د قرآنکريم موضوع او هدف

د قرآنکريم موضوع:

ايمان او توحيد(د الله تعالى په ذات ايمان لرل او الله تعالى په ذات،صفاتونو،نومونو،کارونو او فيصلو کي يو ګڼل )ده.

دليل:الله تعا لى فرمائي:(وليعلمواانماهواله واحد)چې داخلک پوه شي چې يقيناًالله تعالى په بنده ګۍ اوالوهيت کې يو دى(ابراهيم٥٢).[شرح فقه اکبرص ١٠مدارج السالکين ج٣\ص٤٥٠ مرقات ج٢\ص١٦٨] کي علماء وايې: چي قرآن ټول د توحيد په اثبات او د شرک په رد کي نازل شوى دى.

د قرآنکريم لوى هدفونه

-١:ايمان او توحيد.
٢:درسول الله صلي الله عليه و سلم د رسالت اثبات.
٣: د قرآنکريم د رښتنولۍ اثبات.
٤:په آخرت ايمان لرل.
٥:د الله جل جلا له په لاره کي جهاد او قتال.
٦:د الله جل جلا له په لاره کي د مال لګول.
٧:په مؤمنانو کي نظم او اتفاق جوړول.
٨:اسلامي آداب .

په لنډه توګه يې تشريح

-١:د توحيد معنى الله جل جلا له يووګڼل شي او هيڅ مخلوق (انسان، نبي، ولي، ملک، د دنيا بادشاهان، ونه، ګټه، غوا، لمر، سپوږمۍ، ستوري پير صاحب،بابا…او داسي نور) ورسره د برخي والا و نه ګرځول شي.
٢:او د توحيد ضد شرک دى چي الله جل جلا له يې بغير د توبي څخه نه بخښي(النساء ٤٨) او په داسي بنده جنت حرام دى(المائده ٧٢)
٣:او په دى سره ټول اعمال برباديږي(زمر ٦٥)
٤:او مشرک انسان به د هلاکت په کنده کي غورځيږى(الحج ٤)
٥:که چا د يوي ذري په اندازه هم شرک وکړو جنت ورباندې حرام دى(بخاري)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب