د روژې په اړه پوښتني او جوابونه

پوښتنه : دروژې رکنونه څو او کوم دي يا په بل عبارت کوم هغه شيان دي چي ددوئ پرته روژې ته روژه نه سو ويلاى ؟

جواب : دروژې رکن يو دلانديني رکن څخه عبارت دئ او دشتون پرته يې روژه صورت نه نيسي :
د روژې ر كن: د روژې ركن دا دئ چي الله تعالى ته د نژدې كېدلو په نيت د سهار څخه بيا تر لمر لويدو پوري روژه نيونكي خپل ځان د خوراك، څيښاك او جماع څخه وساتي.
( فهو عبارة عن ترك الاكل والشرب والجماع من الصبح الى غروب الشمس بنية التقرب من الاهل  هنديه ۱۹۶ ج ۱

پوښتنه : دروژې شرطونه څو اوکوم دي يا په بل عبارت کوم هغه شيان چي دشتون پرته يې روژه نه واجبيږي ؟
جواب : د روژې شرطونه پر درې ډوله دي چي دلاندنيو شرطونو څخه عبارت دي :
لومړۍ ډول شرطونه :د روژې د واجب كيدو شرطونه دي دا شرطونه څلور دي چي دلاندنيو شرطونو څخه عبارت دي
١ : روژه نيونکى به مسلمان وي، پركافر باندي روژه فرض نه ده
٢ : عاقل به وي، پر ليوني باندي روژه فرض نه ده
٣ : بالغ به وي، پر نابالغ باندي روژه فرض نه ده
٤ : روژه نيونكي به په اسلامي هيواد كښي وي، كه په په اسلامي هيواد کي نه وي نو اړينه ده چي د روژې په وجوب به خبر وي. البته که څوک په اسلامي هيواد کي وي او د روژې په وجوب خبر نه وي معذور نه گڼل کيږي ځکه په اسلامي هيواد کي ناخبري عذر نه بلل کيږ ي .
كائن في دارنا (او عالم بالوجوب) اي: اوكائن في غير دارنا عالم بالوجوب فالكون بدار الاسلام موجب للصوم وان لم يعلم بوجوبه اذ لايعذر بالجهل في دار الاسلام بخلاف من اسلم في دار الحرب ولم يعلم به فانه لايجب عليه مالم يعلم. رد المحتار ۳۸۴ ج ۳ .

دوهم ډول شرطونه : د روژې د ادا لپاره د وجوب شرطونه دي چي په لاندي ډول دي:
1. روغ به وي .
2. مسافر به نه وي .
والنوع ا لثاني من الشرائط شرط وجوب الاداء وهو الصحة والاقامة.بحر الرائق صــ ۴۰۷ ج ۲.

دريم ډول شرطونه : دغه دريم ‎ډول شرطونه دروژې دصحت سره اړه البته دوه شرطونه دي او يوازي په ښځو پوري اړه لري په نارينوو پوري اړه نه لري چي دلاندنيو دوو شرطونو څخه عبارت دي :
١ : ښځه به دحيض څخه پاکه وي .
٢ : ښځه به دنفاس څخه پاکه وي که ښځي ته يو ددې دوو ناروغيو څخه يوه پېښه وه روژه يې دصحت نه لري
د ښځو په باره كي د اصحابو رضي الله عنهم) اجماع داده چي د حيض او نفاس څخه پاك كېدل هم د روژې د ادا كولو د صحت لپاره شرط دي.
و منها الطهارة عن الحيض والنفاس فانها شرط صحة الاداء باجماع الصحابة رضي الله عنهم

your ads

پوښتنه : په روژه کي پېشلمى څه حکم لري يعني فرض دئ ، سنت دئ ، مستحب ، مبآح دئ او که ناجائز کار دئ ؟
جواب : پېشلمى سنت دئ که يې څوک وکړي زيات ثواب به يې لاسته راوړى وي خو حتمي نه ده چي پوره خوراک به کوي که يو غړوپ اوبه وچيښي هم دغه ثواب لاسته راوړلاى سي ځکه رسول الله يې په کولو امر کړى دئ :
( عن عبدالله بن عمر- رضي الله عنهما- قال: قال رسول الله  : تسحروا ولو بجرعة من ماء ) ترغيب ۱۳۹ ج ۲.

پوښتنه : په کوم شي سره پېشلمى کول غوره دئ يعني کوم خوراک بايد په پېشلمي وخوړل سي؟.
جواب : پېشلمى بايد په خواږه خوراک سره وسي که ټول خوراک دخواږه شى څخه جوړ نه وي نو په کار ده چي دنورو خوراکونو ترڅنګ يو خوږ شى هم وخوړل سي ځکه رسول الله همداسي امر کړى دئ :
 عن ابي هريرة : ان رسول الله  قال: نعم سحور المومن التمر  الترغيب و الترهيب ج ۲ صـ ۱۳۹.

پوښتنه : پېشلمى کول څه وخت ثواب لري يعني پېشلمى وختي ښه دئ او که ناوخته ښه دئ ؟
جواب : پېشلمى دشپې وروستى برخي ته ځنډول غوره کار دئ .
( و يستحب السحور ….في الصحيح ) الدر المختار مع رد المحتار صــ ۴۵۹ ج ۳.

پوښتنه : ځيني خلګ وايي چي روژه نيت غواړي خو پېشلمى يې نيت دئ دا خبره صحيح ده چي دروژې لپاره نيت پېشلمى دئ بل نيت نه غواړي ؟
جواب : بلي ! دروژې لپاره نيت حتمي دئ خو که پېشلمى وسي دنيت غاړي په خلاصيږي مګر په خوله يې الفاظ ويل علماؤ غوره او سپېڅلى کار بللى دئ .
پوښتنه : دنيت لپاره کوم الفاظ غوره دي ؟
جواب : دنيت لپاره لاندي الفاظ ويل غوره دي :
و بصوم غد نويت من شهر رمضان
يعني دسبا دورځي دروژې نيت کوم دمياشتي دروژې
والسنة ان يتلفظ ………او هذا اليوم ردالمحتار مع الدر المحتار صــ ۳۹۸ ج ۳.

پوښتنه :که چي څوک روژه بشپړه کړي يعني لمر ولوېږي نو روژه ژر کول ښه دئ او که يې ځنډول ښه دئ ؟
جواب : ښه دادئ چي لمر ولوېدئ ماښام تر لمانځه مخکي يعني ژر روژه ماته سي خو که که چيري دوړي يا وريځ وه نو ژر دي روژه نه ماتوي ترهغه بريده دي انتظار وکړي څو پر ماښام کېدو يې پوره باور سي .
: و تعجيل ……… السواكا لدر المختار صـ۴59 ج ۳

پوښتنه : په کوم شى سره روژه ماتول ښه کار دئ ؟ يعني کوم شى بايد لومړى په روژمات وخوړل سي ؟
جواب : روژه بايد لومړى په خرما ماته سي که خرما نه وي نو پکار ده چي په يوه بل خواږه شى روژه ماته سي او که بل خوږ شى هم نه و نو په اوبو دي روژه ماته سي .
 عن انس  قال: قال رسول الله  .. فانه طهور الترغيب ج ۲ صــ ۱۴۳.

پوښتنه : په روژه مات کومه دعا ويل زيات ثواب لري ؟
جواب : دروژه مات لپاره لاندنۍ دعا رانقل سوېده :
اَلَّلٰهُمِّ لَكَ صُمْتُ وَبِكَ آمَنْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ وَ عَلٰى رِزْقِكَ اَفْطَرْتُ وَ صَوْمَ الْغَدِّ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانِ نَوَيْتُ فَاغْفِرْلِيْ مَا قَدَّمْتُ وَمَا اَخَّرْت
ژباړه : اې الله! ما ستا لپاره روژه ونيول او پر تاباندي مي ايمان راوړي دئ او پر تا باندي مي توكل كړى دئ، او ستا په رزق سره مي روژه ماته كړل، او د رمضان د مياشتي د سبا د روژې نيت مي وكړ، نو ته زما وروستى او مخكنى ګناهونه را وبخښې.
هنديه ج ۱صــ ۲۰۰.
.
پوښتنه : په په روژه كي دهري ورځي لپاره بيل ، بيل نيت كول ضروري دئ؟
جواب : بلي ! په روژه کي درهري ورځي لپاره بېل ـ بېل نيت کول لازمي دئ .
 ثم عندنا لا بد من النية لكل يوم في رمضان  هنديه ۱۹۵ ج ۱
پوښتنه : ښځه په حيض كي دروژې نيت كولاى سي ؟
جواب : بلي ! دحيض په حال کي نيت صحيح کيږي خو روژه نيول نه صحيح کيږي حاصل داچي که يوې ښځي دشپې دروژې نيت وکړئ په دغه وخت کي نوموړې ښځه په حيض کي وه نيت يې صحيح سبا ته که دا دحيض څخه پاکه روژه نيول يې صحيح کيږي هم نيت کار ورته کوي کوم چي دې دحيض په وخت کي کړى دئ او که پاکه نه وه بيا يې هغه نيت لغوه کيږي ځکه دا دروژې نيولو جوګه نه ده .
 ولو نوت المراة في الحيض ثم طهرت قبل الفجر صح صومها  هنديه صــ ۱۹۷ ج ۱.

پوښتنه : د روژې د نيت وخت کوم دئ ؟
جواب : دروژې لپاره هغه وخت کيږي چي لمر لويږي ماښام داخل سي بيا نو سبا لپاره دروژې نيت کولاى سي يعني دغه ماښام يې دسبا دروژې دنيت لپاره لومړى وخت دئ .
 و وقت النية كل يوم بعد غروب الشمس و لا يجوز قبله  هنديه صــ ۱۹۵ ج ۱.

پوښتنه : په کومو شيانو سره روژه نه ماتيږي مګر ثواب يې او مکروه کيږي ؟
جواب : دروژه نيونكي لپاره درواغ ويل، د درواغو شا هدي وركول، غيبت كول، چغلګري كول، د درواغو قسم اخيستل، بې حيا کارونه كول، بې حيا ويناكول، ظلم كول ، دشرعي عذر پرته دچا سره دښمني ساتل، د پردي ښځو سره ناسته ولاړه كول، پرديو ښځو ته كتل، ناروا فلمونه كتل، سينما ته تلل، موسيقي اورېدل، د ښځي په آواز كي سندري اورېدل، ورقي،كرمبورډ، شطرنج كول او داسي نور…..
د دغو شيانو څخه بلكي د هر بد كار څخه پرهيز كول لازمي نه يوازي چي په روژه کي به ددې کارونو څخه ځان ژغوري بلکي په هر وخت پرهيز ځني کول اړين دئ په ځانګړي ډول د روژې په مياشتي كي خو بيخي پرهيز ځني لازمي دئ که څه ه د روژې په حالت كي په دغو شيانو سره روژه نه ماتيږي مګر روژه مكروه كوي اوپه ثواب كي يې كموالى راځي.
 عن ابي هريرة  ان النبي  قال من لم يدع قول الزور….من تمام الصوم معارف السنن صــ ۳۶۶ ج ۵ .

پوښتنه :په روژه کي ديو شى ځکل روژه ماتوي يا يې مکروه کوي ؟
جواب : په روژه کي يو شى ځکل يا ژوول روژه خو نه ماتوي مګر روژه مکروه کوي .
د روژي په حالت كي د يوشي څكل او يا ژوول مكروه دي
.  وكره له ذوق شيء و كذا مضغه بلا عذر  رد المحتار صــ ۴۵۳ ج ۳.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب