د قرآنکریم د تلاوت آداب
۱- له بې اودسۍ او جنابت څخه د بدن پاکوالی .
۲- مستحب ده چې د تلاوت په وخت کې سړی د قبلی په لوري ناست وي .
۳- د تلاوت په شروع کې د «اعوذ بالله من الشیطان الرجیم» ويل واجب دي لقوله تعالی :
[فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ] (النحل:۹۸).ژباړه : او کله چې د قرآن په ويلو پيل وکړې ، نو د الله په نوم له رټل شوی شيطان نه پناه وغواړه .
۴- هر سورت په « بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ» پيل کول په خاص توګه د فاتحی سورة په شروع کې .
۵- قرآن په ترتيل سره لوستل [ورتل القرآن ترتيلا ] د ترتيل په باره کې شا عبدالعزيز رحمه الله په خپل تفسير کې ليکی دي چه ترتيل په لغت کې صفا او واضح لوستلو ته وايې او په شريعت کې د څو څيزونو لحاظ ساتلو سره تلاوت کولو ته وايې چه هغه څيزونه په لاندې ډول دي :
الف – د حروفو صحيح ادا کول يعنی د خپل مخرج څخه چه د ضا پر ځای دال يا ظا تلفظ نشي .
ب – د وقف پر ځای په ښه شان سره دريدل چه وصل او قطع يعنی يو ځای کول او جلا کول د کلام بې ځايه نشي .
ج – حرکتونه سره کډوډ نشي زور،زير او پيښ په ښه شان ښکاره ادا شي .
د – آواز لږ اوچتول چې د قرآن الفاظ له ژبې اوزي او عوږونه يې واوري .
ه – قرآن په ښه آواز دردونکې غږ تلاوت کول چې په زړه اثر وکړي دردناک آواز په زړه ژر اثر کوي .
و – شد او مد ښه ښکاره کول چې ددی په ښکاره کولو سره د قرآن لوی شان ښکاره کيږي او له اثر سره مدد کوي .
ذ – د رحمت او غذاب د آيتونو حق ادا کول .
۶- د تلاوت پر مهال حاضرين ته واجب دی چې چوپ وي (خبرې به نه کوي) او قرآن ته به غوږ وي ،لقوله تعالی :[ وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ](اعراف ۲۰۴ ) .
ژباړه : او چې کله قرآن ولوستل شي نو ورته غوږ او چپ شئ ښايې چې پر تاسې رحم وشي .
۷- قاري او اوريدونکی ته په کار ده چې په خشوع او ادب سره خپل زړه او حواس د قرآن تلاوت ته متوجه کړي چې دا د سکوت له غوښتنی څخه ده لکه په مخکې آیت کې .
مګر د قرائت پر مهال فرياد ، چېغی او شور ما شور جوړل د کافرانو او مشرکانو صفت دی ځکه کله به چې قرآن لوستل کيده نو مشرکانو به يوله بله سره خبرې چيغې او شورماشور جوړولو چې قرآنکريم ورته داسې اشاره کړي ده .
[وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ] (فصلت: ۲۶ ) .ژباړه: او کافرانو ويل دغه قرآن ته غوږ مه نيسی او هغه (مهال ) بيهوده خبرې کوئ.
۸- قاري بايد تر خپله وسه قرآنکريم په ښه صوت سره تلاوت کړي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې :«ليس منا من لم يتغن بالقرآن » (البخاري) .
ژباړه: هغه له مونږ څخه نه دی چه قرآن په ښه آواز نه لولی.
په پورته حديث شريف کې «يتغن بالقرآن» څخه مطلب دا دی چې د قرآنکريم لوستونکی به قرآن په ښه صورت او حد اقل دومره جهر او زوره سره وايي چې خپله يې واوري ، قرآن به په تجويد او خشوع سره وايي او په هغه کې به تدبر کوي تر څو په زړه باندې اثر وکړي .
او علم حديث شارحين وايي چې د «ليس منا» څخه مطلب دا نه دی چې څوک په ښه صوت او تدبر او خشوع سره قرآن نه وايي نو هغه د امت اهل دين څخه نه دی ، بلکي د هغه مطلب دا دی چې زمونږ په سنتو برابر نه دی يعنې داسې کول د سنتو خلاف دي ، څوک چې قرآن په تجويد ، تدبر او ښه صوت سره نه وايي نو داسې کول ګناه ده .
۹- قاري بايد خپل صوت د سندرو ويونکو،فاسقانو يا یهودو او نصاراؤ د دينی آوازونو سره تشبح نه کړي او د ښه صوت په کوښښ کې د بې ځايه تکلف نه ځان وساتي .
۱۰- قاري او اوريدونکی به د قرآن په آيتونو کې تدبر او فکر کوي او د هغه د معنی او مقاصدو په پيداکولو کې به فکر کوي .
[أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ] (النساء: ۸۲ )ژباړه: ايا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوي.
۱۱- د قرائت په وخت کې په خشوع کې مبالغه کول او قصداً د ژړا کولو کوښښ مستحب دی تر څو د الله تعالی غطمت او لويې په ياد راوړل شي چې قرآن د هغه کلام دي .
۱۲- د قرآنکريم د اوامرو اطاعت کول او دهغه له مخالفت څخه ځان ساتل ځکه قرآن به د قيامت پر ورځ هغه چا ته حجت ،نور او شفاعت وي چې عمل يې ورباندې کړی وي .
مګر هغه څوک چې قرآن تلاوت کوي خو په قرآن عمل نه کوي او اوامرو څخه يې سرغړونه کوي نو قرآن به د قيامت په ورځ پر داسې کس لغنت وايې .
۱۳- يو مسلمان ته پکار ده چې حد اقل په څلويښتو ورځو کې يو ځل قرآن ختم کړي او سنت ده چې هره ورځ يو جزء تلاوت کړي يا حد اقل د ورځې لس آيته تلاوت کړي ترڅو د غافلان په ډله کې حساب نه شي .
۱۴- مستحب ده چې قاري د قرآن په ختم کې دعا وکړي نور هم حاضر کړي چې په دعا کې ګډون وکړي ځکه چې دا د دعا د استجابت او د الله تعالی د رحمت د نزول وخت دی .
۱۵- بايد د قرآن تلاوت د خاص د الله تعالی د رضا لپاره وي ځکه چې د قرآن تلاوت له لويو عباداتو څخه دی نو عبادت د غيرالله لپاره نه وي .
۱۶- د قرآنکريم په تلاوت باندې اجرت اخيستل حرام دي ، مګر په تعليم باندې اجرت د متأخرينو په نزد جايز دي .
و بعض مشائخنا رحمهم الله تعالی استحسنوا الاستئجار علي تعليم القرآن لظهور التوالي في الامور الدنية فهذا ما افتی به المتاخرين مخالفين ما ذهب اليه امام وصاحباه بالضرورة فی عدم جواز الاستئجار علی تلاوة ( ردالمختار کتاب الاجارة ۵۶.۵۵.۶ . .
وقـال في “الهداية”: الأصل أن كل طاعـة يخـتص بهـا المسلم، لا يجوز الاستئجـار عليها عندنا لقوله -عليه السلام- : ( اقرؤوا القرآن ولا تأكلوا به ).
۱۷- د تلاوت د سجدې په اوريدو سره د تلاوت سجده کول .