د اوسپنې معجزه | قرآن علمي اعجاز

او دغه راز اوسپنه مو نازله کړه چې په هغه کې شدید قوت اوډېرې ګتې دی لپاره دخلکو. (الحديد ۲۵).
د انزلنا کلمه چې دښکته لیږلو په مانا ژباړل شوې کیدای شی داوسپنې لپاره داستعارې په ډول کارول شوی وی اوهدف په کې داوی چې یو ګټورشی خلکو ته ورکړشوی. اوکه هغه کټ مټ د لاندې تویدلو په مفهوم لکه چې دباران لپاره کارول شوې په دې صورت کې دقرآن ستره علمی معجزه څرګندوی.
دستوروپېژندنې معاصره پوهه وایی هغه اوسپنه چې په ځمکه کې شته دبهرنۍ فضا له ډیرو سترو ستورو څخه راغلې. نه یواځې دځمکې اوسپنه بلکې دټولې شمسی منظومی اوسپنه له بهرنۍ فضا څخه راغلې، ددې دلیل دادی چې دلمر تودوخه داوسپنې دجوړیدولپاره کافی نه ده . دلمر په سطح کې شپږزره سانتی ګریده اودلمر دهستې تودوخه شل میلویونه سانتی ګریده ده.  اوسپنه له لمر نه په ډیرو لویو ستوروچې دتودوخې درجه په هغو کې څو سوو میلیونو درجو دسانتی ګریدو ته رسیږی تولیدیږی. کله چې داوسپنې کچه په یوه ستوری کې له یوه ټاکلی بریده ډیره شی دیوه ځلیدونکی ستوری غوندې چاودنه کوی اواوسپنه یی فضا ته آزادیږی.

دنوا Nova په نامه دچاودنو مخکینې شواهد شته ، داوسپنې (Fe-60) ډیره اندازه دسم ندرونو په تل کې دیوه سترې نوا Supernova چاودنې ښودنه کوی چې ۹۰ نوری کاله مخکی چې له پنځومیلویونو  کلونو سره برابریږی واقع شوی. دجیولوژی په پوړونو کې دډیرې اندازی ایزوتوپونو شته والی ددې ښودنه کوی چې په دې نږدی وختو کې په لنډه فضا کې دهغو ذرې جوړې شوی اووروسته ځمکې ته لېږدول شوی.
قرآن په اوومه زیږدیزه پیړۍ کې روښانه کړی چې اوسپنه په ځمکه کې نه ده جوړه شوې بلکې نازله شوې یا له پاسه رالېږل شوې. اویواځې الله (ج) دی چې پوهه یی په هرڅه رسیږی.
د “و” کلمه ( دلته ددغه راز مانا ورکوی ) هم په آیت کی اوهم دشلمې پېړۍ دنجوم په علم کې واضح شوې چې له اوسپنې برسیره نورمواد هم په نورو ستورو کې جوړیږی اوبیا ځمکې ته توېږی . خو په دغه آیت کې داوسپنې په اهمیت ټینګارشوی . مایکل ونتن وتلی مایکروبیولوژیست داوسپنې داهمیت په هلکه وایی :
” دژوند لپاره ډیر مهم فلز اوسپنه ده ، په غټوستوروکې همدغه داوسپنې زیرمې دی چې دناوا دچاودنو لامل ګرځی  اوبیا په خلاکې یی  اتوم ونه خپریږی.  ددروندوالی له کبله داوسپنې اتومونه دځمکې دمرکزلورته ځی اودډیر لوړحرارت دجوړیدولامل ګرځی چې دغه تودوخه دکیمیاوی تفریق زمینه مساعدوی اودځمکې داتوموسفیر ګازونه اودهایدورسفیر پوړجوړوی.

دځمکې په هسته کې اوبلنه اوسپنه دیوې سترې ډاینمو په څیر کارکوی اودځمکې مقناطیسی ساحه جوړوی. دځمکې مقناطیسی ساحه دوان آلن ملابندونه جوړوی چې ځمکه له خلا څخه د ورانوونکووړانګو له شر څخه چې  دفوق العاده انرژۍ درولودونکې وی ژغوری.
داوسپنې له شته والی پرته ژوند دکاربن په اساس ناممکنه دی ، اوهیڅ هغه څه چې پورته یاد شول نه شوای جوړیدلای. هیمو ګلوبین نه شوای جوړیدلای اوداسی کوم فلز به نه وای چی په میتابولیزم کې داحتراق سبب ګرځیدلای وای.
د ژوندانه او اوسپنې په مینځ کې ځواکمنې اړیکې، دوینې سره کرویات او ځینې رنګینه ډیر لرې  ستوری نه یواځې دژوند اړیکې له فلزاتو سره بلکې د نړۍ دوجود  لپاره څرګندوی. (Biocentricity).”
نو پراوسپنه دټینګار اهمیت په قرآن که واضح شوی. دالحدید سوره دوه نور مهم ریاضیکی اړخونه هم لری: الحديددقرآن ۵۷ سوره ده ، د “ابجد” له نظره  الحديد مساوى ده له ۵۷ سره
·        اوحدید د ابجد له نظره ۲۶ ده اود اوسپنې اتومی نم بر هم  ۲۶ دی.
یو آلمانی پوه د ډاکتر فرندرياس يوردن په نامه داوسپنې داکساید ذری دسرطان ناروغی ددرملنې لپاره هم کارولی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب