د ماشومانو روزنه او اداب د معاشرت

 لمړۍ برخه اداب دمعاشرت:
هره کورنۍ کې بايدخپل ځای ولري هغه که په ماشومانوکې وي اويالويانوکې خوکه چيرته ماشوم دماشومتوب نه په سمه توګه وروزل شي په لوی والي کې هم ورڅخه ښه شخصيت جوړيږي څوشيان دي چې بايدميندې اوپلرونه ورته ډيرپام وکړي که چيرته دوې غواړي چې ددوې ماشومان ښه راتلونکي اوروښانه مستقبل ولري اودابايدهيرنکړي چې دماشومانوڅخه دلويانوپه شان هيله ونکړي مګرکله کله هم داسی کيږي چې مشران خپل ماشومانوته دماشومتوب نه داورزده کوي چې ځه چپړه واخله موردی ووهه ماشوم پورته کيږي په ماشومانه انداز چپړه اخلي اوبيا مورپری ولي نوبيادکور واړه اوزاړه ناست وي ورته خاندي ماشوم فکرکوي چې وهل ښه کاردی نوبياټوله ورځ همدی کارته دوام ورکوي همداوي چې دغه ماشوم دازار اوازيت طريقه زده کوي اودعمر تراخره پورې همداحرکت ددی عادت ګرځي داتصويرمې هم دفيسبوک نه اخيستی خونه پوهيږم کله اودکوم ځاې نه خوپه تصويرکې بل ماشوم چې انجلې ده دهلک لخوانه چيچل کيږي اومعلومه خبره ده چې نوربه ورته خاندي اويونفر ولاړ دی تصوير اخلي دجندر فرق له همدی ځاې څخه پيداکيږي پکارخوداده زمونږ کورنيوته چې خپل لورګانواوزامنوترمينځ هيڅ فرق ونکړي لکه څنګه چې خدای (ج)علم په نراوښځه فرض ګڼلی نوبايد ده چې په هرڅه کې اعتدال وشي که ښځه نيمه برخه دپلاردکورنه ميراث اخلي خوبايدنورحق يي دميړه په کورکې محفظ وي نه غواړم بحسث اوږده کړم بيرته دماشومانوپه روزنه راځم هغه کارونه چې والدين بايد دماشومتوب نه خپل بچيانونه وښايي هغه داچې په پوره ژبه بايدماشوم ته ژبه زده کړي په نيمه ژبه ورته ونه ويل شي که چيرته چاکليت ورته وښودل شي چې داممه ده اوياچټل ځای ته په ايشاره ماشوم ته ووايي دا کيښ دی ورته سمه دی وويل شي چې داناولې اوياچټل دی مکروب لري مه خوره لاس ورته مه وړه ماشوم به پوښتنه وکړي مکروب څه ده بايد ورته تشريع شي که ميندې بيسوادی وي نه پوهيږي پلارونه دی ورسره مرسته وکړي په لمړۍ قدم کې دی مذهب ورته وپيژني لکه څنګه چې لازم دي حلال اوحرام جنت اودوزخ ګناه اوثواب داهغه څه دي چې دماشوم په روزنه کې ډيرمهم رول لري انسان په ژوندکې دغلطو اعمالوڅخه ساتي
دويم ماشوم بايدوپوهول شي چې دموراوپلار دپاره دهلک اوانجلې ترمينځ فرق نشته
دريم دمشرانواحترام په کشرانوباندی فرض دی ولوکه دوه غبرګونکي په يوساعت کې پيدشوې وي کوم چې اول پيدا دی هغه مشردی ماشوم ته تل دهغی دپوښتنی په مقابل کې رښتياځواب ورکړئ ولوکه هرڅومره دنه کولوخبره هم وي ماشوم که سل ځلي پوښتنه کوي دورځې بايدسل ځلي سمه ځواب ورکړشي که وخت نلرې ژمنه وکړئ چې هطمن بل وخت به ځواب وايي ورته
څلورم ماشوم ته دغوږنيولواوشيطاني چل مه ورزده کوئ په هرقدم کې ثواب ،عذاب،اوګناه ورته يادکړئ په دی توګه به نه تکراريږي
پينځم :-ماشومانوته دسلام ،خدای پاماني ،اومننې کولوطريقه وښايي ماشومتوب نه کله چې دخوب نه پاڅيږي سلام اوورځ په خير بايدمشرانوکشرانوته وويل شي پينځم دماشوم شخصيت دماشومتوب نه وروځئ ماډيرکسان ليدلي چې تعليم يي ډير دی امادتربيی ډيرکمې په کې محسوسيږي تل پوچ غږيږي دمشرانوکشرانو مخکې داځکه چې په ماشومتوب کې دوې ويلي اومشران ورته خندلي  شپږم :-بياهم دانجلې اوهلک ترمينځ فرق مه کوئ کنه دژوندترپايه به يي داحال وي لکه څنګه چې په تصويرکې ګورئ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب