د مشرانو عزت کوونکې ځوان

په اسلام کې د ټولنې د بېلا بېلو مرحلو خلکو د يو بل سره د اړيکو ساتلو لپاره لارښوونې شوي دي، کشرانو ته د لويانو د عزت کولو حکم شوی دی، او لويانو ته پر کشرانو د شفقت او مهربانۍ امر شوی دی، د علماؤ احترام کول، په يو بل سلام کول، د خبرو اترو د ادابو لحاظ ساتل، او د غلطۍ په وخت کې د معافۍ کولو لارښوونې شوی دی.

په دغه ډول په قرآن اوسنت کې د ټول هغه کارونو څخه د ډډی کولو حکم شوی دی کوم چې په ټولنه کې د فساد او اختلاف لامل کيـږي، لکه په سورة الحجرات کې چې کوم احکام ذکر شوی دی د يوى مسلمانې ټولنې د پر ځاي ساتلو لپاره پر هغې عمل کول ضروري دي.
نن ورځ د دغه اسلامي لارښوونو څخه د سر غړونې له امله په اسلامي ټولنو کې بېلا بېل فسادونه خپاره شوي دي، د بې اتفاقۍ، بدګمانۍ او بې امنيتۍ لامل هم دغه دي.

د ټولنې د بېلا بېلو مرحلو په لحاظ ساتلو سره په ځوانانو باندې د خپلو مشرانو احترام لازمي شوی دی، او د هغه ځوانانو فضيلت بيان شوی دی څوک چې د مشرانو احترام او عزت کوي.

(( عن أنس (رضي الله عنه) قال: قال رسول الله (صلي الله عليه وسلم): “ما أكرم شاب شيخا لسنه إلا قيض الله له من يكرمه عند سنه” ((سنن الترمذي، أبواب البر والصلة))

أنس (رضي الله عنه) وايي چې رسول الله (صلي الله عليه وسلم) فرمايلی دی: «کوم ځوان چې د عمر د زياتوالې له امله د يو بوډا عزت وکړي نو الله تعالی به د ده د بوډا والې په وخت کې يو څوک د ده د عزت لپاره مقرر کړي».

دا د رسول الله (صلي الله عليه وسلم) زيرې دی چې په ريښتينې کيدو کې يې هيڅ شک نشته، که يو ځوان له دې امله د يو مشر عزت وکړي چې له ده څخه په عمر کې زيات دی، نو يوه ورځ به خامخا داسې راشي چې دی به اړتيا لري او الله تعالی به د يو ځوان په ذريعه د ده عزت او خدمت وکړي، ځکه چې تا د چا سره څه قسم سلوک وکړ، هغه شان ستا سره کيـږي، که چا د مشر بې عزتي وکړه، نو يو ورځ به د ده بې عزتي کيږي، او که چا د مشر عزت او احترام وکړ، نو د ده به هم عزت او احترام وکړای شي.

ځوان دی دا خبره په خپل ذهن کې کينوي،که نن هغه په سړک باندې د يو تيرېدونکي بوډا لاس ونيوه او د هغه مرسته يې وکړه، د هغه د اوږې بار يې واخست، په موټر کې ولاړ مشر ته يې ځاي پرېښود، د کوم مظلوم سره يې کومک وکړ، نو سبا ته به الله تعالی د ده بدله ورکړي، خو که چا په کوم بوډا پورې ټوقي وکړى، هغه ته يې تکليف ورسولو، په خپله په سيټ باندې ناست او مشر ته يې ځای پرېنښود، نو سبا به د ده سره هم داسې کيـږي.

که چا د خپل پلار سره بد تميزي وکړه، نو سبا به د ده سره د هغه ځوى بد تميزي وکړي، که چا د خپلې مور خيال ونه ساته نو سبا به د هغه ځوى او لور د ده خيال ونه ساتي.


له (په اسلام کې د ځوان او ځوانۍ اهمیت) کتاب څخه

Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب