د لمانځه فرایض، واجب، سنت، مکروه او ماتونکي

دلمانځه فرائض : په لمانځه کی فرائض ۱۴ دی اته دلمانځه نه بهردی چی شرطونه ورته وایی اوشپږ په لمانځه کی دننه دی چی رکنونه بلل کیږی

د لمانځه شرطونه :

(۱)اودس کول یاتیمم وهل (دعذرپه وخت)
(۲)دجامی پاکوالی
(۳)دلمانځه دځای پاکوالی
(۴)دبدن پاکوالی
(۵)دعورة پټول دسړی عورت دنامه نه لاندی ترزنګنوپوری اوښځه ټول عورت دی مګرمخ ،لاسونه ترمړوندونواوپښی تر ګیټوپوری عورت ندی
(۶)قبلی ته مخ اړول
(۷)نیت کول
(۸) وختونه پیژندل

د لمانځه ( رکنونه ) :

(۱)تکبیرافتتاح
(۲)قیام (ولاړه )
(۳)قرآت
(۴)رکوع
(۵)سجده
(۶)آخره قعده وروستۍ ناسته
یادونه : که دپورته څخه یوهم پاتی شی لمونځ نه صحیح کیږی

دلمانځ واجبات : د لمانځه ټول واجب ٧ اووه دي :

(۱) دالحمدلله لوستل
(۲)لومړۍ قعده
(۳)په وروستۍ قعده کی تشهدلوستل
(۴)امام لپاره په جهری لمانځه کی په جهر لوستل
(۵)دخفیه (په پټه )لوستلوپه ځای کی په پټه لوستل
(۶)وتروکی دعاءقنوت لوستل
(۷)درکنونوبرابرول
که دپورته څخه کوم شی په سهوه پاتی شی سجده سهوه لازمیږی

د لمانځه سنت : د لمانځه سنت ١٤ څوارلس دی

(۱)دتکبیرتحریمی سره لاسونه دغوږنوپوری اچتول
(۲)نامه لاندی ښی لاس په چپ لاس ایښودل
(۳)سبحان ویل
(۴)اعوذ بالله ویل
(۵)بسم الله ویل
(۶)آمین ویل
(۷)سمع الله لمن حمده ویل
(۸)ربنا لک الحمد ویل
(۹)درکوع تسبیحات
(۱۰)دسجدی تسبیحات ویل
(۱۱)اوله قعده کی تشهد ویل
(۱۲)اخرورکعتونوکی الحمد لله ویل
(۱۳)دتکبیرافتتاح نه غیرنورتکبیرونه ویل
(۱۴)سلام ګرځول

د لمانځه مکروهات : په لسوشیانو لمونځ مکروه کیږی

(۱)بې عذره پلتۍ وهل
(۲)په لاس دآیتونو شمیرل
(۳)څنګلی خورول په سجده کی
(۴)په سترګو ښی اوچپ طرفته کتل
(۵)بی عذره سترګی پټول
(۶)دسجد ی ځای نه ګیټۍ لری کول په هغه صورت کی چی تکلیف نه جوړوی
(۷)ستومانی ویستل
(۸)خوله وازی کول
(۹)په جامه لوبی کول
(۱۰)دصف نه روسته یوازی ودریدل

your ads

دلمانځه ماتونکی : دلمانځه ماتونکی ۱۴دي

(۱)بی عذره غاړه تازه کول
(۲)پرنجی کونکی ( تريچونکي ) ته یرحمک الله ویل
(۳)دخپل امام نه غیربل چاته فتح ورکول
(۴)لااله الاالله ویل که مقصدیی چاته جواب ورکول وی
(۵)عورت لوڅیدل (۶)دمصیبت دوجی جړاکول
(۷)دسلا م جواب په ژبه یاپه لاس ورکول
(۸)دفوتی لماځه یادیدل
(۹)ډیر عمل کول په لاس وی که په بل څه
(۱۰)قصداً خبری کول
(۱۱)خوراک یاڅښاک
(۱۲)اه او اوه ویل
(۱۳)خندل
(۱۴)بی هوشی  .

مولوی منصور

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب