
د لبلبو جوس د زړه مرضونه ورکوي
نيويارک: په يو طبي تحقيق کې ويل شوي چې، د لبلبو جوس د زړه د هر رنګه مرضونو لپاره ګټور دی.
امريکا کې د زړه د ډاکترانو اتحاديې په طبي خپرونه کې راغلي چې، لبلبو کې موجود کيميايي مواد “نايتريټ” د زړه والونه خلاصوي او د ويني حرکت په خپله اندازه کې ساتي.
د طبي کارپوهانو په وينا هره ورځ د لبلبو يو ګيلاس جوس انسان د زړه له مرضونو خوندي ساتي.