
د قرآنکريم تلاوت د عربي څخه پرته پر بلې ژبې حکم څه دی؟
سوال:
لکه څنګه چې تاسو ټولو ته معلومه ده، قرآن کریم په ډېرو ژبو ژباړل شوی دی. که چیرته یو څوک د قرآن کریم تلاوت یوازې د هغه د ترجمې له لارې وکړي او په عربي یې ونکړي، آیا په اجر او ثواب کې کوم فرق راځي؟ کېدای شي هغه کس له عربي څخه دغه ژباړل شوی (پښتو، فارسي) په سمه توګه ولولي او په معنی یې پوه شي.
ځواب:
بسم الله الرحمن الرحيم
د قرآن کریم د عربي څخه پرته په نورو ژبو باندې تلاوت، خپرول او لیکل جواز نه لري، او هم د عربي څخه بغیر د قرآن یوازې ژباړې تلاوت د قرآن کریم د تلاوت ثواب نه لري، ځکه چې قرآن کریم په عربي ژبه نازل شوی دی. د عربي څخه پرته د قرآن یوازې ترجمه د قرآن حکم نه لري.
لقوله سبحانه وتعالی:
وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا (طه: ۱۱۳)
وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ حُكْمًا عَرَبِيًّا (الرعد: ۳۷)
قُرْآنًا عَرَبِيًّا غَيْرَ ذِي عِوَجٍ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (الزمر: ۲۸)
د أم القری پوهنتون متخصصین د پورته مسئلې د حرمت د بیان وروسته لیکي:
ځینې اسلامدښمنه حلقې غواړي چې د عربي څخه پرته قرآن خپور کړي او دا کار په امت کې رواج کړي، په دې بهانه چې خلک په عربي نه پوهېږي. د دې کار د دوی لاندې دوه هدفه دي:
۱. د عربي پر وړاندې جګړه او مخالفت.
۲. د عثماني مصحف د رسم بدلون.
ځکه د عربي پر وړاندې جګړه او مخالفت د شریعت د ټولو علومو پر وړاندې جګړه ده، او همدارنګه د هغو اهل او د هغوی د افکارو پر وړاندې جګړه ده. په تحقیق سره، پخواني او اوسني علما په دې باندې متفق دي چې د عربي زده کول واجب دي، ځکه چې د نورو شرعي علومو زده کول واجب دي.
الله سبحانه وتعالی د دې څخه عاجز نه و، چې پر بله ژبه قرآن نازل کړي، خو دا د دښمنانو په زړونو کې د عربي پر وړاندې یو حسد او عناد دی.
نو د عربي پر وړاندې مخالفت د هغې ژبې پر وړاندې مخالفت دی، کومه چې الله تعالی غوره کړې ده:
إلى أمرين خطيرين تنتج عنهما آثار ناسفة لمقومات الأمة الإسلامية كلها ، وهما :
۱ – محاربة اللغة العربية.
۲ – تغيير الرسم الاصطلاحي للمصحف العثماني.
ومحاربة اللغة العربية هي محاربة لجميع علومها، واحتقار وازدراء لأهلها، وأفكارهم واجتهاداتهم.
وقد أجمع العلماء – قديماً وحديثاً – على وجوب تعلم العربية، لأن ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب.
ولم يكن الرب – سبحانه – عاجزاً عن إنزال القرآن بلغة غير العربية، ومن هنا ينبعث الحسد والحقد في صدور الأعداء! ومن هنا – أيضاً – نعتقد أن كل من حارب اللغة العربية فإنما يحارب اللغة التي اختارها الله.
(جامعة أم القری)ا







