د ماشومانو د ژبني مهارت ځواکمنول

د دې پر ځای چې خپل ماشوم ته کيسې ووایاست، له هغوی سره خبرې وکړﺉ، خپل ماشومان پرېږدﺉ، چې خپل دننني فکرونه راوسپړي، که څه هم هغه يو څو بې مانا کلمې یا توري هم وي.

ډېری وخت د مور او پلار تر ټولو مهمه دنده او ستره اندېښنه د ماشوم روزنې په برخه کې هغوی ته د ژبني مهارت د ورزده کولو په برخه کې وي. له ژبې ګټه اخیستنه چې د نورې نړۍ سره د اړيکو ساتلو لپاره تر ټولو اغېزمنه وسيله ده او په اوسنۍ نړۍ کې خو هره برخه  د ښو او اغېزمنو خبرو اترو ته اړتيا لري او همدارنګه د انسان د برياليتوب لپاره ډېره مهمه هم ګڼل کېږي؛ نو له همدې لامله بايد مور او پلار هماغه د وړکوالي له دورې څخه د ماشوم د دې مهارت په ښه کولو کې فعاله ونډه واخلي او د دې لپاره چې موږ وکولای شو، د خپلو ماشومانو د روزنې په برخه کې د هغوی د ښو او اغېزمنو خبرو اترو لپاره مو يو څه کړې وي، يو څو لنډې خو ارزښتمنې لارښوونې بايد په پام کې ونيسو.

1- خپل ماشوم پرېږدﺉ، چې خبرې وکړي.

ډېری مور او پلار د خپلو ماشومانو له ويده کولو مخکې د هغوی لپاره د ټلويزون ننداره کول، کارتوني فلمونه ننداره کول او يا هغوی ته د شعرونو، کیسو اورول تر بل هرڅه ښه او غوره ګڼي، خو بايد دا هم وويل شي، چې یوازې د ماشوم اورېدل نه شي کولای چې د ماشوم د خبرو اترو په اغېزمنتيا کې ښه رول ولوبوي؛ بلکې د ماشوم د خبرو کولو ځواک بايد پياوړی شي، چې هغه یوازې د هغه په خبرو سره موږ کولای شو پياوړی کړو. د دې موضوع د څېړنې لپاره مې د انټرنټ پاڼې کتلې، چې په يوه انګريزي لیکنه کې مې يو ځای ولوستل، نننيو څېړنو دا ښوولې، هغه ماشوم، چې تر ويده کېدو دمخه له خپل مور او پلار سره خبرې کوي او په بېلابېلو مسايلو ورسره بحثونه وکړي تر نورو هغو ماشومانو، چې تر خوب دمخه یوازې ټلويزون، کارتوني فلمونه ننداره کوي او يا هم د مور او پلار له خوا ورته کیسې او شعرونه لوستل کېږي شپږ واره يا شپږ ځله ښې او اغېزمنې خبرې کوي، په داسې حال کې چې زموږ هېواد او په تېره زموږ پښتني ټولنه کې خو هېڅ مور او پلار له خپل ماشوم سره تر ويده کېدو دمخه خبرې هم نه کوي؛ بلکې د شيشکانو، پيشکو او سپيو په يادولو سره یې ډاروي او ويده کوي.

ځکه چې کېدای شي، ماشومان د خبرو کولو پر مهال ځينې کلمې ناسمې ووايي او يا هم له ځينو کلمو يا جملو څخه ناسمه مانا واخلي، مور او پلار کولای شي، چې هغه ناسمې ماناوې په دېرې مهربانﺉ سره ورسمې کړي او د کلمو، تورو يا جملو تلفظ په برخه کې هم ورسره مرسته وکړي. له دې سره به ماشومان نه یوازې کلمې، جملې او د هغوی ماناوې زده کړي، بلکې د جرآت تر اخیستلو سره سره به یې د لغاتو ذخیره هم ډېره شي.

خپلو افغانانو ميندو او پلرونو ته دا سپارښتنه کوم، چې د خپل ماشوم وړې ژبې ته زړه تنګی نه شي او هغه پرېږدي، چې خپل زړه کې ټولې خبرې له تاسې سره شريکې کړي، په ځواب کې یې د افرينۍ په نازولو نور هم خبرو کولو ته وهڅوﺉ.

 

2-  له ماشومه وغواړﺉ، چې د بېلابېلو شیانو نومونه واخلي او تلفظ یې کړي.

د ماشوم د ژبني مهارت په پياوړي کولو کې د بېلابېلو شیانو نوم اخیستنه هم مرسته کوي، تاسې کولای شﺉ، چې له خپل ماشومه وغواړﺉ، چې د خپل چاپېريال د شيانو ټول نومونه درته واخلي، د دې لپاره، چې ماشوم هم له تاسې سره ستړی او خسته نه شي او تاسې هم ستړي نه شﺉ، کولای شﺉ، چې په ډېرې اسانۍ سره هغوی دېته وهڅوﺉ، چې په خپل کور کې د ګرځېدو پر مهال ټول هغه شيان چې ويني نومونه یې په لوړ غږ درته ووايي. لکه څنګه چې ماشوم تل په دې مرحله کې ذکي وي او هڅه کوي، چې د ټولو شیانو نومونه زده کړي، ځکه نو مور او پلار هم بايد په ډېرې مهربانۍ او مينې سره د خپل ماشوم د پوښتنو ځواب ورکړي او هغوی ته د هغو شیانو نومونه وښيي، چې د هغوی زده نه دي.

 

3- د ماشومانو خبرو ته ژر پای مه وربښﺉ، پرېږدﺉ چې خپلې خبرې پای ته ورسوي.

که ستاسې ماشوم ډېرې ورو او کراره خبرې کوي، پرېږدﺉ، چې خپلې خبرې وکړي او د هغه یا هغې د خبرو منځ کې مه لوېږﺉ او د ماشوم د خبرو بشپړونکی مه اوسﺉ په ټولې مهربانﺉ سره ماشوم ته وخت ورکړﺉ او د هغه يا هغې ټولې خبرې واورﺉ. له دې لارې ماشوم کولای شي، چې د خبرو کولو پر مهال له وېرې او ډار څخه هم خلاصون ومومي او همدارنګه به د خبرو کولو اغېزمنه لاره هم زده کړي.

 

4- د ټيليفون له لارې هم کولای شﺉ ماشوم خبرو کولو ته وهڅوﺉ

ټيليفون کارونه هم کولای شي د ماشوم د ژبني مهارت د زده کړې په برخه کې کارنده او اغېزمن رول ولوبوي. ډېری ماشومان له ټيليفون او د هغه د کارونې سره مينه او لېوالتیا ښيي، موږ په  ډېرې آسانۍ سره کولای شو، چې ماشوم د ټيليفون له لارې خبرو کولو ته وهڅوو او ځينې وخت که ملګری یا نږدې خپل زنګ وهي درته، خپل ماشوم پرېږدﺉ، چې د ټيليفون غوږﺉ راواخلي او ځواب یې کړي، ځکه چې په دې کار سره هغه هڅېږي او ځان د کورنۍ د يوه مهم غړي په توګه احساسوي، چې له همدې وړوکوالي ورسره دا احساس پيدا کېږي.

 

5- ماشوم ته کلمه يا لغت سم ورزده کړﺉ.

دا خو ښکاره خبره ده، چې د ماشوم وړه ژبه هر چاته خوندوره وي، په تېره بیا مور او پلار ته خو بېخي ډېره په زړه پورې وي، چې ماشوم یې نوی او تازه په خبرو راغلی وي. کله نا کله نه بلکې ډېری وخت ماشوم په لومړي ځل يو نوم، توری، لغت او یا کلمه ناسمه تلفظ کوي او ځينې مور او پلار ورته همدا ناسمې کلمې په بار بار په ناسم ډول تکراروي، چې دا ښه کار نه دی، هغوی بايد ماشوم ته کلمې، توري، لغتونه او جملې په سم ډول تلفظ کړي، ترڅو ماشوم هم وکولای شي هغه په سمه بڼه تلفظ کړي او په سمه مانا یې خپلې حافظې ته وسپاري.

رفيع الله ستانکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب