د قرآن د تلاوت او ذکر وخت کې خشوع او ژړا نه راځي، څه وکړم؟

سوال:
محترمو! زه د خپل وس مطابق د الله تعالی (ج) ذکر او عبادت کوم، او زیات کوښښ کوم چې وژاړم، مګر ژړا نه راځي او زما د سترګو څخه اوښکې نه ځي.
نو په دې اړه له تاسو څخه په ډېر احترام دا غوښتنه لرم چې کوم عمل وکړم چې زما سترګې له اوښکو ډکې شي او زړه مې د الله (ج) له ویرې نرم شي، ترڅو ژړا راشي.

الحاج دین محمد (محمدي)

ځواب:

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

واقعاً د الله تعالی د یاد او ذکر په وخت کې ژړل ډېر فضیلت لري، او دا د الله (جل جلاله) د خاصو بندګانو صفت دی.
(د الله تعالی د ویرې د ژړا فضائل).

لکن د خشوع لپاره ژړل حتمي او لازمي نه دي، بلکې خشوع دا دی چې زړه له غیر الله څخه خالي وي.

د قرآن کریم د تلاوت او ذکر په وخت د خشوع اسباب:

۱- د ټولو ګناهونو څخه توبه او استغفار، ځکه ګناهونه زړه توروي، او دا د زړه د کلکوالي سبب ګرځي.

۲- د قرآن کریم په تلاوت کې فکر او تدبر کول، لکه د الله تعالی قول دی:
{ أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ } (النساء: ۸۲)
یعنې: “ایا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوئ؟”

۳- قرآن کریم په تجوید او ښه صوت سره لوستل، تر څو په زړه اثر وکړي، لکه د الله تعالی قول دی:
{ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا }

د ترتیل څخه مقصد دا دی:

  • د حروفو صحیح ادا کول، یعنې د خپل مخرج څخه، چې د “ضا” پر ځای “دال” یا “ظا” تلفظ نه شي.
  • د وقف پر ځای په ښه شان سره درېدل، څو د وصل او قطع (یوه ځای کول او جلا کول) بېځایه ونه شي.
  • حرکتونه سره ګډوډ نه شي؛ زور، زیر او پېښ په ښه ډول ښکاره ادا شي.
  • آواز لږ اوچتول، څو د قرآن الفاظ له ژبې ووځي او غوږونه یې واوري.
  • قرآن په ښه، دردونکې او نرمه لهجه تلاوت کول، ځکه دردناک آواز په زړه ژر اثر کوي.
  • شد او مد ښه څرګندول، ځکه د دې په څرګندولو سره د قرآن عظمت څرګندېږي او د اثر سبب ګرځي.
  • د رحمت او عذاب د آیتونو حق ادا کول.

قرآن لوستونکی باید تر خپله وسه قرآن کریم په ښه آواز سره تلاوت کړي، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي:
«ليس منّا من لم يتغنّ بالقرآن»
(هغه له مونږ څخه نه دی، چې قرآن په ښه آواز نه لولي).

۴- د قرآن کریم د تلاوت ترک، او همدارنګه د مسنونه اذکارو او دعاګانو پرېښودل، په ځانګړي ډول د سهار او ماښام د اذکارو پرېښودل، د زړه د سختوالي سبب ګرځي.
یعنې د الله تعالی ډېر یادول د زړه د نرموالي سبب ګرځي.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب