د مسلمان ځوان ارمانونه

درنو لوستونكو، څرنګه چې د دې بحث عنوان له دريو ټكيو نه جوړ شوى دى، نو مخكې لدې چې موضوع ته ننوزو نو ښه به دا وي چې لومړى دا درى  ټكي په لنډه تعريف كړو او بيا د هغو په رڼا كې بحث وكړو. كيداى شي تاسې پدې هكله نور تعريفونه هم ولرى چې همدلته يې شريكولاى شى.

آرمان

تر ټولو لوړ څيز چې انسان يې د ځان لپاره  تصور كوي ارمان بلل كيږي. آيا داسې څوك شته چې په خپل حالت باندې قناعت ولري او تر هغې نه د غوره حال په سوچ كې نه وي؟ كه چيرې تاسې محصل ياست نو حتما هيله كوى چې  په همدې څانګه كې استاد شى ، كه چيرې استاد ياست او رتبه مو پوهيالى ده نو بيا مو ارمان پوهاندي ده، كه كور نلرى نو ارمان مو لږ تر لږه  د يو خاورين كور درلودل دي خو كه دا ولري نو بيا مو په سر كې د بلډنګ چورتونه ګرځي ، همدغو ته ارمان ويل كيږي. په هر حالت كې تر هغه نه د ښه حال هيله كول ارمان دى.

ځوان

استاد طنطاوي د ځوانى په هكله وايي:  بس همدومره كافي ده چې ووايو ځواني ژوند دى او ژوند ځواني. ځوانې د عمر په بيديا كې يوازينۍ ودانۍ ده او د عمر په كال كې يوازينى پسرلى.
خو دلته له ځوان نه زمونږ مراد هغه  ځوان ندى چې د سپرلي نسيم يې اننګي زخمي كړي او وريښمينې ټوتې يې ګوتې وينې. هغه چې ژوند ورته د ليلى په غيږه كې خوب او په خوښيو كې شپې تيرول وي. او نه مو مطلب هغه انسان دى چې د ژوند د ناخوالو او غمونو څخه د خلاصون په موخه د نيشې لمن نيسې او خپل هر څه له لاسه وركوي.
بلكه زمونږ مراد هغه فعال، كلك او پياوړى ځوان دى چې د ځان لپاره لوړ هدف وټاكي  او بيا د هغه د تر لاسه كولو لپاره پرلپسې هڅې كوي. داسې اهداف چې د ژوند په قربانولو وارزي او د هغو د لاس ته راوړو په هيله ژوند وكړي.

د ځوان ځانګړتياوې

اروا پوهان د يوه بيلګه ځوان لپاره لاندې ځانګړتياوې ټاكي.
1. له عاطفي ژوند سره مينه
2. د حماسو او شجاعت نه ډك ژوند
3. بې پروايې او زړورتيا
4. د اصلاح لوري ته ليوالتيا
5. اصولو، قوانينو او رهبر ته وفاداري
6. په ډلييزو كارونو كې ننوتل
7. شعار يې:  بيړه، جرآت او ژر د كار پايلو ته ځان رسول.
8. طبيعت يې: د حوادثو د توپانانو په وړاندې دريدل
9. د ژوند لاره: دومداره مبارزه، موخو ته تر رسيدو پورې.
10. مركب عناصر يې: مينه، زړورتيا او قوت.

اسلام

دريم تعريف د مسلمان دى، د دې لپاره بايد لومړى اسلام تعريف كړو.

اسلام عبارت دى له ايمان، عقيدې، عبادت، احسان، اخلاقو، سياست، شريعت،  فردي او ټولنيز نظام، او بالاخره د ژوند لپاره كامله، شامله او تلپاتې الهې برنامه چې د انسانو بلكه د ټولو موجوداتو ابدي صلاح پكې نغښتې ده.  دلته په لنډه غواړو د اسلام په هكله  دوې اړينې يادونې وكړو.
لومړى دا چې اسلام د هغو اديانو په څير ندى چې د عقل، تمدن او علم مخالف وي بلكه د دغو دريو واړو د سمې استفادې لپاره يې اساسې اصول او سرچينې ټاكلې دي له همدې امله بايد اسلام د هغو اديانو په ډله كې رانشي چې په علم، عقل او تمدن پسې يې سوټي را اخيستې دي
دوهمه خبره دا چې د اروپايې پوهانو د نظر برخلاف، اسلام يوازې د بنده او د الله تر منځ د اړيكې جوړولو  او د غيبي مسايلو د څرګندولو لپاره ندى راغلى چې له سياست، اقتصاد، اجتماع …. سره دې اړيكې ونلري بلكه لكه چې وړاندې مو وويل اسلام د ټول ژوند لپاره كامله او شامله برنامه ده چې د ژوند هيڅ اړخ له هغه نه بيرون نه پاتيږي.

اوس راځو د بحث موضوع ته:

د مخكينيو تعريفونو په رڼا  او راځو لاندې پوښتنو ته:
• ستاسې په آند د مسلمان ځوان ارمانونه بايد څه وي؟
• هغه څنګه د ځان لپاره لوړ ارمانونه وټاكي؟
•  څنګه مينه وكړي؟
• خپله عاطفه، احساسات او مينه څنګه وكاروي؟
• له زړورتيا څخه چيرته او څنګه كارواخلي؟
• خپل قوت په كومه لار كې ولګوي؟
• د اسلام دين له هغه نه څه غواړي؟
• څنګه كولاى شي خپل قوت د اسلام په چوپړ كې وكاروي؟

منبع :اصلاح آنلاین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب