رومي بانجان له ګټو خبر یاست !

رومي بانجان په حقیقت کې مېوه ده خو اوسمهال زیاتره د سبو په څېر کارول کېږي، د رومي غوښنه برخه د berry د میوو له ډلې څخه ده، د غذایي ارزښت له پلوه ډېره مهمه سبزي ده او په بېلابېلو ډولونو ترې ګټه اخستل کېږي. لکه: په تازه ډول، په وچ ډول، يا د روب په توګه د شوروا او قورمې په تیارولو کې کارول کېږي. یعنې داسې ترکاري به ډېره کمه وي چې رومي بانجان پکې نه وي کارول شوي.

رومي بانجان په خپل ترکیب کې لاندې مواد لري:

۱ـ په زیاته اندازه اوبه او سلولوز لري.

۲ـ پروټین، ویل کېږي چې د رومي تخم د پروټین ښه سرچينه ده.

۳ـ شحم، کاربوهایدریټ، معدني مالګې، کلسیم او جیني ویټامینونه لکه A.C .B1 .B2 .او ویټامین K لري.

د رومي بانجان ګټې:

۱ـ رومیان وینه پیدا کوي.

۲ـ قبضيت له منځه وړي. یعنې د یبوست ناروغانو لپاره علاج دی.

۳ـ کولمو ته ګټه رسوي.

۴ـ هغه میندې چې ماشوم ته شیدې ورکوي که یې وخوري شیدې یې ورسره زیاتېږي.

۵ـ د سترګو دید پياوړی کوي په دې معنی چې ویټامین A لري.

۶- هډوکو ته وده او رشد ورکوي.

۷- عصبي دردونه اراموي.

۸- اشتهاء ښه کوي.

۹- د روماتېزم ناروغانو ته علاج دی.

۱۰- د سرطان ناروغي کموي.

۱۱- هغه کسان چې زیات وزن ولري نو د رومي جوس دې وباسي او هر سهار دې وچښي، وزن به یې ورسره کم شي. همدرانګه نورې ډېر ګټې هم لري.

د رومي بانجان ځينې زيانونه:

۱- رومي په بوټې کې باید ښه پاښه شي، ځکه خام رومي په ترکیب کې solanine لري چې یو ډول کمزوري زهر دي، که خام وخوړل شي بدن زهري کوي.

۲- که خام وخوړل شي د هاضمې سیستم ته زیان رسوي.

۳- باید زیات ونه خوړل شي ځکه په مثانه کې تیګې (کاڼې) پیدا کوي او که خوړل کېږي نو باید له کوچو سره یو ځای وخوړل شي.

۴- د جیګر په ناروغانو کې ناراحتي پیدا کوي.

۵- هغه کسان چې د هاضمې سیستم یې ښه نه وي باید په خام ډول یې ونه خوري، ځکه په معده کې باد پیدا کوي.

ژباړه : ډاکټر مجتبی عزیزیار

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب