ولي ډېر هندوان د اسلام و دين ته را اوړي؟

يوه هندي څېړونکي پروفيسر په خپل ښکلي کتاب کي د مذهبي لارښود په اړه جزئيات ليکلي دي چي د دې معلومات څخه د حضرت محمد (ص) حقيقت او واقيعت ځني ثابيتيږي او دا معلومات دغه پروفيسر د هندوانو په مذهبي کتابونوکي موندلئ دي.

که چيري دا ليکوال مسلمان واى نو کېداى سواى چي هغه بندي سوئ واى ، يا به هم وژل سوئ واى او ټولي کافياني د کتاب به ځني اخيستل سوي واى او حتى د ده د کتاب پر خپرونه به بنديز هم  لګېدلئ واى. پر بې ګناه مسلمانانو به ظلم او بغاوت سوئ واى او د دوى وينه به توى سوې واى ،  دا چي ليکوال هندو دئ نو کم څه و نه سول.
د دې کتاب ليکوال ډير روشن فکره ، ځيرک او  مشهور  هندو پروفيسر د حقيقت او واقيعت څيړونکئ دئ چي د الله اباد په پوهنتون کي تدريس کوي، نوم يي پنديت فراکاش اب عدهي دئ او د ده د دغه ښکلئ حقيقت اظهار کوونکئ کتاب نوم  کلکي اواتر( پېغمبر يا مذهبي لارښود) دئ ، نوموړئ ليکوال د بنګال د سيمي هندو دئ.
وروسته د کلنو څېړونو څخه ، پنديت ويدافراکاش دغه کتاب خپور کړئ  او اتو (٨) نورو پنديتانو هم دد غه کتاب خپرونه تصديق کړې او ټولي نقطې يې تر بحثونو وروسته صحي و بللې.
د هندوانو او د دوى د مذهبي کتابو له نظره ، هغه حقيقي او واقعي معلومات چي دا ليکوال د يوه مذهبي لارښود يا پېغمبر په اړوند     را ټول کړي دي بل کل   حضرت محمد ص ثابيتوي  چي د عربو څخه دئ.
نو د نړۍ ټول هندوان بايد  د دوى په عقيده  د دې انتظار بايد و نه کړي چي پېغمبر راتلونکئ دئ ، او  دوى بايد حضرت محمد ص و مني او د هغه  اُمتيان سي، ځکه هغه هم اولين هم اخيرين دئ.
دا ليکوال او دا پنديان داسي وايي چي تر اوسه دا هندوان په ډېر ذوق او شوق سره د پېغمبر و را تګ ته په انتظار دي او هميشه يې ځانونه په دې درد او غم اخته کړي دي ، پدې خاطر چي هغه ډېر ستر او ښه پېغمبر راغلئ ؤ او څوارلس پيړئ مخکي د دې نړۍ څخه ولاړئ.
ليکوال ويدا پراکاش لاندي (١٠) ثبوتونه د ويداس او نورو هندي مذهبي کتابونو څخه د خپلي دې ادعا د ملا تړ لپاره ليکلي دي:
١- د هندوانو په سپېڅلي (پورانا) کتاب کښي داسي راغلي دي: کلکي اواتر(پېغمبر) به اخيرين وي چي د نړۍ ټول بشر ته به لارښود وي.
٢- د هندوانو د مذهب د  پيشبينۍ څخه : د پېغمبر پيدائښت به په (اسلي) سيمه کي وي چي مطلب يوه عربي سيمه ده .
٣- همدارنګه د هندوانو په کتابو کي د پېغمبر د پلار او مور نومونه ذکر سوي دي.
دي(SUMAANI)  او(VISHNUBAHAQAT)
نو که دا نومان و ژباړل سي داسي پايلي به لاس ته ځني راسي:

Vishnu=           خداى
Bhaqat=            غلام
Sumaani             صلح او امن
د لومړي نوم څخه چي د خداى د غلام معنى لري هدف ځني (عبدالله ) دئ او دوهم نوم چي معنى يې صلح او امن دي هدف ځني (امينه) ده نو دا خو څرګنده ده چي د حضرت محمد ص د پلار نوم (عبدالله) او د مور نوم يې(امينه) ده
٤-د هندوانو په کتاب کي داسي راغلي دي چي د پېغمبر اصلي پرهېز خرما او زيتون دي او دوى به ستر رښتيا ويونکي او صادق وي چي دا ټوله خبري بې له شکه  د (حضرت محمد ص) صفات دي .
٥- و هندوانو په ويداس کتاب کي داسي راغلي دي چي د پېغمبر زېږېدنه په يوه عزتمنده کورنۍ کښي وي چي دلته هدف ځني د قريشو کورني ده او (حضرت محمد) (ص) هم د قوريشو د کورنۍ څخه وو.
٦- د دوى په کتاب کي داسي راغلي دي چي پېغمبر ته په يوه غار کي د  الله ج لارښوونه وسي چي د دې څخه مطلب د (حرا غار) ؤ چي نبي پاک عليه السلام ته د جبرائيل عليه السلام په واسطه وحي نازلي سوې.
٧-د دوي په کتاب کي داسي راغلي دي چي خداى جل جلاله سره د ملاقات لپا ره به پېغمبر پر يوه چابک آس سپور سي او دا ټوله نړۍ او  اووه اسمانونه به و ويني چي هدف ځني د بوراق او د معراج دئ.
٨- د دوي په کتابو کي داسي راغلي دي چي د پېغمبر به خدايي مرستي ته ضرورت سي چي  د بدر غزا ځني هدف ده
٩- د دوى په کتاب کښي داسي راغلي دي چي د پېغمبر پيدائښت   به د مياشتي پر دولسمه نېټه وي چي دا معلومه خبره چي (حضرت محمد) (ص) د ربيع الاول پر دوولسمه نېټه زېږېدلى دئ.
١٠- د دوى په کتاب کي داسي راغلي دي چي پېغمبر به يو ښه توره چلونکئ او آس چلونکئ يي ، او دا واضح خبره ده چي حضرت محمد (ص) دواړه هم توره او هم آس چلونکئ و.
نوموړئ ليکوال نوري ښې ، ښې نقطې هم ليکلي دي چي حضرت محمد صلى الله عليه وسلم  هم اولين او هم اخيرين دئ ، نور دي هندوان د ده و راتګ ته انتظار نه کوي ، دوهم ځل دي فکر و کړي.

ژباړونکى: فضلي احمد ( احمدزى)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب