د المؤمنون د سورې په هکله په زړه پوري معلومات

 

د «المؤمنون» سورت د مصحف شريف د ترتيب په حساب درويشتم سورت دی، د قرآن کريم د سورتونو د نزول په حساب (۷۴) سورت دی. (۱۱۸) آيتونه او (۶) رکوعي لري، تر سورت الانبياء وروسته نازل سوی دی. خو په ”أضواء البيان في إيضاح القرآن بالقرآن“ کي وايي چي دغه سوره تر سورت طور وروسته او د ”تبارک الذي بيده الملک“ تر سورې د مخه نازله سوې ده او په اتفاق سره ټوله مکي ده.

دې سورې ته هم ”سورة المؤمنين“ او هم ”سورة المؤمنون“. دواړي بڼي يې هم
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په صحيحو احاديثو کي راغلی دي او هم په تفسيرونو کي.

په دغو نومونو د نوموني لامل يې دادی چي د مومنانو نوم په همېشنی سي او د هغو
د ښوکارونو او فضايلو  کوم چي له امله یې په جنت کي د لوړو پوړيو (فردوس)  مستحق کيږي، قدر او منزلت لوړ سي. همداراز دغه سوره ”قد افلح“ هم بلل سوې او ”سورة الفلاح“يې هم بولي.

د دې سورې بنسټيزه موضوع :

دغه سوره د مومنانو د بري او په فردوس جنت کي د هغو د تل تر تله اوسېدو په زيري پيل سوې ده، البته چي په خپلو لمونځونو کي خشوع او عاجزي کوي، له چټي او ناسمو کارونو او خبرو مخ اړوی، تل د خپلو شتمنيو زکات ورکوي، له زنا، لواطت او فواحشو څخه خپل شرم ځايونه ساتي، په امانت کي خيانت ونه کړي او پر ژمنه ټينګ ولاړ وي.

په دې سوره کي د مومنانو صفتونه ياد سوي دي، څو انسان وګوري چي دغه صفتونه پکښي سته که نه ؟ او د هغو په رڼا کي خپل ځای او مقام وپېژني. د دې ترڅنګ د دغو صفتونو څخه د مخ اړوونکو او مخالفينو برخليک هم څرګند سوی دی.

دغه خبري په دې سوره کي له دغو ټکو څخه څرګنديږي:

  • په دې سوره کي د ايمان د حقيقت او ثمرو او په انفسو او آفاقو کي د هغه د دلايلو په اړه يادوني راغلي دي.
  • همدارار په دې سوره کي د مومنانو د اوصافو او وروستي برخليک او د کافرانو د بدو اوصافو او د هغو د وروستي برخليک په باب هم یادوني سوي دي.

په دې اړه د دې سورې فقرات :

لومړی: په دې سوره کي د مومنانو د بري او ژغورني يادونه سوې ده او د هغو صفتونه بيان سوي دي. ورپسې په انفسو او آفاقو کي د ايمان دلايل راغلي دي: [۱ تر ۲۴ آيته].

له قيامت څخه وېرونه او د دې خبري روښانول چي د قيامت په ورځ بيا راپاڅېدنه يو الهي سنت او کړندود دی او د ټولو ژونديو موجوداتو په ژوند کي د دې سنت دلايل:[۱ تر ۲۲ آيته].

دوهم: بيا په دې سوره کي د ايمان حقيقت هغسي بيان سوی دی، لکه ټول پيغمبران عليهم السلام چي په را لېږل سوي دي. او دا هم پکښي راغلي دي چي له دې يوازني حقيقت(ايمان) څخه کوم چي د مهالونو په تېرېدو، د الله د ډول ډول پيغامونو په راتلو او يو په بل پسې د پيغمبرانو په رالېږلو هيڅ بدلون نه مومي د خلکو هرکلی څنګه وو: [۲۳ تر ۵۲ آيته].

درېيم: بيا په دې سورت کي د پيغمبرانو عليهم السلام تر پیروانو وروسته د خلکو ، په تېره د هغو خلکو حال احوال انځور سوی دی چي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د پيغمبر په توګه وراستول سوی دی. دغه خلک حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ايمان له حقيقت او د هغو له عاقبت څخه په غفلت کي وموندل. خو په مقابل کي يې داسي مومنان هم وموندل چي د ايمان په حقيقت يې په ټينګه تمسک کړی وو، کوم چي د ايمان لرلو په صفتونو ستايلي وه او په آخرت کي ژغورلي او بريالي باله سول. رسول الله صلی الله عليه وسلم غافلانو ته حق په دلايلو سره بيان کړ او بيايې دوی او د دوی حتمي برخليک سره پرېښوول: [۵۳ تر ۹۸ آيته].

څلورم: ورپسې په دې سورت کي د قيامت په يوه انځور کي د مشرکانو وروستی برخليک ښوول سوی دی او  وېرول سوي دي چي که پر شرک باندي ټينګار وکړي او پر ومري او د توحيد څرګند او واضح حقيقت ونه مني خامخا به په دغسي برخليک اخته کيږي: [۹۹ تر ۱۱۸ آيته].

عبدالمالک همت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب