د روژې احکام او مسایل | د الفبا په ترتیب سره

پیل په الف توري:

استنجا:

په استنجا کې ښايي احتياط وشي، که په پاکي کې دومره مبالغه وشي چې اوبه له مقعده دننه ولاړې شي، روژه ماتيږي.

له استنجا وروسته ځانګړی ځای ښه وچول اړين نه دي، استنجا پر روژې هيڅ اغېز نه کوي، البته که په استنجا کې دومره مبالغه وشي چې اوبه له مقعد څخه دننه دحقنې ځای ته ورسيږي، بيا روژه ماتيږي.([1])

احتلام:

که نر يا ښځه په روژه کې د ورځې ويده وي او احتلام ورته وشي، روژه يې نه فاسديږي. ([2])

داسې تن بايد ژر ترژره غسل وکړي، څو يې د روژې ډېره برخه پاکوالي کې تېره شي.

او که يو چا له احتلام وروسته د ناخبرۍ په صورت کې په دې فکر قصدا خوراک يا څښاک وکړ چې له احتلام سره يې روژه ماته شوې ده، روژه يې فاسده شوه، قضا به يې را ګرځوي، کفاره پرې نشته.([3])

your ads

استحاضه:

له حيض او نفاس پرته چې نوره وينه راځي، هغې ته استحاضه يا ناروغي وايي، د استحاضه په ورځو کې به مېرمن لمونځ هم کوي او روژې به هم نيسي. ([4])

اسوېلی:

که څوک په روژه کې اسوېلی وکړي او په دغه وخت کې يې ستوني ته له کومې خوا د اوبو يو څاڅکی ننوځي، روژه يې فاسده ده، دغه راز که د اسوېلي پر وخت د چا ستوني ته د باران څاڅکی یا واوره  ننوځي هم يې روژه ماتېږي، يوازې قضا به يې را ګرځوي . ([5])

[irp][irp][irp]

اوښکې:

که د روژه نيوونکي خولې ته يو-دوه څاڅکي اوښکې ننوځي، پروا نه کوي؛ خو که ډېرې اوښکې يې په خوله کې جمع شي او تېرې يې کړي، روژه يې فاسديږي. ([6])

اکراه:

اکراه، اړايستلو يا مجبوره کولو ته وايي .

که يو څوک اړايستل شو او په مرګ وګواښل شو چې روژه به ماتوي؛ داسې سړي ته روژه ماتول جائز او نه ماتول ورته بهتر دي، که د نه ماتولو په صورت کې ووژل شو، الله ورته ډېر اجر ورکوي؛ خو که روژه نيوونکی ناروغ يا مسافر و، بيا ورته ماتول واجب دي، يوازې قضا به يې راوړي ، کفاره پرې نشته . ([7])

امام ته سرسايه ورکول

امام ته  سرسايه د اجرت او تنخوا په ډول ورکول روا نه دي . ([8])

او که امام نېستمن او د زکات مستحق وي بيا ورته له کوم شرط پرته سرسايه ورکول جائز ده؛ خو که د ټاکنې پر وخت د سرسايې شرط ټاکل شوی و، بيا امام ته سرسايه ورکول ناروا ده . ([9])

امتحان له امله روژه نه نيول

د ازموينې له امله روژه نه نيول يا يې ماتول جائز نه دي؛ بلکې په داسې وخت کې روژه نيول د ښې بريا لامل ګرځي .([10])

د اوږدې ورځې روژه

روژه کله د سخت اوړي په اوږدو ورځو کې وي، په اوږدو ورځو کې هم د رمضان روژه نيول فرض دي . ([11])

خو که يو څوک د بوډاوالي يا اوږدې ناروغۍ له امله روژه نشي نيولای او په راتلونکي کې يې د روغېدو تمه هم نه وي، هغه کولای شي روژه وخوري او پر ځای يې فديه ورکړي؛ خو که له فديې وروسته هم بېرته روغ او تکړه شو، قضا شوي روژې به راګرځوي او فديه يې له منځه ځي.([12])

د اوږدو ورځو روژه

روژه د سهار له سپېدو څخه پيل او په لمر لوېدو پای ته رسيږي، که  د موسم د بدلون له امله کله روژه اوږده يا لنډه شي، د مثال په توګه په ګرمۍ کې کله ناکله ورځ شپاړس-اوولس ساعتونو ته اوږدېږي، په داسې ورځو کې هم روژه نيول لازم دي، په دې ورځو کې که څوک له سپېدو حساب ونيسي او دولس ساعته وروسته روژه ماته کړي، روژه يې فاسده شوه، قضا او کفاره به دواړه راوړي .

او که ورځ له معمول خلاف ډېره اوږده شي، مثلا اتلس- شل ساعته شي او څلور-شپږ ساعته شپه شي، هم يې روژه نيول لازم دي .

البته  په ځينو سيمو کې کله ناکله ورځ دومره اوږده شي چې روژه نيول پکې د انسان له وس څخه بهر وي، په ځانګړې توګه د زيات عمر لرونکو او کمزورو انسانانو لپاره په داسې سيمو کې دومره اوږده روژه نيول ناشونې وي؛ نو داسې خلک کولای شي په دغو ورځو کې روژه ونه نيسي او بيا چې ورځې خپل معمول ته را وګرځي، قضا دې را وګرځوي .

او ځينې داسې سيمې هم شته چې شپږ مياشتې پکې ورځ او شپږ مياشتې شپه وي (لکه په ناورې يا بلغاريه کې ) د داسې سيمو خلک لکه څنګه چې د لمانځه وختونه له نږدې هغو سيمو سره برابروي چې شپه او ورځ پکې د معمول مطابق وي، دغه راز کولای شي روژه هم د همداسې سيمو له مهالوېش سره سم ونيسي او ماته يې کړي . ([13])

انزال کېدل

که په شهوت سره د مېرمنې يا بل چا په لمس کولو يا مچ اخيستلو سره د چا انزال وشو، روژه يې فاسديږي، قضايې ضرور ده، کفاره پرې نشته، او که انزال يې ونه شي روژه يې نه فاسديږي؛ خو روژه په خوله داسې کول مکروه دي ، بايد احتياط وشي . ([14])

که مېرمنې ته يوازې د شهوت په نظر کتلو سره د چا انزال وشي، روژه يې نه فاسديږي .

دغه راز که  يوازې يو شهوتي شي ته په کتلو يا فکر کولو له امله د چا انزال وشي، روژه يې نه فاسديږي؛ خو په روژه کې ښايي له داسې کتلو يا فکر کولو څخه په جدي توګه ځان وژغورل شي. ([15])

که په پورتنيو دوو صورتونو کې چا له انزال کېدلو وروسته په دې موخه قصدا روژه ماته کړه چې په انزال کېدلو به يې روژه ماته شوې وي، روژه يې فاسده شوه، يوازې قضا به يې راوړي . ([16])

که د خوب په حالت کې  له چا څخه مني ووځي، روژه يې نه ماتيږي . ([17])

که څوک مېرمنې ته ورغاړيوت يا ورسره کښېناست او د کمزورۍ له امله يې انزال وشو، روژه يې فاسده ده، قضا پرې لازمه ده، او همدا ورځ به  هم تر ماښامه خوراک څښاک نه کوي . ([18])

که څوک مېرمن په جامو د پاسه لمس کړي او انزال يې وشي؛ نو که د هغې د بدن ګرموالی يې محسوس کړی و، روژه يې فاسده ده او که يې ګرموالی نه و محسوس کړی، نه فاسديږي. ([19])

اولاد له لورې سرسايه ورکول

شتمن سړي باندې چې څنګه خپله سرسايه ورکول واجب ده، دغه راز د خپلو نېستمنو نابالغو اولادونو سرسايه ورکول هم پرې واجب ده. ([20])

او که نابالغ اولادونه يې شتمن وي، بيا دې د هغوی له شتمنۍ څخه د هغوی سرسايه ورکړي. ([21])

پر پلار واجب نه ده چې د بالغو اولادونو او مېرمنې سرسايه ورکړي؛ خو که وريې کړه، روا ده او پر هغوی به يې لورينه وي، او که بالغ اولادونه يې د نصاب څښتنان نه وي او نېستمن وي بيا دې د هغوی سرسايه هم ورکړي . ([22])

که د چا بالغ اولاد لېونی وي، پلار دې يې پر ځای سرسايه ورکړي. ([23])

که پلار مړ شي، نيکه د پلار ځای نيسي؛ نو که نابالغه لمسيان نېستمن وي بيا دې نيکه له خپلې شتمنۍ څخه د هغوی سرسايه هم ورکړي . ([24])

که يو کمکی د نصاب څښتن وي او ولي يې سرسايه ورنه کړي، له بلوغ وروسته پرې واجب ده چې خپله سرسايه ورکړي . ([25])

[irp][irp][irp]

اختر په ورځ روژه

د اختر ورځ  له برکتونو ډکه ده، په دې ورځ ټول مسلمانان د الله جل جلاله مېلمانه وي، په دې ورځ روژه نيول حرام دي؛ ځکه چې  الله جل جلاله  مسلمانانو ته په دې ورځ مېلمستيا وکړه او د خوراک-څښاک امر يې ورته وکړ؛ نو مسلمان ته هيڅکله نه ښايي چې د الله له مېلمستيا څخه مخ وګرځوي، دا لويه بې قدري ده.([26])

که د اختر په ورځ چا نفلي روژه نيولې وه او نيت يې هم کړی و، بيا دې هم هرومرو ماته کړي او د دې ورځې قضا هم پرې نشته.([27])

د اختر ورځې روژې نذر نيول

که چا د اختر ورځې روژې نيولو نذر ونيو، نذر يې سهي دی؛ خو دا چې د اختر په ورځ روژه نيول ناروا دي؛ نو بله ورځ دې ونيسي.([28])

ايام بيض

د هجري قمري هرې مياشتې ديارلسمې، څوارلسمې او پنځلسمې ته “ايام بيض” وايي، د دغو درو  ورځو روژې نيول د ټول کال روژو ثواب لري، ځکه چې د هرې نيکۍ بدله الله جل جلاله لس چنده ورکوي؛ نو دولس مياشتې درې درې روژې نيولو سره د درې سوه شپېته ورځو (پوره کال) روژو ثواب الله ورکوي . ([29])

ابوهريره رضي الله عنه وايي: زما نژدې دوست محمدصلی الله عليه وسلم راته درې وصيتونه وکړل: د هرې مياشتې درې ورځې روژه نيول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له ويده کېدلو وړاندې وتر وکړم. ([30])

جرير بن عبدالله رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خولې وايي: صيام ثلاثة أيّام من كلّ شهر صيام الدّهر، وأيّام البيض صبيحة ثلاث عشرة، وأربع عشرة، وخمس عشرة.

ژباړه: د هرې مياشتې درې ورځې روژه د ټول عمر روژې برابر ده، او ايام بيض د ديارلسمې له سهاره، څوارلسمه او پنځلسمه ده.([31])

اختر په ورځ روژه

د کمکي او لوی اختر، دغه راز ايام تشريق، يعنې د ذو الحجي يولسمې، دولسمې او ديارلسمې ورځو کې د روژې نيت کول سهي نه دی، که چا په دې ورځو کې نفلي روژه ونيوله پوره کول پرې ضرور نه دي او د ماتولو په صورت کې يې قضا هم نشته؛ بلکې داسې روژه فاسدول لازم دي، البته که په دې ورځ يې نذر روژه ونيوله او بيا يې ماته کړه قضا راګرځول يې لازم دي.([32])

اوبه څښل

که چا په روژه کې قصدا اوبه وڅښلې روژه يې فاسده شوه، قضا به يې هم راګرځوي او کفاره به هم ورکوي.([33])

او که په ناپامۍ سره يې اوبه وڅښلې روژه يې نه ماتېږي.([34])

که چا د ورځې په خوب کې اوبه وڅښلې روژه يې ماته شوه، قضا به يې راګرځوي خو کفاره پرې نشته .([35])

اوبو کې باد وېستلو سره روژه نه فاسديږي خو داسې کول مکروه دي، او که له باد وتلو سره يې مقعد ته دننه اوبه ننوتلې روژه يې فاسديږي، قضا به يې را ګرځوي، کفاره پرې نشته . ([36])

[irp][irp][irp]

([1] ) ولو بالغ في الاستنجاء حتى بلغ موضع الحقنة فسد. درالمختار۲/۳۹۷.

([2] ) قوله او احتلم او انزل بنظر اي لا يفطر. (البحرالرائق ۲/۲۷۲)

([3] ) او اكل او جامع ناسيا او احتلم….. فظن انه افطر فاكل عمدا لشبهة  و قضى في الصور كلها. (الفتاوى الشامي ۲/۴۰۱-۴۰۶)

([4] ) اشترط الحنفية لصحة الصوم شروطا ثلاثة. هي النية والخلو عما ينافي الصوم من حيض ونفاس و عما يفسده. (الفقه الاسلام و ادلته ۲/۶۱۶)

([5] ) ولو تثائب فرفع رأسه فوقع في حلقه قطرة ماء انصب من ميزاب فسد صومه…. والمطر والثلج اذا دخل حلقه يفسد صومه وهو الصحيح. (عالمكيرية: 1/203).

([6] ) الدُّمُوعُ إذَا دَخَلَتْ فَمَ الصَّائِمِ إنْ كان قَلِيلًا كَالْقَطْرَةِ وَالْقَطْرَتَيْنِ أو نَحْوِهَا لَا يُفْسِدُ صَوْمَهُ وَإِنْ كان كَثِيرًا حتى وَجَدَ مُلُوحَتَهُ في جَمِيعِ فَمِهِ وَاجْتَمَعَ شَيْءٌ كَثِيرٌ فَابْتَلَعَهُ يُفْسِدُ صَوْمَهُ. (الفتاوى العالمكيرية ۱/۲۰۳).

([7] ) و اكره على اكل و شرب فعليه القضاء دون الكفارة (مبسوط للسرخسي ۳/۹۸).

ايضا: و اما الاكراه على افطار صوم شهر رمضان بالقتل في حق الصحيح المقيم فمرخص و الصوم افضل… (بدائع الصنائع ۲/۹۶).

([8] ) و مصرف هذه الصدقة ما هو مصرف الزكاة (الفتاوى العالمكيرية ۱/۱۹۴).

([9] ) باب المصرف…… هو فقير…. و مسكين ….. و هو مصرف ايضا لصدقة الفطر والكفارة والنذر وغير ذلك من الصدقات الواجبة. (الفتاوى الشامي ۲/۳۹۳).

([10]) فتاوى رحيميه ۷/۲۵۶.

([11] ) كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم.(سورة البقرة: 183)

([12] ) فالشيخ الفاني الذي لايقدر على الصيام يفطر ويطعم لكل يوم مسكينا كما يطعم في الكفارة والعجوز مثله كذا في البحرالرائق, ولو قدر على الصيام بعد ما فدى بطل حكم الفداء الذي فداه حتى يجب عليه الصوم(عالمكيري: 1/207)

([13])  لم أر من تعرض عندنا لحكم صومهم فيما إذا كا ن يطلع الفجر عندهم كما تغيب الشمس أو بعده بزمان لا يقدر فيها لصائم على أكل ما يقيم بنيته ولا يمكن أن يقال بوجوب موالاة الصوم عليهم لأنه يؤدي إلى الهلاك , فإن قلنا بوجوب الصوم يلزم القول بالتقدير وهل يقدر ليلهم بأقرب البلاد إليهم كما قاله الشافعية هنا أيضا أم يقدر لهم بما يسع الأكل والشرب أم يجب عليهم القضاء فقط دون الأداء كل محتمل فليتأمل. فتاوى شامي: ۱/۳۳ ، كتاب الصلوة مطلب في طلوع الشمس من مغربها، وايضا ۱/۳۶۵، مطلب في فاقد وقت العشاء كاهل بلغار، كتاب الصلوة.

ايضا: (قوله العاجز عن الصوم) اي عجزا مستمرا كمايأتي, أما لو لم يقدر عليه لشدة الحر كان له أن يفطر ويقضيه في الشتاء. (شامي: 2/427)

([14] ) و اذا قبل امراته و انزل فسد صومه من غير كفارة….. وان مسها فامنى يفسد صومه (تاتارخانية ۲/۳۷۱).

([15] ) و اذا نظر الى امراته بشهوة فامنى….او تفكر فامنى لايفسد (تاتارخانية ۲/۳۷۱)

([16] ) كما لو اكل او جامع ناسيا او احتلم او انزل بنظر او ذرعة القئ، فظن انه افطر فاكل عمدا فلاكفارة للشبهة (الفتاوى الشامي ۲/۴۱۱).

([17] ) او تفكر فامنى لايفسد…. و كذا ان احتلم (تاتارخانية ۲/۳۷۱) و في البحرالرائق: لايفطر من قاء و لام من احتلم (البحرالرائق ۲/۲۷۲).

([18] ) و اللمس والمباشرة والمصافحة والمعانقة كالقبلة ولاكفارة عليه. (البحرالرائق ۲/۲۷۲) و في الهندية و اذا قبل امراته و انزل فسد صومه من غير كفارة والمس والمباشرة والمصافحة كالقبلة (الفتاوى العالمكيرية ۱/۲۰۴).

([19] ) و لو مس المراة وراء ثيابها فامنى فان وجد حرارة جلدها فسد و الا فلا (الفتاوى العالمكيرية ۱/۲۰۴).

([20] ) و تجب عن نفسه و طفله الفقير (الفتاوى العالمكيرية ۱/۱۹۲).

([21] ) ثم اذا كان للولد الصغير او المجنون مال فان الاب او وصيه او جدهما او وصيه يخرج صدقة فطر انفسهما و رقيقهما من مالهما (الفتاوى العالمكيرية ۱/۱۹۲).

([22] ) و لا يؤدي عن زوجته ولاعن اولاده الكبار و ان كانوا في عياله و لو ادى عنهم او عن زوجته بغير امرهم اجزاهم استحسانا (عالمكيري ۱/۱۹۳).

([23] ) و تجب عن نفسه و طفله الفقير (الفتاوى العالمكيرية ۱/۱۹۲).

([24] ) والجد كالاب عند فقده او فقره كما اختاره  في الاختيار (شامي ۲/۳۶۱).

([25] ) فيجب على الولي اوالوصي اخراجها من مال الصبي والمجنون حتى لولم يخرجها وجب الاداء بعدالبلوغ. (البحرالرائق 2/252).

([26]) عن ابي سعيدعن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه نهى عن صوم يوم الفطر ويوم الأضحى.(ابن ماجة, حديث رقم: 1721, حديث صحيح)

عن أبي عبيد قال:-شهدت العيد مع عمر بن الخطاب . فبدأ بالصلاة قبل الخطبة . فقال إن رسول الله صلى الله عليه و سلم نهى عن صيام هذين اليومين يوم الفطر ويوم الأضحى.أما يوم الفطر فيوم فطركم من صيامكم.ويوم الأضحى تأكلون فيه من لحم نسككم.(سنن ابن ماجة,حديث رقم: 1722, حديث صحيح)

([27]) ولاقضاء عليه ان شرع فيها ثم أفطر كذا في الكنز(عالمكيري:1/201)

([28]) ولو قال لله علي صوم هذه السنة افطر يوم الفطر ويوم النحر وايام التشريق وقضاها كذا في الهداية.(عالمكيري:1/201).

([29] ) من جاء بالحسنة فله عشر امثالها (سورة الانعام: ۱۶۱) و يستحب صوم ايام البيض الثالث عشر والرابع عشر والخامس عشر(عالمكيري ۱/۲۰۱).

([30] ) صحيح البخاري، حديث شمېره: ۱۹۸۱

([31] ) سنن النسائي، حديث شمېره: ۲۴۲۰

([32] ) والمكروه تحريما كالعيدين اى وايام التشريق (شامي: ۲/۳۷۵).

و لو نذر صوم ايام المنهية او السنة صح و افطر الايام المنهية وجوبا وقضاها. (شامي: ۲/۴۳۳-۴۳۴).

([33] ) او اكل اوشرب عمدا غذاء او دواء قضى وكفر ككفارة الظهار.(البحرالرائق: 2/276).

([34] ) اذا اكل الصائم او شرب او جامع ناسيا لم يفطر ولا فرق بن الفرض والنفل(الفتاوى العالمكيرية 1/202).

([35] ) النائم اذا شرب فسد صومه وليس هو كالناسي لأن النائم او ذاهب العقل اذا ذبح لم توكل ذبيحته وتوكل ذبيحة من نسي كذا في فتاوي قاضي خان (عالمكيرية 1/202) (فتاوى الشامي: 2/301).

([36] ) لو فسا او ضرط في الماء لايفسد الصوم, ويكره له ذلك. (عالمكيرية 1/199) و اذا خرج دبره وهو صائم ينبغي أن لايقوم من مقامه حتى ينشف ذلك الموضع بخرقة كي لايدخل الماء جوفه ليفسد صومه, ولهذا قالوا لايتنفس في الإستنجاء اذا كان صائما. (الفتاوى العالمكيرية 1/204).


پیل په ب توري:

بالغ کېدل

که څوک په روژه کې د ورځې بالغ شي يا يو نامسلمان په رمضان کې د ورځې ايمان راوړي، په همدې ورځ دې خوراک او څښاک نه کوي؛ خو که داسې يې ونه کړل، پر دواړو قضا نشته . ([1])

که په روژه کې يو هلک له غرمې وړاندې بالغ شي او په دغه ورځ يې تر همدې وخته خوراک-څښاک نه وي کړی، او له غرمې وړاندې د روژې نيت وکړي او پوره يې کړي، روژه يې سهي ده. ([2])

بوډاوالي له امله د روژې نيولو وس نه لرل

که يو نر يا ښځه د بوډاوالي يا دوامداره ناروغۍ له امله روژې نشي نيولای او په راتلونکي کې يې هم د وس او روغتيا هيله نه وي، کولای شي د هرې روژې په بدل کې د يوې سرسايې هومره (۲.۳۲ کلو ګرامه غنم) يا يې قيمت ورکړي، او که له دې وروسته بېرته روغ شو بيا پرې قضا هم لازم ده. ([3])

بلغم

په روژه کې قصدا له خېټې څخه بلغم را وېستلو او توکولو سره روژه نه فاسديږي، خو که  بلغم له خېټې څخه خولې ته راوستل شي او د ډکې خولې په اندازه وي، او بيا قصدا بېرته تېر کړل شي؛ نو د امام ابويوسف رحمه الله په نزد یې روژه فاسديږي او د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد نه فاسديږي؛ ځکه احتياط پکار دی.([4])

او که بلغم يې له خولې څخه پر زنه را توی شي؛ نو که له خولې را جلا شوي و، او بیا يې خولې ته ننوېستل او تېر يې کړل،  روژه يې فاسديږي او که نه و جلا شوي، بلکې يو سر يې پر زنه او بل په خوله کې دننه و، بيا په بېرته کش کولو او تېرولو سره روژه نه فاسديږي . ([5])

[irp][irp][irp]

بواسير

كه يو څوک د خوني بواسيرو ناروغي ولري او د روژې له امله يې ناروغي زياتيږي او له ډېر تکليف سره مخ کيږي او د روژې نه نيولو په صورت کې يې ناروغي ښه کيږي؛ داسې ناروغ ته اجازه شته چې د رمضان روژې وخوري، چې کله روغ شي بيا دې قضا راوړي او فديه ورکول يې سهي نه دي .

خو که يو څوک داسې ناروغ وي چې د رغېدو اميد يې نه وي، هغه کولای شي د روژو فديه ورکړي؛ خو که له فديې ورکولو وروسته بيا روغ شو، فديه يې له منځه ولاړه او د هماغه روژو قضا به راوړي . ([6])

د بواسير ناروغ نشي کولای په روژه کې له مقعد دننه برخې باندې ملهم، تېل يا بله دوا وکاروي؛ ځکه چې له دې سره ډېر امکان شته چې دوا خيټې ته دننه ولاړه شه چې بیا یې روژه فاسدیږي  او که تر هغه حده ونه رسيږي هم يې د رسېدلو امکان شته، چې په دې صورت کې يې کارول مکروه دي؛ ځکه احتياط پکار دی .

که د قضا حاجت پر وخت د بواسير تڼاکې بهر را ووځي؛ نو له استنجا کولو وروسته بېرته له دننه کولو وړاندې يې وچول اړين دي، کنه د اوبو دننه تللو په صورت کې روژه فاسديږي . ([7])

د بېلمازه روژه

که څوک رمضان کې روژه نيسي او لمونځ نه کوي، روژه يې سهي ده او د لمانځه نه کولو ګناه يې پرخپل ځای ده، روژه جلا او لمونځ جلا حکم دی، يو له بل سره نه دي تړلي، که څوک روژه نيسي د الله يو امر پرځای کوي او چې لمونځ نه کوي له بل امر څخه يې سرغړونه کوي چې د هر يوه بدله به ور رسېږي . ([8])

بې هوښي

که څوک په رمضان کې بې هوښه شي؛ نو چې بې هوښي يې هر څو ورځې دوام وکړي د هغو ورځو قضا به راوړي البته په کومه ورځ چې بې هوښه شوی وي د هغې ورځې قضا به نه راوړي؛ ځکه چې د هغې ورځې روژه يې د نيت له امله سهي ده، او که په لومړۍ ورځ يې روژه له سره نيولې نه وه او يا يې کومه دوا يا اوبه له ستوني تېر شول بيا به د دې ورځې قضا هم را ګرځوي .

که چا د شپې له خوا د سبانۍ ورځې روژې نيت کړی و او له سهار راتللو وړاندې بې هوښه شو؛ نو که له صبح صادق وروسته تر ماښامه يې له ستوني څه تېر نه کړل د همدې ورځې روژه يې سهي شوه، اګر که ټوله ورځ يې په بې هوښۍ کې هم تېره شي .

د بې هوښۍ له امله روژه نه ماتيږي، او په داسې وخت کې د دوا او درملنې په موخه روژه ماتول روا ده . ([9])

که څوک د رمضان ټوله مياشت بې هوښه وي، له روغتيا وروسته به د ټولو روژو قضا راوړي . ([10])

د بل په روژه ماتي روژه ماتول

د بل چا په رالېږلي روژه ماتي روژه ماتولو کې هيڅ خنډ او بدوالی نشته، د روژې په ثواب کې هيڅ کموالی نه راځي او روژه ماتي ورکوونکي ته د روژه نيوونکي هومره ثواب ورکول کيږي.([11])

د بهر اوسېدونکو سرسايه

ځينې خلک چې په بهرنيو هېوادونو کې اوسېږي خپلو خپلوانو ته وايي چې د هغوی له خوا هم سرسايه ورکړي؛ نو په داسې وخت کې د هر هېواد قيمت د اعتبار وړ دی.

د دې ښه لاره دا ده چې د هغه ځای په ميانه مميزو، کجورو، يا غنمو د هغوی سرسايه ورکړي او يا دې د هغه ځای قيمت ورکړي، او که د دې شيانو قيمت دلته زيات وو، بيا دې د دې ځای حساب وکړي چې نېستمنو ته يې ډېره ګټه ورسيږي. ([12])

بنديانو ته سرسايه ورکول

که کوم بندي مسکين وي او د نصاب څښتن نه وي، سرسايه ورکول سهي دی.([13])


([1] ) ولو بلغ الصبي او اسلم كافر امسك يومه ولم يقض شيئا

([2] ) و انما تجوز النية قبل الزوال اذا لم يوجد قبل ذلك بعد طلوع الفجر ما ينافي الصوم. (عالمكيري ۱/۱۹۶).

([3] ) (ومنها كبرالسن) فالشيخ الفاني الذي لايقدر على الصيام يفطر ويطعم لكل يوم مسكينا كما يطعم في الكفارة كذا في الهداية والعجوز مثله كذا في السراج الوهاج وهو الذي كل يوم نقص الى ان يموت كذا في البحرالرائق….. لوقدرعلى الصيام بعدمافدى بطل حكم الفداءالذي فداه حتى يجب عليه الصوم هكذا في النهاية(عالمكيري 1/207)

([4] ) سئل ابراهيم عمن ابتلع بلغما, قال ان كان اقل من ملألفم فيه لاينقض اجماعا, وان كان ملأ فيه ينقض صومه عند أبي يوسف وعند أبي حنيفة لاينقض (فتاوى الشامي 2/400-415).

([5] ) وَلَوْ سَالَ لُعَابُهُ من فيه إلَى ذَقَنِهِ من غَيْرِ أَنْ يَنْقَطِعَ من دَاخِلِ فَمِهِ ثُمَّ رَدَّهُ إلَى فيه وَابْتَلَعَهُ لَا يُفْطِرُهُ لِأَنَّهُ لَا يَتِمُّ الْخُرُوجُ بِخِلَافِ ما إذَا انْقَطَعَ كَذَا في الظَّهِيرِيَّةِ في الْمُقَطَّعَاتِ في الْحُجَّةِ رَجُلٌ له عِلَّةٌ يَخْرُجُ الْمَاءُ من فَمِهِ ثُمَّ يَدْخُلُ وَيَذْهَبُ في الْحَلْقِ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة. (الفتاوى الهندية: 1/203)

ايضا: ولو أخرجه عن فمه الى ذقنه لم ينقطع عما كان دخل فمه ثم رده الى فمه وابتلعه لايفطره(خلاصة الفتاوى1/254)

([6] ) وان خاف زيادة العلة وامتداده فكذلك عندنا وعليه القضاء اذا اقطر (التاتارخانية: 2/383). وفي البحرالرائق: وللشيخ الفاني وهو (يفدي فقط) اى له الفطر وعليه الفدية وليست على غيره من المريض. (البحرالرائق: 2/286). وفي الهندية: ولو قدر على الصيام بعد ما فدى بطل حكم الفداء الذي فداه حتى يجب عليه الصوم. (عالمكيرية 1/207).

([7] ) واذا خرج دبره وهو صائم ينبغي ان لايقوم من مقامه حتى ينشف ذلك الموضع بخرقة كيلايدخل الماء جوفه فيفسد صومه…. والصائم اذا استقصى في الإستنجاء حتى بلغ الماء مبلغ الحقنة يفسد صومه. (عالمكيرية 1/204).

([8] ) كما في الشامية: وفيها فرأ القرآن ولم يعمل بموجبه يثاب على قرأته كم يصلي ويعصي, تحته في رد قوله يثاب على قرأته وان كان ياثم بترك العمل فالثواب من جهة والاثم من جهة اخرى. (شامي6/397). فتاوى دارالعلوم ديوبند 6/499.

([9] ) (وَيَقْضِي باغماء سِوَى يَوْمٍ حَدَثَ في لَيْلَتِهِ ) لِأَنَّهُ نَوْعُ مَرَضٍ يُضْعِفُ لقوى( القوى )وَلَا يُزِيلُ الحجى(الحجا)فَيَصِيرُ عُذْرًا في التَّأْخِيرِ لَا في الْإِسْقَاطِ  وَإِنَّمَا لَا يَقْضِي الْيَوْمَ الْأَوَّلَ لِوُجُودِ الصَّوْمِ فيه وهو الْإِمْسَاكُ الْمَقْرُونُ بِالنِّيَّةِ إذْ الظَّاهِرُ وُجُودُهَا منه وَيَقْضِي ما بَعْدَهُ لِانْعِدَامِ النِّيَّةِ  وَلَا فَرْقَ بين أَنْ يَحْدُثَ الْإِغْمَاءُ في اللَّيْلِ أو في النَّهَارِ في أَنَّهُ لَا يَقْضِي الْيَوْمَ الْأَوَّلَ وَإِنَّمَا ذَكَرَ الْمُصَنِّفُ حُدُوثَهُ في لَيْلَتِهِ لِيُعْلَمَ حُكْمُ ما إذَا حَدَثَ في الْيَوْمِ بِالْأَوْلَى لِوُجُودِ الْإِمْسَاكِ وهو ليس بِمُغْمًى عليه. (البحرالرائق: 2/290)

([10] ) ولو اغمى عليه رمضان كله قضاه وهذا بالاجماع كذافي معراج الدراية (فتاوى العالمكيرية:1/208).

([11]) عن زيد بن خالد الجهني قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من فطر صائما كان له مثل أجرهم من غير أن ينقص من أجورهم شيئا.(سنن ابن ماجة, حديث رقم: 1746, حديث صحيح)

([12]) فتاوى رحيميه: 7/195.

([13]) وجاز دفع كل شخص فطرته الى مسكين.(شامي:2/367).


پيل په پ توري:

پاکېدل:

که يوه مېرمن رمضان د ورځې په اوږدو کې له حيض څخه پاکه شي پر هغې واجب ده چې د نورو روژتيانو په څېر تر ماښامه له خوراک او څښاک څخه ډډه وکړي؛ خو دا ورځ يې روژه نه حسابيږي، د حيض د نورو ورځو په څېر به ددې ورځې قضا هم راګرځوي. ([1])

که يوه مېرمن له پوره لس ورځې حيض يا پوره څلوېښت ورځې نفاس وروسته د شپې په وروستۍ برخه کې هم پاکه شوه د سبانۍ ورځې روژه پرې لازمه ده . ([2])

او که په حيض کې له لسو ورځو او نفاس کې له څلوېښت ورځو پوره کېدلو وړاندې د شپې داسې وخت پاکه شي چې تر سپېدو راختلو په چټکۍ سره غسل کولای شي؛ نو د سبانۍ ورځې روژې نيت پرې لازم دی او روژه دې ونیسي، که دغه وخت يې غسل ونه کړ سهار دې وکړي .

او که تر سپېدو دومره وخت نه و چې په چټکۍ سره غسل وکړای شي، بيا ورته د همدې ورځې روژه نيول سهي نه دي، البته په دغه ورځ به د نورو روژتيانو په څېر له خوراک او څښاک څخه ډډه کوي او بيا به د دې ورځې قضا هم راګرځوي. ([3])

دغه راز که يوه مېرمن له سپېدو وروسته پاکه شي، هغه هم نشي کولای د دغې ورځې روژې نيت وکړي؛ خو نوموړې به هم د نورو روژتيانو په څېر تر ماښامه خوراک او څښاک نه کوي . ([4])

پخوانی عبادت:

تاريخ ته په کتلو معلوميږي چې روژه د دنيا تر ټولو پخوانی او زوړ عبادت دی. ([5])

له آدم عليه السلام څخه تر محمد صلی الله عليه وسلم پورې پر ټولو امتونو روژه فرض شوې ده، لکه الله تعالی چې وايي:

يٰٓاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَي الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ  . [البقرة: ۱۸۳]

ژباړه: اې مومنانو! پرتاسو باندې روژه داسې فرض شوې ده، لکه چې له ستاسو نه پرمخکنيو فرض شوې وه، ددې له پاره چې تاسې (له ګناهونو) ځان وساتئ (او پرهيزګاران شئ؛ ځکه چې روژه د شهواني توان ماتوونکې ده).

[irp][irp][irp]

پېچکاري:

له عادي لارو (خولې، مقعد، يا بل منفذ)  څخه نس يا دماغو ته د يو شي په ننوتلو يا ننويستلو روژه ماتيږي، له دې پرته د مساماتو له لارې بدن ته د يو شي په داخلېدلو روژه نه ماتيږي، لکه څنګه چې په لمبېدلو سره د مساماتو له لارې د انسان بدن ته د اوبو اثر ننوځي، د زهرجن حيوان په چيچلو سره د انسان بدن ته د مساماتو له لارې زهر ننوځي، او ډېر ځله د حيوان زهر مخامخ پر دماغو اغېز کوي او د ځينو حيواناتو زهر دومره اغېزمن وي چې د انسان بدن ته ننوځي سمدلاسه يې وشڼوي؛ خو په دې ټولو صورتونو کې د ټولو علماوو اتفاق دی چې روژه نه ماتيږي .

همدا حکم د پېچکارۍ هم دی؛ ځکه چې پېچکاري، که په غوښه کې وشي او که په رګ کې، اغېز يې  د مساماتو له لارې بدن ته ننوځي؛ خو له اړتيا پرته يوازې په دې موخه د طاقت پيچکاري لګول چې د روژې احساس ورته ونه شي، مکروه دي .

ځينې خلک په دې اند دي چې پيچکاري د نوي ساينس زېږنده ده او ډېر ځله په داسې وخت کې د خوراک لپاره کارول کيږي چې د يو ناروغ معده خواړه نشي هضمولای او يا د ستوني له لارې اوبه نشي تېرولای نو د پيچکاري  يا سيرون له لارې يې بدن ته د ګلوکوز په رسولو د ډوډۍ غذا پوره کيږي او د بدن اوبه يې پوره کيږي؛ نو که څوک پيچکاري ولګوي د روژې اصلي موخه ورڅخه پاتې کيږي؛ ځکه بايد په پيچکاري سره روژه ماته شي.

دا مسئله د دارالعلوم ديوبند ستر مفتي او د هندوستان مشهور عالم مولانا مفتي محمود حسن ګنګوهي رحمه الله په خپله فتاوی کې په ښه تفصيل سره بيا کړې، نوموړی وايي:

د روژې تعريف داسې دی: له سهار سپېدو تر لمر لوېدو پورې له خوراک-څښاک او جماع څخه ځان ژغورل . او پيچکاري که ۵۰ سي سي يا کم او زيات  ګلو کوز هم وي په دې تعريف کې خلل نه راولي.

خوراک-څښاک بديهي  دی، پيچکاري ته خوراک-څښاک نه ويل کيږي، او د رګونو تازه کول نه يوازې د پيچکاري له لارې راتلای شي؛ بلکې په يخو اوبو لمبېدلو، ايرکنډيشن ته په ناستې او ښيرازې سيمې ته په ورتللو هم ترلاسه کېدای شي، په سر غوړولو او مالش کولو سره هم غوړوالی دننه ځي او په عصابو کې نرموالی پيدا کيږي؛ خو په دې ټولو صورتونو کې روژه نه فاسديږي، دغه راز له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت دي چې په روژه کې به يې پر سر لوند ټوکر اچاوه څو د سختې ګرمۍ او تندې مخه ونيسي چې دا هم په ښکاره د روژې د مقصد او موخې خلاف دی.

پخوانيو يوناني طبيبان په ځينو ناروغيو کې د تپ ورکولو له لارې د ځينو ناروغيو درملنه کوله، هغه داسې چې يو ډول درمل به يې ګرم کړل  او د مساماتو له لارې به يې  د ناروغ بدن ته داخل کړل، دا هغه چاره وه چې په عامو حالاتو کې د ستوني له لارې ترسره کيدله خو په ځينو وختونو کې چې به د ستوني له لارې ممکنه نه وه، بيا به يې د مساماتو له لارې بدن ته درمل داخلول، د هغه وخت فقهاء او مجتهدين له دې کړنې څخه ښه خبر وو؛ خو هيچا دا چاره د روژې ماتوونکې نه ده بللې.

که د اوسني ساينس د پرمختګ له امله پر ډاکټرانو باور کيږي چې د رګونو له لارې بدن ته د درملو په داخلولو د خوراک-څښاک مقصد تر لاسه کيږي چې تجربو هم دا چاره ثابته کړې ده؛ نو له نن څخه څه باندې څوارلس سوه کاله پخوا زموږ خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم په دې اړه موږ ته خبر راکړی چې سبحان الله، الحمدلله د خوړو د مقصد په ترلاسه کولو کې ګټور دی او د ډېرو کلکو هوډمنو مسلمانانو تجربه هم ده چې د دې کلماتو په ويلو سره يې د لوږې احساس کم شوی، چې دا باور تر دې ډېر قوي دی؛ نو ايا د ډاکټرانو د باور له امله دا هم د روژې ماتونکی وګڼل شي، او غيبت خو قرآن کريم هم د مسلمان ورور د غوښې خوړل ياد کړی چې په حديث کې يې ژوندي مثالونه شته چې يو چا غيبت کړی، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ويلي چې قی وکړي، هغه چې قی کړی د غوښې ټوټې يې قی کړي؛ نو ايا غيبت هم د روژې ماتوونکی وګڼل شي!؟

[irp][irp][irp]

ځينې صورتونه داسې هم شته چې په ښکاره خوراک-څښاک  وشي؛ خو د خوړو مقصد (مړښت) پکې معتبر نه وي، لکه يو څوک د کونځلې دانه وخوري، هيڅ مړښت نه ترلاسه کوي؛ خو روژه يې فاسده شوه، او يو څوک په هېره ښه ډېر خوراک-څښاک وکړي، خوراک هم وشي او مقصد يې هم تر لاسه شي؛ خو روژه يې نه فاسديږي.

او ځينې صورتونه خو داسې دي چې خيټې ته د يو شي په ننوتلو د ګټې پر ځای تاوان اړوي؛ خو روژه ورسره فاسديږي، لکه يو څوک په مرمۍ ولګيږي او مردک دننه خېټې ته ننوځي او هلته پاتې شي، روژه يې فاسديږي، په خوب کې احتلام کېدلو سره د جماع مقصد ترلاسه کيږي؛ خو روژه نه ورسره فاسديږي، او په يوازې کتلو سره چې انزال وشي، هم روژه نه فاسديږي.

اصلي خبره دا ده چې په يو قانون باندې شريعت څه ډول د عمل کولو لارښوونه کړې وي، هغه ډول دې پلی شي، او که څوک يو قانون ته له ځانه مقصد وټاکي او هغه ترسره کړي، داسې څوک په قانون باندې عمل کوونکی نه بلل کيږي. ([6])

د پۍ ورکوونکې خاطر:

که يوه مېرمن کمکي ته پۍ ورکوي او د روژې نيولو په صورت کې  هغې او يا يې کمکي ته زيان رسېږي، کولای شي روژه ونه نيسي او بيا به يې قضا راګرځوي.

او که کمکي ته د مېرمنې له پيو پرته نور څه ورکولای شي بيا ورته روژه خوړل روا نه دي .([7])

پۍ ورکولو سره روژه نه ماتېږي

کمکي ته په پۍ ورکولو سره د مېرمنې روژه نه ماتېږي؛ ځکه چې د پۍ ورکولو پر وخت بدن ته څه نه ننوځي؛ بلکې ورڅخه را وځي.([8])

پېشلمی:

له نيمې شپې وروسته د صبح صادق له را ختلو تر وړاندې پورې د پېشمني وخت دی، په دغه وخت کې څه ناڅه خوراک کول سنت دي او غوره دا ده چې پېشمنی د شپې په ترټولو وروستۍ برخه کې وشي خو دومره ناوخته نه، چې پېشمنی په شک کې شي.

که مؤذن له صبح صادق راختلو وړاندې اذان وکړ، پېشلمی نه بنديږي ترڅو چې صبح صادق نه وي راختلی. ([9])

اذان بايد له صبح صادق را ختلو وروسته وشي، او خلک بايد په دې پوه شي چې د اذان په وخت کې هم خوراک کول ممنوع دی.

د پېشمني له پای ته رسولو وروسته په زړه کې نيت کول بسنه کوي او که په ژبه دا توري ووايي، غوره ده: بِصَوْمِ غَدٍ نَوَيْتُ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ.

ژباړه: د رمضان سبانۍ ورځې روژې نيت کوم.

پېشلمي کې څه ناڅه خوراک کول غوره دي، رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم وايي: «فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السّحر» يعني: زموږ او نورو اهل کتابو د روژو تر منځ د پېشلمي توپير دی.([10])

بل حديث کې راځي: ان الله وملائكته يصلون على المتسحرين. ([11])

ژباړه: الله په پېشلمي کوونکو رحمت نازلوي او پرښتې ورته د بخښنې دعاوې کوي.

بل حديث کې فرمايي: تسحروا فإن في السحور بركة. ([12])

يعني: پېشلمی کوئ ځکه چې پېشلمي کې برکت وي.

که پېشلمي کې د چا اشتها نه وي، هم دې يو-دوه کجورې يا يو غړپ اوبه وڅښي څو په سنت عمل راشي .([13])

پېشلمي کې وروسته والی مستحب دی، خو دومره يې ځنډول سهي نه دي چې د سپېدو را ختلو شک پیدا شي، کله چې سپېده راپورته شي بيا خوراک او څښاک بندول لازم دي، که له دې وروسته هم چا خوراک اوڅښاک وکړ روژه يې نه سهي کيږي .

پېشلمي کې دومره وروسته والی کول چې د سپېدو را ختلو وېره وي، مکروه ده . ([14])

که چا په دې شک پېشلمی يوه يا دوه دقيقې وروسته کړ چې ښايي لا به سهار شوی نه وي او وروسته څرګنده شوه چې سهار را ختلی و، روژه يې ماته ده؛ خو دا ورځ دې تر ماښامه خوراک-څښاک نه کوي او له رمضان وروسته دې يوه بله روژه ونيسي او کفاره پرې نشته.([15])

[irp][irp][irp]

 د پېشلمي اعلان:

د پېشلمي د سهي وخت اعلانولو لپاره چې نن سبا کوم اسباب کارول کيږي، لکه : توپ وېشتل، نغاره غږول او يا لاسپيکر کې اعلان کول، ددې په اړه قرآن يا حديثو کې څه نه دي راغلي، البته جنګ یا نکاح د ساده دريا (دف) له لارې اعلانولو يادونه په احاديثو کې راغلې ده؛ نو که پېشلمی هم پر هغو قياس شي او له دغو لارو په خپل وخت کې اعلان وکړل شي، روا ده؛ خو پرلپسې اعلانونه کول چې مسلمانانو ته د اذيت سبب شي، يا تهجد کوونکو او ذکر او تلاوت کوونکو ته خنډ شي، ښه کار نه دی او داسې کول د ثواب پر ځای ګناه ډېروي، له همدې امله بايد له ډېرو او پرلپسې اعلانونو ډډه  وشي او يوازې د اړتيا له مخې دې وشي. ([16])

له پېشلمي پرته روژه:

پېشلمی سنت دی، فرض يا واجب نه دی؛ نو که څوک د شپې را ويښ نه شو او يا را ويښ شو؛ خو څه  يې ونه خوړل او له پېشلمي کولو پرته يې روژه ونيوله، هيڅ پروا نه کوي، روژه يې سهي ده، او د پېشلمي نه کولو له امله روژه پرېښودل ناروا او لويه ګناه ده . ([17])

له پېشلمي وروسته کوروالی:

له پېشلمي وروسته که تر سپېدو پورې وخت و، مېرمنې سره کوروالی روا دی، البته له سپېدو وړاندې ځان فارغول اړين دي، او که څوک تر سپېدو پورې په کوروالي بوخت و، روژه يې ماته ده، قضا او کفاره دواړه لازميږي .

غسل له سپېدو وړاندې يا وروسته کولو سره پر روژې اغيز نه کيږي، البته دومره وروسته کول نا روا دي چې د سهار لمونځ قضا شي . ([18])

له پېشلمي وروسته خوله کنګالول:

پېشلمی چې وکړئ له سپېدو وړاندې خوله کنګال او غړغړه وکړئ، او  مسواک وکاروئ، چې د خوراک ذرې به خوله کې پاتې نشي . ([19])

د پېشلمي مسنون وخت:

له نيمي شپې وروسته تر سپېدو لږ وړاندې پورې د پېشلمي سنت وخت دی، او د شپې تر ټولو وروستی وخت يې ډېر غوره دی؛ خو دومره ناوخته نه چې د سپېدو را ختلو وېره پيدا شي . ([20])

فقهاوو د پېشلمي د وخت په اړه ليکلي دي چې : که شپه په شپږو برخو ووېشل شي؛ نو وروستۍ برخه يې د پېشلمي وخت دی، د مثال په توګه له لمر پرېوتو تر سهار سپېدو پورې دوولس ساعته وي، او چې دوولس په شپږو برخو ووېشل شی دوه دوه ساعته رسيږي؛ نو په وروستيو دوو ساعتونو کې بايد پېشلمی وشي او په دغو دوو ساعتونو کې هم آخر وخت ډېر غوره دی، څو تر سهاره بدن کې بيداري پاتې وي، لمونځ په جمعه وشي او له پېشلمي وړاندې وخت په نهاره تهجد لمونځ کول جلا کيفيت لري . ([21])


([1] ) او طهرت حائض……امسك يومه وقضى ولم يكفر….. لما قدمنا ان كل من صار اهلا للزوم لم يكن كذلك في اول اليوم فانه يجب عليه الامساك لانه وجب عليه القضاء لحق الوقت لانه وقت معظم و انما وجب القضاء على المسافر والحائض لما تقدم أن أصل الموجوب عليهما و انما المتاخر وجوب الاداء. (البحرالرائق 2/291).

([2] ) ولو طهرتا قبل طلوع الفجر فانه تنظر ان كان الحيض عشرة ايام والنفاس اربعون يوما فعليهما قضاء صلوة العشاء ويجزيهما صومهما من الغد عن رمضان.(تاتارخانية2/396).

([3] ) وان كان الحيض دون العشرة والنفاس دون اربعين فانه ينظر إن وجدتامن الليل مقدار مايسع فيه الإغتسال وساعة قبل طلوع الفجر فكذلك الجواب و الا فلايلزمها قضاء العشاء ولا يجزيهما صومهما من الغد وعليهما قضاء ذلك اليوم(تاتارخانية 2/398).

([4] ) و اماالحائض والنفسآء إن طهرتا بعد طلوع الفجر فلايجزيهما صوم ذلك اليوم (تاتارخانية 2/398) ولاياكل بقية يومه (تاتارخانية 2/397).

([5]) قال علي رضي الله عنه: كتب الصيام على آدم فمن بعده….(نزهة المجالس:1/188).

([6] ) فتاوى محموديه ۱۰/۱۴۶-۱۵۲

([7] ) فصل في العوارض المبيحة لعدم الصوم….. او مرضع أماكانت اوظئرا على الظاهر خافت بغلبة الظن على نفسها او ولدها وقيده البهنسي تبعا لان الكمال بما اذا تعينت للارضاع, درمختار(شامي:2/422).

([8] ) لقوله عليه السلام: الفطر ممادخل وليس مماخرج. رواه ابويعلى الموصلي في مسنده(البحرالرائق:2/278).

([9] ) وكلوا واشربوا حتى يتبين لكم الخيط الأبيض من الخيط الأسود من الفجر.(البقرة187) ويكره تاخيرالسحور الى وقت يقع فيه الشك هكذا في السراج الوهاج(عالمكيرية:1/200)

([10] ) الصحيح لمسلم حديث رقم: (1096).

([11] ) صحيح ابن حبان حديث رقم: 3467.

([12] ) صحيح البخاري, حديث رقم: 1923.

([13] ) عن عبدالله بن عمر رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: تسحروا ولوبجرعة من ماء.رواه ابن حبان في صحيحه (الترغيب والترهيب۲/۲۶۲)

([14] ) تاخيرالسحور مستحب كذافي النهاية.(عالمكيري: 1/200).

والسنة فيها هوالتاخير لأن معنى الإستعانة فيه ابلغ.(بدائع الصنائع: 2/105)

ايضا: ويكره تاخيرالسحور إلى وقت يقع فيه الشك هكذا في السراج الوهاج.(عالمكيري: 1/200).

[15] : مراقي الفلاح، ص: ۳۶۹ ط: قديمي كتب خانه, تسحر على ظن أن الفجر لم يطلع وهو طالع قضاه ولاكفارة عليه لأنه ماتعمد الإفطار كذا في محيط السرخسي.(عالمكيرية: 1/194)

([16] ) وعن الحسن لابأس بالدف في العرس ليشتهر, وفي السراجية هذا اذالم يكن له جلاجل ولم يضرب على هيئة التطرب… اقول: وينبغي أن يكون طبل السحر في رمضان لايقاظ النائمين للسحور كبوق الحمام تامل.(شامي: 6/350).

([17] ) ويستحب السحور وتاخيره (الدرالمختار: 2/419, فتاوى هندية: 1/200).

([18] ) وكذا عند طلوع الفجر وإن أمنى بعد النزع لأنه كالاحتلام ولو مكث حتى أمنى ولم يتحرك قضى فقط وإن حرك نفسه قضى وكفركما لو نزع ثم أولج. (شامي: 2/397)

([19] ) احسن الفتاوى: 4/453.

([20] ) التسحر مستحب ووقته آخرالليل, قال الفقيه ابوالليث هوالسدس الأخير هكذا في السراج الوهاج.(عالمكيري: 1/200).

([21] ) قوله: ويستحب السحور….وهو اسم للماكول في السحر, وهو السدس الأخير من الليل.(شامي: 2/419).


پيل په ت توري:

تپ، ګرمي:

که په روژه کې يو څوک د ډېرې ګرمۍ او تپ له امله دومره تکليف شي چې روژه نيول يې له وسه بهر شي او روژه ماته کړي، کفاره پرې نشته، يوازې قضا به يې راوړي.([1])

د تخرګ وېښتان اخيستل:

د روژې په حالت کې د تخرګ وېښتان اخېستل جائز دي، پر روژې هيڅ اغېز نه کوي . ([2])

تناسلي آله:

که نر په روژه کې خپلې تناسلي آلې سوري کې درمل، تېل، اوبه يا بل شی وڅڅوي، يا يې د پيچکاري له لارې ور ننباسي، روژه يې نه فاسديږي. ([3])

که په روژه کې سړي او مېرمنې يو له بل سره شرمځايونه ولګول او دخول يې ونه کړ، بېرته سره لرې شول او انزال يې هم ونه شو، روژه يې نه فاسديږي، البته په روژه کې داسې کول مکروه دي .([4])

[irp][irp][irp]

تنده:

د خوړو پخولو يا بل کوم اړين کار کولو له امله څوک دومره تږی شو چې مرګ ته نږدې شو، هغه دې د ځان ژغورلو له امله روژه ماته کړي او بيا دې قضا را وګرځوي. ([5])

که د معمولي تندې له امله څوک اوبه وڅښي، هم به قضا راوړي او هم به کفاره ورکوي . ([6])

په روژه کې بايد دومره ډېر کار ونشي چې انسان له سختې تندې يا لوږې سره مخ شي، که څوک داسې وکړي پر ځان د ظلم له امله ګناهګار دی . ([7])

توپ وېشتل:

په روژه ماتي کې توپ وېشتل يا دې ته ورته بل داسې څه کول چې خلکو ته د روژه ماتي د وخت درک وشي، جائز دی، البته دا شيان په مسجد کې نه ښايي بلکې له مسجده بهر دې تر سره شي څو د مسجد بې احترامي ونشي. ([8])


پيل په ټ توري:

ټپ:

که د چا په سر يا نس کې ژور ټپ  و؛ نو په لندو درملو کارولو سره يې روژه ماتېږي، او که درمل وچ  وو؛ نو په دې کې تفصيل دی : که دغه درمل په يقين سره ټپ ته دننه ورسېږي روژه فاسدوي او کنه، نه يې فاسدوي . ([9])

ټول کال روژې:

که يو څوک د ټول کال روژو نذر ونيسي، پرې لازم ده چې ټول کال يې ونيسي، البته د ۱۰-۱۱-۱۲-۱۳ مې ذو الحجې او کمکي اختر په ورځ دې نه نيسي، ددې ورځو دې بل وخت قضا راوړي . ([10])

ټي بي ناروغ:

که د ټي بي ناروغ ته روژې نيول زيان رسوي او ماهر ډاکتر يا حکيم يې منع کړي، کولای شي روژې وخوري او له رغېدو وروسته دې قضا را وګرځوي، او که تر مرګه يې د ناروغۍ د رغېدو هيله نه وي، بيا دې د هرې روژې په بدل کې د يوې سرسايې هومره فديه ورکړي؛ خو که له فديې وروسته بېرته روغ شو، بيا پرې واجب ده چې قضا را وګرځوي.([11])

[irp][irp][irp]

ټېغونه اېستل (ارږل):

له سپېدو وروسته که چاته ټېغونه ورشي، روژه يې نه فاسديږي اګر که ستوني ته يې اوبه هم راشي.([12])


پيل په ج توري:

جمعه وروسته کول:

د روژه ماتي له امله د ماښام لمونځ پنځه-شپږ دقيقې وروسته کول پروا نه کوي؛ خو له دې زيات يې مه وروسته کوئ . ([13])

جنتري کارول:

روژه ماتی د لمر لوېدلو پر بنسټ کېږي، نه د جنتري پر بنسټ، جنتري کله ناسمه هم کېدلای شي.

خو که کومه جنتري د لمر ختو او لوېدو په ښودلو کې سمه ثابته شوه؛ نو له سهي ګړۍ سره سم يې په مهالوېش روژه ماتی کول جائز دي.([14])

جهاد:

که مجاهدين په سنګر کې وي او د روژې له امله يې د مبارزې په ميدان کې بدن کمزوری کيږي، روژه دې نه نيسي او بيا دې قضا راوړي.([15])


([1]) قوله ( فإن أجهد الحر الخ ) قال في الوهبانية فإن أجهد الإنسان بالشغل نفسه فأفطر في التكفير قولين سطروا قال الشرنبلالي صورته صائم أتعب نفسه في عمل حتى أجهده العطش فأفطر لزمته الكفارة وقيل لا وبه أفتى البقالي.(شامي: 2/420).

ايضا: ومنها العطش والجوع كذلك اذا خيف منها الهلاك او نقصان العقل.(عالمكيري:1/207).

([2] ) الصوم في الشرع الامساك عن المفطرات الثلاث حقيقة او حكما في وقت مخصوص من شخص مخصوص مع النية (البحرالرائق 2/259).

([3]) اذا اقطر في احليله لايفسد صومه عند أبي حنيفة ومحمد رحمهماالله كذافي محيط السرخسي سواء أقطر فيه الماء او الدهن.(عالمكيري: 1/204)

([4]) ولابأس بالقبلة اذا امن على نفسه….والمباشرة الفاحشة مثل التقبيل(هداية:1/199)

ايضا: والمباشرة الفاحشة ان يتعانقان وهما مجردان ويمس فرجه فرجها وهو مكروه بلاخلاف هكذا في المحيط.(عالمكيري: 1/200).

[5] : الباب الخامس في الاعذار التي تبيح الافطار: ومنها العطش والجوع كذلك اذا خيف منها الهلاك او نقصان العقل…. وخشيت الهلاك بالصوم. (عالمكيرية 1/207).

([6] ) اكل او شرب عمدا غذاء او دواء قضى وكفر. (البحرالرائق 2/276).

([7] ) قوله فان اجهد الحر الخ.. قال في الوهبانية: فان اجهدالانسان بالشغل نفسه فافطر, في التكفير قولين سطروا. قال الشرنبلالي: صورته صائم اتعب نفسه في عمل حتى اجهده العطش فافطر لزمته الكفارة وقيل لا وبه افتى. (شامي: 2/420).

([8] ) وعن الحسن لا بأس بالدف في العرس ليشتهر  وفي السراجية هذا إذا لم يكن له جلاجل ولم يضرب على هيئة التطرب اه. أقول: وينبغي أن يكون طبل المسحر في رمضان لإيقاظ النائمين للسحور كبوق الحمام. تأمل. (حاشية ابن عابدين: 5/307).

([9] ) أو داوى جائفة أو آمة ) فوصل الدواء حقيقة إلى جوفه ودماغه قوله ( فوصل الدواء حقيقة ) أشار إلى أن ما وقع في ظاهر الرواية من تقييد الإفساد بالدواء الرطب مبني على العادة من أنه يصل وإلا فالمعتبر حقيقة الوصول حتى لو علم وصول اليابس أفسد أو عدم وصول الطري لم يفسد وإنما الخلاف إذا لم يعلم يقينا فأفسد بالطري حكما بالوصول نظرا إلى العادة ونفياه كذا أفاده في الفتح. (شامي: 2/402)

([10] ) وَلَوْ قال لِلَّهِ عَلَيَّ صَوْمُ هذه السَّنَةِ أَفْطَرَ يوم الْفِطْرِ وَيَوْمَ النَّحْرِ وَأَيَّامَ التَّشْرِيقِ وَقَضَاهَا (الفتاوى العالمكيرية:1/201)

([11] ) المريض اذا خاف على نفسه التلف…. يفطر بالإجماع و إن خاف زيادة العلة و امتداده فكذلك عندنا وعليه القضاء اذا افطر…. ثم معرفة ذلك باجتهاد المريض…اوباخبار طبيب مسلم غير ظاهرالفسق. (عالمكيرية: 1/207). ولو قدر على الصيام بعد فدى بطل حكم الفداء الذي فداه حتى يجب عليه الصوم (عالمكيرية: 1/207).

([12] ) فتاوى رشيدية كامل ص: ۳۷۱.

([13] ) و يستحب تعجيل الإفطار قبل طلوع النجم… ويعجل الإفطار ولا يصلي المغرب قبل الإفطار لانه سنة. (فتاوى جامع الفوائد ص: 76, فتاوى رحيمية 6/244).

([14] ) فتاوى دارالعوم ديوبند مدلل ومكمل: 6/308.

([15] ) الغازي اذا علم أنه يقاتل العدو في رمضان وهو يخاف الضعف فله أن يفطر. (هندية: 1/208).


پيل په ح توري:

د حائضې خوراک او څښاک:

حائضه مېرمن کولای شي په رمضان کې خوراک او څښاک وکړي؛ خو که له نورو روژه تيانو يې پټ وکړي غوره ده.([1])

حيض په حالت کې روژه:

مېرمنو ته روا نه دي چې د حيض په موده کې روژه ونيسي او يا لمونځ وکړي . ([2])

حيض هغې وينې ته وايي چې د يوې روغې او بالغې مېرمنې له رحم څخه د کم ترکمه پنځلس ورځو په ځنډ سره راځي، د حيض کمه موده درې ورځې او درې شپې ده او زياته موده يې لس ورځې او لس شپې ده، که له دې څخه کمه يا زياته موده د کومې مېرمنې وينه راغله، هغه حيض نه بلل کيږي؛ بلکې ناروغي (استحاضه) ده، د استحاضې په شپو-ورځو کې به مېرمن روژې هم نيسي او لمونځ به هم کوي.([3])

که یوه مېرمن د رمضان په منځ کې له حيض څخه پاکه شي، هغه دې نورې روژې پيل کړي او د پاتې روژو دې بيا قضا راوړي او د حيض په موده کې د پاتې شويو لمونځونو قضا پرې نشته .

که يوې مېرمنې روژه نيولې وه او د ورځې په منځ کې يې حيض راغی، روژه يې فاسده شوه او کولای شي خوراک او څښاک وکړي، بيا چې د حيض د ورځو د روژو قضا راوړي د همدې ورځې قضا دې هم راوړي.([4])

د حيض په حالت کې کوروالی کول، قرآن کريم ته لاس ور وړل، مسجد ته تلل، لمونځ کول، روژه نیول او د بيت الله طواف کول ناروا او حرام دي.([5])

د حيض په شپو کې د پاتې شويو لمونځونو قضا نشته؛ خو د خوړلو روژو قضا لازمه ده.([6])

که يوې مېرمنې فرض لمونځ د وخت په وروستۍ برخه کې کاوه او د لمانځه په منځ کې يې حيض راغی، لمونځ يې مات شو، له پاکېدلو وروسته د همدې لمونځ قضا هم پرې نشته .

او که د نفل لمانځه په منځ کې يې حيض راغی، له پاکېدلو وروسته يې قضا لازمه ده.([7])

که يوه مېرمن نفل روژه ونيسي او د ورځې په لړ کې يې حيض راشي، د دې روژې به هم قضا راوړي اګر که حيض يې د ورځې په وروستۍ برخه کې راغلی وي.([8])

که د کفارې د روژو په منځ کې د يوې مېرمنې حيض راغی د کفارې د روژو پرله پسېوالي (تسلسل) ته يې زيان نه رسوي، له پاکېدلو سمدستي وروسته دې بيا روژې پيل او دوه مياشتې پوره کړي، او که له پاکېدلو وروسته يوه ورځ هم روژه پرېږدي، تسلسل يې له منځه ولاړ او بيا به دوه مياشتې له سره پيلوي.([9])

[irp][irp][irp]

که د يوې مېرمنې حيض درې ورځې راغی خو درې شپې رانغی، د مثال په توګه د جمعې په سهار پيل شو او د يکشنبې له لمر پرېوتلو وړاندې بند شو، حيض نه؛ بلکې ناروغي ګڼل کيږي، ځکه چې د حيض لپاره کم تر کمه وخت پوره درې شپې او درې ورځې دی.([10])

د حيض په موده کې چې  سور، زېړ، شين، خاورين هر رنګ راشي، حيض ګڼل کيږي، کله چې ايښودل شوی ټوکر داسې سپين ښکاره شي څنګه چې له ايښودلو وړاندې و، بيا پاکوالی راغی.([11])

له نهه (۹) کلنۍ وړاندې او پنځه پنځوس (۵۵) کلنۍ وروسته د مېرمنې حيض نه راځي؛ نو که له نهه کلنۍ وړاندې د کومۍ نجلۍ وينه راشي هغه ناروغي ګڼل کيږي، دغه راز که له پنځه پنځوس کلنۍ وروسته هم د مېرمنې حيض نه راځي؛ خو راتلل يې ممکن دي؛ نو که له دې عمر وروسته هم د کومې مېرمنې وينه راشي هغه دې وګوري، که د تېر عمر په څېر، زېړ، شين او خاورين رنګ پکې و، حيض دی او که هغسې رنګونه نه  وو، ناروغي (استحاض) ګڼل کيږي.([12])

که د يوې مېرمنې د حيض موده تل درې يا څلور ورځې وه؛ خو يو ځل يې موده زياته شوه؛ نو که له لسو ورځو زياته نشوه، حيض ګڼل کيږي، اوکه له لسو ورځو زياته شوه، بيا حيض هماغه درې يا څلور ورځې دی او نوروې ورځې ناروغي شمېرل کيږي.

د دې مثال داسې دی لکه د یوې مېرمنې حيض تل څلور ورځې و خو یوه مياشت لس ورځې او لس شپې راغی؛ نو دا ټولې لس ورځې او لس شپې حيض ګڼل کيږي؛ خو که له لسو ورځو او شپو لږ وخت هم زيات شو، بيا له پخواني عادت څخه زیاته موده ناروغي ګڼل کيږي، د هغو ورځو د لمونځونو قضا به راګرځوي .

که د يوې مېرمنې د حيض موده معلومه نه وه، کله څلور، کله پنځه ، کله شپږ، او کله لس ورځې راځي، دا ټول حیض ګنل کیږي؛ خو که يوه مياشت له لسو ورځو یو څه وخت هم زياته موده راغی بيا دې وګوري چې له دې نه وړاندې مياشت کې يې حيض هر څو ورځې و هغومره ورځې يې دا میاشت هم حيض ګڼل کيږي او نورې ورځې ناروغي (استحاضه) ده.

که د يوې مېرمنې عادت څلور ورځې و او بيا يوه مياشت پنځه ورځې شو او ورپسې مياشت يې پنځلس ورځې وينه راغله؛ نو د نوموړې حيض به پنځه ورځې حسابيږي او لس ورځې ناروغي،  د پخواني عادت اعتبار يې له منځه ځي او داسې ګڼل کيږي لکه د نوموړې عادت چې له څلورو ورځو څخه پنځو ورځو ته بدل شوی دی.([13])

که د يوې نجلۍ په لومړي ځل حيض راغی؛ نو که له لسو ورځو کم يا لس ورځې و، حيض دی او له دې زيات استحاض ګڼل کيږي .([14])

که د يوې نجلۍ لومړی ځل حيض راشي او همداسې روان وي او ډېره موده دوام وکړي؛ نو له لومړۍ ورځې څخه تر لسو ورځو او شپو پورې حيض شمار کيږي او شل ورځې ناروغي، د بلې مياشت هم لومړنۍ لس ورځې حيض او ورپسې شل ورځې ناروغي، د ناروغۍ په ورځو کې به لمونځونه  کوي او روژې به هم نيسي.([15])

د دوو حيضونو تر منځ کمه موده پنځلس ورځې ده او د زياتې مودې ټاکلی وخت نه دی معلوم؛ نو که د يوې مېرمنې حيض د يو څه له امله بند شي، ترڅو يې چې حيض راځي ټوله موده به پاکه وي.([16])

که د يوې مېرمنې درې ورځې حيض راغی او بيا پنځلس ورځې پاکه وه، او بيا درې ورځې حيض راغی؛ نو هغه د سر درې ورځې او دغه درې ورځې يې حيض شمېرل کيږي او په منځ کې پنځلس ورځې پاکوالی دی.([17])

که يوه يا دوه ورځې يې وينه راغله او بيا پنځلس ورځې پاکه وه، بيا يوه يا دوه ورځې وينه راغله؛ نو ټولې ورځې يې پاکوالی شمېرل کيږي؛ ځکه چې د حيض کم ترکمه موده درې ورځې ده.([18])

که د يوې مېرمنې يوه يا څو ورځې وينه راغله او بيا له پنځلسو کمې ورځې پاکه وه، د پاکوالي ورځې معتبرې نه دي، داسې ګڼل کيږي چې ټولې ورځې يې وينه راغلې ده، نو چې پخوانی عادت يې هر څو ورځې و هغومره به حيض شمېرل کيږي او نورې ورځې ناروغي (استحاضه) .

د مثال په ډول  د يوې مېرمنې عادت دی چې د هرې مياشتې لومړۍ، دوهمه او دريمه ورځ يې حيض راځي؛ خو يوه مياشت داسې پېښه شوه چې د مياشتې په لومړۍ نېټه يې يوه شپه وينه راغله او بېرته ودرېده، بيا څوارلس ورځې پاکه وه او بيا يې يوه ورځ  وينه راغله، دا داسې ګنل کيږي لکه شپاړس ورځې ټولې يې چې وينه راغلې وي؛ نو د نوموړې له عادت سره سم د مياشتې لومړۍ درې ورځې يې حيض او نورې ديارلس ورځې ناروغي (استحاضه) ګڼل کيږي، او په همدې صورت کې که د کومې مېرمنې عادت د مياشتې څلورمه، پنځمه او شپږمه نېټه د حيض ورځې وي؛ نو څلورمه، پنځمه او شپږمه ورځ  يې حيض او لومړنۍ درې ورځې او لس  ورځې وروستۍ يې ناروغي (استحاضه) شمېرل کيږي، او که پخوا يې عادت  نه  و او لومړی ځل يې وينه راغله؛ نو لومړی لس ورځې يې حيض او نورې ورځې ناروغي (استحاضه) ګڼل کيږي.([19])

د مېندوارۍ په ورځو کې چې وينه راشي هم حيض نه ګڼل کيږي؛ بلکې ناروغي (استحاضه) ګڼل کيږي.([20])

د کمکي د پيدا کېدو پر وخت چې له پېدايښت وړاندې کومه وينه راځي هغه هم استحاضه ده؛ بلکې څو پورې چې د کمکي ډېره برخه نه وي راوتلې، تر هغو وينه ناروغي (استحاضه) ګڼل کيږي.([21])


([1] ) و اجمعوا على أنه لا يجب التشبه على الحائض والنفساء(خلاصة الفتاوى: 1/263). ومن لم يكن على تلك الصفة لم يجب الامساك كمافي حالة الحيض والنفاس ثم قيل الحائض تاكل سرا لا جهرا وقيل تاكل سرا وجهرا. (البحرالرائق: 2/289).

([2] ) يمنع (اي الحيض) صلاة مطلقا ولو سجدة شكر وصوما اي يحرمه و يمنع صحته لاوجوبه. (فتاوى شامي 1/290).

([3] ) وهو دم ينفضه رحم امرأة سليمة عن داء وصغر و اقله ثلاثة ايام واكثره عشرة, فما نقص من ذلك او زاد استحاضة. (البحرالرائق: 1/190).

([4] ) الحائض والنفساء لاتصومان و تقضيان (تاتارخانية: 2/387). اذا حاضت المرأة او نفست افطرت وقضت, بخلاف الصلاة (تاتارخانية: 2/272).

([5] ) و اما حكم الحيض…..فمنع جواز الصلوة والصوم وقرأة القرآن ومس المصحف الا بغلاف ودخول المسجد والطواف بالبيت (بدائع الصنائع: 1/44).

([6] ) (و منها) أن يسقط عن الحائض والنفساء الصلوة فلاتقضي…(ومنها) أن يحرم عليهما الصوم فتقضيانه. (عالمكيري 1/38).

([7] ) لو افتتحت الصلوة في آخرالوقت ثم حاضت لايلزمها قضاء هذه الصلوة بخلاف التطوع.(عالمكيري: 1/38, وفي الشامية: قوله (قضتهما) للزومهما بالشروع 1/291).

([8] ) لو توضأت ووضعت الكرسف ثم احست بنزول الدم اليه قبل المغرب ثم رفعته بعده تقضي اليوم.(البحرالرائق: 1/191). و اذا شرعت في صوم النفل ثم حاضت يلزمها القضاء (عالمكيري: 1/38).

([9] ) ولا يقطع التتابع في صوم كفارة القتل والفطر(البحرالرائق: 1/194).

([10] ) و اقله ثلاثة ايام واكثره عشرة فما نقص من ذلك او زاد استحاضة…حتى لو رأت عند طلوع الفجر يوم السبت, وانقطع عند غروب الشمس يوم الإثنين لايكون حيضا(البحرالرائق: 1/191).

([11] ) ان الوان الدماء ستة: السواد, والحمرة, والصفرة والكدرة والخضرة والتربية…. وكل هذه الألوان حيض في أيام الحيض الى أن ترى البياض. (البحرالرائق: 1/192).

([12] ) وهو من تسع سنين الى الاياس…الاياس مقدر بخمس وخمسين سنة وهو المختار….وعليه الفتوى….فما رأت بعدها لايكون حيضا(عالمكيري: 1/36).

([13] ) لوزادت ولم تجاوز العشرة كان الكل حيضا بالاتفاق(البحرالرائق: 1/203) و ان جاوزالعشرة ففي…..المعتادة معروفتها في الحيض حيض والطهر طهر. (عالمكيري: 1/37).

([14] ) فان لم يتجاوز العشرة فالطهر والدم كلاهما حيض سواء كانت مبتدأة او معتادة و إن جاوز العشرة ففي المبتدأة حيضها عشرة أيام.(عالمكيرية: 1/37).

([15] ) اذا بلغت مستمرة الدم فيقدر حيضها بعشرة أيام من كل شهر وباقيه طهر(عالمكيريه: 1/37). ان المبتدأة اذا استمر دمها فحيضها في كل شهر عشرة وطهرها عشرون(شامي: 1/286).

([16] ) واقل الطهر خمسة عشر يوما ولاغاية لاكثره. (عالمكيري: 1/37).

([17] ) اذا كان الطهر خمسة عشر يوما او أكثر يعتبر فاصلا فيجعل كل واحد من الدمين او احدهما بانفراده حيضا(عالمكيري: 1/37).

([18] ) قوله فما نقص من ذلك او زاد استحاضة اي مانقص من الأقل او زاد على الأكثر فهو استحاضة(البحرالرائق: 1/192). و أقل الطهر خمسة عشر يوما بإجماع الصحابة رضي الله عنهم(البحرالرائق: 1/208).

([19] ) فَلَوْ رَأَتْ مبتدأة يَوْمًا دما وَأَرْبَعَةَ عَشَرَ طُهْرًا ويوما دَمًا كانت الْعَشَرَةُ الْأُولَى حَيْضًا يُحْكَمُ بِبُلُوغِهَا وَلَوْ رَأَتْ الْمُعْتَادَةُ قبل عَادَتِهَا يَوْمًا دَمًا وَعَشَرَةً طُهْرًا ويوما دَمًا فَالْعَشَرَةُ التي لم تَرَ فيها الدَّمَ حَيْضٌ إنْ كانت عَادَتُهَا الْعَشَرَةَ فَإِنْ كانت أَقَلَّ رُدَّتْ إلَى أَيَّامِ عَادَتِهَا.

([20] ) و اما شرطه…..فراغ الرحم عن الحبل الذي تنفس بوضعه لان الحامل لاتحيض(البحرالرائق: 1/191).

ايضا: وكذا استحاضة ماتراه الحامل ابتداء او حال ولادتها قبل خروج الولد(عالمكيرية: 1/38).

([21] ) وما تراه حامل ولو قبل خروج أكثر الولد استحاضة(شامي: 1/285).


پيل په خ توري:

خامه غوښه خوړل:

که چا روژه کې په لوی لاس خامه غوښه وخوړه، روژه يې فاسده شوه، کفاره او قضا به دواړه ورکوي.([1])

خاوره خوړل

که څوک په روژه کې هغه خاوره وخوري چې سر ورباندې پرېول کيږي، روژه يې فاسديږي، يوازې قضا به يې راوړي او کفاره پرې نشته.

او که چا د دغې خاورې خوړل عادت و، او په روژه کې يې وخوړه روژه يې فاسده شوه، قضا به  يې راوړي او کفاره به هم ورکوي.([2])

خوارځواکي پاتې ده (کمزوري پاته ده):

که يو څوک په ناروغۍ کې روژې ونه نيسي او بيا روغ شي؛ خو دومره خوارځواکی وي چې که د پاتې شويو روژو قضا راوړي بيا ناروغه کيږي، هغه ته اجازه شته چې تر ښه روغېدو انتظار وکړي او چې بدن يې ځواک پيدا کړي بيا دې قضا را وګرځوي .([3])

خواړه ژوول:

روژه نيوونکې مېرمنې ته له اړتيا پرته روا نه ده چې په خوله کې يو شی وژويي او ماشوم ته يې ورکړي؛ خو که اړتيا وه، يعنې هلته بل داسې څوک نه و چې روژه يې نه وي نيولې او ماشوم له ژوولو پرته خوراک نشي کولای، بيا پروا نه کوي. ([4])

که څوک بل چاته يو شی په خپله خوله کې ژويي او څه برخه ترې ستوني ته تېره شي، روژه يې فاسديږي، يوازې قضا به يې راوړي.([5])

[irp][irp][irp]

خوله ، يا عرق:

که د روژه نيوونکي خولې ته يو-دوه قطرې عرق يا خوله راشي، روژه نه ورسره ماتيږي؛ خو که له دې زيات وي او ستوني ته تېر شي روژه فاسدوي، قضا يې لازمه ده . ([6])

خوله کنګالول:

له پېشلمي وروسته ښايي له سپېدو وړاندې خوله کنګال کړل شي څو له سپېدو وروسته په خوله کې د ډوډۍ خوند او اجزا پاتې نشي.

که چا له سپېدو وروسته د غاښونو ترمنځ پاتې شوې غوښه يا نور خواړه را ووېستل او له تو کولو وړاندې يې تېر کړل؛ نو که د نخود له دانې کم و، روژه يې نه فاسديږي او که د نخود د دانې هومره يا تر هغې زيات و، روژه يې فاسده شوه، د دې ورځې په اوږدو کې به هم څه نه خوري او له رمضان وروسته به يې قضا هم راوړي.([7])

او که د غاښونو له منځ نه يو شی را وباسي او له توکولو وروسته يې بيا خولې ته ننباسي او تېر يې کړي؛ نو که د نخود د دانې هومره وي او که کم وي، په دواړو صورتونو کې روژه فاسدوي، قضا يې لازمه ده.([8])

خوشبويي کارول:

د عطرو په کارولو سره روژه نه ماتيږي.([9])

په خوله اوبه تېرول:

روژه کې په خوله اوبه تېرول سهي دي  او د جنابت غسل کې په خوله اوبه تېرول فرض دي.

دغه راز که څوک د ګرمۍ له امله په روژه کې غسل کوي، هم په خوله اوبه ګرځولای شي، البته غرغره دې نه کوي هسي نه ستوني ته يې اوبه تېرې شي.([10])

[irp][irp][irp]

که د خولې مينځلو پر وخت د چا ستوني ته اوبه تېرې شوې، روژه يې فاسده شوه، يوازې قضا به يې راوړي کفاره پرې نشته، او که د خولې مينځلو پر وخت يې روژه ياده نه وه او ستوني ته يې اوبه تېرې شوې، روژه يې نه فاسديږي.([11])

له خولې مينځلو وروسته په خوله کې اوبه پاتې کېدل

که له اوداسه يا غسل وروسته د چا په خوله کې د اوبو اثرات پاتې وو او هغه يې تېر کړل  روژه يې نه فاسديږي؛ خو په دې شرط چې يو-دوه ځله يې تو کړي وي؛ ځکه چې په يو-دوه ځله توکلو سره د اوبو اجزا له منځه ځي او کوم لوندوالی چې محسوسيږي هغه يوازې د اوبو اثر وي چې روژه نه پرې فاسديږي.([12])


پیل په څ توري:

څکل:

که څوک په ژبه يوشی وڅکي او بېرته يې توکړي، روژه يې نه فاسديږي خو داسې کول مکروه دي . ([13])

او که د يوې مېرمنې خاوند بدخويه و او د خوړو د مالګې د نه برابري په صورت کې مېرمنې ته خوشکه کوي، مېرمن کولای شي له کراهيت پرته د خوړو خوند وڅکي؛ خو په دې شرط چې ستوني ته يې تېر نه کړي .([14])

څملاستل:

ښځه او خاوند کولای شي په روژه کې يو ځای څملي، لوبې  او مينه وکړي؛ خو په ځوانۍ کې يا شهوت د زياتوالي پر وخت داسې کول مکروه دي؛ هسې نه خبره د کوروالي يا انزال تر بريده ورسېږي.([15])


پيل په ځ توري:

ځان غوړول:

د روژې په حالت کې ټول بدن غوړولو سره پر روژې هيڅ اغېز نه کيږي.([16])


([1]) فالصائم اذا اكل الخبز…عليه القضاء والكفارة عندنا هكذا في فتاوى قاضي خان….. وكذا اذا اكل لحما غير مطبوخ او شحما غير مطبوخ على المختار كذا في خزانة المفتين.(عالمكيري:1/205).

ولكن يشكل على ذلك وجوب الكفارة باكل اللحم التي….(شامي: 2/410).

([2]) ولو اكل الطين الذي يغسل به الرأس فسد صوما وان كان يعتاد اكل هذا الطين فعليه القضاء والكفارة.(عالمكيري: 1/202).

فالصائم اذا اكل الخيز…عليه القضاء والكفارة عندنا….وكذا اذا اكل طينا يوكل للدواء كالطين الأرمني او الطين الذي يقلى فيوكل.(عالمكيري: 1/205).

([3]) والصحيح الذي يخشى ان يمرض بالصوم فهو كالمريض.(البحرالرائق:2/281, وشامي: 2/163)

([4] ) ولابأس للمرأة أن تمضغ لصبيها الطعام اذا لم يكن لها بد منه. (تاتارخانية 2/380).

([5] ) ولاكفارة في الظاهر في ابتلاع اللقمة الممضوغة لغيره كذا في الوجيز للكردري (الفتاوى العالمكيرية 1/203).

([6] ) وفي واقعات الصدر الشهيد: الدمع الذا دخل فم الصائم اذا كان قليلا كالقطرة وجميع فمه وابتلعه يفسد صومه وكذا الجواب في عرق الوجه. (فتاوى التاتارخانية 2/369)

([7] ) اكل ما بين أسنانه لم يفسد إن كان قليلا و إن كان كثيرا يفسد والحمصة وما فوقها كثير وما دونها قليل(عالمكيرية: 1/202).

([8] ) و أخرجه و اخذه بيده ثم أكل ينبغي أن يفسد…. قال الفقيه رحمه الله: والأصح أن لا تجب الكفارة كذا في الخلاصة(عالمكيري: 1/202).

وفي الدرالمختار: الا اذا أخرجه من فمه فأكله ولاكفارة, لأن النفس تعافه (شامي: 2/415).

[9] : الفتاوى القاضيخان ۱/۲۰۸

([10]) وليس المبالغة في المضمضة وهي ايصال الماء لرأس الحلق والمبالغة في الاستنشاق وهي ايصاله مافوق المارن لغيرالصائم والصائم لايبالغ فيهما خشية افساد الصوم لقوله عليه الصلوة والسلام: بالغ في المضمضة والاستنشاق الا ان تكون صائما.(مراقي الفلاح, كتاب الطهارة فصل في سنن الوضوء)

([11])وَإِنْ تَمَضْمَضَ أو اسْتَنْشَقَ فَدَخَلَ الْمَاءُ جَوْفَهُ إنْ كان ذَاكِرًا لِصَوْمِهِ فَسَدَ صَوْمُهُ وَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ وَإِنْ لم يَكُنْ ذَاكِرًا لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ كَذَا في الْخُلَاصَةِ وَعَلَيْهِ الِاعْتِمَادُ.(عالمكيري:1/202).

([12]) او بقي بلل في فيه بعدالمضمضة وابتلعه من الريق…لم يفطر.(شامي:2/396). وينبغي أن يبصق بعدالمضمضة قبل أن يبتلع ريقه ولايشترط المبالغة في البصق.(الفقه على مذاهب الأربعة:1/566).

([13] ) ويكره للصائم أن يذوق شيئا بلسانه….. إنما يكره إذا كان له منه بد أما إذا لم يكن له منه بد بأن احتاج الى شراء شيئ ماكول وخاف أنه إن لم يذق يغبن فيه او لايوافقه لايكره(تاتارخانية: 2/380, فتاوى شامي: 2/416).

([14] ) و في فتاوى النسفي إن كان زوجها سيئ الخلق بذي اللسان يضايقها في ملوحة الطعام فلا بأس به. (تاتارخانية: 2/380, فتاوى شامي: 2/416).

([15]) وكره قبلة ومس ومعانقة ومباشرة فاحشة ان لم يامن المفسد, وان امن لا بأس به. (شامي: 2/417, البحرالرائق: 2/272).

([16] ) او ادهن او اكتحل….. لم يفطر (شامي: 2/395).


پيل په د توري:

درمل:

کوم درمل چې د دماغ يا نس په زخم کې وکارول شي او دماغ يا نس ته ننوځي، روژه ورسره فاسديږي، قضا به يې راګرځوي او کفاره نشته.([1])

او که دماغ يا نس ته دننه ولاړ نشي، روژه سهي ده.([2])

هغه تېز درمل چې د پوزې له لارې د دماغو د خلاصوالي لپاره د بوی په ډول کارول کېږي، که اثرات يې دماغ ته ورسېږې داسې درمل کارولو سره روژه فاسديږي.([3])

ناروغ ته په روژه ماتي کې درمل ورکول روا دي.([4])

دسمال لندول:

په روژه کې دسمال يا بل ټوکر لندول او پر سر اچول چې په روژه کې ورته اساني شي، پروا نه کوي . ([5])

له سر او نس پرته پر نورو ټپونو درمل کارولو سره روژه  نه فاسديږي، که درمل لانده وي او که وچ وي . ([6])

له زخم څخه وينه او زوي تللو سره روژه نه فاسديږي, البته له روژتي څخه دومره وينه ويستل چې هغه ورسره کمزوری شي، مکروه دي. ([7])

دود:

که په ناپامۍ سره د چا ستوني ته دود تېر شو، روژه يې نه فاسديږي، ځکه چې کله ناکله دود څخه ځان ژغورل ناشونی وي، که خوله بنده کړي د پوزې له لارې ننوځي.

او که څوک په لوی لاس دود تېر کړي، لکه د ډيوې دود په لوی لاس ستوني ته تېر کړي، يا سګرېټ يا چلم وڅکوي، روژه يې فاسديږي، قضا به يې را ګرځوي.([8])

[irp][irp][irp]

دوړه:

که د لارې دوړه  او  وړو ګرد د روژه نيوونکي ستوني ته تېر شي، روژه يې نه فاسدوي؛ ځکه چې له دې څخه ځان ژغورل ګران دي.([9])

درواغ:

درواغ ويل، د درواغو ګواهي ورکول، او په درواغو قسم خوړل لوی ګناهونه دي، بايد هر مسلمان ځان ورڅخه وژغوري، البته په دې سره روژه نه فاسديږي؛ خو مکروه کيږي . ([10])

درد له امله روژه ماتول:

که يوې حاملې مېرمنې ته د حمل له امله تکليف و او د روژې نه ماتولو په صورت کې ماشوم يا مېرمنې ته د زیان رسېدلو غالب ګومان و، روژه ماتولای شي، خو که د زيان غالب ګومان نه و، بيا يې ماتول کفاره او قضا دواړه لازموي.([11])

د دوشنبې او پنجشنبې روژه:

عائشه رضي الله عنها وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به هره دوشنبه او پنجشنبه روژه نيوله. ([12])

بل حديث کې ابوهريره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل:

تعرض الأعمال يوم الاثنين والخميس، فأحبّ أن يعرض عملي وأنا صائم»

ژباړه: د دوشنبې او پنجشنبې په ورځ (الله ته د بندګانو) عملونه وړاندې کيږي؛ نو خوښوم چې زما عمل په داسې حال کې وړاندې شي چې روژه يم.([13])


پيل په ر توري:

رانجه:

د روژې په حالت کې سترګې تورول هيڅ پروا نه کوي، تردې چې که له سترګو تورولو وروسته په خوله يا ناړو کې د رانجو اثر هم وليدل شي، پروا نه کوي. ([14])

[irp][irp][irp]

د روژه ماتي دعا:

اللهم لک صمت وعلی رزقک افطرت. ([15])

د روژه ماتي وخت:

کله چې د لمر په پرېوتو باور راشي، بيا روژه ماتی وروسته کول مکروه دی؛ خو که کله هوا ګردجنه وه او د لمر په پرېوتو کې شک و، بيا روژه ماتی دوه-څلور دقيقې وروسته کول غوره دی، او عموما په روژه ماتي کې درې دقيقې احتياط ښه دی. ([16])

سهل بن سعد رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: “خلک (مسلمانان) به تر هغو په خير کې وي چې په روژه ماتي کې تلوار کوي” ([17])

ابوعطيه رحمه الله وايي: يوه ورځ زه او مسروق رحمه الله  عائشې رضي الله عنها ته ورغلو ورته ومو ويل: اې د مسلمانانو مورې! د رسول الله صلی الله عليه وسلم دوه صحابه دي، يو يې په روژه ماتي او لمانځه کې تلوار کوي او بل په روژه ماتي او لمانځه کې وروسته والی کوي؛ نو موږ څنګه وکړو؟ راته يې وويل: هغه کوم يو دی چې په روژه ماتي او لمانځه کې تلوار کوي؟ موږ ورته وويل: عبدالله – يعني : ابن مسعود رضي الله عنه- راته يې وويل: رسول الله صلی الله عليه به همداسې کول.([18])

د دې معنا دا ده چې له لمر لوېدو وروسته په روژه ماتي کې تلوار وشي نو که چا په دې فکر روژه ماته کړه چې لمر پرېوتی دی او وروسته څرګنده شوه چې هغه وخت لمر نه و پرېوتی، هغه روژه يې فاسده ده، قضا به يې راګرځوي، کفاره پرې نشته .

روژه ماتی ورکول:

رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: چاچې کوم روژاتي ته روژه ماتی ورکړ، دا به ورته  د ( وړو) ګناهونو او دوزخ څخه د خلاصون سبب وي، او نوموړي ته به د هغه روژاتي هومره ثواب ورکول کيږي، پرته له دې چې د روژاتي له ثواب څخه څه کم شي، صحابه کرامو وپوښتل: ای د الله رسوله! موږ ټولو سره هغه څه نشته چې روژاتيانو ته روژه ماتی برابر کړو، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: دا ثواب الله جل جلاله هغه چاته هم ورکوي څوک چې روژاتي ته  لږ غوندې شودې، يوه کجوره يا یو غړپ اوبه ورکړي.

څوک چې روژه نيونکی په خېټه موړ کړي، الله به زما له حوض (حوض کوثر) څخه داسې اوبه پرې وڅښي چې جنت ته تر داخلېدو پورې به تږی نه شي . (مشکوة)

روژه ماتی په څه کول پکار دی؟

په لندو يا وچو کجورو روژه ماتول سنت دي، له دې پرته په پيو يا اوبو هم روژه ماتی غوره دی .

حضرت انس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم به په لندو کجورو روژه ماتوله، که به هغه نه وې بيا به يې په وچو کجورو او که به هغه هم نه وې بيا به يې د اوبو څو غړپه وکړل. ([19])

رحم بندول:

د روژې په حالت د مېرمنې رحم په يو ډول ربړي کړۍ بندولو سره د مېرمنې روژه ماتېږي، قضا به يې راګرځوي کفاره پرې نشته . ([20])

او که کړۍ له سپېدو وړاندې د شپې له خوا  ور واچول شي او د ورځې هم پکې وي، روژه نه فاسدوي . ([21])

روژه نه نيول:

له شرعي عذر پرته روژه پرېښودل ناروا، حرام او سخته ګناه ده.([22])

که يو چا له  شرعي عذر پرته د رمضان روژې ونه نيولې، او بل وخت پښېمانه شو او قضا يې را وګرځولې؛ نو قضا يې پر ځای شوه؛ خو کوم ثواب چې په رمضان کې ورکول کېدی، له هغه بې برخې شو .

رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي: من افطر يومامن رمضان من غير رخصة ولامرض لم يقض عنه صوم الدهر کله وان صامه.([23])

ژباړه: چاچې له کوم شرعي عذر يا ناروغۍ پرته د رمضان يوه ورځ روژه وخوړه، که په بدل کې يې ټول عمر روژه ونيسي (د ثواب) قضا به يې پوره نه کړي.

روژه په کومو وختونو کې ماتول روا ده؟

که يو څوک ناڅاپه داسې ناروغ شي چې له روژې ماتولو پرته يې بله چاره نه وي، د مثال په توګه ناڅاپه د چا په نس داسې درد شو چې نه زغمل کېدی، يا مار يا لړم وچيچه او له درملو خوړلو پرته يې بله چاره نه وه، په داسې وخت کې روژه ماتول سهي دي. ([24])

که يو څوک په روژه کې داسې تږی شي چې د مرګ وېره يې وه؛ نو له مرګ څخه د ژغورلو لپاره کولای شي اوبه وڅښي او روژه ماته کړي، بيا به يې قضا راګرځوي او کفاره پرې نشته . ([25])

که يوې مېندوارې ښځې ته داسې څه ور پېښ شي چې د هغې يا يې د بچي ژوند ته خطر و؛ نو روژه ماتول ورته غوره دي.([26])

د خوړو پخولو يا بل کوم اړين کار کولو له امله څوک دومره تږی شو چې مرګ ته نږدې شو، هغه دې روژه ماته کړي، او که څوک له ډېرې اړتيا پرته په روژه کې داسې کار وکړي چې له همداسې حالت سره مخ شي، هغه ګناهګار دی . ([27])

روژې له امله ناروغه کېدل:

که يو څوک د روژې له امله ناورغه کېدی او دا ناروغي يې دوامداره وه، هغه کولای شي روژې ونه نيسي او په بدل کې يې فديه ورکړي، او که له فديې ورکولو وروسته يې دا ناروغي ختمه شوه، بيا دې د تېرو روژو قضا راوړي او کفاره يې باطله شوه. ([28])

روژې څخه د خلاصون لپاره سفر کول:

که څوک په رښتيا ډول مسافر وي هغه ته د روژې نه نيولو اجازه ده؛ خو که څوک روژې څخه د خلاصون لپاره د سفر حيله جوړوي، دا  ناوړه کار دی . ([29])

روژه فرض ده:

د رمضان روژه فرض عين ده، فرضيت يې له قرآن، حديث او اجماع څخه ثابت دی.([30])

که څوک د رمضان د روژې له فرضيت څخه انکار وکړي د اسلام له چوکاټه وتلی دی، او که څوک يې د فرضيت له اقرار سره سره نه نيسي هغه فاسق او سخت ګناهګار دی.([31])

روژه نه نيونکي باندې هم سرسايه واجب ده:

که يو شتمن د کوم عذر له امله د رمضان روژې ونه نيولې، سرسايه يې له سره نه اوړي؛ بلکې سرسايه جلا واجب ده، په نه ورکولو يې ګناهګاريږي.([32])

روژه نه فاسديږي:

په لاندې شيانو روژه نه فاسديږي

مسواک کارول. ([33])

سر  يا ږيره غوړول.

سترګې تورول يا پکې درمل کارول.([34])

خوشبويي کارول([35])

د ګرمۍ يا تندې له امله لمبېدل([36])

پېچکاري لګول([37])

په هېره خوراک يا څښاک کول ([38])

په ناپامۍ سره ستوني ته دود، ګرد يا مچ ننوتل ([39])

غوږ ته اوبه تېرېدل.([40])

پخپله قی راتلل ([41])

په خوب کې احتلام کېدل. ([42])

له غاښونو وينه راتلل؛ خو په دې شرط چې ستوني ته ولاړه نشي.([43])

که څوک د شپې له خوا مېرمنې سره کوروالی وکړي او له سپېدو وړاندې غسل ونشي کړای، هغه کولای شي له سپېدو وروسته ولمبېږي، روژې ته يې زيان نه رسيږي. ([44])

روژه مکروه کيږي:

په لاندې شيانو روژه مکروه کيږي:

۲- له عذر پرته د خوړو خوند څکل. ([45])

۳- په خوله کې ناړي راټولول او بيايې تېرول. ([46])

۴- له ډېرې اړتيا پرته په غاښ کې دوا کېښودل.

۵- د روژې په شپه تر سهاره په جنابت کې پاتې کېدل خلاف اولی دي، ښه دا ده چې په شپه کې غسل وکړل شي. ([47])

۶- رګ وهل (حجامت)، په رګ وهلو سره د رګ وهونکي روژه مکروه کيږي.

۶- د غاښونو دوا کارول؛ خو که دوا حلق ته تېره شي بيا روژه فاسديږي. ([48])

۸- په غاښونو کې د خوراک ذرې (ميده برخې) پرېښودل.([49])

د جماع پاروونکو کې اخته کېدل، لکه مچې اخيستل او شهوت پاروونکي فکرونه کول او يا داسې انځورونه ته کتل چې د انسان شهوت را پاروي.([50])

دومره وينه ورکول چې د بدن د کمزورۍ له امله يې پر روژې اغېز وشي . ([51])

په استنجا کې دومره مبالغه کول چې د اوبو دننه تللو شک پيدا شي.([52])

پوزې او خولې ته په اوبو اچولو کې مبالغه کول او يا په خوله کې ډېر وخت اوبه نيول.([53])

په روژه کې له مېرمنې سره لوبې کولو، او مچو کولو سره روژه نه ماتيږي؛ خو په روژه کې داسې کول مکروه دي، اوکه په دغه وخت کې انزال شي، روژه يې ماتيږي. ([54])

دغه راز په روژه کې درواغ ويل، په درواغو شاهدي ويل، غيبت کول، چغلخوري، ټګي کول، جګړې کول، په دراغو قسمونه خوړل، فاحش حرکات کول، سپکې خبرې کول، ظلم کول، نامحرمه مېرمنو سره خبرې کول او ورته کتل، سينما ته تلل، دا هغه څه دي چې روژه ورسره مکروه کيږي، ښايي روژه نيوونکي په روژه کې په ځانګړي ډول له دې کارونو څخه هم ځانونه وساتي.([55])

[irp][irp][irp]

روژه وروسته کول:

که يو ناروغ داسې وي چې د روژې په نيولو سره يې ناروغي زياتيږي، لکه د ټي بي ناروغ ته ډاکتر مشوره ورکړي چې که درمل يې په منځ کې پرېښودل ناروغي يې زياتيږي، داسې ناروغ کولای شي روژه وځنډوي او که د رغېدو شونتيا يې نه وه، له مرګ وړاندې دې فديه ورکړي.([56])

رېګ تېرېدل:

که د يو چا خولې ته رېګ ننوتل او تو يې کړل، بيا يې ناړې تېرې کړې او له هغه وروسته يې د غاښونو ترمنځ د نور رېګ احساس وکړ، روژه يې نه فاسديږي.([57])

روژې ماتولو ته اړ کېدل:

که يو څوک په زور روژې ماتولو ته اړ کړل شو او په مرګ يا ډبولو وګواښل شو او روژه يې ماته کړه، يوازې قضا پرې شته، کفاره نشته.([58])

که يو خاوند خپل مېرمن يا مېرمن خاوند په زور کوروالي ته اړباسي د دواړو روژه ماتېږي، البته چا چې اړ اېستلی وي هغه به قضا او کفاره دواړه ورکوي او څوک چې اړ ايستل شوی وي پر هغه يوازې قضا ده.([59])

له روغتيا وروسته تر ماښامه خوراک او څښاک

که په روژه کې د ناروغۍ له امله چا درمل وخوړل يا يې وکارول او روغ شو، تر ماښامه ورته خوراک او څښاک کول ناروا دي، له رمضان وروسته پرې د همدې روژې قضا هم واجب ده.([60])

له روغتيا وړاندې وفات کېدل:

که چا د ناروغۍ له امله روژه نشوه نيولای او ډاکترانو هم له روژې نيولو منع کړ او له روغتيا وړاندې په همدې ناروغۍ کې مړ شو، د دغې روژې فديه ادا کول پرې لازم نه دي، خو که وارثان يې په خپله خوښه فديه ورکړي پروا نه کوي.([61])


([1] ) او داوى جائفة او آمة فوصل الدواء حقيقة. قضى في الصور كلها فقط.(شامي: 2/402-406).

([2] ) قوله فوصل الدواء حقيقة اشار الى أن ما وقع في ظاهرالرواية من تقييد الإفساد بالدواء الرطب مبني على العادة من أنه يصل و الا فالمعتبر حقيقة الوصول حتى لو علم وصول اليابس افسد او عدم وصول الطري لم يفسد.(شامي: 2/402).

([3] ) قوله انه لو ادخل حلقه الدخان اي باي صورة كان الإدخال حتى لو تبخر ببخور فاواه الى نفسه واشتمه ذاكرا لصومه افطر لإمكان التحرز عنه وهذا ممايغفل عنه كثير من الناس.(شامي: 2/395).

([4] ) فتاوى دارالعلوم ديوبند:6/495(البحرالرائق:2/282).

([5] ) وكذا لا تكره حجامة وتلفف بثوب مبتل ومضمضة أو استنشاق أو اغتسال للتبرد عند الثاني وبه يفتى شرنبلالية عن البرهان.

قوله ( وبه يفتى ) لأن النبي صب على رأسه الماء وهو صائم من العطش أو من الحر رواه أبو داود وكان ابن عمر رضي الله عنهما يبل الثوب ويلفه عليه وهو صائم  ولأن هذه الأشياء فيها عيون على العبادة. (شامي: 2/419).

([6] ) ومايدخل من مسام البدن من الدهن لايفطر هكذا في شرح المجمع. (عالمكيري: 1/203).

([7] ) لقوله عليه السلام: الفطر ممادخل وليس مماخرج رواه ابويعلى في مسنده(البحرالرائق: 2/278).

ايضا: قَوْلُهُ ( أو ادَّهَنَ أو احْتَجَمَ أو اكْتَحَلَ أو قَبَّلَ ) وهو مَكْرُوهٌ لِلصَّائِمِ إذَا كان يُضْعِفُهُ عن الصَّوْمِ أَمَّا إذَا كان لَا يَخَافُهُ فَلَا بَأْسَ كَذَا في غَايَةِ الْبَيَانِ. (البحرالرائق:2/273).

([8] ) او دخل حلقه غبار او ذباب او دخان ولو ذاكرا استحسانا لعدم امكان التحرز عنه….قوله لعدم امكان التحرز عنه فاشبه الغبار والدخان لدخولهما من الأنف اذا طبق الفم.(شامي:2/395).

قوله: انه لو ادخل حلقه الدخان اي باي صورة كان الإدخال حتي لو تبخر ببخور فاواه الى نفسه واشتمه ذاكرا لصومه افطر لإمكان التحرز عنه وهذا ممايغفل عنه كثير من الناس.(شامي:2/395).

([9]) او دخل حلقه غبار او ذباب او دخان ولو ذاكرا استحسانا لعدم امكان التحرز عنه….لم يفطر.(شامي:2/395).

([10] ) واختلف العلماء في أن الغيبة والنميمة والكذب, هل يفطر الصائم؟ فذهب الجمهور من الأئمة الى أنه لايفسد بذلك, وإنما التنزه عن ذلك من تمام الصوم(معارف السنن: 5/366). (شامي: 2/412).

([11] ) و للحامل والمرضع ان خافتا على الولد او النفس اي لهما الفطر.(تبيين الحقائق: 2/197).

([12] ) (8) الترمذي حديث رقم:(745)

([13] ) الترمذي حديث رقم:(747) .

([14] ) ( أو ادهن أو اكتحل أو احتجم ) وإن وجد طعمه في حلقه……لم يفطر (قوله لم يفطر) لان الموجود في حلقه اثر داخل من المسام الذي هو خلل البدن والمفطر انما هو الداخل من المنافذ (درالمختار مع ردالحتار ۲/۳۹۵).

([15]) ابوداؤد حديث رقم: 2358, مشكوة المصابيح, حديث رقم: 1994.

[16] : جواهرالفقه، للشيخ المفتي محمدشفيع رحمه الله۳/۵۲۲

[17] : صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب تعجيل الإفطار، حديث رقم (1957).

[18] : صحيح مسلم، كتاب الصوم، باب فضل السحور وتأكيد استحبابه..، حديث رقم (2554).

[19] : سنن أبي داود، كتاب الصوم، باب ما يفطر عليه، حديث رقم (2356).

([20] ) إذا رمت المرأة القطنة في قبلها إن انتهت إلى الفرج الداخل، وهو رحمها انتقض صومها؛ لأنه تم الدخول.(المحيط البرهاني3/350).

([21] ) فتاوى رحيمية 7/257.

([22] ) قوله تعالى: فمن شهد منكم الشهر فليصمه….فان الأمة اجمعت على فريضة شهر رمضان لايجحدها الا كافر…(بدائع الصنائع2/75).

([23] ) مشكوة المصابيح، الفصل الثاني، ۱/۱۷۷.

([24] ) قَوْلُهُ ( لِمَنْ خَافَ زِيَادَةَ الْمَرَضِ الْفِطْرُ ) لِقَوْلِهِ تَعَالَى { فَمَنْ كان مِنْكُمْ مَرِيضًا أو على سَفَرٍ فَعِدَّةٌ من أَيَّامٍ أُخَرَ } البقرة 184 فإنه أَبَاحَ الْفِطْرَ مَرِيضٍ لَكِنْ الْقَطْعُ بِأَنَّ شَرْعِيَّةَ الْفِطْرِ فيه إنَّمَا هو لِدَفْعِ الْحَرَجِ وَتَحَقُّقُ الربح ( الحرج ) مَنُوطٌ بِزِيَادَةِ الْمَرَضِ أو إبْطَاءِ الْبُرْءِ أو إفْسَادِ عُضْوٍ.(البحرالرائق: 2/281).

([25] ) الباب الخامس في الإعذار التي تبيح الإفطار…ومنها العطش والجوع كذلك اذا خيف منهما الهلاك او نقصان العقل. (عالمكيري1/207, وفتاوى تاتارخانية 2/384).

([26] ) ( وَلِلْحَامِلِ وَالْمُرْضِعِ إذَا خَافَتَا على الْوَلَدِ أو النَّفْسِ ) أَيْ لَهُمَا الْفِطْرُ دَفْعًا لِلْحَرَجِ وَلِقَوْلِهِ إنَّ اللَّهَ وَضَعَ عن الْمُسَافِرِ الصَّوْمَ وَشَطْرَ الصَّلَاةِ وَعَنْ الْحَامِلِ وَالْمُرْضِعِ الصَّوْم. (البحرالرائق:2/285).

([27] ) لا يجوز أن يعمل عملا يصل به إلى الضعف فيخبز نصف النهار ويستريح الباقي فإن قال لا يكفيني كذب بأقصر أيام الشتاء فإن أجهد الحر نفسه بالعمل حتى مرض فأفطر ففي كفارته قولان(الدرالمختار: 2/420).

قال الشرنبلالي: صورته: صائم اتعب نفسه في عمل حتى اجهده العطش فافطر لزمته الكفارة, وقل لا, وبه افتى البقالي.(فتاوى الشامي: 2/420).

([28] ) وَالصَّحِيحُ الذي يَخْشَى أَنْ يَمْرَضَ بِالصَّوْمِ فَهُوَ كَالْمَرِيضِ(البحرالرائق 2/281). وفي النهدية: الذي لايقدر على الصيام يفطر ويطعم لكل يوم مسكينا كما يطعم في الكفارة…. ولو قدر على الصيام بعد ما فدى بطل حكم الفداء حتى يجب عليه الصوم.(عالمكيرية: 1/207)

([29] ) والسفرالذي يبيح الفطر هو ما يبيح القصر(تاتارخانية:2/383).

([30] ) والدليل على فرضية صوم شهر رمضان الكتاب والسنة والاجماع والمعقول…(بدائع الصنائع:2/75).

([31] ) واماالاجماع فإن الأمة اجتمعت على فرضية شهر رمضان لايجحدها الاكافر.(بدائع الصنائع:2/75).

ايضا: اعلم أن الفرض ماثبت بدليل قطعي لاشبهة فيه كالايمان والاركان الأربعة….حتى يكفر جاحده ويفسق تاركه بلاعذر(شامي:6/313).

([32] ) ردالمحتار2/361.

([33] ) لايكردهن شارب ولاكحل….ولاسواك. (شامي:2/419).

([34] ) او ادهن او اكتحل او احتجم. (شامي: ۲/۴۱۹).

([35] ) لايكره للصائم شم رائحة المسك والورد ونحوه.(ردالمحتار۲/۴۱۷).

([36] ) والمفطر انما هوالداخل من المنافذ للاتفاق على ان من اغتسل من ماء فوجد برده في باطنه انه لايفطر.(ردالمحتار: ۲/۳۹۶).

([37] ) لأنه اثر داخل من المسام الذي هو خلل البدن والمضر انما هو الداخل من المنافذ(ردالمحتار:2/395).

([38] ) اذا اكل الصائم او شرب او جامع ناسيا لم يفطر(تنويرالابصار شامي:2/394).

([39] ) او دخل حلقه غبار او دخان لم يفطر(تنويرالابصار شامي: ۲/۳۹۵).

([40] ) او دخل الماء في اذنه او كان بفعله (شامي: ۲/۳۹۶).

([41] ) ولو ذرعه القئ لم يفطر سواء كان اقل من ملئ الفم لقول النبي صلى الله عليه وسلم: ثلاث لايفطرن الصائم القئ والحجامة والاحتلام.(بدائع الصنائع:۲/۹۲).

([42] ) ولو احتلم في نهار رمضان فانزل لم يفطره لقول النبي صلى الله عليه وسلم: ثلاث لايفطرن الصائم القئ والحجامة والاحتلام، ولانه لاصنع له فيه فيكون كالناسي.(بدائع الصنائع: ۲/۹۱).

([43] ) او خرج الدم من بين اسنانه ودخل حلقه يعني ولم يصل الى جوفه…لم يفطر(شامي: ۲/۳۹۴)

([44] ) لو اصبح جنبا في رمضان فصومه تام عند عامة الصحابة مثل علي وابن مسعود وزيدبن ثابت رضي الله عنهم…(بدائع الصنائع: ۲/۹۲).

([45] ) وكره ذوق شيئ ومضغه بلاعذر كذافي الكنز(عالمكيرية: 1/199).

([46] ) ويكره للصائم أن يجمع ريقه في فمه ثُمَّ يَبْتَلِعَهُ كَذَا في الظَّهِيرِيَّةِ(عالمكيرية: 1/199).

([47] ) عن علي رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: لاتدخل الملائكة بيتا فيه صورة ولاكلب ولاجنب. (ابوداود)

([48] ) ( و ) كره ( مضغ علك ) أبيض ممضوغ ملتئم وإلا فيفطر. قوله ( أبيض الخ ) قيده بذلك لأن الأسود وغير الممضوغ وغير الملتئم يصل منه شيء إلى الجوف  وأطلق محمد المسألة وحملها الكمال تبعا للمتأخرين على ذلك قال للقطع بأنه معلل بعدم الوصول فإن كان مما يصل عادة حكم بالفساد لأنه كالمتيقن. (شامي: 2/416).

([49] ) مسائل رفعت قاسمي، دوهم ټوك، مسائل روزه.

([50] ) اعلم أن كمال الصوم انما هو تنزيهه عن الأفعال والأقوال الشهوية والسبعية والشيطانية, فانها تذكر النفس الأخلاق الخسيسة, وتهيجها لهيئات فاسدة, والاحتراز عما يفضي الى الفطر ويدعو اليه.(حجة الله البالغة 2/141).

([51] ) ولابأس بالحجامة ان امن على نفسه الضعف اما اذا خاف فانه يكره و ينبغي له أن يؤخر الى وقت الغروب وذكرشيخ الاسلام شرط الكراهة ضعف يحتاج فيه الى الفطر والفصد نظيرالحجامة هكذا في المحيط (عالمكيرية 1/200).

([52] ) وتكره له المبالغة في الاستنجاء كذا في السراج.(عالمكيرية:1/199).

([53] ) وكذافي المبالغة في المضمضة والاستنشاق قال شمس الأئمة الحلواني: وتفسيرذلك ان يكثر امساك الماء في فمه ويملأ لا أن يغرغر كذافي المحيط.(عالمكيرية:1/199)

[54] : البحرالرائق۲/۴۷۶، كتاب الصوم، باب ما يفسد الصوم و ما لا يفسد، ط: رشيديه

[55])) عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه و سلم (من لم يدع قول الزور والجهل والعمل به فلا حاجة لله في أن يدع طعامه وشرابه (سنن ابن ماجة حديث رقم: 1689).

اختلف العلماء في أن الغيبة والنميمة والكذب هل يفطر الصائم؟ فذهب الجمهور من الأئمة إلى أنه لايفسد بذلك وانما التنزه عن ذلك من تمام الصوم. (معارف السنن: 5/366, فتاوى شامي: 2/412).

([56] ) أو مريض خاف الزيادة ) لمرضه وصحيح خاف المرض وخادمة خافت الضعف بغلبة الظن بأمارة أو تجربة أو بإخبار طبيب حاذق مسلم مستور( وقضوا ) لزوما. (شامي: 2/422).

([57] ) او بقي بلل في فيه بعدالمضمضة وابتلعه مع الريق….او ابتلعه مابين اسنانه وهو دون الحمصة لانه تبع لريقه تحته في “رد” عبارة البحر لانه قليل لايمكن الاحتراز عنه فجعل بمنزلة الريق. (شامي: 2/396).

([58] ) واعلم أن أبا حنيفة كان يقول أولا في المكره على الجماع عليه القضاء والكفارة لأنه لا يكون إلا بانتشار الآلة ذلك أمارة الاختيار ثم رجع وقال لا كفارة عليه وهو قولهما لأن فساد الصوم يتحقق بالإيلاج وهو مكره فيه مع أنه ليس كل من انتشرت آلته يجامع اه أي مثل الصغير والنائم.(شامي:2/401).

ايضا: من جَامَعَ عَمْدًا في أَحَدِ السَّبِيلَيْنِ فَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ وَالْكَفَّارَةُ وَلَا يُشْتَرَطُ الْإِنْزَالُ في الْمَحَلَّيْنِ كَذَا في الْهِدَايَةِ وَعَلَى الْمَرْأَةِ مِثْلُ ما على الرَّجُلِ إنْ كانت مُطَاوِعَةً وَإِنْ كانت مُكْرَهَةً فَعَلَيْهَا الْقَضَاءُ دُونَ الْكَفَّارَةِ(عالمكيرية: 1/205)

([59] ) لو اكل مكرهااو مخطئا عليه القضاء دون الكفارة كذافي فتاوى قاضيخان.(عالمكيري:1/202).

([60] ) والأصل في هذه المسائل ان كل من صارفي آخرالنهار بصفة لوكان في اول النهار عليها للزمه الصوم فعليه الإمساك.(شامي: 2/408).

([61] ) فان ماتوا فيه اي في ذلك العذر فلاتجب عليهم الوصية بالفدية لعدم ادراكهم عدة من ايام اخر.(شامي:2/160).


پيل په ز توري:

زچکي کې مېرمن کمزورې کېدل:

که يوه مېرمن له لنګون وروسته دومره کمزورې شي چې روژې نشي نيولای او تر مرګه همداسې کمزورې پاتې شي، هغه کولای شي د قضا شوو روژو فديه ورکړي .

او که له فديې ورکولو وروسته له مرګ وړاندې بيرته روغه شوه، د روژو قضا دې را وګرځوي او کفاره يې له منځه ولاړه . ([1])

زکات په پيسو روژه ماتی ورکول:

که روژاتيان نېستمن او د زکات وړ وي او هر يوه ته جلاجلا د ملکيت په ډول روژه ماتې ورکړل شي، سهي کيږي او ټولو ته يو ځای د اباحت په ډول روژه مات برابرولو سره زکات نه ادا کيږي، او که روژاتيان شتمن وو او د زکات وړ نه وي، بیا د زکات په پيسو ورته روژه مات برابرول سهي نه دي . ([3])

زخم:

د (ټپ) تر سرليک لاندې يې وګورئ.

پيل په ژ توري:

ژمي کې د روژو قضا راوړل:

که له چا څخه د کوم عذر له امله په ګرمۍ کې روژې پاتې شوي وي؛ نو د ژمي په لنډو ورځو کې يې قضا راوړلو سره په ثواب کې کموالی نه راځي. ([4])


پيل په ږ توري:

ږيره:

په روژه کې ږيره غوړول او ږمنځول روا دي . ([5])


پیل په س توري:

سالنډي:

په وينټولين يا د سالنډۍ سپرې کارولو سره هم روژه ماتيږي؛ ځکه چې له دې سره يو ډول درمل د خولې له لارې بدن ته ننوځي (وينټولين يو ډول درمل دي چې د سابندۍ ناروغان يې د خولې له لارې د يو ډول فشاري سپرې په مټ کاروي) نو که کوم ناروغ له دې درملو پرته روژه نه شوه نېولای هغه دې روژه وخوري او بيا دې قضا را وګرځوي. ([6])

سپکاوی کول:

د روژې سپکاوی کول کفر دی، مثلا څوک ووايي چې: روژه دې هغه څوک نيسي چې ډوډۍ نه لري. ([7])

سپېدو وروسته خوراک – څښاک:

که يو روژه نيونکي ته معلومه وه چې د سهار سپېدې را ختلي دي، او په لوی لاس يې خوراک-څښاک يا مېرمنې سره کوروالی وکړ، روژه يې ماته شوه، قضا او کفاره دواړه پرې لازم دي .

او که ورته معلومه نه وه چې سپېدې را ختلي دي، او خوراک-څښاک يا کوروالی يې وکړ، روژه يې فاسده شوه، خو په دې صورت کې يوازې قضا پرې لازمه ده . ([8])

سترګو کې دوا:

که په روژه کې چاته اړتيا پېښه شوه، په سترګو کې دوا کارولای شي، روژه يې نه فاسديږي. ([9])

رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: له زکات پرته ستا په شتمنۍ کې نور حقونه هم شته . ([13])

د سفر له امله روژې زياتېدل:

که څوک د رمضان په پيل کې يو هېواد کې وي او روژې پيل کړي او بيا يو بل  هېواد ته  ولاړ شي او هلته د نوموړي دېرش روژې پوره شي؛ خو د نوموړي دېرشمې روژې سره  د هغه ځای د اوسېدونکو اته ويشت يا نهه وېشت روژې پوره کېږي، په داسې صورت کې نوموړی اختيار لري چې له هغو خلکو سره روژه نيسي او که نه يې نيسي ، البته نيول يې ورته غوره دي، خو د نوموړي دغه روژه نفلي حسابيږي .

دا ځکه چې  هجري قمري مياشتې له دېرش ورځو څخه نه زياتيږي او دا چې نوموړي دېرش ورځې روژې ونيولې فرض يې ادا شو؛ خو د نورو روژه نيوونکو د درناوي لپاره ورته غوره دا ده چې  يو دېرشمه نفل ونيسي . ([1])

سفر له امله روژه کمېدل:

که څوک په  خپل هېواد کې رمضان پيل کړي او بيا داسې هيواد ته ولاړ شي چې هلته له دې ځای نه يوه يا دوه ورځې وړاندې رمضان پيل شوى و؛ نو دا چې د هغه ځای د خلکو روژو بشپړېدو سره د نوموړي روژې اته ويشت يا نهه ويشت کيږي، آيا د هغه ځای خلکو سره به اختر کوي که نه؟

د دې ځواب دادی چې هغوی سره دې اختر وکړي او په دې ورځ دې روژه نه نيسي، له اختر وروسته دې د خپلو پاتې یوې یا دوو روژو قضا راوړي.([2])

سکاره څکل يا ژوول:

په روژه کې د ډبرې سکاره څکل يا ژوول مکروه دي، او که ستوني ته تېر شي، روژه فاسدوي.([3])

[irp][irp][irp]

سريښ تېرول:

که چا د ليک پاکټ څنډي چې يو ډول سريښ ورپورې لګېدلی وي، په ژبه لندې کړې او د سريښو خوند يې ستوني ته تېر شو، روژه يې فاسديږي، يوازې قضا به راوړي، او که ستوني ته يې تېر نه شو او ناړې يې توکړې، روژه يې نه فاسديږي، البته داسې کول مکروه تنزيهي دي.([4])

په سګريټ روژه ماتی:

سګريټ سره روژه ماتول د سنت خلاف کار دی، البته پر روژې کوم اغېز نه کوي . ([5])

سيد ته سرسايه ورکول:

سيدانو ته سرسايه ورکول نه ده روا، که چا په ناپامۍ سره هم  ورکړه ، سرسايه يې ادا نشوه . ([6])

البته نېستمن سيد ته حيله جوړول روا ده، داسې چې يو بل نېستمن ته سرسايه ورکړل شي او ورته وويل شي چې دا سرسايه قبوله کړه او که بيا هغه فلاني نېستمن سيد ته ورکړې ستا به ورسره ښېګڼه وي، ځکه چې هغه ته د سيدوالي له امله سرسايه ورکول نه سهي کيږي .([7])

سندرې:

د نورو ورځو په څېر، روژه کې هم بايد له سندرو او ورته حرامو کارونو څخه ځانونه وژغورل شي؛ البته په سندرو اورېدلو سره روژه نه فاسديږي . ([8])

سګريټ:

په سګريټ يا چلم څکولو سره روژه ماتيږي. ([9])

ځينې خلک د تمباکو پاڼې له سوځولو او لندولو وروسته د غاښونو د پاکوالي لپاره کاروي، په روژه کې د ورځې داسې کول مکروه دي؛ ځکه چې ستوني ته د تېرېدلو وېره يې ده، او که ستوني ته تېر شي روژه یې فاسدیږي . ([10])


پيل په ښ توري:

ښکاره روژه خوړل:

په دې خبره د ټولو علماوو اتفاق دی چې که څوک روژه نه نيسي او له فرضيت څخه يې هم انکار کوي، هغه له اسلامه   وتلی دی، او که څوک له کوم عذر پرته د رمضان روژه وخوري خو له فرضيت څخه يې انکار نه کوي، هغه مسلمان دی؛ خوسخت ګناهګار دی.

او که څوک له کوم عذر پرته په ښکاره روژه خوري او د ديني شعائرو سپکاوی کوي، هغه فاسق دی، مسلمان خليفه بايد داسې سړی ووژني ترڅو نور خلک په ښکاره روژو خوړلو جرئت ونه کړي. ([11])

پيل په ش توري:

شرمځای:

که مېرمن په روژه کې خپل شرمځای کې دوا وکاروي روژه يې فاسديږي، يوازې قضا به يې راوړي او کفاره پرې نشته.([12])

که يوې مېرمنې خپل شرمځای کې لنده ګوته ننوېستله، روژه يې فاسديږي، يوازې قضا پرې لازمه ده . ([13])

که يوې مېرمنې خپل شرمځای کې وچه ګوته ننوېستله او چې را ويې ويستله لنده وه او بيا يې ننويستله؛ نو د دوهم ځل ننويستلو له امله يې روژه فاسده شوه، قضا به يې را ګرځوي .

که کومې مېندوارې مېرمنې ته د مېندوارۍ په ورځو کې د معاينې اړتيا پيدا شوه؛ نو که په وچ شي يې په شرمځای کې معاينه وکړه، روژه يې نه ماتيږي، او که په لانده شي يې معاينه وکړه روژه يې فاسديږي، او که وچ شی يې يو ځل ننويست او چې را ويې يوست لوند و او بيا يې ننويست، روژه يې فاسديږي .

که کومې ميندوارې مېرمنې ته په روژه کې د ورځې له خوا د معاينې اړتيا وي او په شرمځای کې درمل يا بل شی کاروي، په دغه ورځ دې روژه نه نيسي، بلکې له رمضان وروسته دې د دې روژې قضا راوړي.([14])

که سړی او مېرمن د روژې په حالت کې يو له بل سره مينه کوي، يو بل په غيږ کې نيسي، يو له بل سره شرمځايونه ولګوي؛ خو دننه يې نه کړي او شهوت يې را وپاريږي؛ خو انزال ونشي، روژه يې نه فاسديږي، البته په روژه کې داسې کول مکروه دي .([15])

[irp][irp][irp]

د روژې په حالت کې که مېرمن  د مخ لورې شرمځای دننه (فرج داخل) کې دوا وکاروي روژه يې ماتېږي، قضا يې لازمه ده او کفاره نشته.([16])

که کومه مېرمن د شپې له خوا خپل شرمځای کې دوا وکاروي او له سپېدو وروسته هم  هغه دوا په شرمځای کې پاتې وي، روژه يې نه فاسديږي.([17])

مېرمن کولای شي په روژه کې د ورځې له خوا د خپل شرمځای په بهرنۍ برخه کې درمل وکاروي، روژه يې نه فاسديږي، او که د شرمځای دننه درمل وکاروي او يا يې بهر وکاروي او دننه ولاړ شي، روژه يې فاسديږي، يوازې قضا به يې را ګرځوي . ([18])

روژه کې د مېرمنې د وړانديني شرمځای دننه هر شي کېښودلو سره روژه فاسديږي، ځکه چې د مېرمنې له وړانديني شرمځای څخه نس ته طبعي لار (منفذ) شته.([19])

که سړی د مېرمنې په شرمځای کې ګوته ننباسي د دې مسئلې دوه صورته دي: که وچه ګوته ننباسي روژه يې نه فاسديږي او که لنده ګوته ننباسي د مېرمنې روژه فاسديږي؛ خو په روژه کې داسې کول مناسب نه وي.([20])

که څوک د مېرمنې په شرمځای کې د درمل کارولو په موخه وچه ګوته ننباسي او شهوت يې را وپاريږي او په دې فکر کوروالی وکړي چې په ګوتې ننويستلو سره به يې روژه ماته شوې وي، روژه يې فاسده شوه، قضا او کفاره دواړه پرې لازم دي.([21])

که څوک ګوته يا بل شی په  اوبو يا درملو لوند کړي او شرمځای ته يې دننه كړي، روژه يې فاسديږي، قضا به يې راوړي کفاره پرې نشته.([22])

د شوال شپږ روژې:

له رمضان وروسته شوال مياشت کې شپږ روژې نيول ډېر ثواب لري، او له رمضان وروسته دا روژې داسې دي لکه له فرض لمانځه وروسته سنت کول.

رسول الله صلى الله عليه وسلم وايي: من صام رمضان، ثمّ أتبعه ستّا من شوّال كان كصيام الدّهر. ([23])

ژباړه: چاچې د رمضان روژې ونيولې او ورپسې يې د شوال شپږ  ونيولې، داسې دی لکه ټول عمر يې چې روژه وي.

چا چې له رمضان وروسته د شوال شپږ روژې ونيولې الله جل جلاله به ورته د ټول کال د روژو ثواب ورکوي؛ ځکه چې د الله په وړاندې هره نيکي لس چنده بدلې لري، او ټول کال درې سوه شپېته ورځې دی؛ نو د روژې دېرش او د شوال شپږ روژې چې ټولې شپږ دېرش روژې کېږي او شپږدېرشو ته چې په لسو کې ضرب ورکړې؛ نو درې سوه شپېته روژې کېږي.([24])

د شوال روژو کې اړينه نه ده چې پرلپسې دې ونيول شي؛ بلکې کولای شي له اختر وروسته ټولې يوځای ونيسي، او يا يې د مياشتې په اوږدو کې جلا جلا ونيسي . ([25]

شوال شپږ روژو سره د قضا روژو نيت کول:

د رمضان روژې فرض دي او د شوال شپږ روژې نفل دي؛ نو که له چا څخه د رمضان روژې قضا شوي وي هغه نشي کولای د شوال له نفلي روژو سره د رمضان د پاتې شوو روژو د قضا نيت هم وکړي.([26])

شهوت:

خپلې يا  اجنبي مېرمنې ته يوازې د شهوت په نظر کتلو سره که د چا انزال وشو، روژه يې نه فاسديږي.([27])

پرديو ښځو ته د شهوت په نظر کتل لويه ګناه ده، په حديث کې دېته د سترګو زنا ويل شوې؛ نو بايد مسلمان په هر حال کې ځان ورڅخه وژغوري.([28])

او په روژه کې خپلې مېرمنې ته هم د شهوت په نظر بايد ونه کتل شي، څو مو روژه له کراهيت څخه هم خالي وي . ([29])

شيخ فاني:

شيخ فاني هغه انسان ته وايي چې ډېر کمزوری او د عمر هغې برخې ته رسېدلی وي چې نور يې د روغېدو هيله نه وي، داسې تن چې د روژو نيولو توان ونه لري، کولای شي د هرې روژې په بدل کې د يوې سرسايې هومره فديه ورکړي . ([30])


([1] ) ان النبي صلى الله عليه وسلم آلى من نسائه شهرا…….فإن الشهر ثلاثون, وتسع وعشرون. قال محمد: وبه نأخذ اذاكان بالأهلة, كتاب الآثار: 117, باب الايلاء رقم الحديث 541.

([2] ) ان النبي صلى الله عليه وسلم آلى من نسائه شهرا…….فإن الشهر ثلاثون, وتسع وعشرون. قال محمد: وبه نأخذ اذاكان بالأهلة, كتاب الآثار: 117, باب الايلاء رقم الحديث 541.

([3]) وكره ذوق الشئ ومضغه بلاعذر.(شامي:2/416, عالمكيري:1/199).

([4]) او ابتلع حصاة ونحوها ممالايأكله الإنسان او يعافه او يستقذره قضى فقط.(شامي: 2/403).

([5] ) عن انس قال كان النبي صلى الله عليه وسلم يفطر قبل أن يصلي على رطبات, فان لم تكن رطبات فتميرا فان لم تكن تميرات حا حسوات من ماء.(رواه ابوداؤد حديث رقم: 2358).

([6] ) ولايدفع الى بني هاشم وهم آل علي وآل عباس و آل جعفر وآل عقيل و آل حارث بن عبدالمطلب كذافي الهداية.(عالمكيري: 1/189).

([7] ) وفي الحديث بريرة… ولك ذلك لحم تصدق به على بريرة وأنت لاتاكل الصدقة قال هو عليها صدقة ولنا هدية. متفق عليه (مشكوة المصابيح, كتاب الزكاة, باب مالاتحل له الصدقة)

([8] ) و في السراج: و دلت المسالة ان الملاهي كلها حرام. (شامي، كتاب الحظر والاباحة: ۶/۳۴۸).

([9]) لو ادخل حلقه الدخان افطر, اي باي صورة كان الإدخال. (شامي 2/395) وكذا في الفتاوى العالمكيرية ۱/۲۰۲ ماخذه: فتاوى محموديه ۱۰/۱۳۸.

([10] ) وكره ذوق شيئ ومضغه بلاعذر (2/416), عالمكيرية (1/199).

([11]) الفتاوى الشامي ۲/۱۵۱

([12] ) وفي الاقطار في اقبال النساء يفسد بلا خلاف وهوالصحيح.(عالمكيري:1/204) اما في قبلها فمفسد لأنه كالحقنة.(شامي:2/399-400).

([13] ) لو ادخلت الصائمة اصبعها في فرجها او دبرها لايفسد على المختار ان أن تكون مبلولة بماء او دهن.(تبيين الحقائق: 1/330, باب مايفسد الصوم, شامي:2/397).

([14] ) لو أدخل اصبعه في استه او المرأة في فرجها لايفسد وهو المختار الا اذا كانت مبتلة بالماء اوالدهن فحينئذ يفسد. هكذا في الظهيرية (عالمكيري:1/204, شامي: 2/397).

([15] ) وقبل ولم ينزل اواحتلم او انزل بنظر ولو الى فرجها مرارا او بفكر وان طال…لم يفطر(شامي: 2/395). ايضا: ولابأس بالقبلة اذ امن على نفسه… ويكره اذا لم يامن…والمباشرة الفاحشة مثل التقبيل في ظاهرالرواية.(هداية: 2/199) والمباشرة الفاحشة ان يتعانقان وهما مجردان ويمس فرجه فرجها وهو مكروه بلاخلاف هكذا في المحيط.(عالمكيرية:1/187).

([16] ) بأن الدبر والفرج الداخل من الجوف إذ لا حاجز بينهما وبينه فهما في حكمه(شامي: ۲/۴۰۰). لو ادخلت قطنة ان غابت فسد وان بقي طرفها في فرجهاالخارج لا.(شامي: ۲/۳۹۷)

([17] ) مَسْأَلَةٌ: فِي امْرَأَةٍ تَضَعُ مَعَهَا دَوَاءً وَقْتَ الْمُجَامَعَةِ تَمْنَعُ بِذَلِكَ نُفُوذَ الْمَنِيِّ فِي مَجَارِي الْحَبَلِ، فَهَلْ ذَلِكَ جَائِزٌ حَلَالٌ أَمْ لَا؟ وَهَلْ إذَا بَقِيَ ذَلِكَ الدَّوَاءُ مَعَهَا بَعْدَ الْجِمَاعِ، وَلَمْ يَخْرُجْ، يَجُوزُ لَهَا الصَّلَاةُ وَالصَّوْمُ بَعْدَ الْغُسْلِ أَمْ لَا؟ الْجَوَابُ: أَمَّا صَوْمُهَا وَصَلَاتُهَا فَصَحِيحَةٌ إنْ كَانَ ذَلِكَ الدَّوَاءُ فِي جَوْفِهَا.(فتاوى ابن تيمية: 1/60 بحوالة فتاوى رحيمية: 7/257).

([18] ) قلت الأقرب التخلص بأن الدبر والفرج الداخل من الجوف إذ لا حاجز بينهما وبينه فهما في حكمه والفم والأنف وإن لم يكن بينهما وبين الجوف حاجز إلا أن الشارع اعتبرهما في الصوم من الخارج.(شامي:2/400).

([19] ) وَأَمَّا الْإِقْطَارُ في قُبُلِ الْمَرْأَةِ فَقَدْ قال مَشَايِخُنَا أنه يُفْسِدُ صَوْمَهَا بِالْإِجْمَاعِ لِأَنَّ لمسانتها ( ( ( لمثانتها ) ) ) مَنْفَذًا فَيَصِلُ إلَى الْجَوْفِ كَالْإِقْطَارِ في الْأُذُنِ.(بدائع الصنائع:2/93)

ايضا: قلت الأقرب التخلص بأن الدبر والفرج الداخل من الجوف إذ لا حاجز بينهما وبينه فهما في حكمه والفم والأنف وإن لم يكن بينهما وبين الجوف حاجز إلا أن الشارع اعتبرهما في الصوم من الخارج.(شامي:2/400).

([20] ) لو ادخل لاصائمة اصبعها في فرجها او دبرها لايفسد على المختار الا أن تكون مبلولة بماء او دهن.(تبيين الحقائق:1/330).

([21] ) وَلَوْ لَمَسَ امْرَأَةً بِشَهْوَةٍ أو قَبَّلَهَا أو ضَاجَعَهَا ولم يُنْزِلْ فَظَنَّ أَنَّ ذلك يُفْطِرُهُ فَأَكَلَ بَعْدَ ذلك مُتَعَمِّدًا فَعَلَيْهِ الْكَفَّارَةُ لِأَنَّ ذلك لَا يُنَافِي رُكْنَ الصَّوْمِ في الظَّاهِرِ فَكَانَ ظَنُّهُ في غَيْرِ مَوْضِعِهِ فَكَانَ مُلْحَقًا بِالْعَدَمِ.(بدائع الصنائع: 2/100).

([22] ) لو أدخلت الصائمة اصبعها في فرجها او دبرها لايفسد على المختار الا ان تكون مبلولة بماء او دهن.(تبيين الحقائق 1/330).

([23] ) صحيح المسلم حديث رقم: 1164).

([24] ) قال الله تعالى: من جاء بالحسنة فله عشر أمثالها. سورة الأنعام: 160.

([25] ) قال صاحب الهداية في كتابه التجنيس: ان صوم الستة بعدالفطر متتابعة منهم من كرهه والمختار أنه لابأس به لأن الكراهة انما كانت لأنه لايؤمن من ان يعد ذلك من رمضان فيكون تشبها بالنصارى والان زال ذلك المعنى….(شامي: 2/435).

([26] ) وَمَتَى نَوَى شَيْئَيْنِ مُخْتَلِفَيْنِ مُتَسَاوِيَيْنِ في الْوَكَادَةِ وَالْفَرِيضَةِ وَلَا رُجْحَانَ لِأَحَدِهِمَا على الْآخَرِ بَطَلَا وَمَتَى تَرَجَّحَ أَحَدُهُمَا على الْآخَرِ ثَبَتَ الرَّاجِحُ كَذَا في مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ…..وإذا نَوَى قَضَاءَ بَعْضِ رَمَضَانَ وَالتَّطَوُّعُ يَقَعُ عن رَمَضَانَ في قَوْلِ أبي يُوسُفَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى وهو رِوَايَةٌ عن أبي حَنِيفَةَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى كَذَا في الذَّخِيرَةِ.(عالمكيرية: 1/196-197).

([27] ) قوله او نظر الى امرأة فانزل لم يفطر سواء نظر الى الوجه او الى الفرج او الى غيرهما كما بينا أنه لم يوجد صورة الجماع ولامعناه فصار كالتفكر اذا امنى.(الجوهرة النيرة: 1/167).

([28] ) عن ابن عباس قال ما رأيت شيأ أشبه باللمم مما قال ابوهريرة عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ان الله كتب على ابن آدم حظه من الزنى ادرك ذلك لامحالة فزنى العين النظر وزنى اللسان النطق والنفس تمنى وتشتهي والفرج يصدق ذلك ويكذبه.(صحيح البخاري, حديث رقم: 6243)

([29] ) اياكم والنظر فانها تزرع في القلب الشهوة (بدائع الصنائع: 2/93).

([30] ) قال عبدالرحمن الجزري: الشيخ الفاني الذي لايقدر على الصوم في جميع فصول السنة يفطر وتجب من كل يوم فدية طعام مسكين.(كتاب الفقه على المذاهب الأربعة:1/576).

([1] ) ومثله ما في القهستاني عن الكرماني المريض إذا تحقق اليأس من الصحة فعليه الفدية لكل يوم من المرض اه. وفي الدرالختار: ومتى قدرقضى لان استمرار العجز شرط الخليفة.(شامي:2/427).

([3] ) قلت هذا إذا كان على طريق الإباحة دون التمليك كما يشعر به لفظ الإطعام ولذا قال في التاترخانية عن المحيط إذا كان يعول يتيما ويجعل ما يكسوه ويطعمه من زكاة ماله ففي الكسوة لا شك في الجواز لوجود الركن وهو التمليك وأما الطعام فما يدفعه إليه بيده يجوز أيضا لما قلنا بخلاف ما يأكله بلا دفع إليه. (شامي: 2/257).

([4] ) أما لو لم يقدر عليه لشدة الحر كان له أن يفطر ويقضيه في الشتاء(شامي: 2/427).

([5] ) او ادهن….اي لا يفطر لأن الادهان غير مناف للصوم.(البحرالرائق: 2/273).

([6] ) الدرالمختار ۲/۳۹۵ ط: سعيد

([7]) وفي الفتح: من هزل بلفظ كفر ارتد وان لم يعتقده للاستخفاف.(شامي: 4/222)

([8] ) ومن جامع عامدا في احدى السبيلين او اكل او شرب ما يتغذى به او يتداوى به فعليه القضاء والكفارة لان الجناية متكاملة لقضاء الشهوة.(الجوهرة النيرة: 1/169).

و من تسحر وهو يظن ان الفجر لم يطلع او افطر وهو يرى ان الشمس قدغربت ثم تبين ان الفجر قد طلع وان الشمس لم تغرب قضاه ذلك اليوم ولاكفارة عليه. (الجوهرة النيرة: 1/174)

([9] ) و اذا اكتحل او اقطر بشيئ من الدواء في عين لا يفسد الصوم عندنا (الفتاوى التاتارخانية ۲/۳۶۶).

([10] ) هي واجبة على الحر المسلم المالك لمقدار النصاب فاضلا عن حوائجه الأصلية…ولايعتبر فيه وصف النماء.(عالمكيري:1/191).

ايضا: يخرج ذلك عن نفسه لحديث ابن عمر قال فرض رسول الله صلى الله عليه وسلم زكوة الفطر على الذكر والانثى.(هداية:1/190).

وفي الشامية: تجب صدقة الفطر على كل حر مسلم…. ( ذي نصاب فاضل عن حاجته الأصلية ) كدينه وحوائج عياله ( وإن لم ينم ).(شامي: 2/98).

وفي الهندية: ولايؤدي عن زوجته ولاعن اولاده الكبار وان كانوا في عياله ولو ادى عنهم او عن زوجته بغير امرهم اجزاهم استحسانا كذافي الهداية.(عالمكيري:1/193).

([11] ) والأصل أن صدقة الفطر متعلقة بالولاية والمؤنة, فكل من كان عليه ولايته ومؤنته ونفقته فانه تجب عليه صدقة الفطر فيه والا فلا.(فتاوى عالمكيري:1/193)

([12] ) وتجب عن نفسه وطفله الفقير كذافي الكافي.(عالمكيري: 1/192).

ايضا: ويخرج عن أولاده الصغار ومماليله.(هداية: 1/190 باب صدقة الفطر)

([13] ) سنن الترمذي حديث رقم: 660.


 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب