د مسافر لمونځ
وړاندي تردې چي داړوندې مسئلې شرعي اړخ وڅېړم غواړم يادونه وکړم چي زه دامسئله يوازي دصحيحواحاديثوپه رڼاکي څېړم که څوک پرې نقدلري هغه هم بايددااصل په پام کي ولري .
دشريعت احکام اسلافوپردووبرخووېشلي يوقسم یې عزيمت اوبل یې رخصت دی دايوداسي تقسيم دی چي زماپه اندهيڅ چاورسره مخالفت نه دی کړی . پرهمدې بناپه سفرکي دلمانځه دقصرحکم شوی دی خوپه دې کي اختلاف دی چي په سفرکي قصرياني څلوررکعتيزلمونځ رخصت دی که عزيمت؟ له امام ابوحنيفه رحمه الله پرته نوردرې امامان په دې انددي چي په سفرکي قصررخصت دي خوامام ابوحنيفه رحمه الله وايي چي نه دسفرلمونځ عزيمت دی،دده دليل دعائشې رضی الله عنهاهغه حديث دی چي بخاري په خپل کتاب کي روايت کړی دی :
((عن عائشة انهاقالت : فرضت الصلوة رکعتين،ثم هاجرالنبي صلی الله عليه وسلم ففرضت اربعاًوترکت صلاة السفرعلی الاولی .)) (بخاري ۱ / ۵۶،حديث رقم ۳۹۳۵)
ژباړه : عائشه رضی الله عنهاوايي چي لمونځ په اول سرکي دوه رکعته فرض شو،بيانبي کريم صلی الله عليه وسلم هجرت وکړنو(دکور) لمونځ پرڅلوررکعته فرض شواودسفرلمونځ پرهغه حالت پاتي شو،داحديث پردې دلالت کوي چي قصرهماغه ډول عزيمت دی خونوروامامانوددې حديث ځواب په دې سره کړی چي په خپله دعائشې رضی الله عنهافعل ددې حديث مخالف دی اودمحدثينواتفاقي قاعده ده چي کله دراوي عمل له خپله روايته مخالف شي نوهغه روايت دمنلووړنه دی همدارنګه دعزيمت بلوونکي ځيني نوراحاديث هم شته خوټول يې دجرح اوتعديل دپوهانوله خواضعيف بلل شوي دي لنډه داچي ددواړولورودلائلوته په کتوداسي ښکاري چي درخصت بلوونکودلائل قوي ا ومحکم دي،ځکه نودسفرلمونځ قصرکول ضروري نه دي که یې پوره کوي هم جوازلري خوقصراولی اوښه کاردی .
دسفردلمانځه په اړه بله خبره دسنتودکولواونه کولوده پردې ټول علماء متفق دي چي په روان حالت کي سنت نه شته خوخبره په دې کي ده چي که مسافردسفرپه حالت کي نه وي هلته به سنت کوي ځيني علماء وايي چي کوي به یې خوجمهورعلماء په دې انددي چي دنه تګ پرمهال هم غوره داده چي سړی دماپښين،ماښام اوماخوستن سنت ونه کړي صرف دسهارسنت اوماخوستن وتربه کوي .
په سفرپوري ا ړونده بله مسئله دجمع بين الصلوتين ياني دوولمنځويوځای کول دي په دې اړه هم دفقهي مذاهبوترمنځ اختلاف شته په دې ماناچي دحنفي مذهب لارويان اوپه خپله امام ابوحنيفه رحمه الله يې نه مني خوکه سړی په دې ا ړه راغلواحاديثوته وګوري نوداخبره به دلمرپه شان ورته روښانه شي چي په سفرکي دوولمنځويوځای کول نه يوازي روادي بلکه سنت همدادی چي په سفرکي بايدسړی دوه لمنځونه يوځای وکړي داسي چي که غرمه ترزوال مخ ته روانېدی نودماپښين لمونځ دي مازيګروکړي اوکه ترزوال وروسته روانېدی نودماپښين لمونځ دي وځنډوي دمازيګرپه و خت کي دي وکړي په دې اړه دحقيقي اوصوري جمعې خبرې هيڅ دمنلووړنه دي په بخاري کي ترټولوروښانه حديث دادی :
((حدثناحسان الواسطي قال حدثناالمفضل بن فضاله عن عقيل عن ابن شهاب عن انس بن مالک کان رسول الله صلی الله عليه وسلم اذاارتحل قيل ان تزيع الشمس انزالظهرالی وقت العصرتم يجمع بينهمافاذازاعت صلی الظهرثم رکب .))
(بخاري ۱ / ۱۵۰،ط مکتبه اسلاميه پېښور)
ژباړه : له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم به کله ترزوال وړاندي روانېدی نودماپښين لمونځ به یې دمازيګرتروخته وروسته کړبيابه یې دواړه يوځای وکړل اوکه به ترزوال وروسته روانېدی نودماپښين لمونځ به یې وکړ.
داحديث صريحاداپه ډاګه کوي چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم به په سفرکي دوه لمنځونه يوځای کول که څوک داوايي چي داصوري جمعه وه ياني دماپښين لمونځ به یې په اخيروخت کي وکړدمازيګرلمونځ به یې په اول وخت کي وکړنوداسي به ښکارېده لکه دواړه چي یې يوځا ی کړل اول خودې تاويل ته حاجت نه شته اودويمه خبره داده چي په حديث کي صريحاًويل شوي چي (اخرالظرالی وقت العصر) دحديث په دې ټوټه کي تاسووينئ چي دمازيګروخت صريحاذکرشوی دی هيڅ یې دې ته لارنه ده پرېيښې چي تاويل پکي وشي .