زه یوازې د الله تعالی لپاره مسلمانه شوې یم

زما اصلي نوم کاندیس وان کرانین بورک (Candice Van cranenbroek) دی، یو کال وړاندې مسلمانه شوم، زما اصلي ټاټوبی چکسلواکیا ده، خو ما په انګلستان کې دوه کاله وخت تېر کړی، او بیا له هغه ځایه هالینډ ته ولاړم. زه پر هېڅ دین نه وم او نه مې هم له دین او دیندارۍ سره مینه لرله، او نه هم زما داسې ملګري او دوستان وو، چې هغوی دې پر یوه دین پورې تړلي وي.

زه یوه عامه، آزاد خیاله پېغله وم. کله مې چې عمر ۱۸ کاله شو، نو کور مې پرېښود او د کار لپاره انګلستان ته ولاړم، او زما انګلستان ډېر خوښېده.

کله چې ۲۱ کلنه شوم، نو له انګلستان نه هالینډ ته ولاړم، زه یو څه موده ډېره خوشحاله وم، خو ورو ورو یو دغم حالت را باندې غالب شو، په همدې وخت کې مې له یو مسلمان ځوان سره لیدنه وشوه، دهغه مینه مې په زړه کې پېدا شوه او دملګرتېا غوښتنه مې ځنې وکړه، خو هغه زه اسلام ته دعوت کړم، زه هغه وخت نه پوهېدم، خو کله مې چې د اسلام مطالعه او څېړنه پیل کړه، زه وپوهېدم چې اسلام ته ډېره اړتیا لرم، او همدا دین دی چې ماله بدبختیو خلاصولای شي.

زه دیو قوي شخصیت څښتنه یم، او څه مې چې زړه وغواړي، هغه وایم او کوم یې، او دې کار ډېر ځله ماته ستونزې هم پیدا کړي دي.

نو ما پریکړه وکړه چې زه مسلمانېږم، خو خاوند مې راته وویل، چې دا کار به یوازې د الله جل جلاله لپاره کوې، نه له ماسره دواده لپاره، زه پوهېدم چې اسلام ته زما اړتیا ده، زما د روح او بدن آرامتیا یوازې په اسلام کې ده او ما د الله تعالی په مینه کې هغه څه وموندل، چې په ژوند کې یې کله هم ما فکر نه ؤ کړی. نو ما ورته وویل: چې که له تاسره واده وکړم او که ونه کړم، زه مسلمانېږم او دا زما وروستۍ پرېکړه ده!

زه مسلمانه شوم، هو! زه د ژوند په اهمیت او د نړۍ پر حقیقت و پوهېدم، واده مې وکړ، خو اسلام مې د واده لپاره نه ؤ، زه اوس ډېره خوشحاله یم او داسې روحي خوښي احساسوم، چې په هېڅ توګه د ویلو نه ده او که څومره توري او الفاظ را ټول کړم، نه شم کولای چې خپل دغه سعادت او خوشبختي خپل مور او پلار او دوستانو ته بیان کړم، خو بیا هم هڅه کوم چې هغوی پر دې و پوهوم چې اسلام د بري او خوښۍ دین دی.

زه پوهېږم چې ما په ژوند کې ډېر بد کارونه کړي دي، خو زه په دې هم پوهېږم چې الله جل جلاله ډېر مهربانه او بښونکی دی، هغه زمونږ او ټولو مخلوقاتو خالق دی، زه هڅه کوم چې ډېر ښه انسان شم. اسلام ما ته رښتینې آزادي راکړې، دا ډېره ګرانه ده چې زه خپل شعور تاسې ته شرحه کړم، خو زه پوهېږم چې زما دوستان، خویندې وروڼه او کورنۍ به یوه ورځ زما په خبره وپوهېږي او له ماسره به د خوښۍ او رښتینې آزادۍ په دې کاروان کې ملګري شي.

زمونږ په هېواد او کورنۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې ډېره کرکه موجوده ده، ځکه چې هغوی د اسلام په اړه یوازې د غربي رسنیو خبره اوري او نور په هېڅ هم خبر نه دي، زه پوهېږم چې په دې لاره کې به زه لږ له کړاونو سره مخ کېږم، زما پلار هم یو متعصب انسان دی، زه غواړم چې پلار ته مې ورشم او په دې اړه ورسره خبرې وکړم، او له الله تعالی نه غواړم چې ماسره مرسته وکړي، ترڅو په ښه توګه له دې امتحان څخه بریمنه را ووځم.

اوس هم ډېر څه شته چې زه پرې نه پوهېږم، او زه ډېره بېړه لرم چې په هرڅه ژر ژر وپوهېږم، زه اوس پر دې پوهېدلې یم چې حجاب یوه رښتینې آزادي ده او په دې سعادت هغه خلک پوهېږي، چې عمل پرې کوي، زه هم اوس حجاب پر سر کوم.

دا په لنډه توګه زما د ژوند او رښتیني ژوند (اسلام) کیسه ؤه، له دعاوو مې مه هېروئ.
ستاسې خور: مروه

ژباړه: محمد شعيب قريشي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب