د قدر شپه کله ده؟

د قدر شپه له زرو میاشتو څخه ډېره غوره ده ؛ فرشتې او روح په دغه شپه د خپل پروردګار په اجازه هر حکم اخلي او راکوزیږي . هغه شپه له سره تر پایه سلامتیا ده ، تر سهار ختلو پوري . د قدر شپه ډېره ستر او له هغو ټولو نورو شپو څخه غوره ده چې ملائکي پکي راکوزیږي ؛په دغه شپه کې ډېر معجزانه کارونه څرګندیږي او دعاګاني د رب په دربار کې قبلیږي . همدغه شپه ده چې قرآن کریم پکي له لوح محفوظ څخه په لومړي اسمان کې یو ځای ته چې بیت العزة ورته ویل کیږي ، رانازل کړای شو ، تر څو محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم یې په مټ خلګ د ګمراهۍله تیارو څخه د هدایت رڼا ته راوباسي .

ټول مسلمانان پر دې یقین او ایمان لري چې دغه شپه له زرو میاشتو څخه ډېره غوره ده . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

« د قدر شپه د روژې په اخرو لسو شپو کې ولټوئ .»

همداراز په بل حدیث کې فرمایي :

«څوک چې د قدر په شپه په داسي حال کې ودرېږي چې پر الله تعالی ایمان لري  او د الله تعالی له لوري د ثواب حاصلولو یقین یې وي ، د هغه مخکیني ټول ګناهونه به وبخښل شي .»

ام المؤمنین حضرت عائشة بنت ابي بکر رضي الله تعالی عنها فرمایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه : یارسول الله ! که زه پوه شم چې کومه شپه د قدر ده ، نو زه په هغه کې څه ووایم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : داسي ووایه :« اللهم انک عفو کریم تحب العفو فاعف عني .»

حضرت عبدالله بن انیس رضي الله تعالی عنه فرمایي چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل : یار سول الله ! ما ته وښیه چې ته په کومه شپه کې دقدر شپه لټوې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که خلګو له هغې شپې پرته په نورو شپو کې لمونځونه نه پرېښودلی ، نو ما به د هغي خبر تاته درکړی وای .

د قدر دشپې ستروالی

د قدر شپه له زرو میاشتو څخه غوره ده ، یعني په دغه شپه کې نیک عمل کول د الله تعالی په نزد د زرو میاشتو له عمل څخه غوره دی . که څوک په ویښو د قدر د شپې کومه نښه وویني ، نو هغه په واقعي ډول ولیدل  . د قدر دشپې قیام په لمانځه کولو سره حاصلیږي ، که لږ رکعتونه وي او که ډېر ، البته د قرائت اوږدول له ډېرو سجدو یعني له زیاتو رکعتونو او لږ قرائت څخه غوره دی . چاچې د قدر دلیدلو پر مهال دعاء وغوښتل ، نو همدغه یې د قبلېدلو نښه ده ، بې شمېره داسي خلګ شته چې په دغه شپه کې د خپلو حاجتونو په ترلاسه کولو کې بریالي شوي دي .

د قدر دشپې نښي

رسول الله صلی الله علیه وسلم د قدر دشپې ځيني نښي بیان کړي دي د بیلګي په توګه : له هغي شپې وروسته چې کله لمر راوخېږي ، نو وړانګې یې کمي وي یابیخي نه وي . ځکه چې د هغي شپې په سهار کې ملائکي اسمانونو ته پورته کیږي ، نو له کائناتو څخه د لمر راتلونکي وړانګي پټي کړي . په هغه شپه نه یخ او نه ګرمي وي ځکه چې الله تعالی فرمایي : سلام هی حتی مطلع الفجر.

لیکنه : عبدالله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب