۲۰ دقيقې مزل مو په کال کې ۴ کیلو وزن کموي

د جرمني په شمال کې د «مستهلک د ملاتړ مرکز» په خپلې یوې څېړنه کې خلکو ته مشوره ورکړې چې د ورځې ۲۰ دقېقې مزل وکړي او په کال کې خپل څلور کیلو وزن کم کړي.

څېړنې ویلي چې دا په متوسط ډول د ورځې ۸۰ کالرویز « په بدن كې دخوړو انرژي» او په کال کې تقریبا ۳۰ زره کالرویز سوځوي.

د څېړنې له مخې ۳۰ کالوریز د ۴ کیلوګرامو وازدې سره برابره ده، یعنی که سړی هره ورځ ۲۰ دقېقې مزل  درست کال وکړي نو  ۴ کیلو وزن به یې کم شي.

دغه مرکز زیاته کړې چې که څوک ورزش لپاره وخت نه لري نو د ورځې پر مهال دې ځېنې نور فعالیتونه وکړي. دوی د مثال په توګه ویلي هغه مهال چې کار ته ځئ نو د ریل ګاډي لرې سټاپ ته په پښو ولاړ شئ، کوښښ وکړئ، ډير مزل وکړئ.

خو که په موټر کې ځئ بیا مو موټر د کار د ځای څخه لرې ودروئ او پاتې مزل په پښو وکړئ. همدا راز که د ملګرو ته د ډوډۍ لپاره ورځئ کوښښ وکړئ چې په میلې او ساعت تیرۍ وخت تېر کړئ.

په عین حال کې ځېنې څېړنې وايي چې په غرونو کې مزل د زړه د حملې امکان کموي او که غواړئ چې د زړه د مرضونو څخه بچ پاتې شئ نو په غرونو کې نېږدې ۲ کیلو متره مزل وکړئ.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب