رادار پواسطه هدف موندنه

رادار پواسطه هدف موندنه Detection of the Target Using Radar

د رادار پواسطه د هدف تشخيص دومره اسانه ندي لکه څرنګه چي معلوميږي. بلکي د هدف پيژنده او تشخيص د ځينو اساسي فکتورونو پوري اړه لري چي په لاندي ډول دي.

په سيګنل کې مختلف ضايعات او د پاور کميدنې شتوالې
د هدف څخه په ترلاسه کيدونکي سيګنل کې د پام وړ نايز
ترلاسه کيدونکي سيګنل کې د بې نظمي او ګډوډي شتوالي
په فضا کې د نورو سيګنلونو مداخله
د نورو الکترونکي منابعو انعکاس او انکسار

نو مختلفو رياضيکي معادلو ته ضرورت دي تر څو پورتني ټول پارامترونه په بر کې ونيسې. مګر په عملې ډول د رادار دستګاه نوموړي ټولي ستونزي په موزون ډول په نظر کې نيولي دي.

هدف موندنه يواځي له انعکاس شوي سيګنل څخه صورت نشي نيولي، ځکه چې په انعکاس شوي سيګنل کې يواندازه تضعيف وجود لري، او په فضا کې له موجودو الکتريکي سيګنلونو مداخلات او تاثيرات ګاللي دي. د هدف په تشخيص کې اساسي ستونزه داده چي د انعکاس شوي سيګنل څخه په اخستونکي receiver کي نايز ترلاسه کيږي. او د تضعيف شوي او نايزي سيګنل څخه د هدف پيژنده يو څه ستونزمن کار دي. مګر په ننني عصر کې مختلف ميتودونه او طريقې منځ ته راغلي تر څو د نوموړو ستونزو سره مبارزه وکړي. اود نوموړو ستونزو اساسي حل د تصميم نيوني پروسه Decision Process ده.

د تصميم نيوني پروسه Decision Process هغه پروسه ده چې د انعکاس شوي سيګنل شتوالي او نشتوالي تعينوي. چې نوموړي تصميم دانعکاس شوي سيګنل د احتمالي شتوالي پر اساس نيول کيږي. کله چې نايز اخستونکي receiver ته ورسيږي نو يو مقدار ولتاژ توليدوي. نو که کوم هدف په فضا کې وجود هم ونه لري د رادار په خروجي کي به يو اندازه ولتاژ ښودل کيږي. او که له هدف څخه کوم انعکاس شوي سيګنل هم ترلاسه شي نو په خروجي کې بعضې مختلف ولتاژونه د هدف موجوديت ښودني په منظور ليدل کيږی. ددي لپاره چې د هدف له لوري انعکاس شوي سيګنل او نايزي سيګنل د ولتاژونو تر منځ يو څه توپير وکولای شو، نو د دواړو مختلفو ولتاژونو تر منځ د کټ اف نقطعي Cutoff Point سره فرق لري. چې د مانع کوونکي ولتاژ Barrier Voltage پنوم ياديږي.

نايز د تصميم نيوني Decision Process پر پروسي د پام وړ تاثير لري. چې نايز په طبيعي ناټاکلي اندازه سره واقع کيږي. او کله د نايز انرژي له انعکاس شوي سيګنل څخه هم لوړه وي. چې انعکاس شوي سيګنل او مانع کوونکي ولتاژ Barrier Voltage هم له منځه وړي. نو ددی لپاره تصميم نيوني پروسه Decision Process د انعکاس شوی سيګنل له احتمالې شتوالي څخه استفاده کوي.

نو ډيرو مخلق او پيچلو معادلو ته ضرورت دی. تر څو شته ستو نزي حل او د رادار د هدف موندني قدرت پري محدود شي. د رادار پواسطه هدف موندنه د تصميم نيوني پروسه Decision Process په اساس له لاندي شکل کې ښودل شويدي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب