خفګان (Depression) خپګان څه شی دی؟

خفګان:

خفګان  یوه ډیره عامه ناروغتیا ده چې  په نړۍ کې لږ تر لږه ۱۲۱ میلیونه خلک په دې رنځ اخته دي . د ژور خپګان له امله په نړۍ کې هر کال ۸۵۰۰۰۰ کسان په ځان وژنه لاس پوري کوي . په انګلستان کې ۲/۳ خلک د خپل ژوندانه  په مهال د دې ناروغتیا سره لاس او ګریوان وي . د افغانستان د روغتیا وزارت په یو وروستي خبر کې د رواني ناروغتیاګانو کچه په هیواد کې ډیره لوړه ښودل شوې  چې د هغې جملې څخه  خپګان هم  یوه پراخه ناروغتیا ده .

کله چې انسان د  ژوند د کړاونو او ستونځو سره مخامخ  وي په داسې حالاتو کې  خپګان  د وجود  د یو نورمال او لازمي غبرګون  په څیر را څرګندیږي .  د بېلګی په توګه   په کورنۍ  کې د یو ګران او نږدی غړي په مړینه  خپګان کول  د وجود  پر ځای غبرګون دی  . ځینې وختونه  خلک هسی  لږ خپه  او زړه   تنګي وي ،  د کوم چا سره د شخړی او یا هم د نورو ورځینیو ستونځو  له امله  د مخامختیا په سبب  د لنډې مودې لپاره د خپګان سره مخاخ کیږي .  په  داسی حالاتو کې معمولاً خپګان  د لږی مودی لپاره  دوام مومي او په  رنځ کې نه شمیرل کیږي .

خپګان هلته یوه ناروغتیا بلل کیدلاۍ شي   چې   د لرلو مهال یی  د نورمالې اندازی  ډير وي  یا د انسان د عادي ژوند کولو مخه ونیسي  او یا هم  د ځینو نورو ستونځو سبب شي لکه :  زښته اندیښنه کول (اندیښنه کول  ډیر مهال   د خپګان سره مل وي)، لږ او یا ډیر خوب کول، ډیره ستړتیا احساسول  او د  هر کار لپاره بی زغمه کیدل  .

د خپګان د پیدا کیدلو اصلي عوامل څرګند نه  دي . هر څوک په خپل ژوند کې د خپګان سره مخامخ  کیدلاۍ شي . کله  خپګان د یوې دردونکي حادثې  له امله  لکه  مرګ او ژوبله ، د شتمنۍ ، کار او یا ټولنیز مقام د لاسه ورکولو، او همداسې د کورنیو ستونځو لکه طلاق او یا هم داسي نورو ستونځو سره نیغه اړیکه لري .همدارنګه  کیدلاۍ شي چې په ناڅاپي ډول  بې له  هیڅ  لامله  خپګان  را مېنځ  ته شي . ښځینه د نارینه  په پرتله په خپګان ډيرې اخته کیږي  او دا هم  د  ښځو د امیدوارۍ په پای کې او یا هم د ماشوم د زیږدلو وروسته وي .  خپګان  ډیر وخت په وجود کې د هورمونونو د ټیټیدو او  یا جګوالي سره تړاو لري او همداسې خپګان په هغه کسانو کې چې  مور  یا پلار یی  په  دې رنځ اخته  وي  ډیر دی .
د یادونې وړ ده چې نور ګڼ شمیر عوامل لکه : اوږد  مهالي  ځاني ناروغتیاګانې ،   د ژوند د  لمړنیو اړتیاو نه لرل ، په مخدره توکو روږدیوالې  ،د چاپیریال ککړتیا او  ورسره اړوندې ستونځې  او همداسې ټولنیزې ستونځې کیدلاۍ شي چې د پرله پسې  روحي  ستونځو او فشارونو لامل شي چې په خپل وار د خپګان  د  پیداکیدلو چانس په کراتو ډیروي .

د خپګان نښې او نښانې:

–   ډیری مهال زړه تنګي ، خپه مزاجه خوی لرل .
– زر په غوصه کیدل ،  فکري او فزیکي ناقراري .
– خپلې ظاهري بڼي ته پاملرنه نه کول ، ځان پاک نه ساتل .
– د   خپګان  نښانې په څیره کې رابرسیره کیدل ، ژړه غوني کیدل او یا بی علته ژړل .
– د هغو کارونو او تفریحي څیزونو زړه صبري چې پخوا به یی تری خوند اخیستلاۍ شو .
– خپل ځان ملامته احساسول او یا هم داسي احساس چي  ځان ورته د هیڅ  کار وړ نه ښکاري .

– ځان د نورو خلکو نه ګوښه کول اود ټولنیزو ناستوڅخه  ډډه   کول .
– نارامه بیدیدل ( څو ځله د شپی راپاڅیدل او یا هم سهار  وخته راپاڅیدل  او بیا بیرته خوب نه ورتلل)، وران خوبونه لیدل .

– کله کله د سر درد ، د زړه  د درباری او یا هم د سینې د دردونو احساس کول .
– حافظه  او په پاملرنه کی  ستونځې .
– د پریکړو نیولو توان نه لرل ، بی زړه کیدل او پر خپل ځان ډاډ  نه لرل .
– ډوډی ته زړه نه کیدل  آن  دا چې  په پایله کې کیدلاۍ شي   د وزن  د کموالي سبب کیدل  .
– د جنسي اړیکو نه زړه صبري او د نارینه د فزیکي او جنسي وړتیا لږیدل .
– ډیر منفي فکرونه لرل  (آن  د ځان  وژنې تر پولي پورې) ، ژوند بی معنا ګڼل  او   ټولو  نورو شیانو ته په منفي بڼه کتل  او  یا رنګ ورکول .
– نا هیلی کیدل، د بی وسۍ احساس کول، ځان بی ارزښته ګڼل ، د هر څه  زړه توري کیدل .

د خپګان لرونکي ناروغان په ټولیز  ډول  د پورتنیو نښو  څخه  د لږ تر لږه  پنځه یا شپږو نښو  لرونکي وي . هر څومره چې د پورتنیو نښو کچه ډیره وي او هر څومره چې دا نښې ځواکمنې وي  نو هغومره  خپګان ژور دی .  ژور خپګان بیا په خپل وار د نورو رواني ناروغتیاو لامل ګرځیدلاۍ شي او یا ورسره په جوښته  را څرګندیږي ( د ژور خپګان لرونکې  ناروغ  چې غبرګ  بل  رواني  رنځ  هم ولري نو بیا د خپګان د پورتنیو نښو تر څنګ کیدلاۍ  شي  چې په  ناسمو  او غیرو عادي کړنو لاس پوري کړي  او ډیری مهال به  په خپلو کړنو ډاډ   ونه  لري . ان کیدلاۍ شي خپل ځان د ځینو غږونو او یا هم کومې  باندنې ځواک  تر کنترول لاندې  وګڼي).

درملنه

د یادونې وړ  ده چې خپګان یوه رواني ناروغتیا ده اما  لیونتوب نه دې . د خپګان ناروغ  سره باید په ډيره خواخوږۍ او پوهاوي  چلند وشي . خپګان  ډیری مهال په خپله ښه کیږي او له منځه ځي که  چېرې  ژر ښه نه شي،  اوږد شي او یا په ژور خپګان  واوړي  نو بیا د ډیرو عامو لاندینو سپارښتنو سربیره د درملو د خوړلو اړتیا لیدل کیږي چې د ډاکتر د لارښوونې سره سم باید تر سره شي .
 کوښښ وکړئ چې ښه خواړه وخورئ . که خواړو  ته  مو زړه نه کیږي نو په کراتو د لږ تر لږه یو څه نا څه خوړلو باندې پیل وکړۍ ستاسې ځان ډیرو ویټامینونو ته اړتیا لري چې د هغې په نشتوالي کې ستاسې روغتیایی حالت د لا خربیدو په لور درومي.
 ورزش وکړئ که نور څه مو د لاسه نه کیږي نو لږ تر لږه پلي وګرځئ او کوښښ وکړئ چې ځان فعال وساتئ .
 د سګرټو  او چرسو د څکولو او د شرابو د څښلو نه په کلکه ډډه  وکړئ .
 ښه خوب وکړئ او کوښښ وکړئ چې هره ورځ په  یو ټاکلي وخت سره بیده شئ. د دې  لپاره چې ښه  خوب وکولاۍ شئ  نو مخکې د بیدیدو  ځان بوخت وساتئ : يا یو کتاب ولولئ یا  د تلویزون کوم پروګرام وګورئ او یا هم   په تړمو- تودو اوبو  خپل سر او ځان پریمینځئ .
 هیله مند وسئ چې تاسې به  ښه کیږئ  .خپل زړه ډاډه وساتئ  او د بې ځایه اندیښنو لاس پرسر شئ . ښه به دا وي چې فکر وکړۍ  په څه بڼه  ځان د هغو ستونځویا هغو عواملو چې ستاسو د خپګان لامل ګرځیدلي ډاډګیرنه  وکولای شئ .
 په غمونو ،اندیښنو او خپګان کې د خپلوانو او یا خپلو ملګرو مرسته وغواړئ ،  دا به ستاسو د بر لاسۍ نښه وي نه دا چې ځان  د خپلو ځانګړتیاو لامله  د غمونو په سمندر کې ډوب کړئ .
 د ځانه ډیرې  لوړې او بې ځایه  غوښتنې او تمې مه لرئ، ټول مهال کوښښ وکړئ چې خپلې بړستنې سره سمې پښې وغځوئ .
 که چیرې د خپګان د پورتنیو نښو نه ،کومې چې په سور رنګ کښل شوي دي ، لرونکي ياست  نو په بیړني ډول د ډاکتر نه مرسته وغواړئ .

ډاکتر کامران وزیری

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب