه به جنت ته داخل نسی (مسلم،البخاری)
۶۹ دخدای رضا دمور اوپلار په رضاکی کښی ده او ناخوښی دخدای (ج) په نا خوښی کی دمور او پلار ده نوښایی چه مور او پلار به خوشحاله کی مګر که چیری دوی دشریعت مخالف دیوه کار امر وکړی باید په هغه کار کی ددوی امرونه ونه منل شی که څه هم دوی ناراضه کیږی (الترمذی)
۷۰ هرڅوک چه یو حرف دقران مجید څخه ووایی پرهر حرف یی یوه نیکی نصیب کیږی پرهره نیکی دوه چنده ثواب او اجر معلوم دی او(ا لا م ) ته یو حرف نه وایم بلکه الف یو حرف دی لام یو حرف دی م یو حرف دی ددی حساب درویه څخه ( ا لا م) ویلو باندی دری نیکی ویونکی ته نصیب کیږی (دحرف څخه مراد او قصد یو لفظ دی)
۷۱ په قیامت کی به هیڅ سړی دخپل ځایه څخه پورته نسی تر څو پوری چه څلورو پښتنو جواب ورنه کړی (۱) خپل ټول عمر دی په څه طریقه سره سرته ورساوه (۲) دینی علم چه درته حاصل و په څه طریقه سره سرته ورساوه (۳) مال دی په څه طریقه حاصل کړی او اوپه څه طریقه دی خرڅ (مصرف) کړی و (۴) د خپل بدن څخه دی څه کار اخستی و یعنی خپل اندامونه دی په څه عملونو اخته کړی وه
۷۲ د قیامت په ورځ به ترټولو هغه څوک ماته نژدی وی چه پر ما باندی یی ډیر درود ویلی وی (ترمذی)
۷۳ کوم سړی چه سهار او ماښام پر ماباندی لس لس واره درود شریف وایی په قیامت کښی دده دپاره زما شفاعت نصیب کیږی (طبرانی)
۷۴ څوک د تاسو څخه کامل مومن نسی کیدای ترڅو چه کوم شی دځان لپاره خوښی وی هغه د خپل ورور دپاره هم خوښ نه کړی
۷۵ تر ټولو ښه ورځ چه لمر پکښی راخیږی دجمعی ورځ ده ځګه چه په دغه ورځ حضرت ادم پیدا سویدی او هم په دغه ورځ جنت ته ننوتلی دی او هم په دغه ورځ د جنت څخه ایستل سویدی او قیامت به هم په دغه ورځ جوړسی (مسلم)
۷۶ هیڅ شی دالله تعالی په نزد دومره غوره نه دی لکه څوک چه خپل قهر دده دخوښی په غرض وزغمی (احمد)
۷۷ دحسد او بغض څخه تیښته وکړی ځکه چه حسد او بغض دانسان نیکی داسی خوری لکه چه اور بوټی خوری یعنی سوځی (ابو داود)
۷۸ دایمان دخونده هغه څوک ګټه اخستلای سی چه دالله تعالی په ربوبیت داسلام په دین اود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت خوښ وی (مسلم)
۷۹ هیله لرم چه دالله تعالی په فضل او مهربانی سره دعرفی دوروځی روژه درواژاتی دیوه کال مخکښی اودیوه کال وروسته ګناوی دمنځه یوسی (ترمذی)
۸۰ څوک چه دخپل مال زکات ورنکړی نومال به یی دقیامت په ورځ دداسی مار په صورت مجسم سی سربه یی پک وی اودده ترغاړه به تاوسی (ابن ماجه)
۸۱ صدقه سړی دپاک خدای قهر او غضب کښینوی اوسړی دبدی او مرګ څخه یاتی (ترمذی)
۸۲ صدقه په پربیوزلو او غریبانو صدقه ده پر خپلوانو صدقه ده او صله رحمی ده (ابن ماج)
۸۳ دحضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وسوه دعلم کومی اندازی ته چه انسان ورسیږی نو فقیه بلل کیږی؟ حضرت وفرمایل څوک چه زماامت ته په دینی کاروکښی څلویښت حدیثونه تبلیغ کی پاک خدای به یی شفیع اوشاهد اوسم (بیهقی)
۸۴ څوک چه دینی علم د بدی استفادی دخلګو دتوجه د جلبولو اوشهرت دغښتلو دپاره زده کوی ځای به یی دوږخ وی(ترمذی)
۸۵ یوګړی په دین علم کښی مذاکره کول تر دی ښه دی چه ټوله شپه په عبادت کی په ویښه تیره سی (دارمی)
۸۶ چاته چه مرګ ورسیږی او هغه تر دی وخته پوری دعلم په طلب کی وی چه دهغه پواسطه اسلام راژوندی کړی دهغه او پیغمبر په منځ کی یوه درجه توپیر په جنت کښی مو جود دی یعنی د نبوت درجه ده (درامی)
۸۷ روژه او قران مبارک دپاک خدای په حضور کښی دبنده شفاعت کوی روژه وایی ای خدایه مادغه بنده په ورځ کښی وخوراک او نفسانی لذاتو څخه منع کړی و نوماته دده دشفاعت اجازه راکړه قران مبارک به وایی زه په شپه کی دده دهوسایی مانع سوی وم نومادده دشفیع و ګرځوه نودواړه ته به دشفاعت اجازه ورکړه سی (بیهقی)
۸۸ څوک چه دامت دفساد په وخت کی زما دسنت پیروی وکړی دسلو شهیدانو ثواب به ورکړی سی (بیهقی)
۸۹ د چاه په سینه کی چه دقران مبارک څخه کوم شی نه وی د نړیدلی خونی په شان وی(ترمذی)
۹۰ هیڅکله چا دهغه طعام څخه چه په خپل لاس یی ګټلی وی ښه طعام نه دی خوړلی او حضرت داود به تل دخپل لاس دګټی او کار څخه خوراک کاوه(بخاری)
۹۱ هره ورځ دوی فرشتی مځکی ته راکښته کیږی یوه یی وایی خدایه سخی ته مال په عوض ثواب وروبخښه او بله وایی خدایه دبخیل مال هلاک کړه (بخاری،مسلم)
۹۲ سخی پاک خدای جنت او خلګوته نژدی دی اوددوږخ داوره لیری دی او بخیل دپاک خدای جنت او دخلګو څخه لیری دی او اورته نژدی دی اودپاک خدای په حضور کښی دعابد بخیل څخه ناپوه سخی ښه دی (ترمذی)
۹۳ څوک چه د یوه مسلمان ورور دحقوقو څخه دهغه په غیاب کی دفاع کوی پاک خدای به یی ددوږخ داوره دساتی (بیهقی)
۹۴ دهغو کسانو دډلی څخه مه کیږی چه وایی که څوک ښه راسره کوی کوږ هم ښه ورسره کوو او که څوک بد راسره وکوی موږ هم بد ورسره کوو مګر ځا نونه اداره کړی که څوک ښه درسره وکړی ښه ورسره کوی او که څوک بد درسره وکوی ظلم مه کوب (ترمذی)
۹۵ ستاسی ښه پیشوایان هغه څوک دی چه تاسی دوی او دوی تاسی دوست لری تاسی دوی ته او دوی تاسی ته دعا کوی (مسلم)
۹۶ که ستاسی څخه څوک په ولاړی غضبی سو نو هغه دی کښینی اوکه په ناستی هم غضب ورځنی لیری نسو نو څنګ دی ووهی (احمد وترمذی)
۹۷ ددرو تنو سره به پاک خدای دقیامت په ورځ د مهربانی خبری ونکړی او نه به یی دګناه څخه پاک کړی (۱) درواغجن پاچا (۲) زوړزانی (۳) خوار کبرجن (مسلم)
۹۸ دپاک خدای په بنده ګانو کی ښه سړی دخدای په حضور کی دمقام دحیثه عادل او نیک خویه واکمن دی اوبد سړی دخدای پاک په حضور کی دمقام دحیثه ظالم اوبد خویه واکم ندی (بیهقی)
۹۹ هر یو ښه کار صدقه ده په ورین تندی وخلګوته ښه راغلاست ویل صدقه ده دخپل ورور دپاره ستا تبسم صدقه ده دبدو کارونو څخه منع صدقه ده چاچه لارورکه ګړه او رهنمایی دی ورته وکړه صدقه ده د معیوب انسان سره کومک صدقه ده دلاری څخه د اغذو او هډوکو لیری کول صدقه ده دخپل لوښی څخه دخپل ورور په لوښی کښی اوبه اچول صدقه ده (احمد و ترمذی)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب