د غریبانو حقوق ورکړه! -شعر

چې له تنه دې روح وخېژي وفات شې

دا غرور د لوړو هیلو به دې مــات شي

*

تنهایي کې به د بل جهان مېلمه شې

درنه پاته به د ښکلو ملاقات شي

*

په نازک بدن به خاورې در امبار کړي

په دریمه به دې جوړ یو څه خیرات شي

*

په ژوندون د غریبانو حقوق ورکړه

په قیامت به لوی بلا درته زکات شي

*

چې دې وس رسي درود په نبي ﷺ وایه

نوېشته به دې مکتوب کې حسنات شي

*

صدقه د خپل توان تر حده وکړه

چې جمعه درباندې راشي جمعرات شي

*

پس له مرګه لمونځ روژه نه اداء کېږي

واړه چارې ای منیبه په حیات شي

رحمت الله منيب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب