د لمانځه په اړه څلوېښت حديثونه

د حديث په كتابونو كي د لمانځه په اړه ډېر تاكيد او ډېر فضائل راغلي دي، د هغوى ټولو جمع كول مشكل كار دى، د بركت لپاره د يو څو حديثونو صرف ترجمه ليكم.
(1) د نبي كريم صلى الله عليه واله وصلم مبارك ارشاد دى: چي الله زما په امت كي د ټولو شيانو اول لمونځ فرض كړى دى او په قيامت كي به د ټولو څخه اول د لمانځه حساب كيږي.
(2) : د لمانځه په اړه د الله تعالى څخه بېرېږئ، د لمانځه په اړه  د الله تعالى څخه وبېرېږئ، د لمانځه په باره كي د الله تعالى څخه وبېرېږئ، درې واره يې ذكر كړل .
(3) : د بنده او د شرك په منځ كي فرق كونكى صرف لمونځ دى .
(4) : د اسلام علامه لمونځ دى ، څوك چي زړه فارغ كړي او د وختونو او د مسحباتو په لحاظ ساتلو سره لمونځ وكړي هغه مومن دى .
(5) : الله (ج) هيڅ يو شى د ايمان او د لمونځ څخه بهتره فرض كړى نه دى، كه چيري د دې څخه بهتره څه بل شى يې فرض كړى واى نو ملايكو ته به يې د هغه حكم كړى واى، ملائكي شپه او ورځ څوك په ركوع  كي دي او څوك په سجده كي دي .
(6) : لمونځ د دين ستن ده .
(7) : لمونځ د شيطان مخ توروي.
(8) : لمونځ د مومن نور دى .
(9) : لمونځ بهترينه جهاد دى .
(10) : كله چي بنده لمونځ شروع كړي نو الله تعالى د هغه طرف ته توجه فرمايي، كله چي هغه د لمانځه څخه ليري سي نو الله تعالى ورڅخه هم توجه لري كړي .
(11) : كله چي څه افت د اسمان څخه نازلېږي نو مسجدانو ته د تلونكو څخه دا عذاب لري وي .
(12) : كه چيري په څه وجه سره لمونځ ګزاره دوزخ ته ولاړ سي نو اور يې د سجدې ځايونه نه سوځي .
(13) : الله تعالى د سجدې ځايونه پر اور حرام كړي دي .
(14) : د ټولو څخه زيات خوښ عمل د الله تعالى په نېز د  هغه لمونځ دى چي پر وخت وكړل سي .
(15) : الله تعالى ته د بنده په ټولو حالتونو كي تر ټولوزيات خوښ دا حالت دى چي هغه په سجده كي پروت وويني چي تندى پر مځكه موښي .
(16) : د الله تعالى سره د بنده تر ټولو زيات نزدېكت په سجده كي وي .
(17) : د جنت خوانې لمونځ دى .
(18) : كله چي بنده د لمانځه لپاره ودرېږي نو د جنت دروازې ورته خلاصي سي او الله تعالى او د دغه لمونځ ګزاره تر منځ پردې لري كړل سي تر څو پوري چي په يو توڅي او داسي بل شي نه اخته .
(19) : لمونځ ګزاره د شهنشا دروازه ټكوي او دا قاعده ده چي څوك دروازه ټكوي نو اخېر هغه ته يې خلاصوي .
(20) : د لموځ مرتبه په دين كي داسي ده لكه د سر در جه په بدن كي .
(21) : لمونځ د زړه نور دى څوك چي په ښه شان اودس وكړي بيا په خشوع خضوع سره دوه يا څلور ركعته لمونځ فرض يا نفل وكړي او د الله تعالى څخه د خپلو ګنهونو بخښنه وغواړي الله تعالى ورته بخښنه كوي .
(22) : لمونځ د زړه نور دى څوك چي زړه نوراني جوړول غواړي .د لمونځ ذريعه دې جوړكړي .
(23) : د مځكي پر كومي حصې باندي چي د لمانځه ذريعې باندي الله تعالى ياد كړل سي د مځكي هغه حصه پر نور ټكړو فخر كوي .
(24) : څوك چي دوه ركعته لمونځ وكړي د الله تعالى څخه دعا وغواړي نو الل تعالى د ده دعا قبلوي خو كه ژر وي او يا د څه مصلحت له خاطره پس وي خو ضرور يې قبلوي .
(25) : څوك چي په يوازي والي كي دوه ركعته لمونځ وكړي چي الله تعالى او د هغه د ملائكو څخه پرته هيڅوك يې نه وويني نو هغه د دوزخ د اور څخه د بري كېدو اجازت نامه وركړل سوه .
(26) : څوك چي د پينځو لمونځونو اهتمام كوي د هغه ركوع، سجدې، اودس وغيره په ښه اهتمام سره په ښان شان ادا كوي جنت د هغه لپاره واجب سو او دوزخ پر غه حرام سو .
(27) : مسلمان بنده چي كله د پينځو لمونځو اهتمام كوي شيطان پر هغه زړور سي او د هغه په غولولو كي يې طمع  پيدا سي.
(28) : د ټولو څخه بهترينه عمل د اول وخت لمونځ كول دي .
(30) : لموڼح د هر يوه پرهيزګاره قرباني ده .
(31) : د الله تعالى په نېز د ټولو څخه زيات خوښ لمونځ په اول وخت كي كول دي .
(32) : سحر چي څوك لمانځه ته ځي د هغه په لاس كي د ايمان بيرغ وي او چي څوك بازار ته ځي د هغه په لاس كي د شيطان بيرغ وي .
(33) : د ماخستن څخه اول د څلورو ركعتونو ثواب داسي دى لكه د تهجد د څلورو ركعتونو.
(34) : د ماسپښين مخ كي څلور ركعته د تهجد د څلورو ركعتونو برابر شمار دي.
(35) : كله چي بنده لمانځه ته ودرېږي نو دالله تعالى رحمت د هغه و لوري ته متوجه سي .
(36) :  د ټولو څڅه بهترينه لمونځ د نيمي شپې دى خو د دې كونكي ډېر كم دي .
(37) : ماته جبرائيل عليه سلام راغلى او وې ويل: اې محمده! خواه څومره تاسي ژوندي ياست ، اخېر يوه ورځ مرګ دى او له چا سره چي غواړې محبت وكړې اخېر يوه ورځ له هغه څخه جدا كېدل دي ، او تاسي چي څه ډول عمل وكړئ ښۀ يا بد آخېر به دهغه بدله ضرور دركړل سي په دې كي هيڅ  شك نسته  چي د مومن شرافت د تهجد لمونځ دى او د مومن عزت د خلګو څخه بې پرواهي ده.
(38) : د شپې د اخېري وخت دوه ركعته د ټولي دنيا څخه بهتره دي، كه چېري ماته د مشقت بېره نه واى نو په امت به مي فرض كړى واى .
(39) : د تهجد لمونځ ضرور كوئ ولي چي تهجد د صالحينو طريقه ده او  دالله تعالى د نزدېكت سبب دى، تهجد د ګنهونو منع كوي او د خطاګانو د بخښني ذريعه ده، په دې سره بدن هم تندرست كيږي .
(40) : د الله تعالى ارشاد دى : اې ادم عليه سلام اولاده! ته د ورځي په شروع كي د څلورو ركعتونو عاجز مه جوړېږه زه به ټوله ورځ ستاكارونه پوره كوم.

محيب رحمتي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب