اله العالمينه !! – دعايي شعر

ته مونږ په سمه لاره سم کړې

مونږ له چپې لارې چپ کړې

له ښو سره مو ښه کړې

له بدو سره مو بد کړې

حق ته مو حقبین کړې

ناحق ته مو بدبين کړې

څه چې ستارضا وي

په هغو مو ته رضا کړې

مونږ له تاڅخه راضي یو

ته له مونږ څخه رضا شې

مونږه بدې کړنې کړې

ته مو له بدو را حصار کړې

مونږ د دوزخ په لار رهي یو

ته مو دجنت په لار روان کړې

هارون ده تږی ستا لقاء ته

ته مې مل ته يې راعطا کړې

هارون

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب