د مسواک ګټې د اسلام او طب په رڼا کې

د مسواک په کارول  نه يواځې د پيغمبر حٍضرت محمد(صل الله عليه و سلم)  يو ستر سنت پر ځای کول دي  بلکې  د مسواک کارول ډيرې روغتيايي ګټې هم لري چې غواړم په لنډ ډول ورباندې په  لاندې ليکنه کې  رنإ واچوم.

د اسلام په سپيڅلي دين کې پر  پاکوای تاکيد شوی دی او پاکوالی د ايمان يوه برخه بلل شوې ده. په دې . په بل عبارت کچيرې څوک د خپل پاکوالي (نظافت)  مراعت کولو ته پام نه کوي نو ګويا د بشپړ ايمان څښتن ندی.  د پاکوالي يوه  مهمه برخه د بدن او په ځانګړې توګه د خولې او غاښونو پاکوالي دی.

خوله نور وجود ته د خوراکي توکو او مکربونو د ننوتلو تر ټوله مهمه لار او دروازه ده. ډاکټران وايي چې په خپله د  د خولې په جوف کې يو ګڼ شمير مضر ميکروبونه موجود وي.  نو کچيرې مونږ وغواړو چې د روع صحت څښتنان وو، نو پکار ده چې د بدن داخل ته تر ټولو لومړی  د همدغې دروازې له لارې د مکروبونو د ورتګ م خه  ونيسو.  په دې معني چې خپله خوله او غاښونه پاک وساتو.  د خولې په جوف د خولې د خولې او غاښونو  په پاکوالي کې مسواک ډيرمهم رول لوبوي.

مسواک يو مخصوص لرګی دی چې د (الأراك) د ونې له ريښو څخه لاس ته راځي. د نوموړي  لرګې ونې په عربي هيوادنو لکه سعودي عربستان، سوډان، مصر، او  جنوبي اسيا په هيوادونو لکه هندوستان او پاکستان کې پيداکيږي

د اسلام په مبارک دين کې د مسواک اهميت او ګټې:
د دين او مذهب له پلوه هم د مسواک کارول ډيرې ګټې لري او د اسلام په مبارک دين کې د هغې پر کارولو ډير تاکيد شوی دي.

حديث: عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله قال : (لولا أن أشق على أمتي
– أو على الناس- لأمرتهم بالسواك مع كل صلاة)  وفي رواية( عند كل وضوء).

ژباړه:  له أبي هريرة رضي الله عنه څخه روايت  دي چې نبي کريم صلی الله عليه و سلم فرمايلي :  کچيرې زما په امت باندې سخته نه تماميدای نو امر به مې ورته کړی وای چې له هر لمانځه مخکې د اوداسه پر مهال مسواک وکاروي.
حديث عائشة رضي الله عنها عن النبي (السواك مطهرة للفم مرضاة للرب).

ام المؤمين حضرت عائشة رضي الله عنها له  نبي کريم صلی الله عليم وسلم روايت کړی چې فرمايلي يې دي: مسواک د خولې پاکي او الله جل جلاله د رضا سبب ګرځي.
حديث:  عن عائشة رضي الله عنها أن النبي صلی الله عليه و سلم كان إلا دخل بيته بدأ بالسواك
له عايشه ضي الله عنها څخه روايت دی هغه وايي چې کله هم به هم نبي کريم صلی الله عليم وسلم کورته راننوت نو پر مسواک وهلو به يې پيل کاوه.

حديث: عن ابن عباس رضي الله عنهما أنه بات عند النبي  ذات ليلة ، فقام نبي الله  من آخر الليل ، فخرج فنظر في السماء ، ثم تلا الآية في آل عمران : { إن في خلق السموات والأرض واختلاف الليل والنهار} حتى بلغ { فقنا عذاب النار} ثم رجع إلى البيت فتسوك وتوضأ ، ثم اضطجع ، ثم قام فخرج فنظر إلى السماء فتلا هذه الآية ، ثم رجع فتسوك فتوضأ ، ثم قام فصلى.
له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې يوه ځل يې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره شپه وه، نبي کريم صلی الله عليه و سلم د شپې په وروستۍ برخه کې پاڅيده، او د باندې ووت، داسمان په لوري يې وکتل او بيا د عمران سورت دا ايت تلاوت کړ{ إن في خلق السموات والأرض واختلاف الليل والنهار} تر دې چې  { فقنا عذاب النار} پورې ورسيده.  بيا بيرته خونې ته راننوت ، مسواک يې وواهه او اودس يې وکړ او ډډه يې ولګوله (کيښناست).  بيا بيرته ولاړ شو، د باندې ووت، اسمان ته يې وکتل او هغه ايت يې تلاوت کړ، بيا بيرته راغی، مسواک يې وواهه ، اودس يې وکړ او په لمانځه ودريد.

له حضرت له عايشه ضي الله عنها  څخه روايت دی  چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به  د مسواک  دومره ډيره يادونه کوله  چې مونږ ډاريدو  هسې نه چې په اړه يې ايت (د فرض کيدو يا واجب ګرځولو حکم) نازل شي.
له حضرت عايشه ضي الله عنها  څخه په يو بل روايت کې رانقل شوي چې مسواک ولا لمونځ   له بې مسواکه لمانځه څخه اويا مرتبې غوره دی.  حضرت ابو هريره  په يو بل روايت کې همدغه فضيلت 75 درجې ښودلی دي.
له حضرت شهاب څخه مرسلاً روايت دی چې کله يو انسان د ورځې يا شپې لخوا د لمانځه اراده وکړي، په سمه توګه اودس وکړي او بيا لمونځ وکړي نو پريښتې د هغه ګرد چاپيره تاويږي او ور نيږدې کيږي ان تر دې چې د هغه په خله خپله خله ورږدي. نو هر څومره چې دغه شخص د قرانکريم تلاوت کوي د هغې پرښتې تر خولې ور رسيږي.  نو که يو څوک مسواک و نه کاروي نو پريښتې يې شا او خو ګرځي خو خله نه ورنيږدې کوي.
ملا علي قاري رحمه الله د مشکوۀ په شرح کې ليکلي دي چې مسواک 70 ګټې لري. تر ټولو ټيټه  (ادنی) يې  دا ده چې د ځنکندن پر مهال انسان ته  د شهادت کلمه ور په زړه کوي.

يو روايت دی چې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم  به د پيو، خرما ، غوښې او مسواک هديه نه ردوله.
له حضرت له عايشه ضي الله عنها  څخه په يو بل روايت کې راځې چې مسواک  له مرګ پرته د هر مرض دوا ده.

مسواک سړي او ښځينه دواړه کارولی شي او د دواړو لپاره يې يو حکم دی. له ام المؤمين حضرت  ميمونه رضی الله تعالی عنها  به مسواک کارواه او په دومره اهتمام (ترتيباتو) سره به يې استعمالاوه چې هر وخت به يې په لوښي کې چمتو ايښی وو. چې لګ به هم له کارونو څخه  وزګاره شوه او فرصت به يې پيدا کړ نو مسواک به يې واهه.

د مسواک دونياوي او اخروي ګټې:
د مسواک د ديني او دونياوي ګټو په هکله د تحفه السوک في فضايل المسواک کې د حضرت علي، حضرت ابن عباس او حضرت عطا رضی الله تعال عنهما څخه د لاندينيو فايدو روايت شوی دی:
·      مسواک د الله تعال د خوشحالۍ او رضا سبب ګرځي
·      له مسواک سره لمونځ په بې مسواکه لمانځه 99 مرتبې او ان چې تر دې هم زيات ( غوره دی
·      د مسواک هميشه کارول د رزق د پراخوالي سبب ګرځي، د روزۍ د وسيلو د اسانتيا سبب ګرځي   او غنی منځ ته راوړي.
·      خوله پاکوي ،  غاښونه او وورۍ مضبوطوي او غاښونه سپينوي.
·      د سر درد له منځه وړي او د سر درګونو لپاره ګټور دی
·      نظر تيزوي، معده سموي، او د ټول بدن د تقويت سبب ګرځی
·      د ژبې فصاحت او بغلات ډيروي او حافظه تقويه کوي.
·      عقل (زکاوت) زياتوي او زړه پاکوي
·      د پريښتو د خوښۍ لامل ګرځي او ثوابونه زياتوي
·      د څيرې د نوراني کيدو له امله مسواک وهونکي سړي سره پريښتې روغبړ کوي،
·      د لمانځه لپاره په تګ کې يې پريښتې بدرګه کوي.
·      مسواک وهونکي اشخاص د انبيا کرامو د بښنې د دوعاګانو مستحق ګرځي
·      د شيطان د غصې او ناراضه کيدو سبب ګرځي
·      د غذا د هضميدو سره مرسته کوي
·      د اولاد د ډير والي سبب ګرځي
·      د زړښت د وروسته والي لامل ګرځي
·      د مسواک کاروونکي به د صراط په پله د بريښنا په څير په تيزۍ تير يږي.
·      مسواک کاروونکي ته به عملنامه په ښي لاس ورکول کيږ ي.
·      په بدن کې د زياتې ګرمۍ د ورکيدو او په بدن کې د دردونو د ورکيدو لامل ګرځي
·      د ځنکندن پر مهال سړي ته  د شهادت کلمه  وريادوي او د روح د اسانه وتو سبب کيږ ي
·      د جنت د دروازو د پرانستو سبب ګرځي.
·      د قبر د پراخيدو او له قبر سره د اُنس سبب ګرځي
·      پريښتې د مسواک د کاروونکي سړي صفتونه کوي او وايي چې دا هغه څوک دی چې د انبياوو په نقش قدم روان دی او هر ه  ورځ د هغوی د اتباعو غوښونکی دي.

·      مسواک وهونکي شخص ته  د مرګ پر مهال پريښتې  په داسې شکل راځي لکه څرنګه چې اوليا کرامو او په بعضي رواياتو کې خو راغلي چې انبيا کرامو ته را ځي.
لنډه دا چې د مسواک يو ګڼ شمير نورې ګټې هم شته او د فضيلت په هلکه يو ګڼ شمير نور احاديث هم شته دي چې مونږ يې دلته په پورتنيو باندې بسنه کوو.

د مسواک حکم:

لکه چې پورته يادونه وشوه د د اسلام د مبين دين  داکثرو علماوو په اند د مسواک  د کارولو حکم  سنت دی. يو شمير خو يې لا ان واجب ګڼي خو وايي چې  په پريښودلو يې لمونځ نه مکروه کيږي.
په هر صورت،   د مسواک  حکم په اړه د علماوو اختلاف په خپل ځای پريږو،  خو يوه خبره څرګنده ده او هغه دا چې نبي کريم صلی الله عليه و سلم د هغه د کارولو په هکله امر کړی او په خپله يې هم کارولی دی.
د مسواک اوږدوالی هم بايد چې مناسب او او پنډوالی يې بايد د کوچنۍ ګوتې برابر وي.

د مسواک د کارولو وختونه:

د امام ابو حنيفه په مذهب/نظر د مسلمانانو لپاره د مسواک کارول د اودسه پر م هال، د لمانځه په وخت، د قرانکريم د تلاوت پر وخت، له خوب نه د پورته کيدو پر وخت، کورته د ننوتلو پر وخت، د خلکو تر منځ په يوه غونډه يا اجماع کې د ناستې پر وخت، او د غاښونو دپاکولو پر وخت کې غوره ګڼل شويدي.
يو شمير نورو علماوو لکه امام شافعي، مالک او امام حنبل صاحبانو په ځينې نورو وختونو لکه  د بوی لرونکي غذا تر خوړولو ورسته، د خبرو پر مهال، له اوږده سکوت وروسته، د شپې لخوا د  ويترو له لمانځه  وروسته،  هم د مسواک استعمال غوره ګڼلی دی .

په هر صورت ډيری اسلامي علما په دې نظر دي چې په لاندې وختونو کې د مسواک کارول م ستحب او ښه کار دي:
–      د اوداسه او لمانځه پر وخت
–     له خوب نه تر پاڅيدو وروسته
–     کور ته د ننوتو پر مهال
–     د خولې د خوند د خربيدو او بدليدو پر مهال.
د اسلامي علماوو او فقهاوو تر منځ  د روژه دار لپاره  مخکې له زوال څخه د مسواک په کارولو کې کوم اختلاف نشته. خو وروسته تر زواله د فقهاوو نظرونه سره توپير لري، ځينې يې وايي چې کارولي ېي باک نلري خو ځينې نور يې بيا ښه نه ګڼي.

د  طب او ساينس له نظره د مسواک ګټې:

د طب له نظره هم د مسواک کارول ډيرې ګټې لري. د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د نړۍ پنځه ميلونه وګړي د غاښونو د چنجن کيدو (Caries)  په مرض اخته دي نوموړې سازمان په 1986 کال کې د مسواک د کارولو وړانديز وکړي  او په 2000 کال کې يو نړيوال راپور کې د پايلې په توګه داخبره غوټه شوې وه چې د م لګرو ملتونو په واسطه د خولې د روغتيا پالنې لپاره دې  چې په دې هکله بايد نورې څيړنې هم تر سره شي تر څو د م سواک اغيزې سند او ثبت شي

د ډاکټر خالد الماس په مشرۍ د غاښونو د ډاکټرانو لخوا دسعودي عربستان د السعود په پوهنتون کې د مسواک د ګټو په هکله يو لړ څيړنې تر سره شويد، څيړنو ښودلې ده چې  د مسواک په لرګي کې  تر 19 داسي طبعي توکي شته دي چې د غاښونو د روغتيا لپاره ګټور دي. په هغه کې د جراثيمو ضد يو شمير طبعي توکي هم شامل دي چې د بيلګې په توګه يې  يو شمير يې په لاندې څو ليکو کې ذکر شوي دي.

د مسواک په لرګي کې د فلورايد، سليکان، القلي ، غوړي او ځينې نور توکي موجود دي. دا ټول هغه مواد او توکي دي چې د غاښونو په ترکيب کې بنټيزه ونډه لري. نن سبا چې د غاښونو کوم کريمونه په بازار کې موجود دي د هغو جوړونکي هم د خپلو توکو د پلورلو لپاره د  سوداګريزو خبرتيا وو له لارې د خپلو محصولاتو په ترکيب کې  د  پورتنيو يادو شويو توکو د ګډون يادونه کوي.
د طب علما په دې اند دي چې د يادو توکو سربيره  د مسواک (اراک) په جوړښت کې  يو ډول تيل/غوړي (Aromatic Oil)، او تيزاب  (Tannic Acid) هم  شامل دي . اروماتيک ايل  د خولې د لعاب د ترشح سبب ګرځي او همد لعاب دي چې خوله هميشه لمده او تازه ساتي.   ټانيک اسيد بيا د ووريو د تحکيم او د امراضو د مخنيوي، د کوچنيو زخمنو د رغيدو،او له غاښونو څخه د وينو د وتو د مخنيوي سبب ګرځي.
همدارنګه د مسواک په لرګي کې د (Glycoside)  په نامه يوه بله ماده هم موجوده ده کومه چې تير بوی او سوزونکی خوند، هغه څوک يې ښه تشخيص کولای شي چې په لومړ ي ځل مسواک کاروي. دغه م اده هم د مکروبو او يا جراثيمو په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

همدرانګه د مسواک په بوټي کې د سوديم باي کاربونيټ هم موجود دی چې د غاښونو تر منځ په پټو شويو د خوړو د کوچنيو زرو د کومو پاته کيدل چې د غاښونو د خرابيدو سبب کيږي په له منځه وړلو کې مهم رول لري.
د السعود د پوهنتون څيړونو دا هم جوته کړې چې د مسواک کارول د غاښونو د درد په ارامولو او ورکولو کې مرسندوی واقع کيږي.  پر دې سربيره په لويانو کې د سګرټ څکولو او په کوچنيانو کې د ګوتې د رودلو څخه مخه نيسي.  همدارنګه د معدې او هاضمې د سيستم د پرستالتيک حرکاتو کې هم مرسته کوي په بل عبارت له معدي سره د غذايي توکو په هضم کې کومک کوي.

په 2003 زيږديز کال د مسواک او د غاښونو د کريم د مقايسې په اړه د سعودي  عربستان د مکې  په النور روغتون کې علمي څيړنې شوي چې په پايله کې يې د مسواک استعمال د غاښونو د برس او کريم په پرتله ګټور ښودل شوی..  همدرانګه څيړونو جوته کړيده چې د هغه مکروبو نو په وړاندې چې د خولي په جوف کې موجود دي د مسواک کارول د غاښونو د کريم په پرتله ډير ښه او جوت تاثير لري. په لاندې دلايلو سره مسواک د غاښونو د کريم او برس په پرتله ګټور او اغيزناک بلل شویدي.

مسواک په هر ځای کې پيدا کيږ ي او په اسانۍ لاس ته راځي. د کريم او برسه په پرتله يې قيمت ډير زيات کم دی. د سفر پر مهال په اسانۍ له ځان سره ليږديدلای شي. کله چې د شپې لخوا مسواک وکارول شي نو کله چې سهار له خوبه پاڅيږو خوله به مو مرطوبه او تازه وي په داسې حال کې چې کچيرې په همدغه وخت کې د غاښونو برس او کريم وکارول شي نو د سهار له مخې د پاڅيدو پر م هال داسې نه وي. بل دا چې برس او کريم د غاښونو او ووريو د تخريب او رژيدو سبب هم ګرځي.

له روغتيايي پلوه د مسواک نورې ګټې عبارت دي له:

·      په دوامدار او مسلسل ډول د مسواک کارول د غذا له خوړلو مخکې او وروسته د غاښونو د زيړوالي مخه نيسي
·      د مسواک کارول د غاښونو او ووريو د ټينګښت سبب ګري او د چيجن کيدو څخه يې هم ژغوري.
·      د مسواک کارول د خولې د بد بوی د ورکيدو او دخوشبويي د رامنځ ته کيدو لامل ګرځي.
·      د مسوا ک کارول د خولې دخوند(ذايقې) د ښه کيدو او د غاښونو د سپين والي سبب کيږي.
·      مسواک د غږ په شفافيت او وضاحت کې هم مهم رول لوبوي.

د رحمت الشيخ  په نامه يو عالم  د حضرت ابن عباس نه مرفوعا روايت را نقل کړی هم د مسواک د ګټو په هکله ليکلي چې  د مسواک کارول ، بلغم ورکوي، د سترګو ديد زياتوي، غږ صافوي،  د خبرو جريان اسانه کوي، ، د غذايي توکو په هضم کې مرسته کوي، د معدې د صحت لپاره هم ګټور دي، ، د حاضرو ملايکو د خوښۍ سبب ګرځي، د خولې بد بوی ورکوي، د نيکيو(ح سناتو )د ډيروالي سبب ګرځي او  د الله د رضايت سبب ګرځي. بل ځای ذکر شويدي چې د مسوا ک کارول، په ادرار کې هم  مرسته کوي،
د مسواک اوږدوالی هم بايد چې مناسب او او پنډوالی يې بايد د کوچنۍ ګوتې برابر وي.

اخيستنې:
1-      د خولې او غاښونو نظافت: د ډاکټر انورالحق جبارخيل ليکنه ، چاپکال 1387
2-       احكام السواك د عبدالله بن معتق السهلي ليکنه:د مدينې منورې د پوهنتون د شرعياتو د فاکولتي ښوونکی
3-       http://www.yobserver.com/sports-health-and- lifestyle/10013042.html
4-      د فرحت شيخ ليکنه:.مسواک کي فضايل http://www.owaisqadri.com/literature_section/miswak.htm

د ګل رحمان ليکنه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب