ځینې لارې چارې چې د جنسي تېري په مخنیوي کې مرسته کولی شي

د جنسي تېري د مخنیوي لپاره تر هر څه لومړی په دې اړه پوهاوی اړین دی. د جنسي تېري ښکار ډېر همغه څوک ګرځي چې په دې اړه نه پوهېږي. د بېلګې په توګه، نه پوهېږي چې جنسي تېری یانې څه، څنګه پېښېږي، عواقب یې څه دي او څنګه ترې مخنیوی کېدی شي؟

د ماشومانو او ښځینه و غوږونه باید مخکې له مخکې د هغوی د سویې او چاپيریال په نظر کې نیولو خلاص شي. که شوني وي، له ځانه د فزیکي دفاع کوم کورس دې د یوې مودې لپاره تعقیب کړي. دا کار لږ تر لږه د هغوی پر خپل ځان باور پیدا کوي او دا بیا د جنسي تېري په مخنیوي کې موثر ثابتېدی شي.

ویل کېږي چې نیمایي له جنسي تېریو په لومړي ځل نه پېښېږي، بلکې هغې ته مخکې له مخکې زمینه سازي کېږي. له همدې امله ویلی شو چې که سترګې مو خلاصې وي، تر ډېره بریده له جنسي تېریو مخنیوی شونی دی.

د هغه حرکتونو په مقابل کې چې جنسي تېري ته زمینه سازي بلل کېدی شي، باید په همغه لومړیو کې سخت غبرګون وښودل شي.

دغه راز، ماشومان او ښځینه باید له ځان سره داسې څه ولري چې د اړتیا پر وخت پرې د مرستې لپاره د خلکو پام وراړولی شي او له اړونده اشخاصو سره اړیکه ټینګولی شي. په ځانګړې توګه که ښځینه له کوره بهر وځي یا په کور کې یواځې پاتې کېږي باید ګرځنده تلیفون له ځانه سره ولري.

ماشومان او ښځینه ښایي له هغه چا سره له سفر ډډه وکړي چې د دې کار توقع ترې کېدی شي. له توقع موخه هماغه ده، چې پرته له ګوته په شمېر باوري اشخاصو باید پر هیچا باور ونه شي. د یادولو ده، چې په ډېری مواردو کې همدا باور بلا ګرځي.

ماشومان او ښځینه دواړه دې تر وسه وسه یواځې نه پاتې کېږي. ښځینه و ته ښایي چې په کور کې د یواځیتوب په صورت کې دروازه ځان پسې وتړي او نامحرمو ته دې د ورتګ اجازه نه ورکوي.

ماشومان او ښځینه دې په پردي شخصي موټر کې له تګ ډډه وکړي. د سفر لپاره تکسي او تر دې هم لویې موټرې وټاکل شي. ښځینه دې په ټاکل شویو چوکیو او ماشومان دې له نورو نارینه و لرې یا د ډریور سره نږدې کېني.

ماشومانو او ښځینه دې د ناستې ولاړې پر وخت قوې، محکمه او پر ځان ډاډه واوسي.

د ناپېژاندو له لاسه دې د خوراک او څښاک له منلو ډډه وشي.

په کلیوالي سیمو کې هم ورته عمل شونی دی، خو په ښاري سیمو کې د Blackmail کولو یا څوک په بدنامولو د وېرولو شونتیا ډېره ده. لومړی خو باید له هر هغه عمل ډډه وشي چې څوک پرې بلک میل کېدی شي. بیا که داسې وشول، ښه دا ده چې د کورنۍ له غړو او نږدې ملګرو مرسته وغوښتل شي.

چیغې وهل، فریاد کول، مقاومت کول او ان خبرې کول له جنسي تېری مخنیوی کولی شي.

ښځینه ښايي فکر وکړي چې چیغي وهل به یې نوم بد کړي، سمه ده، خو دا شرم له جنسي تېري تر وروسته د شرم په مقابل کې هیڅ دی. دوی نه پوهېږي چې څومره ښځینه هره ورځ له دې امله خپل عزت له لاسه ورکوي او د ټول عمر لپاره د زړه پر رنځ اخته کېږي چې دغه لږ شرم قبلولو ته زړه نه ښه کوي. که ښځینه په لومړي ځل دغه لږ شرم قبول نه کړي، د جنسي تېري ښکار ګرځي، خو تر دې هم بده دا ده، چې دوی په راتلونکي کې دا چانس له لاسه ورکوي. هغوی چې په یو ځل پرې جنسي تېری شوی وي، د بیا لپاره تېري کوونکي ته نه، نه شي کولی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب