د رسول الله ص ژوند،‌ پرورښت، نبوت او دعوت څو لنډو ټکو کې

درسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلي پرورښت ، ژوند ، دعوت او رسالت څو جلده لوي کتابونه غواړي خو دلته زه يوازي پر يو څو کلمو باندي بسنه کوم:
1. رسول الله صلی الله علیه وسلم ديتيم والى ، مسکنت په حال کي ستړى او دردمن پرورښت پيدا کړى دئ. کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دمور په نس کي وو پر هغه مهال يې پلار عبدالله وفات سو او دى په ماشومتوب کي دپلار دعطوفت او مهربانۍ څخه بې برخو سو.
2. کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور کلنۍ ته ورسېدى دده رضاعي مور حليمه سعدية رضی الله عنها په مکې کي دده مور آمنې ته ورغلل ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه وخت کي دخپلي مور او نېکه تر نظارت لاندي وو. الله جل جلاله  دخپل حکمت او قدرت پربنسټ باندي چي دده صلی الله علیه وسلم په اړه يې درلودى دده صلی الله علیه وسلم ډېره ښه او غوره تربيه وکړه.
3. کله چي رسو ل الله صلی الله علیه وسلم شپږ کلنۍ ته ورسېدئ دده مبارک مور آمنة مدينې ته ددې لپاره ولاړه چي دده دماماګانو چي بني نجار قوم ووــ زيارت وکړي کله چي دهغې خوا مکې معظمې ته راتلل پر لاري په ابواء نومي ځاى کي وفات سوه په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم دمور او پلار دواړو خواوو څخه يتيم سو.
4. رسول الله صلی الله علیه وسلم دمور تروفات وروسته دخپل نېکه عبدالمطلب تر پالني لاندي وو دده نېکه دى مبارک زيات نازوى ، عزت يې کاوه او پوره پالنه يې کول رسول الله صلی الله علیه وسلم يې دخپل ځان سره پر هغه پرش باندي کښېناوه کوم چي دده لپاره دبيت الله تر سايه لاندي هوار وو.
دعبدالمطلب زامن پردغه پرش باندي دخپل پلار دعزت په موخه نه کښېناستل . رسول الله صلی الله علیه وسلم چي ماشوم وو مګر دقوت له پلوه پياوړى وو يوه ورځ يې پردغه پرش باندي دکښېناستو اراده وکړه اکاګانو منعه کړى مګر ابوطالب چي دده بل اکا وو دوى ته يې وويل : زما وراره پرېږدئ چي پردې پرش باندي کښيني ، قسم په خداى چي دغه ماشوم ديوه لوړ مقام څښتن دئ بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم تر لاس ونيوئ پر پرش باندي يې کښېناوه خپل لاس يې دده پر ملا باندي کښېښودئ او زياته نرمي او ناز يې ورسره وکړى . داټولي خبري ددې څرګندونه کوي چي الله جل جلاله  پر ده باندي زيات احسان کاوه درحمت په نظر يې ورته کتل قريبان يې پر مهربانه کړي وه لکه چي الله جل جلاله  فرمايي : (الم يجدک يتيما فاواي)
5. درسول الله صلی الله علیه وسلم نېکه عبدالمطلب وروسته تردې چي دده دوه کاله پالنه يې وکړه وفات سو او دده پالنه دده داکا ابوطالب دغاړي سوه ، عبدالمطلب چي کله وفات کېدى نو خپل زوى ابوطالب ته يې وصيت وکړى چي دمحمد صلی الله علیه وسلم ډېره ښه پالنه وکړي ، ابوطالب دخپل پلار دوصيت سره سم دخپل وراره حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ډېره ښه پالنه کول خو بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم دبيلو ، بيلو ستونزو سره مخ وو دمثال په ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم هيڅوک داسي نه درلودئ چي ده ته زده کړه ورکړي او ده ته  ادبيات وښيي خو دڅښتن تعالى جل جلاله  لورونه وه چي دده ډېر ښه پرورښت يې وکړى ، دښو اخلاقو څښتن سو چي بيخي يې سارى نه درلودى لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 ادبني ربي فاحسن تاديبي .
ژباړه : ماته الله جل جلاله  تربيه راکړه اوښه تربيت يې راکړ.
6. کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ٢٥ کلن سو دخديجې رضی الله عنها سره يې نکاح وکړه کله چي څلوېښت کلنۍ ته ورسېدئ الله جل جلاله  دپيغمبرۍ وياړ ور په برخه کړى دغه مهال د ٦١٩ ميلادي سنې سره سمون خوري . رسول الله صلی الله علیه وسلم تر بعثت درې کاله وروسته په تبليغ کولو سره مامور سو په همدې ترتيب رسول الله صلی الله علیه وسلم په حکمت سره دنېکي موعظې څخه کار اخيستى لس کاله يې په مکه مکرمه کي تېر کړه ددعوت څخه  پيل پوره لس کاله يې دمکې خلګو ته په پوره مهارت سره دعوت کاوه تر هغه وخت پوري چي په هجرت کولو سره امر کړل سو.
7. رسول الله صلی الله علیه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړ، په هغه ځاى کي يې دعوت پيل کړ، هغه ځاى داسلامي دولت پلازمينه سوه او دهغه ځاى څخه داسلامي ستر خلافت او دولت بنسټ ايښودل راپيل سوه ، البته رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه کار دالهي امر له امله وکړ، درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه هجرت دالهي تدبير او الهي حکم په وجه ترسره سو  دمدينې منورې څخه په نړۍ کي يو ستر انقلاب رامنځته سو ، اسلامي دعوت څلور کونجه دنيا ته ورسېدئ داسلامي دولت دواک کرښي ترليري پرتو سيمو پوري ورسېدې دمحمدي ډلي تهداب په همدغه ځاى کي کښېښودل سو او تر ختيځ او لوېديځ پوري ورسېدئ.
8. کله چي الله جل جلاله  خلګو ته خپل دين کامل کړى او خپل نعمت يې پر پوره کړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امانت خپل ځاى ته ورساوه ، خپل رسالت يې تبليغ کړى ، امت ته يې نصيحت وکړى ، برياوي او فتوحات يې خپلو پيروانو ته په لاس ورکړې امت يې مخ په وړاندي داسلام ددين دخپرولو لپاره ولاړى الله جل جلاله  حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپل لوري ته وغوښتى او دده مبارک روح يې قبض کړى.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب