د غاښونو په ساتنه کې د مېوو ارزښت

تازه مېوې تر ټولو ګټور خواړه دي چې د بدن د اړتیا وړ ټول معدني مواد په کې شتون لري. تازه مېوې په زیاته کچه معدني مواد لکه کلسيم، پوتاشیم، اوسپنه او د بدن د اړتیا وړ نور ويټامینونه لري چې هر یو یې د بدن لپاره حیاتي ارزښت لري.

هغه چې ناروغان دي، معلومه خبره ده چې د معدني موادو او یا هم د اړتيا وړ ويټامینونو له کمښت سره به مخ شوي وي، کله چې بیا ډاکټر ته مراجعه کوي، هغه ده چې د دغو خوړو سپارښتنه ورته کوي.

څېړونکي وایي، د غاښونود خرابېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره مېوې مڼې، الو او کېلې دي.

دوی وایي، د دې لپاره چې عمر خوړلي کسان روغ غاښونه ولري، باید په هره غذایي وعده کې لږ تر لږه ۲،۵ ګرامه فیبر واخلي. پر مېوو سربېره ځیني سابه او حبوبات هم کولی شي د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور تمام شي.

څېړونکي وایي، ډېرې لږې مېوې او سابه دي چې د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور دي چې له دې ډلې پورته ذکر شوې مېوې ۱۴ سلنه او سابه ۵ سلنه کولی شي د غاښونو د خرابېدو مخه ونیسي.

د شمېرو پر اساس، په سلو کې ۱۰ امریکایي سپین ږېري د وریو د وینې کېدو پر ناروغۍ اخته دي. دغه شمېرې بیا په عمر خوړلو کسانو کې چې عمرونه یې له ۷۵ کلونو پورته وي، شل سلنې ته رسېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب