د لمانځه نفسي او روغتیايي ګټې

د نفس او بدن لپاره شفا

د بيروت یوه اوسېدونکی محمد منصور له لمانځه سره خپله کیسه داسې کوي: “په
یوه داسې هوټل کې مې کار کاوه، چې د سمندر پر زرغونو څنډو یې کړکۍ
ورخلاصې وې، دا مخکې له دې چې زما د هېواد سرچینې ولوټل شي. کاري
چاپېریال اړایستلی وم، چې کرۍ ورځ کار وکړم او د شپې ويښ پاتې شم، دا چې
د هوټل څښتن ډېره مینه راسره لرله او پر ما يې ډېر باور درلود، یو وخت
هغه د هوټل ټولې چارې ماته پرېښودې او هغه په نورو کارونو بوخت شو، خو
زما اندېښنې او مسؤولیتونه یو پردوه شول، د شپې خوب مې بیخي ورک شو، ټوله
شپه به مې په سیګرېټو او قهوې تېروله. “

” یوه شپه چې ډېر مېلمانه مو نه لرل، له ګهیځ راتلو لږ وړاندې مو هرڅه
سمبال کړل، ټول کارونه مې پایته ورسول او هوټل مې وتاړه، په موټر کې کور
ته ستنېدم، خو پر لار لږ وځنډېدم او د سمندر ښکلې منظر ې پسې واخیستم، چې
د سپوږمۍ انعکاس په اوبو کې یوه بېله ښکلا وربښلې وه، که څه هم یخني ډېره
وه، خو د سوچ په نړۍ کې ډوب شوم، د ځلېدونکو ستورو ښکلا ورسره واخیستم،
ویشتونکي ستورو د پلار کیسې راپه یاد کړې، چې ویل به یې (په دغو ستورو
الله تعالی شیطانان وهي، ځکه چې شیطانان د اسماني خبرونو غلا کولو لپاره
هڅه کوي). د پلار هغه شېبې را په یاد شوې، چې په لمانځه به په خشوع او
زارۍ ولاړ وو، له سترګو مې اوښکې وبهېدې، چې د مرګ پرمهال یې موږ ته د
لمانځه وصیت کړی وو، او راته ویل یې چې دا د رسول الله صلی الله علیه
وسلم له مړینې مخکې خپلو اصحابو ته وروستی وصیت وو. “

“په همدې وخت کې د جومات په لټه کې شوم، او له ځانه سره مې ویل، چې ایا
خلکو به لمونځ کړی وي او که نه، یو کوچنی جومات مې وموند، ورننوتم چې
یوازې یو سړی په لمانځه پکې ولاړ دی، او په ښکلي غږ د قرآن کریم تلاوت
کوي. ورغلم او ترڅنګ یې په لمانځه ودرېدم، ناڅاپه راپه زړه شول چې بې
اودسه یم، او دا چې ګناهونه مې ډېر کړي دي، باید غسل هم وکړم، او اوس خو
د هغو کسانو په ډله کې یم، چې نوي اسلام ته داخلېږي، که څه هم اوبه ډېرې
یخې وې، خو غسل ته مې زړه ونیو، له غسل وروسته مې داسې احساس کړه لکه
همدا شېبه چې پیدا شوی یم. د سړي تر شا ودرېدم او لمونځ مې وکړ، له
لمانځه وروسته ډېر ورسره وغږېدم، او ژمنه مې ورسره وکړه، چې نور به د
الله په اذن له لمانځه ځان نه غړوم. یو څه وخت له خپل کاره غایب شوم،
وختي به پاڅېدم او وختي به ویدېدم، له شیخ سره مې یوځای قرآن تلاوت کاوه،
کله چې د هوټل څښتن راغی، ځواب مې ورکړ چې نور کار نه شم درسره کولی، ځکه
چې په هوټل کې یې شراب، څښل کېږي او هر ډول ګناهونه خلک پکې کوي، چې دا
زما ضمیر نور نه شي زغملی، هوټلي ووت او لاسونه یې سره موښل، او داسې
ګمان یې کاوه چې ګني زه لېونی شوی یم. “

“الله مهرباني راباندې وکړه، د زړه ډاډ یې راوباښه، او له ناروغيو یې هم
شفاء راکړه، همدا وو د یوه داسې کاروبار په لټه کې شوم، چې زما له نوي
ژوند سره سر وخوري، الله تعالی راباندې د رزق دروازه پرانیسته او د
سوداګریزو خوراکي توکو په راکړه ورکړه کې مې دنده مونده، الله تعالی یوه
نېکه ښځه هم راپه برخه کړه، چې تل به محجبه ګرځېده… “

لمونځ او د هډوکو تقویه کېدل

د انسان په بدن کې هډوکي پر دوو پړاوونو تېرېږي، د جوړښت مرحله او بیا د
ویجاړېدو مرحله، کله چې د انسان عمر لږ وي، تر پخې ځوانۍ پورې یې هډوکي
وده کوي، غټېږي او قوي کېږي، له پوخوالي وروسته، د عمر په ډېرېدو په
رږېدو پیل کوي.

ځينې هډوکي کمزوري شي، او د ماتېدو وړ وګرځي. خو د هډوکو تقویه او ښه
جوړښت په حرکت پورې تړلی دی، باید کش کړای شي، او پر هډوکو پورې تړلي
عضلات باید منقبض او منبسط شي.
وروستۍ څېړنې ښودلې چې د هډوکو په منځ کې داسې ژونکې شته، چې د هډوکو د
ماتېدو لامل ګرځي، د هډوکو د نه حرکت په صورت کې دغه ژونکې د هډوکي د
خرابېدو ته لاره هواري او فعالیت یې ډېرېږي.

هره ورځ پر یوه بالغ مسلمان پنځه وخت لمونځ فرض دی، چې ټول ټال اوولس
رکعته کېږي، د فرضي لمنځونو وخت که سره جمع شي، تر څلوېښتو دقیقو اوړي،
چې په لمانځه کې د انسان هر غړی حرکت کوي، همدا ده چې لمونځ د مسلمان د
هډوکو د تقویې یوه غوره وسیله ده.
موږ وینو چې په محافظه کارو مسلمانو ټولنو کې د ملا د کړوپېدو یا د ملا
دردونه ډېر نه موندل کېږي، دا ځکه چې په پرله پسې توګه په ټولنه کې محافظ
وګړي لمنځونه کوي.

لمونځ د عصبي علاج یوه وسیله

له خشوع او خضوع ډک لمونځ د انسان د نفس د ارامۍ او راحت سبب ګرځي، له
انسان څخه اندېښنه لرې کوي، کله چې سړی په ارامۍ او خشوع سره لمونځ وکړي،
د خوشالۍ او ارامۍ احساس کوي، د ارواپوهنې له اړخه، کله چې انسان د
اندېښنې په وخت کې حرکت وکړي، فکر یې بدلېږي، همدارنګه، د لمانځه په ادا
کولو سره انسان تازه کېږي، هغه ستونزې چې ورسره لاس او ګرېوان وي، له
ذهنه یې وځي.

ډاکټر توماس هایسلوب وايي: “زما د اوږدې تجربې له مخې، لمونځ د خوب لپاره
تر خورا مهمه وسیله ده، په دې معنا که چا ته خوب نه ورځي، لمونځ دې وکړي
چې خوب ورشي، او د یوه ډاکټر په حیث دا ویل غواړم چې لمونځ د انسان د نفس
او اعصابو د ارامۍ تر ټولو غوره وسیله ده. “

خو ډاکټر الیکسیس کارلیل – چې په طب کې یې د نوبل جایزه ګټلې ده – بیا
وايي: “لمونځ د انسان په بدن او د جسم په سیستم او غړو کې یو عجیب فعالیت
راولي، لمونځ د فعالیت یو ستر مولد دی، ډېر ناروغان مې ولیدل، چې په
درملو یې هېڅ چاره ونه شوه، خو لمونځ یې غوره علاج وګرځېد. لمونځ د
رادیوم معدن په څېر دی، چې وړانګې لري او د ذاتي نشاط لپاره مولد دی،
لمونځ د ګڼو او وژونکو ناروغیو علاج ګرځېدلی دی.

هدایت الله همیم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب