اسلام څه شی دی؟

اسلام یو ځوان  دین او د نړۍ دویم ستر دين گڼل کېږي.

د 610 میلادي کال په شاوخوا کې،حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مکې په ښار کې د  اسلام  مؤسس او بنسټ ایښودونکی ؤ.

الله جل جلاله د انسان دلارښونی دپاره خپل خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم ته د وحې ليږل او بيايې پيغمبرته په خفيه وحی سره لارښودنه وکړه .

مخکې له دې نه چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په 632 کې وفات شی، خپل پلویانو ته شفاهي میراث پریښود.

په ټوله نړۍ کې د 1,7  بيليون  وگړي د اسلام د دين لارويان دي، چې په همدې توگه وروسته د عيسويت نه اسلام د نړۍ دویم ستر دين گڼل کېږي(2017).

د اسلام د دين لاروي ته مسلمان ويل کېږي.نژدې ټول مسلمانان د اسلام په دوو لويو فريقو لکه سني او شيع پورې تړاو لري.

قرآن کریم

قران کریم د الله تعالی کلام دی، چې د 610 کال څخه تر 632 پورې  پر محمد(ص)  په مختلفو زماني او مکاني پړاوونو کې نازل شوی. قرآن کریم د الله تعالی عظیم الشان کتاب او د انساني کرامت میزان دی..

قرآن کریم  په  عربی لیکل شوی دی.

uقرآنکریم په (۱۱۴) لنډو او اوږدو سورتونو او نږدې (۶۴۰۰) آیتونو مشتمل دی،په قرآنکریم کي اوږد سورت ‘البقره’ او لنډ سورت یې ‘الکوثر’ دی .پنځه وخته لمونځ. ۲. د بقرې د سورې وروستي آيتونو کې راغلې دی.

مسلمانان قران کریم د لوستلو څخه مخکې مچې کوی

د قرآن کریم لیکل یا راټولول په درې مرحلو کې شوی دی : لومړی مرحله یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې ، دوهمه مرحله یې د أبوبکر صدیق رضی الله عنه په وخت کې ، او دریمه یې د عثمان ابن عفان رضی الله عنه په وخت کې د 1924 کال په وروستیو کې تصویب شوه.

د مسلمان په توګه ژوند کول

د ایمان رکنونه:

څوک مسلمان دی؟
مسلمان هغه دی چې پر لاندې شیانو ایمان ولري:

۱_ پر الله تعالی باندي ایمان راوړل.

۲_ د هغه تعالی پر ملائکو ایمان راوړل.

۳_ د هغه تعالی کتاب پر قران ایمان راوړل.

۴_ د هغه تعالی پر محمد (ص) ایمان راوړل.

۵_ د اخرت پر ورځ ایمان درلودل.

۶- اندازه د خیر او شر د الله تعالی لخوا ده

اسلام پنځه بناوې:

داسلام پنځه بناوې دادي:

لومړۍ: كلمۀ طيبه يا دشهادت كلمه ويل معناداچې: په زړه يې  منل اوپه ژبه يې اقرار كول .
دوهم : لمونځ كول .
دريم : زكات وركول .
څلورم : درمضان په مياشت كې روژه نيول.
پنځم : حج كول .

شهادت کلمه:

شهادت:

شهادت یو عربی کلمه ده.د شهادت کلمی  د اسلامي دین بنسټ او لمړنې رکن دی.

 (أشهد أن لا  إله إلاّ الله، وأشهد أن محمداً رسول الله).
ژباړه:
دالله تعالى نه پرته بل هيڅ څو ك دعبادت وړنشته او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم  دالله پاک راليږلى رسول دى.

لمونځ:

رب العالمين پنځه وخته لمونځ پر مسلمانانو فرض کړی دی چې د مکې پر لور لمونځ باید وشي.

سهار لمونځ
ماسپښین لمونځ
مازدیګر لمونځ
ماښام لمونځ
ماسخوتن لمونځ

د جماعت لمونځ:
د جُمعې لمونځ په هر عاقل، بالغ، آزاد، مقيم او تندرست مسلمان فرض ده. د جمعې لمونځ اکثرا د سني مسلمانانو نارینه وو لپاره د فرض دنده ګڼل کیږي.

د جماعت په لمانځه کې د امام متابعت واجب دی امام ددې لپاره دی چې پيروي او متابعت يې وشي ، پس کله چې امام تکبير ووايي تاسې هم تکبير ووايئ او کله چې رکوع کوي تاسې هم رکوع وکړئ او کله چې سمع الله لمن حمده وايي تاسې اللهم ربنا لک الحمد يا ربنا ولک الحمد ووايئ .

روژه:

روژه  چي د اسلام د پنځو بناوو  څخه يوه بنا ده ، پر هر مسلمان چي جوړ، بالغ او مقيم وي فرض ده .

uدا په دې مانا دی چې  روږه په بیلابیلو وختونو کې سره توپیر لري کله د روژې نیولو مهال ۱۲ ساعته او بیا کله تر ۱۷ ساعتونو پورې اوږدیږي چې چاپیریال او اب او هوا یې هم په نیولو کې ډیر رول لري.

زکات:

زکات د اسلام دريم ستر رکن دی چه پر مسلمانانو نر او ښځه فرض دی چې د  پیسو، جواهراتو او د ملکیت  څخه مالیه  ورکول کيږي.

زکات  د يوه ملي کمېټه له خواکارول کیږی چې دا کمیته نیازمندو خلکو ته خوراکي توکی، جامو او سرپناه برابروي، او هم هم هغه څوک چې  پور اخیستی او د زندان د بندیانو او مسافرو سره مرسته وکړي.

حج:

داسلام په ارکانوکې پنځم رکن دبيت الله شريف حج دی

حج له هغه جامع اوهر اړخيز عبادت څخه عبارت دی چې مسلمانان په ژوند کې دالله تعالی کوربيت الله شريف ته یو ځل په ورتلو سره ځانګړي عملونه اوعبادات تر سره کوي.

حج ته سفر یو تاکڼې وخت دی چې د روژه 70 ورځې وروسته ترسره کیږی.

هر کال، د دریو څخه تر څلورو ملیونو حاجیانو مکې ته سفر کوي.

دیني مدرې:

د قران مدرسې یوه داسې موسسه ده  چې مسلمان ماشومان هلته د قران کریم سورې  زده  کوي، چې قران کريم د مسلمانانو مقدس کتاب دی. د دې هدف دا دی چې قرانکریم باید حفظ شی.  قرانکریم معمولا  جومات سره تړاو لري او د امام یا د ښوونکي لخوا تدریس کیږي چې دا د هغه ځانګړي دنده ده. دا عام دی چې ماشومان د 4-5 کلونو څخه قران مدرسې ته واستل کیږی. د قران زده کړه د مذهبي عمل بنسټ دی. زده کوونکې ورځني لمونځونه دقرانکریم ایات زده کوی. همدارنګه په لویدیځ اروپا کې عقلیت مسلمانان  د قرآن کریم زده کړه خورا مهم بولی.

لیکنه په پاورپواینټ سلایډ کې د تصویرونو سره د لاندې تړوني څخه ښکته کړئ.
ښکته کول

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب