د مسیحیت څو پوښتنې او رد یې

ولې تاسې مسلمانان تثلث نه مني؟

دلته په سوډان کي دمسلمانانواوعیسایانوترمنځ په شخړوکي ډیرخلک له منځه ولاړل، هرځای دعیسایانواومسلمانانو ترمنځ جګړه اوخصومت په زیاتیدو دی ولی داسی کيږی؟؟؟
ولی هغه عقایدچی زموږپه الهی کتاب بایبل کي راغلی دی مسلمانان ئې نه منئ؟ دبیلګې په ډول سره تثلث، دازموږ عقیده ده چی دابایبل الهی کتاب دی اورښتینی دی خوبیاهم تاسی مسلمانان ئې نه منئ؟
تاسی په ټوله عیسایی نړۍ کي داسلام تبلغ کوی وبل لورته په اسلامي هیوادونوکي پرعیسایت باندی بندیزاویاهم تاسی ورته دکرکې اونفرت په سترګه ورته ګورئ داولی؟
لکه تاسی چی پرقرانکریم باندی ایمان لری په همدې ډول سره موږپربایبل باندی ایمان لرو.

ځوابونه:
ستاسو د اندېښنو او سوالونونه یوه نړۍ مننه، زه به کوښښ وکړم چی دیوه الله جل جلاله په پوره مرسته سره ستاسووټولوسوالونوته په تفصیل سره دعقل اونقل په ولونوکي ځوابونه درکړم انشاء الله.
۱: داهرڅه مشکلات چی دي ددې ټولوسرچینه تاسی عیسایان یاست په نړیواله کچه سره، که زه ستاسووهیواد سوډان ته راشم نوپه سوډان کي په لومړیووختوکي تاسی عیسایان ډیرلږواست، چی وروسته دیهودواوعیسایانوددیرشوکلونو مرستوله کبله تاسی ډیراوتاسوددوی په مرسته سره خپل شوم پلانونه پراخه کړل، یهودوخپل مشاورین درولیږل، پیسې ئې درکولی، اودمسلمانانوپه خلاف تاسی دواړو هر ډول د عیسایانواویهودو شوم اولوغړن پلانونه ترتیبول اودمسلمانانوپه مقابل کي او دسوډان دقانونی ولسمشرعُمرالبشیرپه مقابل کي، دمسلمانانولپاره موبې شمیره دهلاکت کندې جوړی کړلې نوځکه عُمرالبشیرهم مجبوره شوستاسوپرخلاف ئې اقدام پورته کړ،چی دادده قانونی حق ؤ؛ داچې ټوله عیسایی نړۍ ورته په یوه خوله وه نوهغه خوب چی تاسولیدلی ؤ(دنوی عیسایی سوډان جوړیدل) هغه خوب مورښتیاشو؛ لااوس هم تاسی دمسلمانانووینی څیښې، ستاسویوه تګلاره داوه چی خلک به موپه پیسورانیول اوبیابه موعیسایان کول، په یقینی ډول سره دسوډان په هکله تاسی رښتنی قضاوت وکي.
۲: همدااوس چی کوم ظلمونه په نړۍ کي جریان لری، اویایی امت مسلمه ئې دزغم پرټغرناست دی داټول ستاسو له لاسه، همداتاسی یاست دافغانستان په لکونوبې ګناه انسانان موشهیدان کړل، لیبیا اوعراق موهم دافغانستان په شان سره دخاوروسره خاوری کړل اوداسی نور… همداغاصب یهودیان دی چی ستاسوپه مرسته سره هره ورځ بې ګناه اوبې وسلی فلسطینیان شهیدان کوی اونړی لاچوپه اوګونګه خوله ناسته ده، تماشائې کوی ددې ټولونړیوالو غمیزومصدریواځی اویواځی تاسی یاست اوبس، چې بایبل هم پرتاسوګواه دی لکه:
تاسی داخیال هیڅ کله مه کړی چی زه دامن راوړلولپاره ودنیاته راغلی یم ، زه دامن راوړلولپاره نه یم راغلی خودتورې لپاره، زه ددې لپاره راغلی یم چی سړی دخپل پلاره خلاف شی،لوردموره، اونږورله خواښې اودسړی دښمنانان به دهغه دکورخلک وی. (متی ۱۰ باب: ۳۴- ۳۶)

۳: موږچی ستاسوبایبل اویاتثلیث اودحضرت عیسی علیه السلام الوهیت نه منوموږعقلی اونقلی دلایل لرو، داتاسی چی کوم اقرار کوی چی بایبل الهی کتاب دی ، بلکي داالهی کتاب یاکلام نه دی،تاسی وایاست چې بایبل (۴۰) لیکوالانولیکلی دی، اوپاته دی نه وی چې دبایبل پرهری برخې تقریبادلیکوال نوم نوشته دی، که موږوګورووانجیلونوته چی شمیرئې څلوردی نوداانجیلونه څلوروکسانولیکلی دی، لکه انجیل یوحنا، انجیل متی، انجیل مراقس اوانجیل لوقا، یادپولس لیکونه اوداسی نور…نه انجیل عیسی شته اونه هم پرکوم کتاب لیکلی دی چې داالهی کتاب دی بلکې برعکس دهرکتاب په سرکی دلیکوال نوم لیکلی دی اودځینولیکوالانوخوهیڅ درک اوخرک هم نشته، نودابه څنکه الهی کتابونه شی؟؟؟.

۳: په بایبل کي فحشات دبیلګې په ډول سره:

بیاسمسون وغزې ته ولاړی،اوهلته ده ویوې فاحشی ښځي ته وکتل اودهغې سره دننه ولاړی( هم بستری ئې ورسره وکړل) .( قضاة ۱۵: ۱)
هغه زناوکړل اودزناله کبله ئې داملک ناپاک کړ اوهغه دډبرې اولرګې سره زناوکړل. (ارمیاه ۳باب: ۹)
 هغوی په اسرائیلوکي بدکاری وکړل اودخپلوهمسایه ګانودښځوسره یی زناوکړل. (ارمیاه ۲۹باب: ۲۳)
هغې زناکاری دخپلی چهرې څخه اوبدکارې دخپلوتیودمنځ څخه لیری کړل، زه هغه ټوله نه لوڅوم اوداسی نه کوم لکه دپیدایښت په ورځ چی لوڅه وه. (هوشیع ۲باب: ۲)
په بایبل کي دزناتوری (۲۳) ځله راغلی دی، دزناکارتوری (۱۱) ځله راغلی دی، دزناکارۍ توری (۸) ځلی راغلی دی،دزناکارانوتوری (۴) ځلی راغلی دی، لمن لیکونه ئې دبیلګې په ډول سره:
پیدایښت ۳۸: ۲۴، خروج ۲۰: ۱۴، احبار ۲۰: ۵، استثناء ۲۲: ۲۲، قضات ۲: ۱۷، قضات ۱۵: ۱، امثال ۶: ۳۲ اوداسی نور…
د[هم بستری اوهم اغوشی] (جماع) توری په بایبل کي (۱۵) ځلی راغلی دی، دتیوبیان په بایبل کي(۲۳) ځلی راغلی دی.
که تاسی پوښتنه وکي چی په قرانکریم کي خوهم دزناتوری اوبحث راغلی دی، نوزه به درته ووایم چی په قران کریم دزناکيسې نه بلکي حکم راغلی دی،

په قران عزیز کی راځئ:

ولاتقربواالزنی أنه کان فاحشة وسآء سبیلا.(الاسراء : ۳۲)
ژباړه: اوزناته مه نژدې کیږی، بې شکه چی (زنا) بده کړنه اوبده لاره ده.
یالکه چی قران عزیزدزناکارولپاره حدټاکلی دی اوسزاء ئې ورته بیان کړیده اووایی:

الزانیة والزانی فاجلدواکل واحدمنهمامأﺉة جلدة ولاتأخذکم بهمارأفة فی دین الله ان کنتم تؤمنون باالله والیوم الأخرولیشهدعذابهماطاﺉفة من المؤمنین(النور: ۲)

ژباړه:که تاسی پرالله اوداخرت پرورځ ایمان لری نوزناکاره (ښځه) اوزناکاره (سړی) له دواړونه هریوسل دُرې ووهئ دالله ددین په اړه دی په تاسی کی پردوی باندی دزړه سوي احساس نه پاریږیاوهغوته دسزا ورکولوپه وخت کښې دی دمؤمنانویوه ډله موجوده وي.
په قرانکریم کی په څومری ښه اندازسره دزناڅخه منعه شوی ده، اوپه څومری شدت سره ئې دسزاء حدټاکل شوی دی، اوداهم پکښی بیان شویده چی یوه مؤمنان دی دعبرت لپاره موجودوي؛ سبحان الله.
او زناپه ډیرشدت سره منعه شوې ده، په قرانکریم کی داسی څه نشته لکه په بایبل کي چی حکم نشته اویواځی دزناکيسې دی اووزناته تشویق دی، فلانکي یوه فاحشه پیداکړل اوجماع ئې ورسره وکړل، اوداسی نور..
په بایبل کي داسی فحش بحثونه شته چی انسانیت خولاپریږده ترحیوانیت لاهم څودرجې لوړی دی، دبیلګې په ډول سره حزقیل ۲۳ باب، چی زه ېې دشرم له کبله نشم ذکرکولای، اوپیل ئې داسی دی:
دوې ښځې دیوې مورلوڼې وي، هغوی په مصرکي زناکوله، اوپه ځوانۍ کي ئې سره زناکوله او……
له همدې کبله داسلام دوهم خلیفه امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضی الله عنه صحاب کرام داهل کتابیه ښځوسره دنکاح منعه وکړل اوهغه داسی:

دکتابیه ښځوسره نکاح کول وامت مسلمه ته په تاریخ کی تاوانونه هم رسولی دی، اووامت ته ئې نقصانانورسولی دی، امیرالمؤمنین حضرت عمررضی الله عنه داحس کړه، اومسلمانان حکمرانان یی په خصوصی ډول سره داهل کتابوسره نکاح کول منع کړل، دحضرت شقیق بن سلمه رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه کله چې ومداین ته ورسیدی نوهلته ئې دیوی یهودی انجلی سره نکاح وکړه حضرت عمرفاروق رضی الله عنه چی کله خبرشونوخبریی ورکی نوورته ئې ولیکل چی طلاق ورکړه، حضرت حذیفه رضی الله عنه ورته ولیکل چې ولی دازمالپاره حرامه ده؟؟؟ امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ورته ولیکل چې حرامه درته نه وایم لیکن ددی خلکوپه ښځوکی عموما پاکدامنی اوعفت نشته، په دی وجه بیریږم چی ددی خلکوپه ذریعه ستاسوکورنی کښی فحاشی اوبدکاری داخله نشی.

دحضرت عمررضی الله عنه دوهم لیک دادی:
اعزم علیک ان لاتضع کتابی حتی تخلی سبیلها فانی اخاف ان یقتدیک المسلمون فیختاروانسآء اهل الذمة لجمالهن وکفی بذالک فتنة لنسآء المسلمین (کتاب الآثار ص ۱۵۶، بحواله معارف القران)
ژباړه: زه وتاته قسم درکوم چې زماددی لیک نه مخکی چې پخپل لاس کی ئې کښیږدی نووهغې (ښځې) ته طلاق ورکړه، ازاده یی کړه ځکه چې زماویره ده چې نورمسلمانان به هم ستاڅخه عبرت واخلی اودذمیانوکتابیانوښځو لره به ددوی دښکلاپه وجه سره په مسلمانوښځوباندی ترجیح ورکړی نودمسلمانانوښځودپاره به ددي نه لوی مصیبت بل څه وی.
(ابوبکرجصاص رازی، احکام القرآن ج۱)

۴:په بایبل کي بی معنا، غیرمعقولی،دعقله لیری اوپوچی خبری بی شماره دي.

دبیلګې په ډول سره:

خراوبهاڼ ئې راوستل هغوی خپلی قباګانی پرواچولی اوعیسی پری سپورشو.(متی ۲۱: ۵)
اوس که یوڅوک ورته وګوری نودابه ورته جوته شی چی څنګه امکان لری چی یوسړی دی پردووحیواناتو باندی سپورشو، داله عقله څخه لیری خبره ده.
اوپه هغه ورځ خدای دخریلوپه ماشین چی دفرات دسنددهغه خواڅخه ئې په کرا یه راوړی ؤداسُوردپاچا دسراوپښوویښتیان ئې وخریل اوحتی ژره ئې هم ورکوچنی کړل. (یسعیا۷: ۲۰)
اوس تاسی دڅه وخت لپاره پکښی فکروکي، لومړی خدای داسی کمزوری دی چی دسرتراشۍ ماشین ئې دسینددبلی غاړی څخه په کرایه راوړ، اوبیایی دپاچاسراوپښې وروخریلې اوژره ئې هم ورکوچنی کړل یعنی که په لنډوکي داسره راټول کړونوبایبل دخدای څخه سرتراش جوړکړاوهغه هم کمزوری چی هرڅه نلری اوپه کرایه یی راوړی په دې ایاتونوکی حضرت عیسی علیه السلام نه ښئ بلکې لوی لایزال واحداولاشریک خدای جل جلاله ښئ. (نعوذبالله من ذالک)
دده دخدای دسږموڅخه دودراووتی اودخولې څخه اورچی دډبروسکاره ورباندی بلیدل (۲ سموئیل ۲۲: ۹)
اوس که ودې ته ځیرشونودخدای پاک څخه ئې څه شی جوړکړیدی، نعوذ باالله من ذالک، څومری پوچه، مالایعنی اوبې هوده خبره ده.

اوهغه (شمشون) دخره دزامې تازه هډوکي پیداکي اوپخپل لاس کي ئې واخیستی اوزرکسان ئې په وواهل اوشمشون وویل چی مادخره په دزامی په هډوکي سره ۱۰۰۰ کسان فناه کړل .(قضات، ۱۵: ۱۵)
نواوس به قضاوت کووچی یوسړی راولاړیږی اودخره دزامی په هډوکي سره زرکسان وهی اوټوله وژنی داڅنګه عقل منی؟؟؟ که دازرکسان یواځی پرده باندی ناړی توکړی نودی به له منځه ولاړشی خودازرکسان وده ته ولاړوه اوده ټول په هډوکي وواهل اوده مړه کړل، څومره بی اساسه اوپوچه خبره؟؟!!
سمسون (شمشون) ۳۰۰ ګیدړی ونیولی، اوشمعې ئې راوړلی اوددوی لکۍ ئې سره وتړلی اوددولکيو په منځ کي ئې یوه شمعه ورکښیښودل اودوی ئې دفلسطینوپه کښتونوکي خوشی کړی اودفلسطینیانو کښت کروندی باغونه اودزیتون وني ئې ټوله وروسوځلې. (قضاة ۱۵: ۴- ۵)
اوس که یوڅوک دعقل په سترګوورته وګورئ نوپریکړه به عقل وکړی، چی یوځل ۳۰۰ کيدړی پیداکول، اودټولولکيانی سره تړل اوبیاشمعه پکښی ایښودل داڅنګه امکان لری؟؟؟
داخوئې یوڅوبیلګې وی اوهمداسی په زرهاووپوچی، بیهوده اوبې ثمره ویناوي ډیري پکښې شته.
۵: بایبل ستاسوپه آند(۴۰) لیکوالانولیکلی دی.نوځکه دخدای کتاب نه دی.
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب