دا خلک به څه وایې؟!

أَتَخْشَوْنَ النَّاسَ

زموږ په ټولنه کې: کونډه دخلکو له خبرو ویریږي، میړوښه دخلکو له خبرو ویریږي، پیغله دخلکو له خبرو ویریږي، وښنده نجلۍ دخلکو له خبرو ویریږي، زړه هم دخلکو له خبرو ویریږې، باید یو څه بوڅه واوسې… ځکه بیاهم ښځمني ده.

هلکان، تنکي ځلمیان، ځوانان، د پاخه عمر سړي او آن سپینږیري؛ دخلکو له خبرو ویریږي، باید په واک او ادب واوسي. یعني خلک له خلکو ویریږي، اودا کره او پخه خبره به مو هم اوریدلې وي چې د ټولو خلکو رضا کول تراوسه پوري ناختلې هیله او نه ترلاسه شوې موخه ده امام الشافعي رحمه الله وایې: رضا الناس غاية لا تدرك ، فعليك بالأمر الذي يصلحك فالزمه ، ودع ما سواه فلا تعانه . فإرضاء الخلق لا مقدور ولا مأمور ، وإرضاء الخالق مقدور ومأمور .مختصر صفة الصفوة 85. یعني د خلکو رضا کول نه ترلاسه کیدونکې موخه ده ، هغه کار ونیسه چې ستا په ګټه وي، او له دې پرته په نورو کارونو ځان مه ستړی کوه، دخلکو رضا کول نه دچا په وس کې دي او نه دالله له لوري امر شوی ده چې خلک به ټول راضي لرې، او د الله رضا دانسان په وس کې شته، او هم امر پرې شوی ده.

د ترمذي او ابن حبان په روایتونو کې راغلي دي چې معاویه رضي الله عنه عایشې رضی الله عنها ته لیک ولیږه او ورته ویې لیکل  چې لنډ وصیت راته ولیکه، نو عایشې رضی الله عنها ورته ولیکل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم اوریدلي دي هغه ویل: څوک چې دالله رضا وغواړي که څه هم دخلکو د غوسې لامل ګرځي الله به یې دخلکو په ځای کافي شي، اوڅوک چې د دخلکو رضا غواړي که څه هم الله خپه کیږي الله به یې خلکو ته وسپاري. اوپرتاسو سلام.

أن معاوية -رضي الله عنه- كتب إلى عائشة أم المؤمنين -رضي الله تعالى عنها- أن اكتبي إلي كتاباً توصيني فيه، ولا تكثري عليّ، فكتبت عائشة -رضي الله تعالى عنها- إلى معاوية: سلام عليك، أما بعد: فإني سمعت رسول الله -صلى الله عليه وسلم- يقول: \”من التمس رضى الله بسخط الناس كفاه الله مؤنة الناس، ومن التمس رضى الناس بسخط الله وكله الله إلى الناس والسلام عليك\”. سنن الترمذي (2414)، وابن حبان (276).
ایا دا معقوله اوپه عقل پوره خبر ده چې انسان باید دخلکو د راضي ساتلو له پاره له خپلو هیلو٬ ارزوګانو، تمایلاتو، افکارو، موخو او اهدافو نه تیر شي؟ د ژوند په هرګام او په هر ځای کې داسپیره جمله اړوو را اړوو:

داخلک به څه وایې؟!

موږ له خلکو ویریږو خلک له موږ ویریږي. او قران کریم وایې: أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (13) التوبة. یعني ایا تاسو له خلکو ویریږئ او لازمه داده چې له الله نه وویریږئ. كه چرته تاسو رښتیني مومنان یئ.

حامدافغان

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب