د ماشوم نوم ايښودلو اسلامي طريقه

اسلام مسلمانان نه اړ باسي چې پر خپلو اولادونو باندې څه مشخص عربي او يا غير عربي نومونه كيږدي، بلكه د څه اصولو په ايښولو سره هغوى ته اجازه وركوي تر څو په خپله خوښه نومونه كيږدي.
پوښتنه:

السلام علیکم،  د مهربانۍ له مخې  ما ته د اسلام په رڼا کې د نوم ایښودلو په اړه معلومات راکړۍ ، یا په بله معنی، مسلمانان باید په نوم ایښودلو کې کومه کړنلاره پلې کړي؟

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته.

د مهربان او بښونکی خدای په سپیڅلی نوم.

ټوله ثنا او ستاینه الله لره ده او درود دې وي د هغه په استاځي (صلی الله علیه وسلم).

your ads

اسلام مسلمانانو ته د ښه نوم ایښودلو لارښونه کوي. په یوه حدیث کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

تاسو به د قیامت په ورځ په خپلو او د خپلو پلرونو په نومونو رابلل کیږى، نو ښه نومونه کیږدئ. (ابو داود).

د نومونو په انتخاب کې باید مونږ د شیخ یوسف القرضاوی په فتوی کې ذکر شوې لارښوونې پلی کړو.

اسلام مسلمانان نه اړ باسي چې پر خپلو اولادونو باندې څه مشخص عربي او يا غير عربي نومونه كيږدي، بلكه د څه اصولو په ايښولو سره هغوى ته اجازه وركوي تر څو په خپله خوښه نومونه كيږدي. دا اصول په لاندې توګه دي.

1.      داسی نوم بايد كيښودل شي چې د خلکو او هم پخپله د ماشوم چې كله ځوان شي بد ترې رانشی. بد نوم  پدې معنی چې بده معنی ولري. پدې هکله، مونږ ته معلومه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت مبارک وو چی  بد نومونه به یې په ښه نوم بدلول. د بیلګې په ډول، هغه د یو چا نوم د قلیله (لږ) څخه کثیره (ډیر)، او د یو بل چا نوم له عاصیه (ګناهګاره) څخه جیمله (ښایسته) ته بدل کړ او داسې نور.

2.      یو مسلمان باید  خپل اولاد باندی، عبدالکعبه، عبدالنبی، عبدالحسین، عبدالرسول… او نور داسې نومونه چې د الله نه غیر د بل چا د بندګۍ معنی ورکوي کینږدي. ابن حزم ویلي: د اسلامی علماوو له نظره دغه رنګه نومونه ایښودل، غیر د عبدالمطلب له نوم څخه ښه ندي.

3.      مسلمان باید داسې نوم کښینږدي چې د غرور،تكبر او دبدبې تاثر پکې نه وي. په حدیث کې هم له داسې نوم ایښودلو څخه منعه راغلې،رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:  د قیامت په ورځ الله ته، تر ټولو زیات ناخوښ نوم هغه دی چی څوک ځانته شاهنشاه  يعنې د پاچاهانو پاچا وایی او دا ځکه چی د پاچاهانو پاچا خو الله دی. (بخاری، مسلم، ابوداود او ترمذی)

–          مسلمانانو ته دا هم نده روا چې په خپلو ماشومانو باندې د الله نومونه لکه الرحمن، الخالق (پیداکوونکی) او داسې نور کیږدي.

–          او دا هم ناروا ده چې الله ته منسوب شوی صفتونه په خپلو ماشومانو کیږدي، لکه العزیز، الحاکم  خو پرته  له (ال) څخه یې کیښودلی شي لکه عزیز او یا حاکم.

4.      دا هم ښه خبره ده چې خپل ماشومان د پیغمبرانو یا نورو ښو خلکو په نومونو  ونومول شي، تر څو د هغوی یاد زمونږ په ذهنونو کې پاتې شي او پدې هیله چې د هغوی په پله پل کیږدو.

تر ټولو غوره نومونه

په نومونو کې تر ټولو ښه نوم هغه دی چې د الله په وړاندې عاجزی او تواضع پكې نغښتې وي، لکه څنګه چی په یو حدیث کی راغلی چی:  د الله په وړاندی تر ټولو غوره نومونه عبدالله او عبدالرحمن دي. (مسلم، ابو داود، ترمذی او ابن ماجه)

او دا هم کیدی شي چې نومونه له دوه برخو جوړشي، اوله برخه یی عبد (بنده) او دویمه برخه یی یو د الله جلاجلاله له نومونو څخه لکه عبد العلیم، عبد العظیم او داسی نور.

5.      تر کومه بریده چې د غیر عربی نومونو کیښودلو مسئله ده، نو په غیر عربی نومونو ایښودلو کې هم هیڅ مشکل نشته تر څو چې په هماغه ژبه کې سمه معنی ولری او له پورتنيو اصولو سره ټكر ونلري. سره لدې چې مسلمانان په لمړیو وختونو کې یواځی عرب وه او د عربو په خاوره کې اوسیدل خو هغوی هم غیر عربی نومونه ایښي دي، د مثال په ډول، د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ميرمن ماريه په خپل قبطي نوم پیژندل کیده.

د تیرو زمانو د زیاتو مسلمانانو نومونه د ژبپوهنې له نظره د بوټو او ژوو  نومونه وو، لکه طلحه، سلامه، حنظله. دغه راز د اسد، سقر او د نورو شیانو نومونه لکه ‌بحر، جبل او نور.

هغوی د صفت استعمال د نوم  په ځای هم کړی لکه عامر، سالم او د پخوانیو پیغمبرانو او ښو خلکو د نومونو استعمال لکه ابراهیم او یوسف.

نو مسلمان باید یادو شوو اصولو ته په پاملرنې سره د خپلو بچیانو نومونه کیږدي.

سرچينه:   اسلام آنلاین
ژباړه او لنډیز: حبیب الله زیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب